نجم الجهاد فاميلۍ چې د جلال اباد ښار شپږمه ناحيه ده، دولت ورته په تېر کې او اوس هم چندان توجه نه ده کړې.
هغه امتيازات چې د ښار نورو ناحيو ته ورکړل شوي دي، فاميلۍ ته نه دي ورکړل شوي، په داسې حال کې چې دولت ته د ماليې په ورکړه کې يې له نورو ناحيو سره هيڅ ډول توپیر نه کيږي.
د نورو هر ډول پرمختيايي کارونو تر څنګ د برېښنا په مسئله کې هم له فاميلۍ (شپږمې ناحيې) سره د ښار د نورو ناحيو په پرتله توپیري چلند شوی او کيږي، هغه شرائط چې دولت د برېښنا د وېش له پاره ټاکلي د فاميلۍ خلکو له وړاندې پوره او بشپړ کړي دي خو، د ښار د نورو ناحيو په څېر برېښنا نه ده ورکړل شوې، موږ د ښار د نورو اوسېدونکو په څېر چې هغوی د برېښنا له نعمته برخمن دي، غوښتنه کوو چې په دغه ملي سرمايه کې د خپل روا حق نه برخمن شو.
موږ په په چارواکو غږ کوو چې زموږ د غوښتنې له پاره دې مناسبه حل لاره ولټوي، که نه نو، موږ به د خپل دغه مسلم حق له پاره له نورو قانوني لارو چارو خپل اواز پورته کړو.
درنښت
د نجم الجهاد فاميلۍخالص بابا (شپږمې ناحيې) اوسېدونکي