نن درې کلیوال مشران ښار ته د یو مسلمان ورور جنازې ته روان وو. دوه د موټر شاته کښېناستل یو مخکی، مخکیني مشر ته مې خپل ځای پريښود ځکه ډیر په تکلیف کې و او ځای یې ډیر تنګ و.
مشرانو ته مې داسي وویل : په ما باندې دا کلیوال خلک ډیر ګران دي ځکه دوی مړی او ژوندی، میلمه پالنه او میلمستیا د خدای د رضا لپاره کوي مګر زموږ د ښاریانو خو هر څه بازاري شوي- میلمه پالنه مو بازاري، خپلولي مو بازاري، تګ را تګ مو بازاري، جنازې مو بازاري او غم او ښادي مو بازاري دي. مشران په دې صفت ډیر خوشاله شوو او ټول موسکی شوو.
مشرانو ته زما خبرې ډیر خوند ورکړ خو وروسته مې ورته وویل، یو – درې عادتونه مو په کلیوالو کې نه خوښيږي لکه دا تربګنۍ، غیبت کول او د یو انسان په غیاب کې خوشي خبرې کول لکه هله پلانکي داسی وکړه او هله پلانکي هسي وکړه.
مشرانو باندې دا خبرې هم ښې ولګیدې ټولو په یو اواز وویل چې موږ درسره همغږي یوو خو دا دریم عادت په اړه دې څه ونه ویل.
ما ورته ویل چې رښتیا دریم دا چې زموږ زیاتره کلیوال مشران او کشران خپلې خویندې او لوڼی مکتب ته نه پریږدي او په دې شرمیږي مګر دا یاد ساتئ چې د نجونو تعلیم خو ډیر مهم دی په دې عصري زمانه کې ځکه ۱۰، ۱۲ کاله همدغه نجونی میندې جوړیږي بیا د هغو میندو بچي وګوره چې څنګه یې پاک او صفا ساتي او هغه د بې تعلیمې مور بچي وګوره.
مشرانو تندي تروه کړه، ویې ویل چی ښه سړی یې، خو چې د غربي کلتور دا خبره دې نه وای کړې.
ما ورته ویل دا خو غربي کلتور نه دی علم خو په نارینو او ښځینو دواړو فرض دی او دا زه نه وایم دا خو د بشریت ستر لارښود حضرت محمد ص وايي.
بیا یې ویل چې نه هغه دا کسبي علم نه و ښودلی د پیغمبر منظور دیني علم و. ما ورته جواب کې بیا وویل سمه ده، دا به هم درسره ومنم چې کسبي علم نه یادوي او د هغه دیني علم منظور و خو تاسو خو ما ته په دې خپلو کليو کې د نجونو د پاره یوه مدرسه وښایاست؟ مشران غلي شول یو ځل یې بیا را باندې په تلو کې غږ کړ چې ښه انسان یې خو دا هم یاد لره چې په ښځو تعلیم کول د غربیانو کلتور دی نه زموږ مسلمانانو.