تعلیم د هر انسان بنیادي حق دی او څوک هم باېد له دې محرومه پاتې نه شي. قران پاک کې الله پاک فرمايي: (ایا برابر دي هغه څوک چې پوهه لري او هغه څوک چې پوهه نه لري.) د بشریت ستر لارښود حضرت محمد (ص) هم فرمايلي دی: د علم طلب په نر او ښځه دواړو فرض دی، که چېرته تعليم کول عېب وي نو ولې يې بيا نارينه کوي؟ او که ښه وي نو بيا ولې د نجونو مخنيوی وشي؟ د فرانسې د ناپليون څخه يو ځل چا پوښتنه وکړه چې د فرانسې د پرمختګ لپاره څه شي ته ډيره اړتيا ده؟ د ناپليون ځواب و چې تعليم يافته مېندې. يانې د ښځو د تعليم نه پرته يو ځای او هیڅ ټولنه پرمختګ نه شي کولی.
مهاتما ګاندهي وايي د يو نارينه روزل، يو شخص روزل دي مګر د يوې ښځې روزل بیا د ټول ملت روزل دي او همداسې پاچا خان بابا وايي، د اسلام سپيڅلې دین علم په نر او ښځه فرض کړی دی خو له بده مرغه بيا هم د دين په نوم زمونږه نجونې له تعليمه محرومې پاتې کيږي. انګليسي کې معقوله ده که يو کلن پلان لرې نو وريژې وکره، که دې لس کلن پلان وي يو نیالګی کېنوه خو که سل کلن پلان لرې خلک په تعليم وروزه زمونږ د وطن د حالاتو په ليدو خو ځکه اوسنی ولسمشر اشرف غني هم د ښځو په تعلیم ډېر ټینګار کوي او وايي نجونې په تعلیم روزل نسلونه په تعلیم روزل دي.
که خپلې ټولنې ته وګورو ډېر وخت که د يو ماشوم پلار تعليم يافته وي مګر مور يې تعليم ونه لري هغه ماشوم به ناولی ګرځي، هر وخت به کوڅو کې ورک وي، د مشر احترام به نه کوي خو که چېرې برعکس مور تعليم يافته وي او پلار بې سواده د هغوی واړه بچي وګوری! چې څنګه اخلاق به لري مشر ته به هر وخت سلام کوي، نظافت به یې پاک وي. بې تعلیمه میندې تل نورو ته محتاجې وي، که زوی یا لور یې ناجوړه شي دومره به نشي کولی چې د ډاکټر د نسخې سره سم خپلو بچو ته په ټاکلي وخت دوا ورکړي. بې تعليمه مېندې د ټولنې لپاره داسې وي لکه په جامو کې رټه ځکه هغه له ورايه ښکاره مالوميږي. خدای (ج) ښځو ته هم د نارينه په څېر يو شان ذهنونه ورکړي نو بيا ولې دوي له تعليمه محرومه پاتې شي؟
که اوس وخت کې د ځینو اسلامي هیوادونو پرمختګ وګورو لکه اندونیزیا، ترکیه، ایران… په دې هیوادونو کې د ښځو د تعليم کچه زیاته ده او که افغانستان يا ځينې نورو وروسته پاتې هیوادو ته مو پام شي عمده علت یې جهالت او بې سوادي ده ځکه خو د خوښۍ په ځای په کې وحشت او جهالت روان دی.
تعلیم یافته میندې د یوې کورنې، ټولنې او هیوا لپاره ستر نعمت دي خو د افغانستان ډیرو ښارونو او کلیو کې د نجونو لپاره د ښوونځیو دروازې هغومره خلاصی نه دي لکه څومره چې پکار ده. پکار خو دا ده چې هر افغان خپله خور او لور ښوونځي ته پریږدي او تعلیم پرې وکړي او حکومت هم باید داسې زمینه ورته مساعده کړي چې د ټولو نجونو ښوونځیو تګ کې د دوی عزت خوندي وي او شرایط ورته داسې برابر وي څنګه چې اسلام او افغانيت یې تقاضا کوي.