د طالبانو د كنټرول په ساحه كې ولې له ښوونځيو او په تېره بيا د نجونو له تعليم سره مخالفت كېږي؟ ويل شوي دي چې د طالبانو دليل دا دى چې په افغانستان كې خارجي عسكر دي او دغه عسكر د افغانستان د حكومت ملاتړ كوي او څرنګه چې مكتبونه د افغانستان حكومت جوړوي نو مخالفت ورسره پكار دى، خو كه دا دليل وي نو د انتفاضې فلسطينيان ولې د خپلو لوڼو او زامنو د تعليم مخه نه نيسي؟

په هندي كشمېركې جنګېدونكي كشمېريان ولې ښوونځي نه سوځوي؟

او هغو كسانو چې په عراق كې یې د امريكا له حضور سره مسلحانه مخالفت كاوه، هغوى ولې د عراق د حكومت د ښوونځيو مخنيوى ونه کړ؟

څرنګه چې دغه سوالونه ځوابونه نه لري نو سړى پوهېږي چې تر كاسې لاندې نيم كاسه ده او خبرې نورې دي.

كه د طالبانو له وېرې د ځينو سيمو نجونې او هلكان تعليم ونه كړي نو دغه ماشومان چې لوى شي، ايا دا فكر به نه كوي چې طالبانو د دوى آينده ورخرابه كړې ده؟ ايا دوى به دا احساس نه كوي چې كه طالبانو سبقونو ته پرې ايښې واى نو اوس به انجنيران، ډاكتران يا ډاكترانې واى خو اوس چې بې تعليمه دي نو د دربدرۍ او مشكلاتو ژوند يې په نصيب دى؟

له تعليم سره مخالفت نه يوازې د هغو سيمو د خلكو آينده خرابوي چې طالبان پكې نفوذ لري بلكې تر بل هر چا زيات د طالبانو پر ايندې باندې لوى ګوزار دى، زما په ګومان د امريكا او ناټو د عسكرو يرغلونه به دومره طالبانو ته تاوان ونه رسوي لكه له تعليم سره مخالفت چې يې دوى ته رسولى او د خلكو په منځ كې تجريدولاى شي.

سعودي عربستان د اسلامي دنيا مركز ګڼل كېږي، په دغه هيواد كې د اسلام تر ګردو مقدس ښارونه يعنې مكه معظمه او مدينه منوره واقع دي، خو په سعودي كې له احصاييو سره سم، په دې وروستيو كلونو كې اوس د هغو نجونو تعداد تر هغو هلكانو زيات شوى دى چې له دوولسمو ټولگيو فارغېږي، زموږ په زرګونو وطنوال هر كال حج ته ځي او همدا اوس هم په زرګونو افغانان په مدينه منوره او مكه مكرمه كې په خوارۍ مزدورۍ بوخت دي، دوى په خپلو سترګو ويني چې د دغو مقدسو ښارونو كابو ټول اوسېدونكي خپلې لوڼې د خپلو زامنو په شان مكتبونو ته استوي، لوڼې او زامن يې لېسې وايي او كال په كال له پوهنتونونو فارغېږي, دغه راز په لكونو افغانان په ايران كې اوسي, په ايران كې اوس په پوهنتونو كې تر نجونو د هلكانو شمېر ډېر دى, د دې مثالونو له راوړلو مې منظور دا دى چې كه هر څوك د نجونو د تعليم موضوع له اسلام سره تړي او غوا ړي ساده كليوال په دې قانع كړي چې د نجونو د ښوونځيو بندول به د اسلام مطابق وي، نو ګومان كوم ډېر ساده كليوال به هم په دغه استدلال قانع نكړي، ځكه زموږ كليوال په خپلو سترګو ويني چې د اسلامي خاورې په هر ښار او هر ګوټ كې د نجونو او هلكانو دواړو لپاره ښوونځي شته نو چې داسې ده نو ولې د افغانستان په ځينو ولايتونو كې نجونې د تعليم حق ونه لري؟

په كار د ه چې طالبان د خپل نفوذ په ساحو كې د هلكانو او نجونو د تعليم اجازه وركړي, دا كار نه يوازې د افغانستان د همدې سيمو د خلكو په ګټه دي بلكې پخپله د طالبانو په ګټه هم دي او سبا ورځ به د هغو ماشومانو لاسونه د دوى ګريوان ته نه ورلوېږي چې اوس د علم د حاصلولو پر ځاى خپل طلايي وخت بې كاره بې روزګاره تېروي.

بدلون اوونیزه \ لومړی کال\(9) ګڼه\ چارشنبه\عقرب 2۸\ ۱۳۹۳

One thought on “د نجونو د تعلیم په مخالفت کې د چا تاوان دی؟/سعدیه سادات”
  1. وه خوری یالوری !
    ستاسو دغه لیکنه په دی پاڼه کی ګټه نه لری ځکه چه دا پاڼه دنن ړون اندی او زماپه څیر سپینګری متقاعد پخوانی بیټلان لولی.
    دالیکنی هغو بریخنا پاڼوته ولیګی چی دپنجاب نوکران یی لولی. دپنجابی بچی مجاهد ته یی ولیګی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *