تاند، جمعه، د میزان ۱۹مه: فیفا د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر یو بل چارواکي د ښځینه لوبغاړو د جنسي ځورونې اړوند د کره راپور د نه برابرولو له کبله پنځه کلن بندیز وضع کړ.

سید اقا زاده چې ایله څو میاشتې وړاندې د اسیا د فوټبال کنفدراسیون اجرائیوي غړی ټاکل شوی، له دغه بندیز سره به ډېر ژر له دغه مقامه هم منفک کړای شي.

د فوټبال نړیوال فدراسیون وايي، ښاغلی اقازاده د افغانستان د فوټبال په فډراسیون کې د نجونو له جنسي ځورونو خبر و او مسوولیت لري چې د مخنیوي د هڅو په اړه یې خپل راپور او وضاحت وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ښځینه و د فوټبال ملي لوبډلې پخوانۍ مشرې اغلې پوپلزۍ په لوبډله کې د چارواکو له لوري له نجونو د جنسي استفادې رازونه افشا کړل.

فیفا له دغو افشاګریو وروسته سمدستي د فوټبال فدراسیون رئیس د جون په میاشت کې د ټول عمر لپاره د فوټبال اړوند فعالیتونو څخه محروم کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *