تاند- د پخواني جهادي قوماندان محمد اسماعیل خان پر ضد په ټولنیزو رسنیو کې تبصرو وروسته له دې زور واخیست چې نوموړي وویل، باید هیڅوک پر خپلو موټرونو د پخواني دولتمشر نجیب الله عکس ونه لګوي.

ډاکتر نجیب الله وروسته له دې د ډېرو افغانانو لپاره پر یوه اتل بدل شو چې خلکو ته له پاکستان سره د جهادي مشرانو پېیلتیا او د ملي ګټو دښمني څرګنده شوه.

محمد اسماعیل خان، چې د مجاهدینو د واکمني په دوره کې د هرات والي شو او د شینډند په هوايي ډګر کې یې ۱۱۰ جنګي الوتکې ویجاړې کړې، په بې شمېره کورنیو جګړو کې برخه واخیسته او له همدې لارې د کرزي په حکومت کې د انرژۍ وزیر شو.

ادعا کېږي چې اسماعیل خان، سره له دې چې په پوځي برخه کې د لوړ مهارت خاوند و، د وزارت په موده کې یو تر ټولو کم کفایته وزیر تېر شوی دی.

ښاغلي اسماعیل خان د یکشنبې په ورځ په هرات کې یوې غونډې ته وویل، د هرات خلک باید پرېنږدي چې د نجیب (الله) عکسونه څوک په خپلو موټرونو کې ولګوي ځکه چې د ده په وینا نجیب الله د ملت «قاتل» و.

اسماعیل خان د ملي یووالي پر حکومت هم نیوکه وکړه، ویې ویل چې دا حکومت په هیواد کې د سولې او ثبات په راوستلو کې پاتې راغلی دی.

ده خبرداری ورکړ چې که د هرات حالات خراب شول د ملي یووالي د حکومت پرېکړې ته به انتظار ونه باسي او د وسله والو یاغیانو خلاف به په خپله جګړه پیل کړي.

په ټولنیزو رسنیو کې ګڼو خلکو، حتي هغوی چې پخوا د ډاکتر نجیب الله د افکارو او حکومت مخالفان ول، د اسماعیل خان خلاف دریځ غوره کړی او پخوانی دولتمشر ډاکتر نجیب یې د اسماعیل خان په شمول تر جهادي مشرانو د افغانستان ملي ګټو ته زیات وفادار بللی دی.

د فېسبوک یوه کاروونکي نورالله ښاد لیکلي«نۀ د ډاکټر نجیب‌الله د وخت مجاهد یم، نۀ خلقي یم، نۀ پرچمي او نۀ هم کباړي.
تر ژوندیو کباړیانو، غاصبانو، غلو، رشوتخورو … د ډاکټر صیب قبر هم راته غوره دی.»

ISMAYEL kHANد ټولنیزو رسنیو کاروونکو د نجیب الله داسي عکسونه خپاره کړي چې لمونځ کوي یا د لمونځ کولو په مهال سلام ګرځوي او د اسماعیل عسکونه یې له امریکايی پوځیانو سره د خوشامند کولو په حال کې خپاره کړي دي.

دا دقیقاً هغه څه دي چې جهادیان یې د خپل نظر د مخالفانو پر ضد کاروي.

26 thoughts on “د نجیب الله د عکسونو خلاف د اسماعیل خان پر څرګندونو شدید غبرګون”
  1. جالبه ده ، ګمان کوم تورن اسمعیل لکه چې د شهید دوکتور نجیب الله له عکسونه هم بیرېږی او له ډاره خوب نه ورځي.
    د زرګونو هراتیانو ، غوریانو، بادغیسیانو قاتل اسمعیلخان لکه چې خپله تیری کارنامې هېرې کړي. همدا تورن اسمعیل وو چې د داودخان د وخت جوړشوی د سلما بند یی د خپلو آخندي بادارانو د خوشحالی لپاره ویجاړ کړ او بیا کله چې د انرژی وزیر شو د شجاعی په نوم ایراني جاسوس یی د وزارت مشاور وټاکه او ټولې پروژې یی ایران سره قرارداد کړي، تورن اسمعیل د دې پرځاي چې د افغانستان له اوبو ګټه واخلي او د اوبو او برښنا بندونه جوړ کړی له ایران او نورو ګاونډیو هیوادونو یی برښنا وارده کړه چې هره لحظه هغوي کولای شی د یوې بانې او د اړیکو د خرابوالی له امله پرمونږ دا برښنا قطعه او یا یی قیمت لوړ کړی.
    تورن اسمعیل د هرات د ګمرک محصولات او عواید خپل شخصی ملکیت باله او څنګه یی چې زړه غوښتل مصرف ول یی . هیچا له ده نه د میلیاردونو افغانیو عوایدو پوښتنه ونه کړه.
    تورن اسمعیل د خپل زوی او قوماندان علاوالدین اختلافات هیر کړل چې څومره هراتیان یی په خپل منځ کې سره ووژل.
    تورن د شینډنډ هوایی میدان هغه « 110 » جنګی جیت الوتکې چې د شهید دوکتور نجیب الله د وخت د رژیم له خوا پاته شوی وي څه کړی؟
    او بل دا چې د ده زړه لا یخ ندی او د افغانستان دولت ته اخطار ورکوی چې د ده په زړه کار وکړی که نه دی به بیا وسلی ته لاس کړی او بیا به خپل کرغیړن ژوند ته د خلکو په وینو تویولو باندی ادامه ورکړی.

  2. دتورن اسماعیل خان له پاره: دسهار په کلیمو یی غلط مه شی««»» چی کورونه ورانوی نوم یی شمۍ دۍ

  3. بس د نر زامنو زوندى اوسى له دى شيانو بدو رد سره مى نه وه جوړه خو نن سمه غوصه راغله،،، نا وروره ته به ورسره سړى توب کوى،وايي خير ده بد به نه غواړى ،دوى دا سوچ کوى چى پختانه بيغيرته شول چى سه کوو سه وايو چوف ناست دى،دا خره جهاديان معتعصب لکه د سپۍ خوى لرى چى ورته غلى شي؛درپسى منده کوى له کوره دى نه پريږدى؛ او که تيګى ته دى ورته لاس کړ او ډاډه ګوزار دى پرى وکړ درسخه په شا کيږى، ژوندى خوشحاله سوکاله او يو موټي اباد اوسى،پښتنو له هغو 30 نه زياتو ليکوالانو نه هم مننه چى غټ پيجونه لرى،د فروفايل د بدليدو غوښتنه مى ترى کړى وه او هغوى په فروفايل د نجيب عکسونه ولګول،خوشحاله او سوکاله اوسى

  4. نجیب الله خو هرچا ته معلوم وه هم اوسنی نظام ته او هم پخوانی نظام ته چی هغه څنګه شحصیت وه اول تاسی د کم ځای یاست څوک یاست دکوم ملک د کوم وطن دا خو موږ ښه وکړل چی تاسی ته مو دلته هستوګنه درکړه خدای خبر چی دکوم غرنه راپیدا شوی یی چه اوس ته یو اتل پسی خبری کوی په دی سپینه ګیره ته ونه شرمیدی چی په دی پلیتی خولی دی د یو شهید اوقهرمان او خدای بخښلی پسی دخبری وکړی شرمیدلیه الله دی نور هم وشرموه ملګرو څوک چی ډوډی ته وایی نان…. دهغه ستا په ایمان شک لرم اوهغه دالله په لاره کی دخپل وطن اودناموس اوعزت په لاره کی یی خپل ځان قربان کړ الله دی د ډاکترنجیب شهادت قبول کړی ملګرو ټول پری امین وایی ملګرو تاسی د سمبور پرملا دایمان شک نلری ایا هغه کی په ایمان وی کنه تاسی دی پاس تصویر ته اوګوری د ډیری غوسی می عقل دلاسه ورکړی چی څه وایم دی بی دینه ملا پسی بی دینه ملا الله دی غرق که الله دی تبا ه که الله دی وشرموه پوینه ملا تیزنه ملا غولنه ملا الله دی په ګوتو راکه

  5. زه بس دومره ویل غواړم چې لعنت په داسې انصاف شه چې ته خپله له امریکانو سره چې زموږ د دین ستر دښمنان او د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ستر دښمنان دي له هغو سره خواږي لري او په خپل مسلمان ورور باندې شرمېږي چې عکس یې څوک په موتر یا دیوال باندې ونه ځړوي دلته ماته د رحمان بابا یو شعر را په زړه شو ة
    تُو لعنتي په دا هسې منصفي شه : چې له حقه و باطل وته ګزار کړي

  6. چیزی که عیان است چه حاجت به بیان است. برادر مجاهد تورن صاحب اسمعیل خان دیگر بس است که بنام اسلام افغانستان را به خاک و خون کشاندید.

  7. یک مشوره صادقانه !
    حزب وجمعیت باید مسایل اختلافی بین خودشان را یکطرف ګذاشته وبا تصفیه کمونستها در داخل نظام بکوشد همین کمونستها بودند که دیروزعلیه غرب شعار مرد باد میداد ومجاهدین را نوکران حلقه بګوش امریکا وانګلیس میګفتندولی امروزبوت های عسکر امریکا یی راراست میکنند
    کمونستها عامل جنګ بین حزب وجمعیت بودند این مردم فاسق به درد بخور هیچکدام ازطرف های ذی دخل چی طالب باشد چی مجاهد باشد وجی غربی ها باشد! نیستند
    باید تصفیه همچو افراد ولو که جنرال فهمیده هم باشد که یک رتبه را درنظام کمونستی ګرفته باشد ازصحنه دورشود دراخر تحریر میدارم که مذاکرات صلح حزب اسلامی وحکومت را مجاهدین راستین کامیاب سازند واین یک فرصت طلایی ازدست ندهند

  8. Mr. Ismail Khan past deeds should eventually bring his demise :

    1. He is the first and so far the last Jihadi leader that had carved about 1/4 of Afghanistan titling himself officially as the ” Amir of northwestern Afghanistan ” . In any other nation such cult like behavior will be considered nothing short of treason.

    2. In order to galvanize his power as Amir, he was constantly utilizing media deception technique presenting himself live on TV as a unique figure wearing white wardrobe, riding white horse and lining up people to kiss his hand as if he is holly.

  9. TO WARLOARD,UNEDUCATED ISMAIL; AFGHANS KNOW;NAJIBULLAH WAS HONEST PRESIDENT;
    HE NEVER COLLECT ONE DOLLER FOR SELF IN PRESIDENCY TIME,
    BUT YOU WARLOARDS ARE SPECIALIST IN CORRUPTION,
    NOW PEOPLES UNDERSTOOD,YOU DID BUSINESS UNDER NAME JIHAAD AND ISLAM.
    BUT YOU ARE NOT REAL MUSLIM.
    NAJIBULLAH AND HIS TEAM LOVE THIS COUNTRY,
    NAJIBULLAH,SHOW HIS VICTORY IN JALAL ABAD WAR
    HISTORY WILL KEEP HIS NAME FOR EVER
    ALWAYS BE AFGHANISTAN

  10. Bala de pa deero dasi ghlo wagarzi laka dae se da watan lapara ye zan qurban kro kho de cha Ghulam aw khars na so da ba ghayratan kho de qudrat lapara ter her sa teer swal

  11. Mr Najeeb worked with KGB also Director of Afghan (Khad) when USSR army copter Afghanistan ( 1000 & 1000 Afghan killed directed by order of Najeeb also some time he went to Policharkhi Jeel & killed directed afghan people with out any jugement, Way for gated this kind of work of Mr Najeeb??? but today he is (Atal??) Attal of Killing?

  12. نجيب مړشو اوس نو تاريخ ليکل کيږي اوس اسماعيل خان تر خلقيانو زيات حکومت وکړه خو داسې کار يې ندي کړي چې خلک ترې راضي وي اوس په ټول ملت بنديز لګوي چې عکس به هم نه لګوۍ ديته وايي زور واکي

  13. دا وینا هم لکه د اوسنی عصر مسلمانان چې فرض یې پرښیدې او په مستحباتوو باندې په یو با باندې ټاپې لګوي. خداې مو غرق کړې ، افغانان لکه د چرګانو غوندي بې دردی سره وژل کیږې او دی وایې چې دا نجیب عکسونه مه ځورړوندوی، دل دی پر ځای د وطن د سوکالی غم وخوری، افغانان خی درپدر کړل ، الله ټهورته هدایت وکړه او که هدایت یې په نصیب کښی نه یې، ورباندی خپل غزاب نازل کړه، امین امیـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــن..

  14. ولی انجنیر صیب اسمعیل خان ؟
    څوک چه له قدرته وغورزی نو هغه به لا نجی جوړوی ؟
    ته خو مسلکی نه یی دخدای او رسول خا طر وکړه نوره بس ده دومره ویجاړی در بدری چه تاسو وکړه اوس هم ستاسو رړونه دمظلومو په ازار ساړه شوی ندی بیا غواړی ویر او ماتم ته لمن ووهی (حساب او کتاب ) شته دخیر او شر تپوس شته ؟ که کوم عمل ته دلاس او زد کړ چه دملت په تاوان او نقصان وی دا به ووایم چه خدای دزلیله کړه ۳۵کاله شهیدان مړه ژوبل لا درکه دچا دلاسه ؟

  15. دا چی نه خلقی او نه پرچمی او نه هم کومه بله بلا خو د یوه ځوان په حیث زما په اند حقایق داسی دی.
    مسلمانی خو یوازی په ګیره که نه ده نغښتی په دینی زده کړو کی خودوا ړو ډیره وړتیا نه درلوده مو همه دا چی کله زمونږه بریښنا لاړه شی نو ددی ظالم د وزارت د وخت چاری می په زړه شی چی ډیر لوی ملی خیانت یی دی مظلوم ولس سره ترسره کړه هغه داچی په ۱۴ کلنه دوره ده هڅه وکړه چی د ایران کټی خوندی وساتی زاړه د بریښناماشینونه یی راوړل واریداتی بریښنا په پراښه پیمانه غصب دا هغه خیانتونه دی چی ملت به ورسره په راتلوونکو ډیرو کلونوکښی لاس په ګریوان وی دی خو نه شرم نه وجدان او نه هم حیا لری د نجیب الله خیانت خو دده د خیانت نه سل واری کم وه ملی خاین نه وه وطن ته وفاداره ریس جمهور وه د هرات درانه ولس نه هم غوښتنه کوم چی لږ د تاریخ پاڼو ته پرته د تبعیض نه رجوع وکړی بیا به هر څه روښانه شی.

  16. toran ismail;
    zere har taare moy resh tan yak shaytaan ast.qatilen shomaa hasted,
    jawasis shomaa hasted.watanfroshaan shomaa hasted.mafia ye dawlate shomaa hasted.islaam ra baray khod parda saakha ed 4 ayeb sharay shoma hasted.paste ham andaaza darad oo past.

  17. د تاند چلوونکو لکه چه دتاسو هم بل کار نشته، چه داسی بی فایدی شیانو ته لمن وهی، افغانستان کی د ژوندیو ستونزی هم ډیری دی چه پری وخت ضایع شی نجییب داړه ماراوقاتل خو په ځای پریږدهی،اوس ټولوخلکو ټول خاینان اورذیلان پیژندلی دی، یو هم وطنپرست نه وو، نجیب دروسانو جاسوس خو په ځای پریږده. که دوی نه وای دا بی پایه بددختی به دی غریب ملت نه وای راغلی، اوس خو هسی هم تللی دی خو په قیامت کی ورته سخته سزا غواړو.

  18. 1-Dr.Najeeb ullah is one the top Shaheed in the history of Afghanistan, he sacrificed himself only for his holly land(Afghanistan) and Natiion.
    2-And,Rasool Sayaf,Ismail and Mullah Tara khel and there are many more like them, only looted and sold the all remaining military and non-military assets to Iran, Pakistan and Tajikistan.
    We wish,as soon as an Islamic( sharia) government established the all will be hung up front of the nation ,insha Allah

  19. نجیب یو صحی سیاست مدار هم نه وه ٫ که نجیب سیاست مدار وای داوطن به دغلو لاسته نه ورتلای٫ خپل زان اوخپل ورور به یی پدی شانته بی ابی به نه وژل کیدای.

  20. به راستی داکتر نجیب قاتل مزدوران بیگانه ونوکران گوش به فرمان استخبارات بیگانه چون اسماعیل ویآران وی بود اتان که دین را وسیله اهداف شخصی خود نموده بود

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *