ثبات

د لارې خوا ته، څنګ ته شوې تیږه

که څوک راوګرزېد، پر ما تکیه شو

نه ورته نه وایمه

کله چې ځي ترې د مننې تمه هم نه لرم

خو ما نه هم دا غوښتل نه دي په کار

چې زه دې چا پسې یو دوه قدمه منډه وکړم

مېوه

د تورو ورېځو زړه کې

تالندو چېغې وکړې

د اسمان خړه لمن

د برېښناګانو پړکا و څیرله

هلته مې څنګ ته ټکه ولوېدله

دلته مې ته پر ېړه را واورېدې.

زما د هیلو ونې،

د پسرلي له فیضه،

په هره څانګه کې زرګونه ګلان

د زړه په زور زنګول

هغه دې واړه راته

له یوه شړک سره تالا ترغه کړل

اوس به نو ما خلک بې بره بولي

2 thoughts on “د نجیب منلي دوه شـــعرونه”
  1. نظری صیب تخنیکی ستونزی یی کومی دی که یی په ګوته کړی؟؟؟ مـنــنـــه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *