د زهرو له کاشوغي نه مزه اخلم هغې

له ژونده يو څو ګامه فاصله اخلم هغې

راځه نن د صحرا مخ ته ډېوه نيسم هوا

راځه نن دي په شعر کي نامه اخلم هغې

درځم بيا به دي شم په ښکليوسترګو مشرف

 په شا به دا مشرکه زمانه اخلم هغې

هی هی د زندګۍ راڅخه هيڅ مه پوښته هيڅ

هی هی، خو له لمني نه لمبه اخلم هغې

ندرت يمه په شور کړمه برباد د ځان هجوم

له خپلي خاموشيه سرچينه اخلم هغې

له خپلي خاموشيه سرچينه اخلم هغې

  دا د نظم الدين ندرت پنځه بيتيزه غزل دی. (مزه، فاصله، نامه، زمانه، لمبه او سرچينه) ئې قافيه کلمې دي. (اخلم هغې) ئې رديف دی. شاعران اکثره بېلابېل نومونه معشوقو ته اخلي، مګر د دې غزل په رديف کي «هغې» ضمير کارول نوی انداز بللای شو.

«هغې» مونث غايب ضمير دی. شاعر له دې ضميره نامه جوړه کړې او مخاطب ته ئې اخلي. دلته د نامه پر ځای «هغې» ضمير کارول د شاعر او معشوق تر منځ پټ رمز هم دی، چي د نامه پر ځای ئې يادوي. موږ ټول پوهيږو چي زهر تراخه دي، موږ وژني، خو شاعر په لومړۍ مسره کي د شاعرانه کمال په زور دغه زهر داسي خواږه کړي چي مزه ترې اخلي او پرې پايي.

په دويمه مسره کي له ژونده مرور دی، ځو ګامه ليري ځي. دومره نه چي بلکل ژوند ته شا کړي يا ژوند پرېږدي. دلته له ژونده ليري کېدل/ مرورتيا، له زهرو خوند اخيستل/ په زهرو پايېدل خبره ناعادي توب ته وړي.

داسي هم ويلای شو، چي شاعر د يار. جدايۍ او بېلتانه زورولی، همدې زورېدني له ژونده مرور کړی دی. ماڼيجن ګرځي، خو د وصال په هيله بيا د هجران تراخه هم زغمي. په دې زهرو کي خواږه لټوي.

له زهرو خوند اخيستل په دې معنا چي زهر خواږه شوي، خواږه زهر پاراډوکس هم جوړوي. دلته پاراډوکس توصيفي ترکيب دی. زهر موصوف او خواږه صفت دی. په دويم بيت کي د دواړو مسرو په پيل کي (راځه نن) دوه ځله تکرار بيت ته موسيقيت او خوند ورکړی دی.

شاعر هوا ته ږغيږي (هوا ته شخصيت ورکول شوی دی) د صحرا مخ ته ډېوه نيسي او په شعر کي د هغه چا نامه اخلي، چي پر زړه ئې ګرځي، خو په خوله ئې يادول ګران دي.

شاعر دواړو سختو ته ملا تړلې ده. نن په شعر کي هم هغه نامه اخلي هم هوا ته خبرتيا ده چي ستا په مخ کي مخ کي به صحرا ته ډېوه نيسم. په دريم بيت کي ئې مشرکه زمانه په شا کړې ده. په هغو سترګو ځان مشرفوي، چي ځان او جهان ئې پکي اباد دی.

د جهان ښايستونه پکي ويني. د حُسن انتها پکي ننداره کوي. په څلورم بيت کي څلور ځلي د (هی ـ هی) تکرار بيت ته موسيقيت بخښي او خوند ورکوي.

مخاطب ته د خپل دروني او ظاهري حال خبره کوي او په ټينګار وايي، چي پوښته مي مه. چي څنګه زندګي ده، څنګه تيريږي او څنګه ژوند کوم. له خپلي لمني اور اخلم او په خپل بل کړي اور کي سوځم. په مقطع بيت کي شاعر له هغه شوره د خپلي بربادۍ خبره کوي، چي له خاموشۍ راپورته کيږي. شاعر دومره خاموشي کړې، چي خبره شور ته رسېدلې ده. يا که ووايو له خاموشۍ نه شور جوړ شوی دی.

د خاموشۍ شور پاراډوکس جوړوي. دا پاراډوکس اضافي ترکيب دی. په پورته غزل کي «خواږه زهر» او د «د خاموشۍ شور» دواړه ناعادي ژبه ده. دغه ناعادي توب خپله هنر دی. د شاعر د شاعرانه استعداد ثبوت دی. د پاراډوکس ارزښت دا دی، چي زهر خواږه کړي او په خاموشۍ شور کوي. ندرت دي تاند او غزلبول وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *