د چمن په ادبي کهول کي نذر درمان هغه څوک وو چي په ماضي کي يې چا شعري ږغ ته چنداني غوږ نه نيوئ او نه هم شعر پېژاندو وګړو خاص د شاعرسړي په سترګه ورته کتل، دا ځکه چي د دۀ په شعري کرښو کي دم او ملهم له سره وجود نه درلود، په لومړنيو وختونو کي به يې د سيمي په مشاعرو کي هڅه کوله چي خپلو بې کيفه شعرونو ته د ترنم برېښېدونکي زرين کالي ور واغوندي چي د دۀ په آند ترڅو يې شعري جسامت د خلګو تر نظر ښکلی و ايسيږي، خو دا هڅه يې هم په مختصر وخت کي له ناکامۍ سره لاس او پايڅه سوله.

په شعري جسماني لحاظ د ماضي خوار ځواکی نذر درمان چي د وخت په تېرېدو سره يې کرار کرار په ځان سر خلاص سو، نو په خپل ګرېوان کي ځان ته مخاطب سو چي، هلکه! په شعري يون کي چنداني خوښت نه لرې او نه دي څوک پر شعري خبره غوږ نيسي له همدې آمله د نذر درمان هم پر خپل شعري حالت پخپله زړۀ وسوځل سو، بِاالآخره يې د غوره شعر رغولو او ليکلو احساس په سينه کي په ګردش سو، نو يې په جِدي پام سره پرله پسې شعري رياضت او مشق ته مخه کړه، له زيار ګاللو وروسته په موجوده وخت کي د نذر درمان د شعري رياضت او مشق ثمره موږ وينو او هم يې حِسوو چي اوس کله نا کله داسي اشعار پنځوي چي اورېدونکي له ځان سره وړي، ځيني شعرونه خو يې سړی ځيني وخت فکر کولو ته اړباسي، زموږ د خبري منظور بايد د نذر درمان پر اوسمحاله مجموعي شاعري د تصديق مُهر ونه ګڼل سي، البت ځيني اوسمحاله غزلي او په ځينو غزلو کي يې ځيني شعرونه د جذابيت له کبله د دې مستحق دي چي ننګه يې وکړل سي، بيا هم وايو چي زموږ مطلب هيڅکله په ټوليز ډول دا نه دئ چي د دۀ اوسمحاله ټوله شاعري دي نو يؤ مخ له نيوکي څخه مُبَرا وي، همدغه دکره کتني تيوشه ده چي د نذر درمان د غزليز نوچَک نيالګي تيري بيري، يؤ په بل کي اړوتلي، ښکروري ياغي او بېواکه زړېدلي نرۍ ښاخلې يې له اړتيا سره سمي په مسؤلانه ډول تراشلي دي، د اوسني او پخواني درمان ترمنځ يؤ توپير داهم واقع کيږي چي پخواني درمان به پر شعري پَزه د نقد مچ نه پرېښود خو اوسنی درمان بيا برعکس د نقد و تېرو غشو ته په ورين تندي سينه سپر ولاړ ښکاري، بله هوشياري يې دا هم خپله کړې ده چي اوسمحال په مشاعرو کي د ترنم د مادياني پر رِکابونو پښې نه ږدي بلکې د ترنم توانايي د حِکمت له کبله پر شعر رغونه صرفوي.

اوس مو پام د نذر درمان نوچَک غزليز نيالګي ته را اړوو.

نذر درمان دا درک کړې ده چي په پښتني ټولنه کي ملا ته د قدر په نظر کتل کيږي او دې خبري ته هم په پوره ډول دقيق دئ چي ځيني ملايانو د پښتنو دې سپين زړي قدردانه عمل ته منفي غبرګون ښودلی دئ، ځيني ساده وګړي خو پر ملا ډوله خلګو له دې آمله رغنده نيوکه نه کوي چي ګواکې ګناهګاره به سي، حال داچي هغه نيوکه به جواز يافته وي، د ملايانو هغه طبقې ته چي ظاهر او باطن يې د توپير په تورکڼي ککڼ ښکاري په لاندي غزليزه مقطع کي داسي مخاطب سوی دئ.

په خُله ملا، په زړۀ بلا يې د پښتون غاوره!

ستا پر دوه مخې پاليسي درمان له زړۀ خفه يم

نذر درمان خپل منځي درناوی او احترام د انساني ژوند اصل ګڼي همدې خبري ته په پام سره د خپل زړۀ پټ انساني احساس په بِاالعُموم ډول د يوې غزلي په مطلع کي په لاندي شکل اظهاروي.

ته! خوالۀ وکړه چي زه بيا در تا جارېږم که نه؟

چي هر ځای ناست يم، زه و تاته ولاړېږم که نه؟

که يوې خواته درمان د خپل منځي انساني درناوي خبره کوي نو وبلي خواته چي بيا په ځينو يارانو کي د مارانو په څېر زهرجن کړۀ وړۀ له نژدې وويني، بيا نو نه يواځي داچي په شعوري او شعري ډول پټه خله نه پاتيږي بلکې په ښکاره هم په لاندي کړنه کي د ځان خېر ويني.

لکه چي وايي

له ټولو نه يمه، له څو يارانو زه خفه يم

دا اوس چي ليري ځيني ګرځمه نو ښه خفه يم

لکه څنګه چي ويل کيږي چي ټَک له يوۀ لاسه نه خيږي، نذر درمان هم د مخکنيو دې خبري ته قايله دئ خو څه وکړي؟ يار يې ځان په يوه او بله کوي و دې پخوانۍ خبري ته غاړه نه ږدي، نو ځکه دئ د مجبورۍ تحت په سپورټي تشبيه لرونکې غزليزه مطلع کي ورته وايي:

آښه چي ياد دي نه کړم، نه مي يادوې ياره!

لکه لوبغاړی اوس خو شوټ پر شوټ وهې ياره!

نذر درمان هم د نورو مُحِبانو په څېر د خپل محبوب قدرداني د زړه پر غولي کرلې ده، خو موږ چي تر کومه ځايه ليدلي يا اورېدلي دي مُحِب د خپل محبوب په وصال پسي کړيږي له دې سره سره تل په دې هڅه او تکل کي وي چي د محبوب هر ناز ورپرځای کړي دا او دې ته ورته نوري سختۍ او کړاونه د ميني له آمله پر ځان تېروي، همدا د رښتني مين خاصيت ګڼل کيږي چي په مينه کي هري ستونزي او تريخ حالت ته په غوړېدلي تندي او پراخه سينه وږه ورکړي، دا مو هم په وارو وارو اورېدلي او لوستلي دي چي پلانی محبوب له پلاني مُحِب څخه خواشينی سوی دئ خو دا موکله هم نه دي اورېدلي او لوستلي چي پلانی مُحِب دي له پلاني محبوب څخه خفه سوی وي، عجبه خو دا ده چي دې خبري د نذر درمان په لاندي بيت کي ځان عيان کړ او روايت شکني ورپکي له ورايه ښکاري، چي عاشقانه لمغړه يې بللای سو.

له مادي نه کوي پوښتنه د بل چا په ژبه

ګران دي له ما پوښتنه وکړي، چي پر څه خفه يم؟

نذر درمان هم د نورو دردمنو وګړو په څېر د ژوند په دردناکه بټۍکي ټوله شپه پر سر اخيستې د ناکرارۍ پر غبرګو ګوډو کړيږي په داسي حال کي يې تر خُله ناڅاپه آه ووزي او وايي چي:

ستا به دا خيال وي چي درمان د شپې کرار بيده وي

ته! راته څرک سه چي زه ټوله شپه کړېږم که نه؟

د لوړي مقطعې سره د موضوع په اعتبار لاندي مقطع مماثِلت لرونکې ښکاري

درمانه! ما او زما رباب کړو شپه په ويښه تېره

چي ملا اذان کړي دلته زه وځړومه رباب

د نذر درمان د اوسمحاله شاعرۍ اکثره برخه د خپل ژوند تجربو ته ځانګړې سوې ښکاري، په لاندي بيت کي خپل محبوب ته د خپلي سوچه ميني اظهار له شواهدي اسنادو سره جوخت په دې ډول کوي

لسيزي تيري سوې اشنا په ياري ارزم که نه؟

ستا د يارۍ نخښي تر اوسه دي پرتې راسره

ډېری شاعران چي کله نا کله غزلي او نظمونه قلمبندوي نو له دې ټوليز فکر سره لاس و ګرېوان سي چي ته وا زموږ دغه شاعرانه تخليقي مواد به د چا په درد وخوري که هسي وخت ضايع کوو، نذر درمان هم دغه شاعرانه اندېښنه په يوۀ غزليز شعر کي بيان کړې ده

نظر پر راکړۀ راته ووايه! يؤ رنګ به راؤړي

دا راسره چي د غزلو دي نومنې راسره

په خپل زړۀ کي له خپل ولس سره مينه کول د قدرت له لوري د هر بني آدم په خمير اخښلې پديده ګڼل کيږي، د کوږک په سيوري چمن نومې سيمه کي استوګن نذر درمان هم د نورو انسانانو په څېر له دې فطرتي ميني له اظهاري وړتيا څخه برخمن ښکاري، نو ځکه له قام سره د ميني په مخموري کيف کي په لاندي ډول ځانګي.

څنګه چي سترګو ته باڼۀ نژدې دي

داسي مي زړۀ ته پښتانۀ نژدې دي

که د اوس په څېر نذر درمان خپل شعري رياضت په دِقت سره، په دوامداره ډول، په حرکت کي وساتي، نو شونې ده چي په اينده کي به هم خپل شعري هنري ګامونه يؤ په بل پسي مخ په وړاندي پورته کړي، له خپل شعري حال او ماضي تر منځ به يې ښکاره او ډېر واټن واقع کړی وي

د نوموړي د لا نور شعري پېش رَفت په هيله

په ډېر ادب او احترام

۹ می ۲۰۱۸ ميلادي کال

کوټه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *