۱۳۹۴/۲/۳۰
دغه ټکی د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاني د نرخ ولسوالۍ د لسګونو مخورو او ځوانانو سره په لیدنه کې وکړ.
د نرخ ولسوال په مشرۍ د دغه ولسوالۍ لسګونه مخورو او ځوانانو نن ( چهارشنبه) د میدان وردګو ولایت په مقام کې د دغه ولایت سرپرست والي سره غونډه وکړه.
د نرخ ولسوال محمد حنیف حنیفي د غونډې په ترڅ کې ټولې هغه ستونزې چې د یادې ولسوالۍ وګړي ورسره مخامخ دي،وړاندې کړې او په دغه برخه کې د ولایت مقام او امنیت په ګډون ټولو سکتوري ادارو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
نوموړی زیاته کړه، د نرخ ولسوالۍ ټول اوسیدونکي له خپل حکومت سره همکاره دي خو د دوی د همکارۍ څخه د ګټې اخیستنې په موخه باید ښه زمینه برابره شي .
قومي مشرانو هم د خپلو خبرو په ترڅ کې په دغه ولسوالۍ کې بې کاري یوه بله ستونزه په ګوته کړه او زیاته یې کړه ، د ځوانانو بې روزګارۍ په دغه ولسوالۍ کې په امنیت بده اغېره کړې .
دوی ژمنه وکړه،که کاري زمینې برابرې شي نو ټول ځوانان به مصروف شي او له هر ډول نورو کړنو څخه به یې مخنیوی هم وشي،چې له امله یې امنیتي وضعیت هم ښه کېدلای شي .
د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي ګډونوالو ته ډاډ ورکړ،چې د یادې ولسوالۍ د ستونزو د حل په موخه به جدي او اساسي د حل لارې چارې ولټول شي .
ده مخورو ته ډاډ ورکړ،چې د ولسوالۍ ټولې ستونزې له مسؤلینو سره شریکي شوي او ژر به په نرخ ولسوالۍ کې د مثبت بدلونونو شاهدان ووسو.
د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر