د میدان وردګو ولایت کې به نرخ ولسوالۍ کې د ازادو ټاکنو په ترڅ کې رحیم الله د یادې ولسوالۍ د ځوانانو د مشر په توګه وټاکل شو.
په همدې موخه د نرخ ولسوالۍ په مقام کې په جوړه شوې غونډه کې د یادې ولسوالۍ د ولسوال سربیره سلګونه ځوانانو برخه اخیستې وه،
د نرخ ولسوال محمد حنیف حنیفي وویل ځوانان هغه څوک دي،چې د ټولنې مثبت بدلون د دوی لخوا رامنځته کیږي،ځکه دوب د هرې ټولنې یوه ډیره فعاله،متحرکه او تل پاتې بشری قوه ده چې د هرې ټولنې اکثره نفوس له ځوانانو څخه تشکیلیږی .
هغه زیاته کړه،ځوانان د زیاتې انرژي خاوندان دي او دوی دنده لري،چې د خپل ځوریدلي اولس د مشکیلاتو او دردونو د پاره دتسلیت او خوشحالۍ پټۍ وګرځي .
وروسته،د نرخ ولسوالۍ د ځوانانو شورا مشرتابه لپاره درې نوماندانو خپل ترسره کړې کارونه او کړنلارې د غونډې ګډونوالو سره د خپلو خبرو په ترڅ کې شریک کړل .
د یادې غونډې په پای کې د مسؤلینو او ځوانانو پر وړاندې په علني ډول ټاکنې ترسره شوې،چې درایو په اکثریت سره رحیم الله د نرخ ولسوالۍ د ځوانانو شورا د رئیس په توګه وټاکل شو.
نوموړی د میرعلم زوی او دنرخ ولسوالۍ د دې حیات کلي اوسیدونکی دی.
همدا راز د دغه ټاکنو په ترڅ کې عبدالبصیر د یادې شورا د مرستیال،محمد بشیر د منشي او سپین ګل دیادې شورا د خزاندار په توګه وټاکل شول
د نرخ ولسوالۍ د ځوانانو شورا مشرتابه هیئت ترڅنګ ۲۲ نور فعاله غړي لري،چې په هرو اونیزو او میاشتنیو غونډو کې برخه اخلي .
ټاکل شوې،چې ډیر ژر د سیداباد ولسوالۍ د ځوانانو شورا جوړه او د مشرتابه لپاره یې ټاکنې ترسره شي .
درنښت
عطاالله خوږیاڼی