د خدای (ج) په اړه مطلقه خبره کول، ګستا خي ده. ولې د خدای (ج) ټول صفات مذکر دي. او مذکر نسبتاً ښځینو ته، ځواکمن وي. د صوفیانه شاعرۍ تر ټولو اهمه خوبي هم ، په همدې کې ده، چې د مذکر حسن توصیف ته یې ملا تړلې ده. د حمید مومند د شاعري تر ټولو، لویه ښیګڼه په هم دې کې ده، چې د مذکر حسن توصیف یې په ډیر لطافت سره، تر سره کړی دی.
د خدای (ج) د ذات په اړه مطلقه خبره کول، جهالت دی. خو دلته موږ د خدای (ج) د صفاتو جاج په ژبپوهنیز ډول، اخلو چې یوه علمي خبره ده. او په هره ژبه کې د نرینه نوم نښې یا قواعد شته او د هغو له مخې، يو نوم په نرینه او ښځینه باندې ویشل شوی دی، چې دا یو علمي اټکل دی او د خدای (ج) د ذات په اړه مطلقه خبره نه ده.
د حمید ماشو خیل د شعري توکو او مضامینو په سر کې د نرینه حسن ستایل د لوستونکي لپاره تر ټولو اغیزمن او بې ساري مضمون دی. که څه هم د حمید په شاعري کې د مذکر حسن خواص تر ډیره انساني دي او یا د انساني عناصرو په بنیاد دي؛ مګر یوه جزوي رابطه د ازلي حسن سره ضرور ساتي.
حمید مومند د مذکر حسن یو داسې شاعر دی چې ټول منطق یې یو شرعي دلیل لري او دغه دلیل یې اجمالي وي او د شعر ژبه هم هم اجمالي وي. کنه وضاحت خو د نثري لیکنو کار وي. همدغه اجمال دی، چې په شعر کې تسلسل پیدا کوي.او همدغه وضاحت دی چې په نثري نظام کې تړون را ولي.
د نرینه د حسن ذکر په شعر کې یو ډول حیرت را ولي. او همدا د ښه شعر ځانګړنه ده. چې د لوستونکي په خیالاتو کې ، یو ډول ندرت را ولي.
حمید مومند که نرینه حسن ستایي ،نو د هغه لپاره، یو شرعي، وصف را وړي. او دغه وصف یو داسې فطري، منطق لري، چې خیالي حقیقت وي. (کله چې یو حقیقي شي ته یو بل تاثر ورکړی شي، خیالي حقیقت دی) تاسې یې دغه بیت وګورئ:
چې یوسف پکې معراج کړ شک یې مه کړه
که د ښکلو زنخدان هغه کوهی وي
حمید مومند
دا له نازه کا خوبان خبرې تتې
که دلاړو په خوږو یې زبان نښلي
حمید بابا
په پورتني بیت کې د نر حسن سره د پیغمبري رابطه، یو شرعي دلیل دی. دغه دلیل یو داسې روایت لري چې هم مقدس دی او هم سنتي. او بله رابطه د زوی سره د پلار د مقدسې عقیدې، تړون دی. چې هېڅ ناروا نه ده.
نو کله چې خدای (ج) ته د نر خطاب کوي نو؛ په وجودي فلسفه یې کوي:
تورې سترګې سپین رخسار د نګار وینم
د جهان په هرسفید په هر سیاه کې
حمید بابا
حمید مومند خدای ته ځکه د نر خطاب کوي، چې ټول صفات یې مذکر دي. په پورتني بیت کې نګار نرینه نوم دی. د پښتو ژبې د ګرامر له مخې هغه نومونه چې په پای کې یې، کانسونیت توری وي، نرینه نوم ګڼل کیږي. (ر) توری کانسونیت دی.( ځینې استثناوې لرې چې هغه خپل اصول لري.)
کله چې د ذات حسن او توصیف په مذکرو نومونو وي؛ نو ولې د ټولو مذکرو په ستاینه جرم واقع شي. او دا خو معمول دی چې د یو څه زیات ورد، وحدت الوجودي خواص خپلوي. چې په هرڅه کې، یو ویني. که څه هم اشکال یې انساني هم وي. مګر یوه جزوي رابطه د ازلي حسن سره، خو ضرور لري. لکه په لاندې بیتونو کې، مذکر حسن ته په انساني اشکالو راتلل:
د نو خطو په وعده باندې زړه مه ږده
هغه ورک شي چې په شپه د اور په لور ځي
***
سپېلني غوندې په اور د نوخط حسن
سر تر پایه سره لمبه شم شنه لوخړه
***
تر تور خط لاندې یې زنه هسې زیب کا
لکه ټولې شي مچۍ په انکبین کې
حمید بابا
په پورتنیو بیتونو کې جزوي رابطه د خط په ستاینوم کې ده، چې یو نرینه ترکیب یې، ترې جوړ کړی دی. نو په همدې وجه د زیاتې مینې علت په علل بدلیږي. او په مینه کې علل جذب او جنون وي. چې د یوه شي مینه په عیني شیانو بدلوي. همدا د مجازي مینې اصلیت دی چې حقیقت ته لاره لري. وجود یانو، چې کله د واحد وجود تصور عیني کړ؛ نو د خلکو په منځ په ګمراهي، تورن شول. نو خلک د ذات او وجود په تو پیر څه پوهیږي. حمید مومند هم په همدې ډول په بچه بازۍ تورن شوی دي. حلانکې، هغه یوه ګمراه کوونکې لاره ده. او حمید بابا خو په انساني اشکالو د ازلي حسن ستاینه کوي. او بیا خپله استدلال هم کوي او وایي چې که مې د دا جنون لاره نه وای خپله کړې، نو اپلاتون غوندې به ګمراه وم. اپلاتون خو ځکه کمراه و چې کافر و:
که مې نه وای لیونتوب رهبري کړای
افلاتون غوندې به مړ ومه ګمراه
حمید بابا
حمید مومند مذکر حسن ته، له شرعي دلیل، ما سوا مادي منطق هم برابروي. دغه منطق یې یو داسې تمنا یي حالت خپلوي، چې مسلم پرې اعتراض کولای نه شيٍ.( د رحمان بابا دبیت نه په بښنې سره:چې کافر پرې اعتراض کولای نه شي.. اې رحمانه دا دشعر دی که اعجاز) تاسې یې دغه بیتونه وګورئ:
ځکه زه کوم اسره دیار وخط ته
اسانیږي مشکل متن په حاشو
***
هر مذهب راته روا د عشق هوا کړ
ګوتې اچوي هر څیز ته اوبه وړي
حمید بابا
تاسې دحمید ماشوخیل بابا دغه بیتونه هم وګورئ چې د مذکر حس ستاینې ته ځانګړي شوي دي:
نادانان دې نه کا ویار زما دمینې
دیوسف په دود مې جاه بیا مونده له چاه
***
دهغه حسن تعریف په کوم زبان کړم
چې یوسف غوندې مهروی یې ریباري کا
***
تورې سترګې سره رخسار یې هسې زیب کا
لکه ګډ په لاله زار کې اهوان شي
حمید مومند
نو اوس په زغرده دا ویلی شو چې حمید مومند د مذکر حسن ته خطاب هلک ته نه؛ بلکې ازلي حسن ته دی. هغه که څه هم په انساني اشکالو کې هم شوی دی، مګر رابطه یې ور سره ضرور ساتلې ده.
————————–
reshteya ham nareena pa asal ke khokole de ow hazeena pa zahir ke
ماشاءالله تنویرصاحب ستاسو هره لیکنه په زړه پوری ده