ځواب: د امیندوارۍ پر مهال اکثراً د مېرمنو بدن کمزوری کېږي او د میکروبونو په وړاندې د دوی مقاومت کمېږي، همدا وي چې ځینې میکروبونه (باکټريا او فنګس) په تناسلي سیستم کې وده کوي او د اوبلنو افرازاتو او خارښت سبب کېږي. چاره یې دا ده چې ناروغ ښه خواړه وخوري چې د بدن مقاومت یې پورته شي خصوصاً شنه ترکاري او مېوه. دغه درمل به د دې ناروغۍ علاج وکړي:

Tab. Surbex T (په ورځ کې درې وخته یوه یوه دانه د یوې اوونۍ لپاره)

Pomad. Clotrimazole vaginal (د مهبل له لارې استعمالېږي)

¯¯

ځواب: دغه حالت چې مېرمن پخوا یو یا څو ځله امیندواره شوې ده خو وروسته بیا نه کېږي، ثانوي یا دویم عقامت بلل کېږي. دغه ناروغي په مختلفو سببونو رامنځته کېږي لکه:

1. د تناسلي کانال ګزک یا التهاب (د میکروبونو په وجه)

2. د نفیرونو بندېدل. نفیرونه هغه نلونه چې له تخمدان څخه پېلېږي او په رحم کې ختمېږي، وظیفه یې دا ده چې هګۍ له تخمدان څخه راواخلي او د رحم خوا ته یې ولېږدوي)

3. د جنسي هورمونونو د انډول خرابېدل مثلاً کله چې مور تی ورکوي.

4. په مناسبه نېټه کې د کوروالایي نه کول. هګۍ معمولاً د جامې په څوارلسمه ورځ پخېږي او حمل ته چمتو کېږي. دا نېټه ممکن په ځینو مېرمنو کې یوه یا دوې ورځې وړاندې یا وروسته شي نو د جامې له لسمې تر شلمې پورې د حمل د اخیستلو نېټې دي.

5. کېدای شي مېړه ته داسې ناروغي ورپیدا شوې وي چې د سپرم (د نر هګۍ) جوړېدل اغېزمن کړي او دعقامت سبب وګرځي مثلاً د پروستات عملیات، ډډ غمبوری (ډډ بغونی) یا کله چرک، د تناسلي غړو خوږېدل، د تناسلي سیستم میکروبي ناروغۍ او نور.

نو په داسې حالاتو کې د مېرمن او مېړه مکمل معاینات باید وشي او د عقامت سبب معلوم او تداوي شي.

One thought on “د نسايي ولادي پوښتنو ځوابونه/ ډاکتر ه محموده کریمي”
  1. داکتر صاحب کریمی یوه پوښتنه لرم هغه داچی زما میرمن د مهبل سوزش لری د تشو متیازو وخت کی همدارنګه خارښت هم ورسره لری که لازمه لارښوونه وکړی مهربانی به مو وی
    مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *