تاند، پنجشنبه، د حوت ۸مه: افغان حکومت وايي، د تاوتریخوالي د کموالي یا نسبي اوربند اوونۍ په پنځمه ورځ، په پنځو ولایتونو کې د طالبانو بریدونو کې ۴ ملکیان او یو نظامي وژل شوي او ۴ نظامیان ژوبل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي تاند ته وویل، طالبانو تېره ورځ په لوګر، غزني، زابل، کندهار او لغمان ولایتونو کې بریدونه کړي دي، خو د کابل د پرون ورځې برید په اړه یې چې لږ تر لږه ۹ تنه یې ژوبل کړل، څه ونه ویل چې دا برید د چا کار و؟

نوموړی زیاتوي، هیواد کې د تاوتریخوالي د کموالي په پنځو ورځو کې ټول ټال ۱۹ نظامیان او ملکي کسان وژل شوي او ۳۵ نور ژوبل دي، په داسې حال کې چې تر دې وړاندې روغتیايي چارواکو په ټول هېواد کې د ورځې ان لږ تر لږه د ۴۰۰ مړو او ټپیانو خبر ورکاوه.

د تاوتریخوالي د کمښت طرحې د عملي کیدو له پيل راهیسې په هلمند، کندهار، ارزگان، بلخ، کاپیسا، سمنګان، زابل، فراه، غزني، لوگر او لغمان ولایتونو کې د امنیت ضد پیښې شوې دي.

2 thoughts on “د نسبي اوربند ۵ ورځو کې ۱۹ کسان وژل شوي ۳۵ ژوبل دي”
  1. دا ؤ د طالبانو د تاوتریخوالی د کمولووړاندیز د اشرف غنی د مکمل اوربند په مقابل کی کوم چه طالبانو وغوښتل چه جنګ جاری وساتی او د افغانانو د وژلو او زخمی کولو جواز تر لاسه کړی ، د تعجب خبره ده ، د افغان په وینو هیڅ نه مړیژی دا جنګی تجاران ! الله دی حساب ورسره وکړی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *