د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت په نوښت نن شنبه د ارواښاد نصرالله حافظ د مړینې په څلویښتمه ورځ د حافظ یاد تر سرلیک لاندې علمي سیمینار جوړ شو، چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ډاکټر محمد اکرم خپلواک،د وزارت معینانو، سلاکارانو ، د علومو اکاډیمي غړو، د کابل پوهنتون او د ښوونې او روزنې د پوهنتون استادانو، د هېواد وتلو لیکوالانو، شاعرانو او ادیبانو پکښې ګډون کړی وو.
په پيل کې د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو تر تلاوت وروسته د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ډاکټر محمد اکرم خپلواک د افغانستان د جمهور رئیس پيغام چې په همدې مناسبت يې رالیږلی وو ولوست،چې په پیغام کې ارواښاد نصرالله حافظ د افغانستان د فرهنګي ډ ګر یو رښتنې خدمتګار بلل شوی و او په دې برخه کې يې دده پنځوس کاله نه ستړی کیدونکی خدمت د پښتو ادب په بډاینه کې د ستایلو وړ بللی وو .
همداراز په د ولسمشر په پیغام کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت دا هڅې چې د هېواد د نامتو لیکوالانو او ادیبانو په یاد علمي څیړنېزې غونډې حوړوي هم ستایلي وې او د نورو داسې عملي غونډو پر جوړیدو يې ټنګار کړی وو .
وروسته د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ډاکټر محمد اکرم خپلواک د خپلې پرانستونکې وینا په ترڅ کې وویل: د ارواښاد نصرالله حافظ د ملي ترانو، اشعارو او فکر څخه داسې څرګندیږي چې راتلونکو نسلونو ته يې هڅونکې اثار په میراث پريښي دی .دا د هر افغان لېکوال او شاعرهېوادنۍ دنده ده، چې د خپلو خلکو د نېکمرغۍ پیغام دشعر په ژبه وړاندې کړي، زیاته ېې کړه: مونږ دیوه داسې غني فرهنګ لرونکي یو، چې له ویاړه ډک او باید پرې وویاړو، مونږ به ګڼو برخو کې له بل هرملت نه زیاتې ویاړنې لرو .
د ښاغلي خپلواک په وینا موږ په دې عقیده یو چې دا باتور ملت به هیڅوک په وژلو او ژوبلولو له منځه یونسې، خو ددې ملت د له منځه وړلو لپاره غلیم ددوې ارزښتونه له منځه وړي د افغانستان په ټول تاریخ کې مونږ داسې حال نه وو لیدلی نن زمونږ د تورسرو پړونې ته چې یو وخت به سوله و پخلاینه پرې راتله درناوې نه کیږي ، پخوا به د مړي عزت کیده خو اوس ېې د مړي بې عزتي او ګورو چې زمونږ د شملې او حجرې ارزښت کوم ځاې ته ورسیده او په هغو سرحدي سیمو کې چې کابل ېې ساتلی څه روان دي.
ده زیاته کړه پرمونږ ده چې نور په ګډه او یووالي سره روانې غمېزې ته دپاې ټکی کیږدو.د قلم له خاوندانو څخه مې هېله داده چې خپل راتلونکې نسلونه په دې پوه کړ، چې دا ملت په څه ژوندۍ دی باید ټول سره یو ځاې شي ، چې د ملت زوال لپاره له بهره د رالیږدول شویو ناوړه پدیدو په وړاندې مبارزه وکړو. ارواښاد استاد حافظ ته دې خدای فردوس جنت ورکړي ، کورنۍ او خپلوانو ته ېې دجميل صبر غوښتنه کوم، که قومي مشران له نفوذ څخه په ګټې اخیستنې سره مبارزه کړې نو حافظ صاحب هم د خپل قلم په وسیله مبارزه کړې.
دغه راز په یاده څيړنیزه غونډه کې ګڼ شمېر علمی او ادبي شخصیتونو د ارواښاد نصرالله حافظد ژوند، ادبي هڅو، لیکلو او ژباړل شویو آثارو څېړنیزې مقالې ولوستلې او په هراړخېزه توګه ېې پرې رڼا واچوله.
اکاډیمیسن ښاغلي سلیمان لایق د غونډې چارې او لوستل شوې مقالې مثبتې او ښې وارزولې او دسرحدونو او قبایلو چارووزارت له پرله پسې نوښتونوڅخه ېې قدرداني وکړه، وروسته استاد عبدالله بختاني خدمتګار هم چې د څېړنیز سیمینار د چارو مشري ېې پر غاړه وه د سیمینارله جوړولو نه ېې خوښي څرګنده کړه او دداسې سیمینارو جوړول یي د فرهنګ او ادب په بډاینه کې ګټور وبلل.
په پاې د هېواد تکړه ممثل ممنوی مقصودي دحافظ صاحب یو شعر د جارو کښ په نامه په تمثیلي بڼه دیکلمه کړ چې په ګرمو ولولو سره بدرګه شو وروسته د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو معین محمد یعقوب احمد زی په غونډه کې دټولو ګډون کوونکو له راتګ څخه مننه وکړه اوغونډه ېې دیوې دعاېې په ویلو سره پاې ته ورسوله.
ارواښاد نصرالله حافظ په ۱۳۱۰ لمریز کال کې د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د حافظانو په کلي کې دنیا ته سترګې وغړولې پنځوس کاله ېې د کابل او ملي او راډیو ټلویزیون په بیلابیلو برخو او پروګرامونو کې کار وکړ. دپښتو ادب د بداینې په برخه کې په لسګلونو بیلابیل آثار ولیکل چې ځینې ېې چاپ او ځیني ېې لاهم تراوسه ناچاپ پاتې دې.
اروښاد حافظ وروسته له اوږدې ناروغۍ څخه د ۱۳۹۲ لمریز کال د ليندۍ په میاشت کې دې نړۍ څخه سترګې پټې کړي.