اخ، وطنه! د نصيراحمد احمدي نوی ناول دی چې په جلال اباد کې مومند خپرندويه ټولنې چاپ کړ. په ناول کې حيوانات او الوتونکي د د يوه پښتون (رحمدل) په ژوند، خويونو او فکر غږېږي.
د اخ، وطنه! يوه وړه برخه:
” …هيلۍ وويل:
– د رحمدل دا دويمه ښځه ښايستوکې ده، خو غاړه يې سره ښکاري، ولې؟
پيشو وويل:
-نيازۍ نومېږي. دا د رحمدل د څپېړې نښه ده، رحمدل درانه لاسونه لري، خدای که يې د څپېړې نښه مياشت هم ورکه شي.
هيلۍ وويل:
– ولې؟ نيازۍ څه کړي وو؟
– پيشو چرګې ته وکتل:
– چرګې، چوچوڼي دې لرې که، بيا به راته وايې چې بېادبه يې، د ماشومانو خبرې نه دي.
چرګه له خپلو چرګوړو سره لاړه.
پيشو وويل:
-دوې شپې مخکې دباندې په خوړو پسې ګرځېدم، شپه وه، خو سپوږمۍ ته د موږک برېت هم ښکارېده. د رحمدل غوسهناک غږ راغی، په کړکۍ کې ورته کېناستم. يو ځای پرده چوله وه. رحمدل له نيازۍ مچکه غوښته، ساده مچکه نه وه، له شونډو يې خوله اخيسته، خو د نيازۍ زړه نه و. رحمدل ته غوسه ورغله، له ناړو سره يې شنه نسوار بادېدل. بيا يې د ښځې غاړې ته کلکه څپېړه ورکړه. ويل يې چې يا د مېړه حقوق نه دي در مالوم، يا کوم بل يار لرې.
خرې وويل:
-نيازۍ ملامته ده، ټکه خو نه لوېده. پردي سړي خو خوله نه ترې غوښته.
پيشو ور وکتل، له ډېرې غوسې يې د برېتو تارونه نېغ ودرېدل. و يې ويل:
-خرې، سترګې دې پټې کړه.
خرې په حيراني ورته کتل…
پيشو وويل:
-زما خبره ومنه.
خرې سترګې پټې کړې.
پيشو وويل:
-همدا اوس دې په ذهن کې د رحمدل څېره در تېره که.
-را تېره مې کړه.
-رحمدل درغی.
خرې وويل:
-راغی.
-مخ ته يې خپلې غټې، له وېښتو ډکې سپږمې او تورې ډبلې شونډې در نږدې کړې.
-دا يې را نږدې. نو څه!؟
-يو دم يې ستا پر پلنو تورو شونډو، خپلې لندې شونډې کېښودې. د رحمدل له نسوارو ډکې ترخې لاړې خولې ته درغلې…
خرې کانګې کړې، مخ يې واړاوه. تر ډېره يې زړه هسکېده.
هيلۍ وويل:
-بدمرغه ښځه. له دې سره به څوک شپه تېره کې.
پيشو په خبره کې ور ولوېده:
-ولې نصيب!؟ نصيب به شپه ورسره تېروي، دا خلک هر څه په نصيب پورې تړي، رحمدل يې په نصيب کې و. نيازۍ به تر مرګه همدې مردارخور نصيب ته ناسته وي….”.
موږ باید هڅه وکړو چې تر څوخپله پښتو ژبه غني کړو او ډیر کوشش بایدووکړو