نصيرالله مومند

لومړی برخه

نصیرالله مومند له  نن څخه ۳۳ کاله وړاندې د الحاج عبدالمجید مومند په کور کې  د ننګرهار د جلال اباد ښار په درېیمه ناحیه کې وزیږد، نیکه یې الحاج رحیم ګل مومند نومیده چې د خپل قوم یو مخور انسان و نصیرالله مومند لوړې زده کړې د پېښور په مسلم کالج کې د سوداګرۍ په برخه کې ترسره کړې وې.

د نصیرمومند د ځلمیتوب په  هکله دهغه دکورنۍ غړي او د نصیرموند نیژدې ملګري چې له نوموړی سره یې یوځای پاتې شوي دي وايي( نصیرمومند په ځلمیتوب کې یاپه هلکتوب کې نه ډېر شوخ او نه ډېر ارام هلک و بس که ښه یې چاته  نه رسېدل خو بد یې هم  چاته نه  رسول یو شی چې له ماشوموالي نه په نصیرمومند کې موجود و چې د ژوند تر ورستۍ شېبې ورسره ملګری و هغه د هغه اخلاص او زړه سوی و) نصیرمومند د سوداګرۍ پوهنځی لوستی خو تر دې وړاندې ما فکر  کاو چې نوموړي شرعیات اویا مدرسه لوستې ده، د خوی، خصلت او دفکر له مخې نصیرموند سوداګر نه ښکاریده که څه هم  ورونه یې سوداګري کوي دنوموړي فکر او خیال سوداګرته  بیخي نه  پاتې کېده دنصیر مومند دکورنۍ نیژدې غړي وايي چې ورونو به  یې نصیر ته ویل  چې ته  څله  کتابونوچاپوې که غواړې چې پیسې وګټې له موږ سره یوځای کار وکړه خو نوموړي ورسره نه منله اوپه ځواب کې به  یې ورته ویل چې زه غواړم داسې کار وکړم چې هم ثواب او هم خورماوي.

نوموړي له خپلې ژبې سره اورنۍ مینه لرله او د خپلې ټولنې او ژبې په  اساسي رنځ له  هرچانه ښه پوهېده نوځکه یې د کتاب چاپ او  خپراوي ته  کار ویلی و او ترخپلې وسې وسې یې کوښښ کاو چې نوي نوي کتابونه چاپ او خپاره کړي له دڅخه  وړاندې یې پلار عبدالمجید مومند کتابپلورنځی درلود خو  کله چې نصیرمومند زده کړې بشپړې کړې نو د یاد کتابپلورنځي لپاره له پښتونخوا نه  راوغوښتل شو نوموړي عبدالمجید کتابپلورنځي ته دومره پرمختګ ورکړ چې په ډېر کم وخت کې یې له  کتابپلورنځي څخه په مومند خپرندویه ټولنه بدل کړ.

نصیر مومند د وخت په تیریدوسره  دا درک کړه چې پښتو ژبه د ژباړې له مخې خورا، خواره ژبه ده او د ژبې په بډاینه  کې چې څومره مرسته ژباړه کولی شي بل څه یې نه شي کولی  نو پرهمدې اساس نوموړي په خپله  هم په ژباړه پیل وکړ او نور لیکوال یې هم له ځانه سره ملګري کړل چې په کومه ژبه باندې پوهیږي چې ګټور اثار ورڅخه پښتو ته راو ژباړي.

لکه څنګه چې نصیرمومند په یوه دینداره کورنۍ کې پیدا شوی و او لکه څنګه  چې ما پورته  یادونه هم وکړه چې نصیرمومند د خوی او خصلت له مخې دیو سوداګر پرځای د یوې دیني مدرسې متعلم ښکاریده نو د نوموړي په کتاب خانه کې هم ډیری برخه دیني کتابونه ول نو هغه وخت د ذاکرنایک کیسټونو سمه چرچه  جوړه کړې وه  چې څنګه یې کتابونه په اردو ژبه کې خپاره شول نصیرمومند په  لومړي ځل د هندوستان د مشهور عالم ذاکرنایک کتابونه یوڅه  په خپله او  یو  څه یې په ملګرو ووېشل او ان تردې چې ټول چاپ کتابونه یې پښتو ته وژباړل چې بیا روسته ورته د نورو خپرندویې ټولنو هم پام شو هغو هم همدغه کتابونه په بیا بیا وژباړل خو  نصیرمومند چې د مادیاتو فکر ورسره نه هېڅ ډول اندېښنه یې ورباندې نه ښودله چې دا خو ما ژباړلي نو د کومې اړتیا پراساس تاسې دا په دویم ځل ژباړئ.

نصیرمومند د ژباړې په برخه کې یو انقلاب رامنځته کړ په کم وخت کې یې په داسې ځوانانو ډېرکتابونه وژباړل چې پخوا یې پرته له شعر څخه نثرته او بیا ژباړې ته بیخي ورپام نه و.

له دې نه وړاندې به  که چاکوم کتاب ژباړه او یابه  یې لیکه نو لیکونکی او یا ژباړونکي به په خپله هم ژباړه او لیکه او هم به یې په خپله په خپل لګښت چاپو خو نصیرمومند دا هرڅه په کم وخت کې داسې بدل کړل  چې بیا به یې د ژباړې په  بدل کې لیکوال او یا ژباړن ته یوڅه خرچه هم ورکوله له دې نه وړاندې خلکو ژباړې ته په یوبل  نظرکتل او بس شعرونه به ول چې چاپيدل به اول خو به په کال کې ډېر کم کتابونه  چاپېدل او په هغو کې به هم د ګوتوپه شمار کتابونه دنثر په برخه کې ول ډیرای به یې شعري ټولګې وې نصیرمومند په دې برخه کې داسې اساسي او بنسټی کارونه وکړل چې ۱۲۰ درجې یې زوړ فکر ته بدلون ورکړ ځينې شاعرانو به چې ورته وویل  زما شعري ټولګه چاپ کړه نو  نصیربه ورته په ځواب کې ویل، چې سمه ده خو له دې نه وړاندې چې زه ستا شعري ټولګه چاپ کړم نو ته به دا کتاب وژباړې هم به دې ژباړه چاپ کړم اوهم به دې شعري ټولګه نو پردې اساس به یې شاعران دې ته  اړیستل چې یوکتاب هم وژباړي.

ورځ تربلې مومند خپرندویه ټولنه په یو اکاډمیک مرګز بدلېدونکې وه وخت ناوخت به په کې د شاعرانو او دسترو سترو لیکوالو بنډار په کې جوړ و چې په چا به هم د نصیرموند زړه اوبه څښلې نو یوکتاب به یې یا د ژباړې او یا د ایډيټ لپاره ورته سپاره خپله یې هم پر ځان شپه او ورځ یوه کړې وه او نورملګري یې هم بوخت ساتل.

 له کتاب سره یې بیخي زیاته مینه وه  یوه ورځ یې راته وویل  چې کله مې کتابونه له چاپه راووځي نو په هغه ورځ داسې خوشحاله یم چې له هېڅ شي سره یې نه شم تشبیه کولی که کور کې مې ځوی شوی وي نو دومره ورته نه یم خوشحاله لکه یوکتاب مې چې له چاپه راووځي د کتاب ژباړن او لیکوال به دومره ورته نه وخوشحاله لکه څومره چې به  نصیر مومند ورته خوشحاله و.

د ژباړې انقلاب:

په ننګرهار کې د ژباړې بازار بیخي ګرم شو پخوا به چې په میاشت  کې لس کتابه چاپیدل اوس په میاشت کې ۲۰ ـ ۲۵ ته ورسېدل خوپه دې کې بیا یومشکل و چې ډېر کتابونه به لنډې کیسې او ناولونه له نورو ژبو په ځانګړي توګه  له اردو ژبې څخه پښتو ته راژباړل کېدل چې ځینې به یې په لوستو هم نه ارزیدل او ځینې به په کې بیخي ښه ول په دې  اړه مې یوه شپه له نصیرمومند سره بحث وکړ البته ښه اساسي خبرې مو  ورباندې وکړې چې دلته غواړم د خپلې حافظې د توان مطابق یې رانقل کړم.

نصیر مومند ته مې وویل، دکتاب چاپ ته خو دې هسې هم کار ویلی دی نو که د ژباړې په برخه کې لږ فکر نه کار واخلئ ناول دې هم وي خو که لږ د علمي اثاروته پاملرنه وشي ګټوره به وي ځکه  چې موږ د علمي اثارو په برخه کې ډېر څه نه لرو او اردو ژبه که هرڅه وي له پښتو ژبې نه یوڅه ښه ده ژباړې او پنځونې په کې ډېرې کیږي نوي نوي اثار له انګلیسي نه ورته ژباړل کیږي که موږ د ناولونو پرځای علمي اثارو ته پام واړو نو ښه به وي دا خبره نوموړي ته په داسې حال کې کوم چې دغه وخت ما ۶ کتابه د صمیم ادبي ټولنې لخوا چاپ کړي په ۶ یوازې یو علمي کتاب بلکې ما هم  ټول ناولونه چاپ کړي و  نصیرمومند چې زما خبرې وا ورېدې نو لومړی یې راته  په خندا خندا کې وویل چې ته خپل ځان لومړی لارې ته برابر کړه بیا ماته ووایه چې علمي اثار خپله دې ټول ناولونه چاپ کړي دي او موږ ته وايې چې علمي کتابونه چاپ کړئ البته دا دده دګپ یو انداز و چې له ماسره یې لرلو، نصیر راته وویل زه پوهیږم چې ناولو نه باید راکم شي ناولونوته  اړتیا نشته خو یوه خبره ده چې ستاسې ورته پام نه دی او زه ښه ورته متوجې شوی یم،نو رښتیا هم نصیر اساسي ټکي ته متوجې شوی و نصیر راته وویل  د ناول لوستونکي ډیرای هغه کسان دي چې زده کړې د مجبوریتو نو له امله ورنه په نیمه کې پاتې دي اوس بازار کې کراچیو باندې توکي پلوري او مزدور کاره او ګیلګاره تبقه ده، ډېرکم خلک یې دانور متعلیمن او… دي، بل ناول یوه ګټه لري چې د کتاب لوست جذبه په دغو خلکو کې راپيدا کوي کله چې دوی ډېر ناولونه ولولي نو حتمي به یوه ورځ له ناول او شعر پرته یو  بل کتاب هم لولي ځکه چې په ناول کې هغه کشش موجود دی چې دغه تبقه خلک مطالع ته اړباسی زه کوښښ کوم چې داسې ناولونه چاپ کړم چې دومره زړه راښکونکي وي چې ځان په خپله په لوستونکي ترپایه ولولي او له دې سره سره مې د پوهنتون په استادانو هم کار روان کړی دی او کتنې او  ناستې مې ورسره پیل کړي دي چې ددوی چیپټرونو ته د کتاب په  بڼه چاپ کړم بل زه که په یومخ علمي کتابونه چاپ کړم بیا زه نه شم کولی مخکې لاړ شم ځکه چې زه پوهیږم د علمي کتابونو اخستونکی خورا کم دي زما دتجربو پراساس اوس  موږ  په یوکال کې ۱۰۰۰ ټوکه علمي کتابونه نه شو پلورلی خو په یوکال کې ۳۰۰۰ ناولونه پلورل کیږي زموږ د هیواد والو تعلیمي کچه په هغه شان نه  ده چې خلک دې علمي کتابونه واخلي او یوڅه دې ورنه زده کړي بل دلیک لوست هغه جذبه هم زموږ په پښتنو کې هغه شان  پیاوړې نه ده نو دا کار وخت ته اړتیا لري زه دا کار هم  د اړتیا او هم د یو ستر هدف له  وجې نه کوم.

ما چې کوم علمي کتابونه  چاپ کړي دي له ماسره  یې کلونه کلونه  کیږی چې پراته دي خو خفه نه  یم ورته یونیم خرڅيږي خو زه په دې هڅه کې یم چې د طب په برخه کې د انجینري په برخه کې کتابونه چاپ کړم چې له یوڅو کسانو سره مې خبرې کړي دي انشاءالله چې وبه یې لیکي او چاپ به یې کړو نصیرموند سخت ګیله کوله چې زموږ د پوهنتون محصلین چې په کومه برخه کې له پوهنتون څخه فارغیږي دریغه چې په هغه برخه  کې یې یوڅه کتابونه لیکلی او یاژباړلی نو نن به مو ژبه داسې خواره نه وی.

نوموړي راته په خندا خندا وویل  چې یو کار چې ما کړی دی هغه د ژباړې برخې ته د شاعرانو او لیکوالو هڅول دي چې ترډیره په کې بریالی روان یم هغه ده چې دا تجربه ما د ذاکرنایک په کتابونوکې وکړه شفیع الله تاند ته یې په اشاره وویل  چې نوموړي پرته له شعر څخه ډیر کم کار په نثر کې کاو خو ته نن وګوره دومره کتابونه یې د نثرپه برخه  کې چاپ شول چې که څوک یې د عمر په لحاظ له دسره پرتله کوي نو ګوته په غاښ به ورته پاتې کیږي همدارنګ ډېرملګري یې راته د بیلګې په توګه وښودل چې نوموړي یې په هکله ویل چې سمه ده اوس به یې د نثرژبه زما په شمول کمزوري وي خو د ښه کیدو تمه ورنه ځکه کیږي چې اوس مو یوڅه لار پیدا کړې ده کتابونه یې ملګرو ته  ورکو چې ایډیټ یې کړي دا ګوډه و ماته  ژبه به په همدې توګه پرمختګ کوي، او زما پلان داسې دی چې زه به د ژباړې یو انقلاب رامنځته  کوم دالیکوال او شاعران په یو شکل نه په یوشکل دې ته اړباسم چې ژباړې وکړي زه خپله چې پيښور  ته  ځم نو له ځان سره په هره برخه کې د ناولونوترڅنګ زیات علمي کتابونه  راوړم او دلت  یې په لیکوالو ویشم چې انشاءالله کوم کتابونه چې په دې یوه میاشت کې زه چاپوم دا به ډیرای نوې څېرې وي ژباړه کې به یې ستونزې موجودې وي خو دوخت په تیریدو سره به دا ستونزې ختميږي او یو  وخت به تکړه لیکوال وي.

نصیرموند چې کومه پالیسي او پلان د پښتو ژبې د بډاینې لپاره جوړ کړی په ټوله مانا په کې بریالی و رښتیا هم په ننګرهار کې د ژباړې انقلاب داسې ځوانان صحنې ته رواستل چې له وړاندې نه یې زه له نامه سره هم اشنانه وم او ځينې مې یوازې د شاعر په  نامه پيژندل خو په کم وخت کې مې ددوی دومره اثار ترسترګو شو چې ماورنه توقع نه لرله.

دنصیرمومند دغه فکر له ده څخه وروسته په ننګرهار کې نورو کتابپلورونکو او خپرندوی ټولنو هم خپل کړ نورو کتابپلورونکو هم په میاشت کې ۵ نه تر ۱۰ ټوکه کتابونه چاپول  دنصیر فکر او اند دومره ژوره او مثبته  اغیزه د ننګرهار په فرهنګیانو کې پیل کړه چې هرچا ژباړې ته مخه کړه په کم وخت کې ډېر کتابونه پښتو ژبې ته رواژباړل شول همداسې لکه څنګه چې نصیرمومند له وړندې نه ورته پلان او ستراتیژی جوړه کړې وه دپوهنتون د ډیرو استادانو درسي او نورکتابونه چې هغوی به د منوګراف په پلمه لیکلي و چاپ کړل.

هغه وخت هم راغی چې زه ورته سترګې په لاره وم نصیرمومند د علمي کتابونو په چاپ کې هم خورا زیات او ګټور کتابونه د چاپ ګاڼه سینګار کړل د اینجنیري، طبي، اروایي، فلسفي او د ادبیاتو په برخه کې یې داسې نوي نوي کتابونه چاپ کړل چې له دې نه وړاندې په پښتو ژبه کې نه و.

نصیرمومند داسې نه چې یوازې یې خپل کتابونه پلورل او په ننګرهارکې به یې پلورل بلکې د لوی افغانستان په هرکونج کې پيښور، کوټه، کندهار او کابل کې به چې پښتو کتابونه چاپ شوي ول ترلاسه کول به یې او خپل کتابونه به یې هم د لوی افغانستان ګوټ کوټ ته رسول.

وخت داسې راغی چې نصیرمومند مومند خپرندویه ټولنه په ټول هېواد کې داسې وځلوله چې هرچابه د کتاب د چاپ خبره کوله نو خلکو به ورته د مومند خپرندوی ټولنې نوم اخسته.

مهربانه رب ورته داسې زړه راښکونکی شخصیت او اخلاق ورکړي و چې یوځل به ورسره د چا پيژندګلوي پیدا شوه بیا به یې د عمر ملګری و تل به یې ناسته پاڅه دکار له خلکو سره وه.

داسې خلکو چې نصیرمومند یې نه پیژانده او نه به یې لیدلی و چې یوازې ټلیفون به یې ورته وکړ چې کتاب مې دی که یې راچاپ کړی یا له هیواده لرې یم او یا مې وس ورته نه رسیږي د نصیرموند به ورته په خوله د ناځواب نه راتلو هرچاته به یې د زړه ور پرانستی وږمه سبا یې په اړه لیکيLد هیواد او د پښتو ژبې لوی خادم نصیر احمد مومند په خپلې ځوانیمرګۍ سمه خپه کړمه . تریوکال زیات نه کیږي چې دانټرنيټ له لارې مې یوه نیمګړې اړیکه ورسره درلوده . ښه راته یاد دي ، څومره ناهیلې ومه ، نوره مې دخپلو کتابونو دچاپ له پاره زړه نه ښه کاوه ، حتا دومره چې ومې ژړل . بس دجنجال ناول چاپ ته تیار و ، خو ما زړه نه ښه کاوه او اولس دکتاب په تمه و .

یوه ورځ مې دخدای بخښلي په فیس بوک باندې دکتاب دچاپ له پاره یو پیغام ورته پرېښود ، خو په ډېرې مهربانۍ سره یې زما ناز اخیستی او د خپل یو دوست شمېره یې راته لیکلې وه ، چې ورسره اړیکه ونیسمه ، او دا یې هم راته لیکلي وو ، چې دی ناروغه دی او پېښور کې تر درملنې لاندې دی .

زړه نازړه مې جنجال ننګرهار ته واستاوه . په میاشت کې دننه ناول په ښه صحافت او د مومندصیب په لګښت له چاپه راووت ، حتا دا احسان یې هم راسره وکړ ، چې په خپل لګښت ترسلو جلدو پورې مجلد کتابونه یې زما په پته تر پراګه پورې راورسول . دجنجال په لیدومې دخوشالۍ اوښکې راغلې ، زما د مایوسۍ اوښکې یې په خوشالۍ بدلې کړې. تل مې ورته دعاګانې کولې ، ترجنجال وروسته دمینې کیسه ۲۰۱۵ یې هم په خپل لګښت ، په ښه صحافت چاپ کړ اود خلکو ترڅنګ یې ما مساپرې ته هم ورساوه .

کله چې یې دناروغۍ څخه یې خبره شومه ، نو اسلامي نړۍ مې لټوله اوخدای بخښلي ته مې د روحاني لارښونو څخه دعلاج طریقې یوڅو ګټه ورې لارښورنې وکړې . دهغه ملګري راته په ټیلیفون وویل چې مومند صیب خوشاله و ستاسو په مشورو یې عمل کړی ،او تر ډیره بریده ښه شوی هم دی.

څلور ورځې مخکې عامر راته وویل ، نندارې ! ته خو لمونځونه او تسبیح زیاتې کوې ، مساپره یې ،مومندصیب ته دعاکوه. ورغبرګه مې کړه : هغه خو ښه شوی دی . ځواب یې راکړ : نه پوهیږم په فیس بوک کې چالیکلي وو، چې حالت یې دتشویش وړ دی .

زړه مې سخت خفه شو ، څومره لویه هیله مې وه چې وطن ته کله لاړمه، خواته یې ورځمه او له نږدې به یې ګورمه. خو ټول عمر مې ډېرې هیلې نیمګړې پاتې شوي دي . ښه اونیک انسانان نه یوازې دنورو دانسانانو خوښیږي، بلکه په الله (ج) باندې هم ګران وي او زر یې ځانته غواړي. دځوانۍ او د داسې ناروغۍ مرګ ترشهادته کم نه دی ، الله پاک دې جنتونه په نصیب کړي . کورنۍ ، خپلوانو او پاتې دوستانو ته یې د لوی خدای نه دزړه صبر غواړمه)

همدارنګ ډېرې بیلګې شته چې دنصیرمومند له پښتو ژبې سره د اورنۍ مینې ثبوت وړاندې  کوي دا به د کتاب په یوبل څپرکي کې چې عنوان  یې دی نصیرموند او لیکوالان ترعنوان لاندې دی وړاندې شي.

نصیرمومند د قوي هوډ څښتن و نوموړي له جهل سره جهاد په ډېره مېړانه پیل کړی و نوموړي خپل ټول وخت د کتاب ایډیټ او ژباړې او چاپ ته وقف کړی و نوموړي ټوله پاملرنه همدې برخې ته اړولې وه هغه به ویل چې موږ خپلې ژبې ته ژباړې ونه کړو او هریو یې له ځانه پیل نه کړو او ټول پښتانه خپلې ژبې ته په هغه برخه کې چې دوی ورباندې پوهیږي کار ونه کړي او ټول یې خپل مصولیت ونه بولي زموږ ژبه به همداسې د خبرو او دسندرو ژبه وي اوبس.

نو پرهمدې اساس نوموړي له ځانه  پیل وکړ او  نور یې هم دې ته هڅول چې ژباړې وکړي لیکل وکړي او ده به ورته د چاپ ټټر واهه ده به ویل  څوک شته چې کتابونه ولیکي څوک شته چې ژباړې وکړي زه چمتویم چې ورچاپ یی کړم.

. د ليکوالو او ادیبانو د اثارو چاپولو تر څنګ يې خپله هم پنځه ټوکه کتابونه، چې څلور يې ژباړې (بايبل او قرآن د ساينس په رڼا کې/ مسلمانه ښځه مظلومه نه ده، نېکمرغه ده/ د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم پر سنتو ساینسي څېړنې او قران شريف سره مرکه) او يو يې (د نړۍ مشهور ښارونه –دويم ټوک) راټولونه ده، چاپ کړي دي.

نوموړي خپل زیات وخت د نورو لیکوالو د ژباړو په ایډیټ باندې تیرولو دا ۵ کتابونه او ددبوختیاوي  ته مو چې کتلی دا ۵ کتابونه داسې معنا ورکوي لکه ۵۰ کتابونه یې چې لیکلي وي.

نوموړي د وخت په تیریدوسره د کتاب د چاپ بڼه بدله کړه پخوا به یې په عادي کاغذ کې خپل ټول کتابونه چاپول دهغه لپاره نصیرمومند دا دلیل وړاندې کاو چې د خلکو اقتصادي وضع ښه نه ده نو که کتاب په ښه کاغذ کې چاپ کړو نو بیا یې اخستل ورته ګرانیږي ځکه چې په کیفت ښې پیسې راځي.

دوخت په تیریدو سره نصیرمومند خپل کتابونه یوناڅپه په ښه سټنډر چاپول پیل کړل چې خدای شته چې هسې به ورباندې دسړي مینه راتله چې بس که مسلکي یې نه وی بس چې انواۍ کې ایښودل شوی او بس نوموړی د خپلې ټولنې په اساسي رنځ ښه پوهیده چې ترهغې پښتون لوستی نه شي پښتون قوم پرمختګ نه شي کولی.

نوموړي د ذاکر نایک د کتاب چاپ ته په دې نه چې بازار یې درلود هغه په ذاکر نایک کې هغه څه لیدلی و چې زموږ ټولنې ورته اړتیا لرله دلته خو د اسلام له نامه څخه ډېره ناوړه ګټه یو شمېر خلکو واخسته پښتانه یې په یو وړوکي چوکاټ کې راایسار کړي ول چې دا کار به نه کوی چې دوزخ ته ځې دا کار و کړه چې جنت ته لاړ شې نود ذاکرنایک کتابونه نصیرمومند دیوې اړتیا پراساس راو ژباړل چې پښتون قوم په دین باندې پوی شي د اسلام مبارک دین په هکله معلومات ترلاسه کړي.

نصیرموند له جهل سره  دجهاد هغه مجاهد و چې تر د ژوند ترپایه یې له جهل سره مبارزه په احساساتو نه بلکې د فکر او دغقل پربنسټ کړې وه تل به یې هڅه کوله چې څنګه کولی شي خپل ولس ته هغه څه وړاندې کړي چې ددوی فکرونه ورباندې روښانه شي.

نصیر مومند له جهل سره جهاد په پيل کې داسې نور مجاهیدن هم د ځان ملګري کړي ول چې د جهل سینه یې نوره ورڅیرلې وه نور ولس ته درڼا بڅرکي نصیرمومند کور  کورته ور رسولي و نصیرموند کله هم له جهل سره په جهاد کې د ستړیا احساس نه دی کړی کله یې هم له چانه ګیله نه کوله هغه خپله لار پیدا کړې وه او روان و که څوک ورپسې تلل ښه ترښه کنه ده دا لار نه پریښوده.

نور بیا…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *