دا د تکړه ناول لیکوال نصيراحمد احمدي لسم ناول دی چې په ننګرهار کې مومند خپرندويې ټولنې چاپ کړ. دا تاريخي ناول ١٩٠ مخه دی، ٢٠٠٠ ټوکه چاپ شوی. د پښتۍ انځور يې خپله ليکول رسامي کړی او د پښتۍ د ډيزاين چارې يې محمد انور اندړ ترسره کړې دي.

د بغدادي پير د ناول په په پيل کې ليکوال لنډې خبرې ليکلې چې يوه لنډه برخه يې دلته راوړو:

((…له جګړو، د انګرېزانو له ماتې… او له نورو خبرو سر سري تېر شوم، هسې هم په دې خبرو کتابونه  ډک دي، که څوک دا مالومات غواړي، نو تاريخونه دې ولولي.

ما په بغدادي پير کې د غازي امان الله خان د ماتې کيسه را واخيسته، دا ماتې هم  ډېر علتونه لري، بيا مې هم ټول علتونه نه شوای را اخيستی،کيسه څو خواوو ته تلله، د امان الله خان د ماتې يو علت مې را ووړ. يو! خو تر ټولو اساسي علت.

په ( بغدادي پير) کې مې د همدې علت، علت را اخيستی دی…)).

تر دې مخکې د احمدي ګڼ نور کتابونه چاپ شوي:

لنډې کيسې:

١_ سړه سيلی              د لنډو کيسو ټولګه

٢_ مينه                     د لنډو کيسو ټولګه

٣_ د واوری سړی        د لنډو کيسو ټولګه

ناولونه

١_ بوډا او د ليوانو پلونه      

٢_  رڼا                                     

٣_ بوړبوکۍ                            

٤: يوه خبره درته وکم؟!           

٥: اغزن سيم                            

٦: جوجو                                  

٧: اغزن سيم                             

٨:  زرو                                      

٩: نيکه                                    

ژباړې:

١: د معجزې تيږه     ناول  

٢_ په فلسفه کې تلپاتې پيښې   

١: راځئ کيسه وليکو: د کيسو د ليکلو په اړه د ليکوال تجربې

2 thoughts on “د نصیر احمد احمدي نوی ناول (بغدادي پير) جاپ شو”
  1. سلام علیکم
    زه نه پوهېږم چې بغدادي پير که بغدادۍ پير سم دی، که څوک پوهېږي نو مهرباني دې وکړي.
    مخکې له مخکې مننه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *