جُوجُو د نصيراحمد احمدي نوی ناول دی چې په دې وروستيو کې په جلال اباد کې د مومند خپرندويه  ټولنې لخوا ٢٠٠٠ ټوکه چاپ شو. دا ناول ( ١٢٧ )  مخه لري. جُوجُو يو تخيلي داستان دی. په دې ناول کې له  يوه ستوري ، د  جُوجُو په نوم يو تخيلي موجود ځمکې ته راځي، په افغانستان  کې يو کلی پيدا کوي او د افغانانو د ژوند په ځينو اړخونو تحقيق کوي. ده ته هر څه نوي وي، پوښتنې ورته پيدا کېږې، ستونزې وينې، حيرانه کېږي او د خپلو پوښتنو په حل پسې ګرځي.

په دې ناول کې ښودل شوي چې افغانان کومې ستونزې لري او لا اوس هم د ځينو ناوړو رواجونو تر سيوري لاندې ژوند کوي. د ناول ژبه، تصوير، جوړښت او کيسې په زړه پورې دي او لوستونکی تر پايه ورسره وړي. ويې لولی او خوند ترې واخلئ.

One thought on “د نصیر احمد احمدي نوی ناول جُوجُو چاپ شو”
  1. سلامونه او نیکی هیلی وړاندی کوم د تاند ویب پاڼی چلونکو ته او بیا ښاغلی احمدی صاحب ته ، ښاغلی ډیر په زړه پوری ناولونه لیکی زما یی هر یو ناول خوښ دی (یوه خبره درته وکړم ، اغزن سیم …)اوداسی نور ،
    لیکن دا اوسنی ناول یی چی لیکلی دا له کوم ځای څخه داونلود کولای شو ؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *