د بشري ټولنې څومره انقلابونه که سیاسي وي او که اقتصادي، چې وڅېړې نو بلاخره پارونکی لامل یې د زمانې د ستمګرو او خاینو مهرو منفي انحصار وي چې ورو ورو د ولس ارادې دېته اړباسي تر څو ځان ددوی د انحصار له پنجرو راوباسي. ددې عملیې ښه بېلګه د اروپا د رېسانس یا نوي ژوند د دورې پیل ده.تر ۱۵ مې پېړۍ وړاندې په اروپا کې د کلیسا پاپ یا کشیشان حاکم ول هغوی مذهبي مقدسات، لوی خدای، جنت او دوزخ یواځې خپل حق ګاڼه حال دا چې په حقیقت کې تر دریو خو یې ډېر لري ول، او دوزخ بیا خپله ددوی په تمه و، خو بیا هم دې مسیحي کشیشانو به پر خلکو د خپلې خوښې مطابق د پیسو او نورو مادي امتیازاتو په بدل کې جنت او دوزخ ، د لوی خدای رضا او غضب پلورل او ولس به هم له بې وسۍ دا حالت زغمه. ورو ورو بلاخره دا حالت تر ۱۵ او ۱۶ مې پېړیو خپل اوج ته ورسېد. چا به چې د علم او ټکنالوجۍ خبره کوله نو دوی به ژوندی سوزاوه چا به چې ددوی دا باطل دريځونه ردول نو لومړی به یې پر کفر تورن کړ او ورپسې به یې واژه.
ددې حالت دوام د اروپا د ولس حوصله نور ورختمه کړه او په یو ويښوونکي حرکت سره یې بلاخره رنسانس یا نوی ژوند د اروپا ولس او ټولنې ته په برخه کړ، چې د دیموکراسۍ اصلي جوهر او صنعتي انقلاب هم د همدې دورې دوه ښې بېلګې دي او ورسره جوخت حتی د هماغه مسیحي کشیشانو د باطله افکارو دلاسه د سيکولریزم یو باطله ذهنیت هم په اروپا کې خپل مشروعیت او محبوبیت پیدا کړ . ځکه خلکو د کشیشانو باطله کړنو ته په کتو له اسماني برحقه دینه چې له هر علمي پرمختګ سره موافق او موازي و هم هماغه انځور ذهن کې وموند او کرکه یې ترې وکړه.
اوس راځم د نظار شورا داړه مارانو ته چې پخپله ځانونه مجاهدين بولي . که دا داړه ماران او د افغان ولس تیر دولس دیارلس کلونه وګوری نو هو به هو به د اروپا هماغه پخوانی حالت محسوس کړی.
دا د نظار شورا په اصطلاح مجاهدین هماغه د اروپا د کلیساو کشیشانو ته ورته دي. دا داړه ماران پداسې حال کې چې د لوی خدای له اوامرو او مقدس جهاد سره فاصله او ان تقابل کې دي، بیا هم د هماغه جهاد ټیکه داري کوي، هو به هو د هماغه کشېشانو په څېر د جهاد ارزښتونه او مقدس نوم د مادیاتو په بدل کې پلوري، هو به هو د هماغه کشېشانو په څېر له خپلې کړۍ بهر هر یو بل ورته ملحد ښکاري او ورباندې د کفر ټاپه لګوي، هوبه هو د هماغه کشېشانو په څېر که چا د افغانستان د پرمختګ ، یووالي او د افغان ولس د رښتینو شهیدانو او د کابل د ورانېدو د عاملینو پوښتنه وکړه نو لومړی پرې د کمونیست ټاپه وهي او که وس یې ورسېده نو په سر يې هم احتیاط نکوي او بلاخره هو به هو یې د هماغه کشیشانو په څېر نور نو افغان ولس تر پوزې رسولی او هغه ورځ نژدې ده چې دا ولس نور د چوپتیا او بې وسۍ ځنخیرونه وشلوي او دا انحصارګر او د ارزښتونو سوداګر له پښو وغورخوي.
دوی د هاغه جهاد دعوا کوي چې دوی کړی نده، دوی د هاغه اتلولۍ دعوا کوي چې لا دي نه، دوی د هاغه اسلام دعوا کوي چې پخوا یې پلورلی، دوی د هاغه ګاونډی استخباراتو د دښمنۍ دعوا کوي چې غلامان او اجنټان یې همدوی دي، دوی د هاغه مړو د شهادت دعوا کوي چې تر مرګ وروسته هم افغان ولس ځوروي او ځپي، دوی د هاغه ملت د رهبرۍ دعوا کوي چې نه یې مني، دوی د هاغه خلکو د غمخوارۍ دعوا کوي چې د هغوي د ماتم پر ورځ یې د سیاسی معاملو مېلمستیاوې کولې، دوی د هاغه ولسواکۍ دعوا کوي چې لا یې هم د ځنګل د ځناورو په شان ګواښي، دوی د هاغه مدنیت دعوا کوي چې د وینو په ویالو کې یې لا پخوا ډوب کړی او دوی د هاغه څه تظاهر کوي چې په اصل او باطن کې یې دوی متضاد دي.
د اروپا د هاغه زمانې کشیشان اوس د نظار شورا تر نامه لاندې دلته افغانستان کې پیدا شوي. کله جهاد پلوري او کله شهید، کله ولس ګواښي کله ولسواکي، کله قانوني ادارې ګواښي او کله هم د هېواد ثبات………
نو ای افغان ولسه!
ستا مېړانې، ستا افغانیت او اسلامیت، ستا لوړ شعور او منطق، ستا هویت او تاريخ، ستا مشر او کشر ته سلام ، خو اوس یوځل بیا وار د عمل دی راپاڅه د جهاد تقدس وګټه، د افغان نوم وګټه، د ولس پایښت او سرلوړي وګټه. دا د زمانې فرعون ته په خپل مدنیت سره غاښ ماتوونکی ځواب ورکړه، د جنګي مقابلې توان خو دوی نلري خو د ولسواکۍ میدان هم ترې وګټه، نور دا د اروپا د کشیشانو پاتې شوني ځواب کړه او ورته ووایه چې پر ما د ارزښتونو سوداګري مکوه او اړ یې کړه چې یا ارزښتونو ته ژمن شی او یا میدان درخوشې کړي.
ومن الله التوفیق
میرویس ستانکزی
Dera sha likana da, mawfaqyat darta ghwar.
میرویس چان د عکس له مخی دیر ځوان لیکوال شکاری خولیکل شوی مضمون یی د ډیرو پخو لیکوالانو په توګه دیر پوخ او له محتوی ډک مضمون دی شه علمی تحلیل یی کړی رشتیا ددی وخت را رسیدلی چه به مدنی توګه به انتخاباتو کی د پراخ ګډون له لاری داسی یو کاندید ته راییه ورکړی
چه د نظار دشوری دی ظالم حاکمیت ته ، د یوی ولسوالسی
حاکمیت ته د پای ټکی کیږدي او هیواد ته یو عالم پرهیزګار پاکنفس ریس جمهور انتخاب کړي
دی
میرویس جانه تاسو ټول هغه حقیقتونه بیان کړی دی چی ټول پری پوهیږو خو سترګی پری پټوو او فکر کوو چی هیڅ نه وینو. د نظار شورویانو ټول کارونه غیر قانونی دی خو خپل تخلص بیا قانونی غوره کوی. د دوبی په هوایی میدان کی د دوی د پيسو غیر قانونی انتقال خو ټولو ولیده. د افغانستان د معدنونو او زمردو قاچاق دوی ته قانونی کار دی. ایران او پاکستان ته جاسوسی کول او د خپلو هیواد والو وژل او غټ غټ بمونه پری غورځول هم اسلامی ، قانونی او جهادی کار دی.
که انتخابات دوی وګټل نو بیا هرڅه سم او له شریعت، اسلام او قانون سره برابر کار دی او که یی بایلول نو بیاد خپل مزدور په خوله خلکو ته اخطار ورکوی چی د وینو ویالی به بیا روانی شی.
د سولی شورا مشری یی دوی ته ورکړی چی سوله را نه شی. د خارجی سیاست دستګاه یی دوی ته ورکړی چی نړیوالو ذهنیت د پښتنو او افغانانو په باب مغشوش کړی او د خپل ژوند د اوږدیدو لپاره هغه څه وکړی چی هیڅ مسلمان او افغان به یی ونکړی.
دوی له افغانستان منکر دی خو پر افغانانو حکمروایی خپل حق بولی.
په ډیر تاسف سره زمونږ هیواد وال لاتر اوسه د دی مکارو په مکر او حیلی نه پوهیږی.
دوی دومره مکار او حیله ګر دی چی دوی زمونږ سیاسی مشران هم په پيسو اخلی او هغوی ته د دروغو وعدی ورکوی ترڅو قدرت ته پری ورسیږی. خو د دوی د هم په یاد وی چی شهید حاجی عبدالقدیر په شان مشران یی هم ووژل ، دوی حاضر دی د خپل مقصد لپاره خپل فکری او سیاسی مشران هم قربانی کړی. اوس د عمل وخت دی او د خپل محبوب مشر په شاوخوا راټولیدل غواړی چی هم هیواد ته او هم خلکو ته نجات ورکړو.
ماشاالله. هر خیره دې رښتیا ده. الله ج دې افغان ملت بیداره کړي څو دا د یرغمل نیونې ناروا پړاو ته د پای ټکی کیږدي او د ولسواکۍ په ډګر کې هم زورواکو او زرواکو ته ماته ورکړي.