تېره ورځ د سنا مجلس لومړي مرستيال محمد عالم ايزديار په خبرو کې وويل، چې د جنازې په مراسمو کې ای، ایس، ای په نظام کې د ننه کړيو په مرسته ځان وژونکي بريدونه تر سره کړل، چې تر اویا زياتو خلکو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

که موږ د محمد عالم ايزديار خبرې په خپل ځای پرېږدو او د نظام دننه ترهګرو په وړاندې موضوع وشاربو، نو دا تر لمر روښانه حقيقيت دی، چې په نظام کې شته ترهګر د شمال لنډغر دي، چې هم په واک کې غښتلې برخه لري او هم د نظام بنسټ له منځه وړي.

د ښې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر ځانګړي پخواني سلاکار احمد ضيا مسعود، چې تر پرونه د قدرت په چوکۍ ناست و، دې نظام مشروعيت هم درلودل، له هرې تروریستي پېښې وروسته به يې يادې ترهګريزې کړنې د بهرنيو استخباراتي کړيو کارباله.

عطامحمد نور چې د بلخ برحاله والي دی، بېخې اوږد واسکټ يې اغوستی او اجرايه ریس جناب ډاکتر صاحب عبدالله عبدالله نه غواړي، چې دوی سره ودرېږي او د خپلو نارواوو غوښتنو لپاره په يوه مخريبه پاليسي کار وکړي.

د تېرې جمعې ورځې لاريون وال په يوه خوله نه و، ځينو ويل چې موږ يواځې يو مدني حرکت کاوه او دولت نه مو غوښتنه دا وه، چې د تروريستانو او ترهګرو مخه ونيسي، خو د توقع خلاف په لاريون کې د جنبش روشنايي، احمد ضيا مسعود او امرالله صالح پلويان ګډ شول او د ارګ په لوريې حرکت وکړ، په پوليسو يې ډزې وکړې او پولیس اړ شول، چې د لاریون کنترول لپاره هوايي ډزې وکړي.

په لاريون کې وژل شوي کسان هم د امنيتي فوځ له لوري په نښه نه شول، بلکې په لاريون کې مخريبو کړيو په نښه کړل، لاريون والو غوښتنې په هيڅ کوم منطق ولاړې او برابرې غوښتنې نه دي، دوی په بېنرونو کې داسې شعارونه هم شته، چې جمهور ریس او اجرایه ریس ته يې سپکاوی کړی دی، همدارنګه په همدې لاريون کې ځينو مخريبو کړيو د پښتنو پر ضد هم د مرګ شعارونه ورکړل.

صلاح الدين رباني چې د بهرنيو چارو برحاله سرپرست وزير دی، د امنيت شورا د ریس ښاغلي حنيف اتمر د ګوښه کېدو خبرې کوي او دولت مخاطب کوي، چې حنيف اتمر بايد له دندې لرې شي، د حنيف اتمر ګوښه کېدل د سیمې استحباراتو يوه ګډه پروسه ده، چې نن په نظام کې دننه ترهګر صلاح الدين رباني ولسمشر ته وايی، چې اتمر له دندې لرې کړه تاسو استعفاوې وکړئ، د ملي امنیت ریس او کورنيو چارو وزيردې هم خپلې استعفا ګانې د جمعيت ګوند ته ولېږي او دوی به د ارګ چارې سمبالې کړي.

د بهرنينو چارو وزير ماشومانه منطق اوس له ډېرو حقايقو پرده پورته کړه، چې په نظام کې د ننه شمالي لنډغر د نظام د پايښت نه بلکې د نړولو لپاره هلې ځلې کوي.

په نظام کې دننه هغه څوک، چې د دولت پر ضد چيغې وهي او د دولت د نسکورېدو اوازې خپروي، د ملي يووالي حکومت يې باید تر ستوني ونيسي او نور دې له نظام څخه بستر ورټوله کړي، په مقابل کې دې له همدې سیمې څخه وړ او د هيواد ګټو ته وفاداره ځوانان دې په نظام کې ځای پر ځای کړي.

صلاح الدين رباني په حقيقت کې ځان وژنه وکړه او له همدې ځايه د جمعيت ګوند اصليت او نفوذ پته مالومه شوه، صلاح الدين رباني او عطانور دواړه باید تر پوښتنو لاندې ونيول شي، يا دې دولتي دندې پرېږدي او له شمالي لنډغرو سره دې خپلې مستوبلې وايي او يا که په نظام کې داخل وي، نو باید ددغه ډول څرګندونو اجازه ورنه کړل شي.

اوس افغانستان کې نړيواله ټولنه ښکېل ده، اوس د ربانې او عطانور په ژبه څوک پياز هم نه خوري، عطامحمد نور او صلاح الدين رباني غواړي، چې د جمعيت ګوند د انزوا له مرحلې را وباسي، خو په همدې منطق به ډېر ژر د جمعيت ګوند زنه ور وتړل شي او تر دې سختو ستونزو سره به لاس او ګريوان شي.

که جمعيت ګوند او ولسونه بې له دې چې له دولت سره خپلې تربګنۍ وپالي، د نظام د سمون او تحول لپاره کار وکړي، زه باوري يمه، چې نظام مستحکم کېدی شي او د بهرنیو استخباراتي کړيو لاس له هيواد څخه لنډېدای شي.

زما ټولو افغانانو او ټولو ګوندونو له استازو نه هيله ده، چې د نظام د منځه وړو زړه بابولاله نور پرېږدي، اوس ولسونه د قومونو يووالی غواړي او د  نظام لپاره قربانۍ ورکوي.

که نظار شورا يا دې شورا ته ورته نور بنسټونه د نظام چپه کېدل غواړي، نو دوی دې پر دې پوه شي، چې نظام به نور هم غښتلی کېږي او دوی به په نيمه لار کې له نيم ژوانده خبیثو ارمانونو سره ولاړ پاتې وي.

په نظام کې دننه ترهګري ريښې هم د جمعيت ګوند پورې تړلې دي، ترهګر هم د اوسني نظام په وړاندې وسله واله مبارزه کوي او د چپه کېدو ګواښونه يې کوي، د نظار شورا استازي او چارواکي هم د نظام د چپه کېدو خوبونه ويني، نو موږ ته جوته ده، چې صلاح الدين رباني ، عطا محمد نور  وامثالهم ترهګر دي، ځکه د ترهګرو او نظام کې د شته لنډغرو يواځينۍ موخه د نظام له پښو غورځول دي.

2 thoughts on “د نظام ترهګر / زلفانه”
  1. طالب ترهګرو، داعش ترهګرو او حقانې شبکې تر ترهګرو په نظام کې دننه ترهګر ډېر فعاله دي، چې عملا د دولت په امتيازاتو ترهګرۍ سره خپلوي پالي.
    ښاغلی ميرويس ياسیني هم پر دولت نيوکه کوي، چې ګواکې دولت له ترهګرۍ سره اړيکې پالي، خو نوموړی په ولسي جرګه کې د خلکو استازی نه بلکې د مخالفو وسله والو مهم ترهګر دی، چې هر وخت نظام ننګوي.
    ماشوم صلاح الدين او ټوپکي عطانور خو بیا له وخته د افغان وژنې پروسې مسوولين دي، دوی له ایران سره خپلولي د خپل هيواد د بنسټيزو ځايونو په ورانونې سره په ثبوت رسولې ده، همدارنګه ضيا مسعود او په سلګونو نور ترهګر چې نن د ښاغلي حنيف اتمر د ګوښه کېدو چيغې وهي، اصلا د اتمر صاحب له برکته د نظام ستنې ځواکمنې دي، په نظام کې خو په سلګونو نور رحيميان او نورې بلاوې شته، خو اتمر صاحب سیاسي ليدلوری به انشاالله زموږ نظام ځواکمن او هيواد به مو جوړيږي، پر دې هيله چې شمالي لنډغر، ترهګر ټول يوه ورځ د نظام سره د خيانت په ډول محاکمې مېز ته راکش شي، ايله به خوند وکړي.
    ستاسو دې هم کور ودان وي.

  2. که نظار شورا يا دې شورا ته ورته نور بنسټونه د نظام چپه کېدل غواړي، نو دوی دې پر دې پوه شي، چې نظام به نور هم غښتلی کېږي او دوی به په نيمه لار کې له نيم ژوانده خبیثو ارمانونو سره ولاړ پاتې وي.

    په نظام کې دننه ترهګري ريښې هم د جمعيت ګوند پورې تړلې دي، ترهګر هم د اوسني نظام په وړاندې وسله واله مبارزه کوي او د چپه کېدو ګواښونه يې کوي، د نظار شورا استازي او چارواکي هم د نظام د چپه کېدو خوبونه ويني، نو موږ ته جوته ده، چې صلاح الدين رباني ، عطا محمد نور وامثالهم ترهګر دي، ځکه د ترهګرو او نظام کې د شته لنډغرو يواځينۍ موخه د نظام له پښو غورځول دي.
    الله ج دې په قلم او عمر برکت کړه، تاسو دې خدای ج ښاد لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *