نعمت الله زهیر

نږدې زر کال مخکې اسعد سوري ويلي وو

د فلک له چارې څه وکړم کوکار

زملوي هر ګل چې خاندي په بهار

ډير مخونه دفلک څپېړه شنه کا

ډېرسرونه کا تر خاورو لاندې زار

نعمت الله زهير، د انتهايي نرم مزاج، ارام خوی، پستې لهجې لرونکی و چې ډېرې لنډې، لږ خو د کار او اړتيا پر بنسټ به يې خبرې کولې، له نږدې پنځه کلنۍ څخه يې له ژوناليزم سره مينه پيدا سوه، آن په هغه واړه عمر کې به يې راډيو په غوږ پورې ټينګه نيولې وه او خبرونه به يې اورېدل ، چې کله دښوونځي سو ، دوردګو ولايت په سيدابادعالي ليسه کې يې ښوونځی راپيل اوپه کال ۱۳۷۵ لمريز کې يې تمام کړ ،له ژورناليزم سره د ذاتي مينې له مخې دکابل پوهنتون د ژورناليزم پوهنځۍ ته په همدې کال شامل سو او په کال ۱۳۷۹ لمريز کې ورڅخه فارغ سو ، له فراغت وروسته هلمند ته راغی او لومړنۍ دنده يې له هلمند راډيو تلويزيون سره راپيل کړه ، وروسته بيا کندهار ته ولاړ او هلته يې دوه کاله له کليد راډيو سره دنده تر سره کړه او يو کال يې له هيواد راډيو تلويزيون سره دخبر خونې دمسول په حيث دنده ولرله  ، له هغه وروسته بيرته هلمند ته راغی او  له سباوون راډیو سره يې  په ۲۰۰۶ زيږديز کال کې کار راپيل کړ او پوره شپږ کاله يې دنده تر سره کړه .

ددې تر څنګ  په کال ۱۳۸۷ لمریز کې له اريانا راډيو تلويزيون سره يې کار پيل کړ هم مهاله يې  په وخت خبري اژانس کې هم دنده لرله ،په کال ۱۳۸۹ لمريز کې  دهلمند راډيو تلويزيوندعمومي پروډيوسر په حيث مقرر سو همداراز په کال ۱۳۹۰ لمريز کې له چينايي خبرياژانس شنهوا سره  په دنده ولګېد ، دده په ټول کاري ژوند کې دپام وړ ټکی وو چې هيڅکله يې له دفتر څخه درخصتۍ په موخه رخصت وانه خيسته ، چې دا پر دې دلالت کوي چې له خپل کار او مسلک سره يې  زښته زياته مينه او وفاداري درلوده هميشه يې دژوند لپاره مبارزه کوله، هيڅ له ژوند  ستړی نه سو

بې همت وي چي له ژونده شکايت کړي
لېونی وي چي له تېرو حکايت کړي
پهلوان وي چي د ژوند په معرکه کي
موانع ليري کوي او حرکت کړي

 ، نعمت الله زهير له نن څخه نږدې ۳۸ کالي مخکې دوردګو ولايت دسيد اباد ولسوالۍ  په شاترو کلی کې دعبدالقيوم په کور کې زيږېدلی دی  ټول ټال شپږ وروڼه لري چې مشر ورور يې غلام حبيب نوميږي، واده يې کړی  ، يوه لور او درې زامن يې يتيم وطن ته يتيمان پرېښودل ، او خپله د ۲۰۱۶ زيږديز کال دنوامبر دمياشتې په څلورمه نيټه ،چې د۱۳۹۵ لمريز کال دلړم دمياشتې له څوارلسمې نيټې سره سر خوري ،دطالبانو له لوري په ښخ کړل سوي لړمي ماين باندې هغه مهال وخاته چې دلښکرګاه ښار د دوهمې امنيتي حوضې د بي ټو ون سيمې ته په امنيتي راپور پسې وتلی وو ټوټه ټوټه وجود او ټوټه ټوټه  زړه يې دملګرو خبريالانو له لوري راټول کړل سو او خپل پلرني ټاټوبي ته دجسد په ډول ولېږل سو

دا ياران لکه ګلونه دبهار دي

د خزان په تاو رژيږي دريغه دريغه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *