نعمت الله زهیر

جمعه ( ۱۳۹۵/۸/۱۴)
د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار په دوهمه امنيتي حوزه کې د وسلوالو طالبانو له لوري په خښ سوي ماين د اريانا نيوز خبريال نعمت الله زهير شهادت يو ځل بيا دا راښيي چې د روانې خونړۍ جګړې خوراک يوازې او يوازې د دې وطن د سر سړي دي. موږ د دې پېښې د غندلو تر څنګ دا هم وایو چې دا پېښه روښانه کوي چې زموږ د وطن هيڅ سر خوندي نه دی؛ په ځانګړي ډول دهلمند ټول ولس څخه د لګېدلي پردي اور د تاوده ساتلو لپاره د وچو ګګرو لرګيو په ډول ظالمانه استفاده کيږي، موږ په دې باور يو چې که هرڅومره سره ووژنو بيا به هم سره وژنو خو پايلې ته به سره و نه رسيږو، نتيجه به يې د دې وطن وېجاړي، بربادي، بې تعليمي او سړي وژنه وي، په روانه پردۍ جګړه کې هر ټک د دې وطن د وجود دټپونو سپړلو په مانا ده؛ حل لاره دا ده چې ټوپک سره کښېږدو، له ظالمو بادارانو ازادي واخلو او د وطن د انسانانو پر ژغورلو فکر وکړو؛ که داسې و نه کړو په ميليونو نور شهيد زهير ته ورته انسانان به مري.


شهيد نعمت الله زهير، چې د نرم مزاج ، ارام خوی، پستې لهجې لرونکی وو؛ د اړتیا پر مهال به یې لنډې خو د کار خبرې کولې؛ له نږدې پنځه کلنۍ څخه يې له ژورناليزم سره مينه پيدا شوه، آن په هغه واړه عمر کې به يې راډيو په غوږ پورې ټينګه نيولې وه.


د وردګو ولايت په سيد ابادعالي ليسه کې يې ښوونځی راپيل او په ۱۳۷۵ لمريز کې يې تمام کړ؛ له ژورناليزم سره د مينې له مخې د کابل پوهنتون ژورناليزم پوهنځي ته په همدې کال شامل شو او په ۱۳۷۹ لمريز کې ورڅخه فارغ شو؛ وروسته هلمند ته راغی او لومړنۍ دنده يې له هلمند راډيو- تلويزيون سره راپيل کړه؛ وروسته بيا کندهار ته ولاړ او هلته يې دوه کاله له کليد راډيو سره دنده تر سره کړه او يو کال يې له هيواد راډيو- تلويزيون سره د خبر خونې د مسول په حيث دنده ترسره کړه؛ وروسته بيرته هلمند ته راغی او په ۲۰۰۶ زيږديز کال کې یې له سباوون راډیو سره شپږ کاله دنده تر سره کړه. د دې تر څنګ يې په ۱۳۸۷ لمریز کې له اريانا راډيو- تلويزيون سره کار پيل کړ؛ هم مهاله يې په «وخت» خبري اژانس کې هم دنده لرله؛ په کال ۱۳۸۹ لمريز کې د هلمند راډيو- تلويزيون د عمومي پروډيوسر په حيث مقرر شو، همداراز په ۱۳۹۰ لمريز کې له چينايي خبري اژانس شنهوا سره پر دنده ولګېد.


شهيد نعمت الله زهير له نن څخه نږدې ۳۸ کاله مخکې د وردګو ولايت د سيد اباد ولسوالۍ په شاترو کلي کې د عبدالقيوم په کور کې زېږېدلی، واده يې کړی، يوه لور او درې زامن يې يتيم وطن ته يتيمان پرېښودل، روح دې ښاده وي او خدای دې د ده له شهادت سره زموږ ويده ضميرونه را ويښ کړي چې نورله جنګ نه يو مخ، مخ وګرځوو .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *