د افغانستان برښنا شرکت وايي چې د کابل د نغلو بند د څلورم توربین په فعالېدو د دې برښناکوټ د برښنا تولید ۲۵ میګاواټه زیات شو.

د افغانستان برښنا شرکت د نغلو بند دا توربین له ۱۲ کلونو وروسته فعال کړ.

د افغانستان برښنا شرکت وايي، کارکوونکو یې د دغه توربین په لګولو او فعالولو دوې میاشتې کار وکړ.

د برښنا شرکت په خبرپاڼه کې ویل شوي«د دې توربین د فعالېدو له برکته به ۱۰ زره مشترکانو ته برښنا مهیا شي.

د برښنا شرکت عمومي ريیس امان الله غالب ویلي چې برښنا شرکت به دې ته په ورته نورو پروژو هم کار وکړي.

دې شرکت د کابل د سروبي بند سب سټېشن هم پرانیست. پر دې سب سټېشن په ۲۰۱۷ م کال کار پیل شوش و او ۲۳ ملیونه او ۵ لکه ډالر پرې ولګېدل.

د مالیې وزارت وايي چې د افغانستان برښنا شرکت د سروبي پر سب سټېشن او د نغلو په څلورم توربین لږ پیسې لګولی دي.

نغلو بند، چې ۱۰۰ میګاواټه برښنا تولیدوي، د کابل د ختیځ په ۷۰ کیلومترۍ کې دی. دا بند په ۱۹۶۷ م کال جوړ شوی او د لوګر او کابل سیندونو اوبه وربهېږي.

2 thoughts on “د نغلو د څلورم توربین فعالیدو د دې بند د برښنا تولید ۲۵ میګاواټه زیاته کړه”
  1. ATTENTION; FINANCE MINISTER,
    WHY YOU FORGOT KUNER RIVER//
    GOVERNMENT PLAYGAME WITH KUNER NANGAR HAAR RESIDENCE.
    CHINESE CONTRACTORS IS NOT WORKING/THEY JUST SIGN CONTRACT AND KEEP FILE.
    MANY MORE COUNTRY LIKE GERMAN/JAPAN/INDIAN/AMERICAN&RUSSIAN.
    CAN WORK EXPRESS AND ANY PROJECT CAN BE READY SOON.
    AFGHAN FINANCE MINISTRY MUST DO NOT GIVE CONTRACT TO CHINESE&PAKISTANI CONTRACTORS.PLEASE DON,T PLAY WITH MASHRIQI ZOON.
    MAJORITY POPULATION&REFUGEE LIVE IN JABD CITY.
    IF YOU START PROJECT ON KUNER&KAAMAA DAME. THOUSANDS OF UNEMPLOYED WILL FIND JOBS.
    THANK YOU

  2. دولت باید ټولی بندونه د اوبو او انرژی وزارت له لاری چی دولت ارګان دی له مخی بوځی نه د یو شرکت له لوری ځکه دا داسی معنا لری لکه یوه موازی اداره چی جوړیږی

    دولت همدارنګه د شال بند چی کنړ کی موقعیت لری ۷۹۸ میګاواټه ظرفیت لری او ورسره په ساګی بند چی هم کونړ کی ده او ۳۰۰ میګاواټه ظرفیت لری او ورسره ورسره د باغدری بند چی ۲۴۰ ظرفیت لری او قلعه یی ممی چی تخار کی موقعیت لری۳۴۵ میګاواټه برښنایی ظرفیت باید په قرارداد باندی کار وکړی ځکه پدی سره موږ له وارداتی برښنا بی غمه کیږو او ځان بساینی په لور ځو او همدارنګه کچیری په نفت او ګازو باندی کار وکړو نو پدی پوه شی چی ګاز او پطرول او ډیزلو نرخ او قیمت به هم را ټیټ شی او د دوی پیسی باندی کولی شو زیاتره بندونه جوړ کړو مګر دولت اصلی ځای ته پام نه کوی تنها شعاری خبری نشروی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *