جان اغا بهار

پرون خبر شوم، چې هغه فقر او لوږې وهلي کلیوال؛ مو هم ژوند له لاسه ورکړ، چې پلار یې هم د خپلې غریبۍ له امله چې د خلکو ډېر زیات پوروړى و او دې خوار به له غره لرګي په سپینه ږیره راوړل ، بیا به یې خرڅول، ټولې به یې ۳۰۰ ــ ۴۰۰ کلدارې برابر ولې او کور ته به یې خوراکي توکي پرې وړل.

  قرضدارانو ډېر تنګ کړ، با الاخره یې قلبي سکته وکړه او ۸ کاله وړاندې یې ژوند له لاسه ورکړ، د کفن پېسې یې هم کوچینو اولادونو او بې وسه مېرمنې سره نه وې، بیا ورته د کلي خلکو راټولې کړې او تکفین کړ، د پلار له مرګ وروسته یې په مېرمن او معصومو کمکیو اولادونو داسې شپې ـ ورځې تېرېدې، چې د کلي ټولو خلکو به یې بې وسۍ او بې کسۍ ته په سترګو کې اوښکې ډنډ ګرځولې، خړوپړ په ګردونو ډکې څېرې به چې دې ورته لېدې، که به دې سینه کې د زړه پر ځای کاڼی هم و.

داسې ویل کېده چې لوندوالی به دې جامو کې هم محسوسیده، لوحي پښې، شلېدلې جامې، ماښومانه او غرمې په نهاره تېرول مې تر هغې چې ژوندی یم، که مې له ذهنه ووځي، د دوی د کور پر لاره په همدې وجه نه تلم چې کومه ورځ به مې د دوی حال ولېده، په هغې ورځ بیا ښوونځي ته نه تلم او ژوند ته مې داسې کاته!

خو غیرتي مېرمنې او معصومو اولادونو یې د چا دروازه د ځان د تغذیه کولو په پار ونه ټکوله، چې مونږ له لوږې مړه کېږو، څه راکړئ د چا چې څه وسه کېده، هغه یې ورڅخه نه سپموله، کاکاګانو او میرنیو ورونو یې نه یوازې دا چې لاسنېوی یې ونکړ، ډوډۍ او جامې یې ورته ورنکړې؛ بلکې د پلار هغه؛ څو بېسوې ځمکه هم ورنه واخېسته! ګ

څلور ورونه ول، مشر یې دا اوس ــ اوس تازه ځوانکی شوی و، د خپلې دردېدلې او په زړه چاودلې مور لاس او پښې وې، د کور سرپرستي یې په لاس کې اخستې وه، که د پلار په ژوند ورته لکونه ــ لکونه قرضونه یې نشو خلاصولی؛ دومره یې کولای شول چې وږو ورونو او خویندو ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي؛ خو د دې بدقسمته مور د لاس دا امسا او قامت هم ولوېده او بیا بې تاجه او سرپرسته شوه.

پرون خبر شوم چې د سړک د غاړې ماین پرې چاودنه کړې او د نازک او نیازبین بند اندامونه یې باروتو او سپرغټو د اسمان کنارو ته ورپورته کړل، د بې وسي او په زړه زبون وهلې مور، ورونو او خویندو یې دا یوازینۍ هیله او اسره هم له لاسه ورکړه!

ربه ! د دې مور به څه حال وي! ربه! تا یې د رزق ګټلو دا وسیله هم واخېسته! ربه دې مور څومره دردونه ولېدل! ربه د دې کورنۍ برخلیک به څنګه وي! ربه دا خلک هلاک او خپل قهر پرې نازل کړه چې د مظلومو انسانانو ژوند اخلي! ربه! هغه قرضونه به یې څوک خلاصوي، چې پلار په قبر کې پرې ځورول کېږي!؟

عزت الله؛ لا د ژوند خواږه نه و، لیدلي چې د مرګ داعي ته یې لبیک ووایه!

روح یې ښاد، جنت یې ځای شه!

د سړک د غاړې ځای پر ځای شويو ماین چاودنو او روانې جګړې یوازې د دې غربت وهلې کورنۍ قامت ونه نړاوه، هره ورځ زمونږ؛ څو کورنۍ دا ډول برخلیک لري، هره ورځ د دې پردۍ جګړې له لاسه زمونږ میندې او خویندې د خپلو وژل شویو زامنو او ورونو په تابوتونو له اوښکو سره ګډې وینې تویوي.

هره ورځ لسګونه میندې بې اولاده او بې خاونده کېږي، هره ورځ لسګونه حویندې بې وروره کېږي، هره ورځ يو پلار له اوښکو ډکې سترګې ګرځوي، هره ورځ کلیوال د یو ځوان جنازې ته صفونه ـ صفونه اودریږي او په اوږو یې تر هدیرې رسوي، هره ورځ یوه نامزه ده خپل نامزاد له لاسه ورکوي، هره ورځ یوه تازه واده شوې مېرمن چې له خپل خاوند سره یې د واده جامې؛ لا نه وي زړې شوې، خاوند یې د واده تحت ورپرېږدي او مېرمن یې راځړول شویو انځورونو ته بې ساه ـ ساه د حسرت په سترګو ورګوري!

زمونږ د ژوند حال دا دی!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *