تولنه د وګرو او د هغوی ترمنځ د ارتباتاطو څخه جوړه شوي ده، وګړي د خپل ژوندانه د دوام لپاره د منابعو څخه استفاده کوي. زمونږ د اوسنی ټولنې نفوس ورځ تر بلې په زیاتیدو دی، ولې منابع مخ په ښکته لور روانې دي.
د منابعو د ادارې او تنظیم لپاره په لومړي سر کې د نفوسو په باره کې د مالوماتو غونډول اړین دي. دا مالومات په عمومي ډول په دوه ډوله له محتلفو روشونو څخه په استفادې د نړی په ډیری هیوادونو کې راټولیږي.
لومړی ډول يې په مستقیم او دوهم يې بیا په غیر مستقیم ډول سره د مالوماتو راټولول دي.
مستقیم مالومات په سیده توګه د ثبت شوي احصایوي ارقامو څخه چې په هغه کې د زیږیدنې او مړینې شمېر په پام کې نیول کیږي لاسته راځي.
په پرمحتللو هیوادونو کې د میړنې او زیږیدنې د تحمیني اندازې مالومولو تر ټولو غوره لاره ده. د نفوسو د مالوماتو ټولو په هکله سرشمیرنه (Census) یوه بله ډیره عامه طریقه ده.
سر شمیرنه عموماً د ملي حکومت له لوري پلان کیږي او هڅه کیږي چې د هیواد هر وګړی وشماري. سرشمیرنه په هرو لسو کالونو کې یو ځل تر سره کیږي او د مرکزي احصايي له دفترونو څخه په نشر رسیږي.
د مالوماتو ټولولو په دوهم ډول کې په غیر مستقیم ډول د مالوماتو راټولول هغه وخت ترسره کیږي چې په کافي اندازه مالومات شتون نه لري یا په کافي اندازه د مالوماتو راټولول ستونزمن کار وي، نو تحقیق کوونکی د یوې سیمې په هکله په خپل پوښتنلیک کې عموماً د ورور او حور، مور او پلار او ماشومانو په هکله مالومات د نمونو په ډول راټولوی.
په هر حال زما ددې لیکنې موحه دا ده چې په ټولنه کې د شته منابعو څخه د استفادې کولو کومې لارې چارې موجودي دي او له کومو څخه يې په سالمه توګه استفاده کولای شو؟ ددې پوښتنو د ځواب لپاره مې په لومړي سر کې هم دې دوه لویو برخو ته اشاره کړي ده چې یو یې د وګرو شمیر او د نفوسو په هکله د کافي مالوماتو ټولول دي او دوهمه برخه يې منابع دي.
نوموړي موحې ته د رسیدو لپاره یوه هم د نفوسو ثبت او راجسټر ده. کله چې د نفوسو په هکله کافي او دقیق ارقام ولرو، کولای شو چې د یوې سیمې او په مجموع کې د ټول افغانستان د منابعو د اداره کولو لپاره د وګرو په تناسب داسې پالیسي جوړه کړو چې د یوې خوا تر ټولو اقتصادي او د چاپیریال ساتنې له اړحه مسًونه او له بلې خوا د ټولنې د نورمونو سره په ټکر کې نه وي.
د بیلګې په ډول که د خوست ولایت د نفوسو په اړه ټول هغه اړین مالومات لکه د وګړو شمیر، عمر، د زیږيدنې اندازه او د مړینې اندازه راته مالومه وي، کولای شو چې اوسنی غذايې منابعو اداره کولو لپاره یو ښه پلان جوړ کړو. داسې چې په لومړي سر کې د خوست په ولایت کې ټول هغه کرنیز نباتات چې په اوسني وخت کې لکه غنم، جوار وریجې او داسې نور کرل کیږي، ټول حاصلات محاسبه او په انرژي باندې يې واړوو.
هلته بل لور ته د نفوسو په هکله د کافي مالوماتو په درلودلو سره کولای شو چې په اوسط ډول د یو نفر پر سر باندې د انرژي د مصرف اندازه مالومه کړو. که دواړه اړخه سره پرتله کړو، د انرژي د ضرورت کچه به رامالومه شي. دلته وینو چې د یوې پالیسي جوړولو احتیار لاسته راغلی دی.
په دې مانا چې که د غذایي موادو انرژي د وګړو په واسطه د مصرف کیدونکي انرژي څخه زیاته وه، نو دا رامالومیږي چې په داخل د ولایت کې د غذايي موادو د تولید اندازه د مصرف له اندازې څخه لوړه ده.
د ضرورت وړ غذايې موادو د وېش لپاره ځانګړی پلان جوړوو او د اضافي موادو لپاره بل ولایت ته چې هلته ورته اړتیا ده لیږدوو. دا پروسه که په ټولو ولایتونو کې تر سره شي د هیواد په کچه به د غذايي موادو د تولید او مصرف په هکله باخبره وو.
د پالیسي بل اړح بیا که چیرې د تولید اندازه په داخل د ولایت کې د مصرف د اندازې څخه کمه وه، لازه ده چې د کرنې سکتور په برخه کې د محتلفو منابعو لکه خاوره، اوبه، اقلیم او نورې د محتلفو بیولوژیکي او فزیکي فکتورونو په نظر کې نیولو سره کولای شو چې د انرژي د تولید اندازه لوړه کړو.
د دې کار د تر سره کولو لپاره په اوسنی نړی او معاصره ټکنالوژي کې د محتلفو کمپیټري پوستکالو لکه GIS(Geographical Information Systems) او نورو څخه استفاده کیږي چې د یوې خوا کمې بشري قوې ته اړتیا لري او د بلې خوا ډیر کم وخت مو پرې مصرفیږي.
کله چې د منابعو اداره کول د یادو دری لویو شحاصونو چې عبارت دي له اقتصادي، د چاپیریال حیال ساتل او د ټولنې د خلکو رضایت په پام کې ونیول شي ورڅخه د منابعو پایداره کیدال (Sustainability) منځ ته راځي.
لومړي دوه شاحصونو ته په لومړی مثال کې اشاره شوي ده، ولې دریم شاحص چې ټولنه ده ډیر حساس دی. ټولنه د وګرو او د هغوی تر منځ د ارتباطاتو څخه جوړه شوي ده او هر کار و خدمت چې د ټولنې د خلکو لپاره وړاندې کیږي، د دوی رضایت مندي په کې اړین شرط کڼل کیږي. د بیلګې په ډول په دې شپو ورځو کې د تابعیت د تذګیرو د ویش په هکله خبرې کیږي.
د ټولنې اکثره وګړي غواړي چې ددوی په تذګیرو کې د افغان کلیمه ذکر شي. دلیل دا راوړي چې زه افغان یم او په خپل افغانیت ویاړم. د تحنیکي پلوه که دې موضوع ته وګورو، په کې کومه ځانګړي ستونزه نه لیدل کیږي، ولې د ټولنیز اصل له اړحه او یا که د یوه پایداره سستم د رامنځ ته کولو له اړخه يې مطالعه کړو، نو یوه لویه ستونزه بلل کیدای شي.
که څه هم له نوموړي ستونزې سره ولس د پخواني ولس مشر ښاغلي حامد کرزي په دوره کې د حل پر لاروچارو باندې بحثونه کول، ولې کومه عملي نتیجه يې نه وه ورکړي او ستونزه په حپل حال پاتې شوه. ولس پردي حوښ مالومیده چې د نوي ولسمشر په راتګ سره به ددې په شمول نورې ډیرې ستونزو ته د حل لارې بیاموندل شي. په دې ورځو کې یو ځل بیا د همدې ستونزې د هواری پر بنیاد ولس بحثونو ته روز ورکړی دی.
ولس په نوي حکومت زیات باوري ښکاري. ځینې وايې چې د کابینې ټول وزیران په نوي کابینه کې بدلیږي او په کار پوه او ماهر وزیران په کار ګمارل کیږي. او ځینې بیا وايې چې دا ځل د نړی ستر متفکر زمونږ تر شاه ولاړ دی. حدای ج دې وکړي چې ددوی همدا هیلې پر حقیقت بدلې شي او کومه ټولنیزه ستونزه چې ما ورته اشاره وکړه هم د پامه ونه غورزول شي.
په درنښت
ایمل ولي