تاند، دوشنبه، د قوس ۱۱ مه: په کراچۍ کې د پوليسو په جعلي مقابله کې د وژل شوي نقيب مسید پلار محمد خان د ورپېښې ناروغۍ له مړ شوی دی.
د نقيب مسيد پلار له تېرو څو مياشتو راهیسې د پېنډۍښار په یو پوځي روغتون کې تر درملنې لاندې و.
د محمد خان زوی فريدالله چې په دوبۍ کې مساپر دی، د خپل پلار مړینه تایید کړې ده او پر ټویټر هم د نقيب مسید د پلار په مړينه ګڼو فعالانو خواشینې کړې ده.
پلوشه عباس په ټویټر ویلي : (د نقيب پلار په حق ورسېدو د بده مرغه د هغه د زوي وژونکی راؤ انوار خوشی دی او هغه (محمد خان) د زوي دپاره انصاف ترلاسه نه کړو.)
محمد خان، د خپل زوی نقيب مسيد د وژنې تور په پخواني پوليس افسر راو انوار لګولی و.
نقیب مسيد تېر کال د جنورۍ په ۱۳مه نېټه په کراچۍ کې په يوه پوليس مقابله کې د درېو نورو کسانو سره وژل شوی و.
د کراچۍ د ملير سیمې د هغه وخت پولیس افسر راؤ انوار په مشرۍ دغه مقابله شوې وه او بيا د پوليسو څېړونکې کمېټۍ دغه مقابله جعلي بللې وه.
محمدخان څو مياشتې مخکې په يوه مرکه کې ويلي وو چې د راؤ انوار پرضد د هغه د وژل شوي زوی نقيب مسيد دوسیه دې له کراچۍ څخه خېبرپښتونخوا ته راوړل شي.
هغه تور لګولی و چې په کراچۍ کې ورته د مرګ ګواښونه کيږي او بل دا چې هغه د کراچۍ پورې د تلو او هلته په محاکمو کې د دوسیې د مخته وړلو پېسې نه لري.