وايي د شپې هر سړی ډاریږي، خو څوک حال وايي، څوک یې نه وایي. همداسې د هر انسان خوښیږي، چې صفت یې وشي، خو له شکه پرته ځیني په دې برخه کې بیخي د نرګسیت سیند ته ور لوېدلي دي. دا خبره مې تر دې وکړه، چې یو فرهنګي دا څو کاله په همدې موضوع لیکل کوي، چې دا پلانی ولې نمانځل کیږي او دا بل ولې نه نمانځل کیږي؟
خپلې خبرې ته بیا هلته نوره هم مرچ او مساله ور باندې کړي، چې د مافیايي کړیو خبره ور سره کړي. زه هک حیران یم، چې په دې فرهنګیانو کې مافیايي کړۍ له کومه شوې؟
اکثریت فرهنګیان چې زه پیژنم، غریب خلک دي، داسې مې هم لیدلي، چې له خپله جیبه یې د خپلې ژبې لپاره مصرف کړی. دا خلک څوک وژني نه، خو که یو کس یې وستایه، نو یو بل پرې دا رنګه را پورته شي او د مافیايي کړۍ نوم ورکړي.
زه دا منم، چې زموږ په شاعره او لیکواله طبقه کې بې شمېره ستونزې شته، خو اصلاً فرهنګي ډلو ته د مافیايي کړیو د اصطلاح له استعمال سره جوړ نه یم. که چیرې وي، نو بیا دې په ښکاره نومونه واخیستل شي، چې ټول یې وپیژني. فرهنګیان خو نه ټوپک لري، نه زور، چې دا جناب ترې وویریږي.
که موږ نورو ته ګوته نیسو، نو باید لږ په خپل ګریوان کې هم سر ښکته کړو. ما په کابل کې له بلې هیڅ فرهنګي ډلې دومره د عقدې او کرکې خبرې نه دي اوریدلي، لکه له دې جنابه مې چې اوریدلي دي، خو کله کله ما ته دی هم ملامت نه ښکاري، ځکه کله چې فکر نه وي، کله چې موضوعات نه وي، نو لیکوال په لاشعوري توګه د اصلي مسایلو پر ځای فرعي مسایلو ته منډه ور اخلي.
په داسې وخت کې چې ولس مو په وینو کې لامبي، په کار ده، موږ د ستاینو او نمانځغونډو لپاره نه، بلکې د خدای لپاره کار وکړو.
بیا هم زه دې صاحب قلم او د نمانځغونډو نورو شوقیانو ته ډاډ ورکوم، چې پښتانه احسانه فراموشه خلک نه دي، که یو وړوکی ښه کار هم ورته وکړئ، هیڅ وخت به یې هیر نه کړي.