د سهار خړې خورې شوې او چې لمر تودېده د غونډې ځای ته ورسېدم. تالار ته په ننوتو مې په راځړوندو ټوټو سترګې ولږېدې. پرې لیکل شوي وو د ځوانانو نړیوالې ورځې نمانځغونډې ته پخیر راغلئ !

 له دې سره مې سترګې پر ناستو ګډ‌ون والو ورتاوې شوې، خو ځوان مې په کې پیدا نه کړ،  له یوه سره څو ډوله تکراري څېرې وې. بې زړه شوم او په ځان مې شک شو لکه چې ځای دې غلط کړ دی، خو داسې نه وه ناستو جنابانو خپل ځای نه و پېژندلی.  

زه وایم فکر نه کوئ چې دا نمانځنې مو د کار مخه نیسي؟

له دا ډول نمانځنو مې موخه دا وه چې د ځینو ملي او ویاړلو ورځو نمانځنو باندې خبرې نه کوو، په هغې غږېږو چې تر ډېره یې د نمانځنو او یادولو وړ نه وي.  په اقتصادي برخه کې د تجربه کاروو وینا داده ده چې خپلې وړکۍ بریا او هڅه هم ونمانځئ او پرې جشن ونیسئ چې دوی ورته بېلابېل دلایل او مثبت اړخونه روښانه کړي، خو موږ چې پرې غږېږو دا بېلې نمانځنې دي یعنې  تر ‌ډېره یې موږ فرهنګي او ادبي نمانځنې ښودلی شو.  او تجربو بیا دلته له دې نمانځنو پایلې بل څه راویستلي.

دلته کلنۍ یا شپږمیاشتنۍ نمانځنې د کار او هڅې د ښه کېدو لامل نه ګرځي. او نه هغسې انګیزه ورکوونکي وي چې د سړي دې مټې لا غښتلې شي، بلکې تر ډېره یې د ښه کېدو مخه نیولي وي. که یو فرهنګي بنسټ په تېر یوه کال کې هېڅ نه وي کړي، خو د همدې نمانځنو او جشن کې بیا ځان په ډېر لوړ قیمت پلوري. او راټولېدنه یې د همدې لپاره وي چې د تېر یو کال پڅ کار په خپلو غټو غټو خبرو پټ کړي او داسې وښايي چې ستړې ورځې یې تېرې کړي. که وګورو په دې نمانځنو کې ویناوال تکراري وګړي وي، هغوی چې تېر کال یې وینا درلوده سږ کال هم وار د هماغه دی. خلاصه دا چې وینا وال او کوربانه سره یوه ډله وي.

که دوی د دې لپاره راټول شوي چې د خپل تېر کال ارزونه وکړي بیا خو په کار ده چې ویناوال یې باید لوستونکي، لېدونکي، تعقیبونکي او هغوی وي چې ور پورې اړه لري او هغوی وي چې دوی یې په نوم سکې وهي.

خو دوی بیا هغوی ته د وینا او خبرې وخت ورکوي چې د ستاینو ګوډي وي او سپینې نه وايي. نیوکې، غوښتنې، وړاندیزونه او ګټورو مشورو تېرېږي یوازې دومره چې صیب ولا تاسې ډېر کار کړی چې په یو موټر کې هم نه وړل کېږي او په خپلو خبرو کې به خواږه دومره ور زیات کړي چې د تېر یوه کال ګډې وډې د سمو په کتار کې تېرې کړي.

بل اړخ دا نمایشي غونډې یو بل څه هم خپله په ډاګه کوي. اوریدلي به مو وي چې دا بنسټ یې په پښو ولاړ نه دی، مجله، ورځپاڼه، اونیزه او مهالنۍ یې په نشتو امکاناتو، په ستړیاوو او خپلو خولو په خالي لاس چلولې او دهېچا یې یوه روپۍ نه ده اخیستې او تېزه چیغه یې، خو دا وي چې د فاسدواو زورواکو په وړاندې ټېنګه او د سر په بدل مبارزه کړې او دېته یې غاړه نه ده یښې چې دا سنګر دې سوړ شي. خو که پام وکړو مشر مېلمه به یې هغه وي چې ولس ترې کرکه لري، د ولس وینه یې څښلې وي او د ولس سترګې بیا همدې قلموالو ته وي چې د دوی غږ سره به خپل غږ یو ځای کوي او د حق چېغه به پورته کوي، خو ولس څه خبر دی چې  دا غوړې نمانځنې د همدې ښاغلو په مالي مرسته جوړیږي.

ځکه عصري هوټل او ډوډۍ ګانې، موسیقي پروګرام، ځانګړې قیمتي ډالۍ او ستاینلیکونه د همدې خامارانو د لاس چاپ دي. د دولتي نمانځنو خو هسې هم خبریاستئ چې په پوځي غونډه کې به د جرګې، مدني فعال او د حکومت تر چتر لاندې به د مهمو ملي ورځو په نمانځنو کې به هغوی ستایل او نمانځل کېږي چې یادو نمانځنو مراسمو کې یې د شتون اړتیا نه لېدل کېږي.

نو که په ټوله کې فکر وشي زموږ لپاره د نمانځنو پر ځای په خپله برخه کې خواري او د زړه له تله قلموالي په کار ده .او که مو په رښتیني توګه قلم اوچت کړ زموږ کار، هڅې او خدمت به له خلکو پټ پاتې نه شي. نن وي که سبا زموږ د هڅو پایلې به د خلکو پر وړاندې را ښکاره کېږي. د دې پرځای چې ځان ونمانځو پرېږدئ چې نور وګړي مو ونمانځي یا یې ځان وړ کړو.  او که داسې مو وکړل د فاسدو، زورواکو او چارواکو دلاس د آلې کېدو ځان ساتنې ګټه، خو به مو ورسره په ضمني توګه کړي وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *