نعمان دوست

سهار اوه بجې دي. یوې ټکسي ته پورته شوم. سړکونه خالي دي. د امیرجان صبوري سندره را یاده شوه: ( شهر خالي ، جاده خالي، کوچه خالي…)  وویریدم. شاوخوا مې وکتل؛ ما ویل اوس به له ودانیو غیږ غیږ لوګي پورته شي. ما ویل اوس به درز شي او د ښاریانو څو ارواوې به لکه د زیارت کوترې والوځي. ما ویل اوس به څو روان کسان پړمخې ولویږي او وینه به یې د تور سړک مخ تک سور کړي؛ خو شکر و. له هغې دورې ډیر مخکې راغلي وو او له هغه وخته کابو دوه نیمې لسیزي تیرې شوي وې.

****

دهمزنګ ته راورسیدو. له همدې څلور لاري اخوا موټرو ته اجازه نه وه. ښکته شوو. عسکر ته مې بلنلیک ورښکاره کړ، عسکر یوه شخصي موټر ته پورته کړم، تر شاه دوشمشیره یې ورسولم او بیا مې نور پیاده کش ولګاوه. 

ځای ځای زغروال پوځي موټر، اطفایې او رنجرې دریدلي دي. مخابره په لاس او ګوته په ماشه ځوانان یې خواته ولاړ دي. دا شاید د داعش، طالب، القاعده او… له ویرې نه وي؛ ځکه هغوی په هره کوڅه او هر واټ حضور نه لري. دا ممکن خپل منځي ویره وي. دا د ۲۰۱۴ کال د ترخې تجربې ویره وي چې ډلې ډلې لارو کوڅو ته راووتل او ښاریانو کې یې له ډاره وینه وچه کړه.

له عدلیې وزارت تیر شوم. د چارو ادارې مخې ته هم وسلوال کسان ولاړ و. ما ویل که هماغه قانون جوړونکي سپین ږیري او په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي خپل ګواښ عملي کړی او ارګ ته ټولې ورودي دروازې یې تړلي دي؛ خو دا حکومتي وسلوال کسان و او د رابلل شویو خلکو او د سوګند د مراسمو امنیت یې ټینګ کړی و. 

****

ارګ ته ننوتلم؛ پلی مزل مې ډیر کړی و؛ ما ویل مخ او لاس تازه کړم. له یوه پخواني لوړ پوړي چارواکي سره مخ شوم. په لیدلو یې راته د ده یوه ټلویزیوني وینا را یاده شوه. دې مشر، چې تازه بې دندې شوی و،  پر ولسمشر سختې نیوکې کولې او په زغرده یې ویل چې موږ خو پر ده میین نه وو چې ملاتړ مو ورته کاوه! خو نن لکه چې بیا پرې مینه زوروره شوې وه او د خپل میین حضور ته یې تشریف راوړی و.

****

ارګ له خلکو ډک و. د هر ځای او هر قام خلک راټول و. ځیني پخواني ملګري مې پکې ولیدل او په لیدلو یې خوشحاله شوم. ما ویل که د خپل ولایت جمعه بازار ته راغلی یم.

زموږ له کورونو کابو دوه دوه نیم ساعته جمعه بازار ته پلی مزل دی. دا بازار هره جمعه د سنګره په نوم له سیند پورې  یوه ښایسته سیمه کې جوړیده. زه به د لغمان په سخته ګرمۍ کې له نورو کلیوالو سره ورتللم. هغه وخت د اطرافونو امنیت دومره بدو سترګو نه و خوړلی.دومره یو پر بل خولې نه لګولې او… هلته به د مهاجرت د دورې له ملګرو سره مخ شوم. د خپل ولایت د بیلابیلو غرنیو او کلیو بانډو خلک به مې ولیدل او له دې منظرې به مې پوره خوندونه اخیستل. اخ، جمعه بازاره! ته هم پاتې شوې.

****

د ارګ مخې ته د نورو زرګونوخلکو تر څنګ زموږ د هیواد مظلوم او ځوریدلي خلک اهل هنود او سیکـهـ هم راغلي و. دوی بیچاره ګان ، چې یو وخت یې دلته عزت و او پرته له هر ډول تبعیضه یې زموږ له خلکو سره کور او کلی کاوه، وحشي جګړو وځپل. ټوپکمارو یې جایدادونه او ملکیتونه غصب کړل، جلال اباد کې یې په یوه چاودنه کې یو درجن ووژل. د بهارستان او کارته پروان له سیمو څخه یې ځینې جبرا اخراج شول او ملکیتونه یې غنیمت شول او تیره اونۍ خو منځ ښار (پروان سه) کې یې پر یوه کور غلو چاپه واچوله، یوه میرمن یې ووژله او شتمني یې ورته لوټ کړه.

دوی بیچاره ګان په ویره کې دي او د خپلو سرونو د خوندي پاتې کیدو لپاره هرې ډلې ته خوشامند کوي. جلال اباد کې خو یې  په یوه غونډه کې کلمه داره بیرغونه لاس کې نیولي و او…

****

د ارګ دروازې مخې ته په چمن کې نیم درجن ځوانان پر درې ټایره بایسکلونو کې ناست دي. دا پوځي افسران و، په خپل یونیفرم کې و. دوی خپلې پښې جګړه کې بایللې وې. دوی د خپل نظام او خلکو د ساتنې لپاره دا قرباني ورکړې وه. دوی د هغه نظام لپاره جنګیدلي و، چې نن یې دوه کسانو دعوه ګیران و. عجیبه وه، د ځینو بایسکلونو ماشینونه لرل، خپله یې حرکت کاوه او د یو دوه و بیا ساده و او د لاسونو په زور چلیدل؛ لکه آن د بایسکلونو په ویش کې چې هم واسطه چلیدلې وي.

****

ماشومتوب کې د کیسو اوریدو سخت شوقي وم؛ داسې په شوق مې اوریدې چې سمدلاسه مې حافظې ته سپارلې. نکلچي به ویل: شهزاده پر اس پخه واړوله، آس ته یې پونده ورکړه او بیا بلې پاچاهي ته لاړ. زه به  حیران شوم؛ ما ویل په آس څنګه بلې پاچاهي ته تګ امکان لري. خو نن مې دا حیرانتیا ورکه شوه. د راوتلو وخت کې یوه ویل: د سپیدار له ماڼۍ راتیر شوم او بیا ارګ ته راغلم. نن سپیدار کې یوه بله پاچاهي وه. که د کیسو اتلان په آسونو بلې پاچاهۍ ته تلل؛ نو زموږ د عصر عادي خلک به نور  پیاده بلې پاچاهي ته ځي او راځي.  

****

 دولس بجې شوې، ډوډۍ وخوړل شوه. انتظار راته په سختیدو و.داسې اوازې هم وې چې شاید بیا مراسم وځنډيږي او یا آن شپږ بجې تر سره شي، له یوه بل ملګري سره راووتلم. د پلخشتي جومات ته څیرمه د سړک په غاړه له زغروالو وسایطو سره پوځیان ولاړ و؛ پوښتنه یې وکړه او چې پوه شول له ارګه راغلي یوو، نو وې پوښتل: چطور شد، تحلیف شد بخیر! موږ ویل نه، تر اوسه لا پاتې، هغه حیران شو او ویل یې: خدا خیر را پیش کند.

خپه شوم؛ زموږ د امنیتي ځواکونه په بې شمیرو قربانیو سیاسیون څه نخري کوي. دوی د واک تندې دومره پسې راخیستي چې د خپلو ځوانانو قربانیو ته هم نه ګوري.

****

نوی حکومت او نوې هیله

موږ له کابو نیمې پیړۍ راهیسې په یوې وژونکې جګړې کې راښکیل یو. داسې جګړه چې سرونه زموږ خوري او هدفونه نور ترلاسه کوي. که دا وطن مور وي، نو د دې مور پلو نور د خپلو اولادونو په سرونو ډک دی. نورو سرونو ته ځای نشته. د وطن د مور مخ د خپلو اولادونو په وینو ککړ دی او… نور بس دی. نور د جګړو تاب نه لرو. نور دې د جګړې ښکیلې غاړې د خدای له قهره او د دې مظلوم ولس له آه او فریاده وویریږي، نور دې سولې ته زړه ښه کړي. که دلته سوله وای، دلته به ځواکمن حکومت و او د ځواکمن حکومت په موجودیت کې به ارزښتونه د نن په څیر نه مسخره کیدل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *