پخوانیو به ویل، پدې کار یا ځای کې مې نیم عمرتېرشوی، چې زه یې په حال او څه او څه نه پوهېږم، څوک به پوهېږي؟
زه بیا وایم، په ننګرهارکې مې نیم نه هم اخوا د ټول عمر څه کم یو کال تېرشوی، چې زه یې په حال، ستونزو، عواملو او حل نه پوهېږم څوک به پوهېږي؟
ډېر خلک د ننګرهار حالت خراب شوی ګڼي، خو د کمو بیا دې ته پام دی، چې ولې دی، د چا له لاسه او څنګه دا بده ورځ ښه کېدای شي؟
یو ځل کابل نه یو لوړ پوړی امنیتي پلاوی جلال آباد ته راغلی و، چې د خپلسرو وسله والو په زور کمولو ځان وازمایي، شاهي ماڼۍ کې غونډه وه، یو شمېر ځايي چارواکي، په ملي او ولایتي شورا کې د ننګرهار غړي، ځینې مشهور کسان او قومي مشران یې نظر اخیستو او مشورې ته غوښتي وو.
غونډې نه وروسته د پلاوي مشر څو چارواکو سره په خبري ناسته کې وغږېد، خو پوښتنو ته یې قانع کوونکی ځواب رانکړی شو.
کنفرانس چې ختم شو، ویل یې: ته وایه ځوانه! زموږ دا سفر به نو څنګه کامیاب شي؟
ما ورته وویل: دې کومو کسانو، چې غوړې مشورې درکولې، که همدا دې نظر بند او د زېرمه کړو وسلو تسلیمولو ته مجبورکړل،هر څه به سم وي.
اوس هم د ننګرهار وضعیت زه ترهر چا د همدغو کسانو له لاسه خراب شوی ګڼم، همدا چې تر شلو یې شمار نه رسي، څو کورنۍ، څو مافیایي ډلې او څو چارواکي دي، چې د یو ولایت د څو میلیونه خلکو پر برخلیک هر ډول لوبه کولای شي.
دوی چې ځینې یې بانفوذه بولي، غلطه ده، نفوذ سر خوړلی، غیر له څو هم ګټو د ټول ولس زړه ترې چاودې دی، یوازې وسلې، تنظیمي، مافیایي، بهرنۍ او نورې زیان زېږونکې اړیکي دي، چې اوسنی شان او دبدبه یې ورکړې، ځکه دا نفوذ که رېښتیا ولسي وای، نو له دې دبدبې او وسله والو به یې د ولس پر ضد نه کارولو.
د کلیوالو خبره د سړي عقل ورته کارپرېږدي، څو کسه که خپلو کې ښه وو، هر څه ښه یادېږي، نه اداره کې فساد وي، نه زورواکي، نه مافیا، نه تحمیلي قومي مشران، نه تقلبي مدني ټولنې او فعالان او نه نورې، نورې ناروا یادېږي، خو که د دوی ګټې لږ سره تضاد کې شوې، نیم ښار د یوه او نیم د بل په پلوۍ د چوک د مزدورانو، ناخبره کلیوالو ځوانانو او فرمایشي قومي مشرانو په ګډون د غونډو لپاره تړلی وي.
خلک خواران لکه فلم چې ننداره کوي، بله ورځ چې تلویزون یا راډیو ته ناست وي، پدې یې سرخلاص شي، چې تر پرونه یو بل په سل او زرو بدو نومونو یادونکي کسان بیا ملګري شوي، یو بل ستایي، بیارغونه، بشپړ امنیت، د ولسونو همکاري دا درې واړه په سرکې او ورپسې نور اصطلاحات وي، چې یو یې د موجودیت اصلي عامل او نور یې مرسته کوونکي ګڼل کېږي.
ددې حیرانونکې لوبې لوبغاړي دي، چې نا امني، فساد، غصب، امنیت، عدالت او کراره ورځ هر څه ورپورې تړلي، ځکه قانون نه دوی محفوظ دي، د وطن د ازادۍ (!)، ساتنې، دفاع او دیموکراسۍ ویاړونه دوی ته منصوب دي او چې څوک دومره ښېګڼې او امتیازونه ولري، پدې وطن کې به خامخا سرې سترګې ګرځي.
دا کیسه یوازې ننګرهار پورې محدوده نه ده، زموږ د هرې سیمې او ولایت د وضعیت هویت کټ مټ یا په لږ تفاوت سره دغسې کیسه لري، دا کیسې یوځای شوي، د هېواد په کچه یې اوږدې داسې کیسې او رومانونه جوړ کړي، که ددې اوږدو کیسو پر پاڼو مو د چلیپا کرښې راښکل په وس نه وي، د وړو کیسو پاڼې یې باید ورو، ورو خط، خط او بدرنګه کړو کنه ددې کیسو د کرښو بقا موږ پر واقعیتونو ولاړه دې زمانه کې د خیالي کیسو او رومانونو د کرکټرونو په شان وار په وار او ګام په ګام لوبولای او وژلی شي.
اوو ګرانه ستا مطلب ډیر ښایسته او په حقیقت تړلی دی رښتیا هم چی ننګرهار اوس د څو معافیایی کړیو په لاس کی دی حاجی ظاهر، حاجی زمان خیلی د هغه دار او دسته ګل آغا شیرزی ډله او څه نوری ډلی چی د خلکو شخصی او دولتی او بیت المال جایدادونه په ډیر میړانه غصب کړی دی او لګیا دی لا یی هم غصبوی دوی خاوری په سر د خلکو او امنیت په لټه کی شی ولی په دی پاتی کم وخت کی چانسونه له لاسه ورکړی خپل جیبونه ولی نور هم ډک نه کړی، ټول غله دی زه خو په دی حقه روژه کی قسم خورم چی د جاوید زمان کسان لکه ښه مثال یی زرور جان دی چی ما په خپلو سترګو لیدلی چی د خلکو جایدادونه په زوره او د خپلو وسلوالو کسانو په زور غصب کړیدی او د ګل آغا شیرزی معافیای اداره هم ورته ځکه څه نه وایی چی له یوی خوا ددوی هملاسی دی او له بله پلوه دوی هم ځان ته څه وایی دولتی شتمنی (بیت المال) یی لوټ او تالان کړل او بیا هر یو ځان ته په افتخار سره د خلکو خادم نومونه هم ږدی ، د تورو شیشو او بی پلیټه موټری د همدی داړه مارانو له لوری په ښه جرات سره په بازار کی ګرځی د ترافیکو پلار هم دوی ته څه نشی ویلی، یو څو ورځی چی د کابل څخه هیتان راغلی وو یو څو یی رانیولی وو او د ملی امنیت مخی ته ولاړ ول کله چی دا هیتان بیرته کابل ته ستانه شول ټول سره خلاص شول او اوس هماغه موټری په بازار کی بیا ګرځی ښه نښه یی داده چی د ټولو په شیشو کی په رنګ سره نښی کړی وی هغه موټری چی د هر غیر قانون کار و بار کولو امکانات پکی شته او هر غیرقانونی کار چی کیږی همدغه غلو یی کوی ځکه غریب سړی یی اصلا وسیله نه لری او بیادا کار به غیر د همدی خونخوارو بل څوک څنګه کولای شی، پ