عبدالقدیر افغان

عبدالقدیر افغان || 

ننګرهار ولایت د ګران هېواد افغانستان د څلور دېرشو ولایتونو څخه یو مهم ولایت دی. دا ولایت د هېواد په ختیځ کې موقعیت لرې. ۲۲ ولسوالۍ لري او مرکز یې د جلال اباد ښار دی. یننګرهار د نفوسو د تراکم او اقتصادي ودي له مخې درېم لوی ولایت بلل کېږي. شمال خوا ته یې یو څه برخه په کونړونو او یو څه برخه په لغمان ولایت پورې نښتې ده، د لویدیځ له خوا په کابل او لوګر ولایتونو پورې تړلی او سویل (جنوب) خوا ته يې سپینغر له پکتیا او کوزې پښتونخوا څخه بېلوي. د تاریخي ځانګړنو، اوبو، هوا، او مېوو، حاصلاتو او طبیعي منظرو له امله یې د هېوادوالو پاملرنه ځان ته را اړولې ده.

ننګرهاریان په کرهڼه،تجارت او صنعت بوخت دي او له همدې لارو خپلو کورنیو ته حلال رزق پیدا کوي همدا رنګه یاد ولایت د کابل او پیښور ترمنځ په لویه ټرانزیټي لاره پروت دی چې همدې ټرانزیټي لارې په ننګرهار کې د کار پیدا کیدا ښه امکانات را منځ ته کړي دي.

د طالبانو د رژیم له نسکوریدو وروسته ننګرهار په علمي او اقتصادي ډګر کې بې سارې وده وکړه او د نورو ولایتونو د اوسیدونکو توجه یې جلب کړه. زیاتره خلکو به له خپلو کورنیو سره دې ولایت ته د چکر او تفریح لپاره له وېرې او ډار پرته سفر کاوه او د یاد ولایت د ښکلي طبیعت څخه به یې خوند اخیست.

له بده مرغه ښکلی، سوکاله له مینې او عاطفې ډک ننګرهار د کوم ظالم سترګو ووهلو او خپل اوسیدونکې یې ورته بلا شول، هغه ولایت چې د سولې د کور په نامه یادېده اوس د زورواکو، غاصبانو، اختطاف چیانو او ډوزمارانو په نامه یادېږی. هغه ننګرهار چې د علم ټاټوبی و اوس پکی اکثریت تعلیمي ادارې له وېرې تړل شوې دي. اوس یې په تعلیمې ادارو اور بل دی او د اور په سرو لمبو کې سوځېږي. ښوونکې یې شهیدانېږي، رټل کېږې، مور او پلار خپل بچیان له ډار ه ښوونځیو ته نه لېږی او همدارنګه اقتصادي وضیعت یې ورځ تر بلې خرابېږی. پوهېږئ چې ولې؟ دا چا وکړل؟ نو عوږ شئ چې زه یی درته ووایم.

دا ظلم ور سره په ولسي جرګه، مشرانو جرګه او ولایتی شورا کې د یاد ولایت استازو او مرکزي حکومت وکړ ځکه مرکزي حکومت په تېرو اتلسو ۱۸ کلونو کې یاد ولایت ته داسې مسؤولین را ونه لېږل چې د یاد ولایت په درد دوا شي، په یاد ولایت کې د مافیا، زورواکو، اختطاف ګرو، غاصبینو او مفسیدونو په مقابل کې ودرېږي او د دوی د ناقانونه کړنو مخه ونیسې بلکه په دویمه او دریمه اونۍ کې ور سره شریک هم شول او د یادو ډلو سره یې د یاد ولایت د نا امنه کولو، چور او غصب لپاره لاسونه یو کړل.

یادو ډلو د خپلو نا مسؤوله وسلوالو او د ولایتي ادارې د ځینو مفسدو مامورینو په ملاتړ د ښکلي ننګرهار امنیت د ګواښ سره مخ کړ. ټولې اقتصادي او عایداتي لارې یې په خپله قبضه کې راوستي، د ګمرک د عوایدو د تقسیم لپاره په خپلو کې سره یوې هوکړې ته ورسېدل، د ښاروالۍ ملکیتونه یې د محلي ادارې سره په جوړجاړي په ډېر ناچیز قېمت د لسهاوو کلونو لپاره ټیکه کړل پدې مانا چې ټول اقتصادي او عایداتي منابع یې په خپله ولکه کې واخیستل. د خپلو شخصي ګټو،غیري قانونی جایدادونو او د تورو پیسو د ساتلو لپاره یې د دولت له مخالفینو ( داعش او طالب) سره مستقیمي اړیکې جوړي کړي او هغوی ته یې د انتخاري حملاتو او نورو تخریبي کړنو زمینه برابره کړه او د خپلو ګټو لپاره یی په دولتي تأسیساتو د طالب او داعش په نامه حملې وکړي چې ښه بېلګه یې یوه میاشت وړاندې د یاد ولایت په مستوفیت برید وو ځینې معلومات ښیې چې یاد برید د دولت وسلوالو ډلو ( داعش او طالب) ندی کړی دا برید همدې مافیا تر سره کړی ترڅو هغه اطاق له منځه یوسې چېرې چې د هغه ملکیتونو قبالې او نور اسناد موجود ول چې دوی غصب کړیدي.  

دا چې ننګرهار ولایت د ګران هېواد افغانستان یو له مهمو او ستراتیژیکو ولایتونو څخه دی نو ددې ولایت بد امني او اقتصادي وضیعت په کونړ، لغمان، نورستان، کابل او لوګر مستقېمه اغېزه لرې.  

ددې لپاره چې یاد ولایت د اوسنې بد وضیعت څخه وژغورل شي دولت ته په کار ده چې د یاد ولایت د ولسي جرګې، مشرانو جرکې ،ولایتي شورا ځینې استازې او د محلی ادارې ځینو مفسدو چارواکو د نیولو په اړه عاجل اقدام وکړي دا عمل به د دولت او د ننګرهار ولایت د اوسیدونکو تر منځ واټن له منځه یوسې د دولت عواید به د چور او تالان څخه خلاص شي دولتي غصب شوي ځمکې به بېرته د دولت لاس ته ورشي خلک به ددوی له شره خلاص شي سیلانیان به د چکر او تفریح لپاره د خپلو فامیلونو سره د تېر په څېر یاد ولایت ته را سر شي او بلاخره ننګرهار به بیا د سولې، علم او آدب په ټاټوبي بدل شي.  

د یادولو وړ بولم چې د دوستم د غیري قانوني ملیشو د قوماندان (قیصاري) تر نیولو وروسته د ننګرهار خلکو هم غوښتنه وکړه چې دولت باید په ننګرهار کې ورته عمل ترسره کړي او ځینې زورواکې او د مافیا غړې ونیسې او محاکمه یې کړي. زه په پوره مسؤلیت او ډاډ سره دا خبره کوم چې یادي ډلې په ننګرهار کې هیڅ ولسي ملاتړ نلرې یوازې یو څو ټوپکیان یې ملاتړ کوي او که دولت دا کار ونکړي لرې نده چې ننګرهار به ډیر ژر سقوط وکړي او د تل لپاره به د مخالفینو لاس ته ولوېږی.  

د هغې ورځې په تمه چې په ګران هېواد کې دایمي صلحه او امن راشي او ګران هېواد بالخصوص ننګرهار د تل لپاره د توپکوالو او مافیایې کړیو څخه خلاص شي.


د لیکوالو په نوم د هرې بلې لیکنې په شان حتمي نه ده چې تاند دې د لیکوال له نظر سره موافق وي.

4 thoughts on “د ننګرهار امنیتي وضیعت ولې او چا خراب کړي دی؟”
  1. د ډیر محترم د لیکوال د نظر سره سل په سلو کشی موافق یم ډیره عالی او د واقیعت څخه ډکه لیکنه یی کړیده الله ج دی ده اجر عظیم ورکړی

  2. سلام
    د ننګرهار ولایت یو ستر عالم ، مدبر،خیرځوا ، دل سوز،او ددی ښکلې سیمې پیزندونکی ته ډیرر ضرورت لری .ننګرها د موقعیت په لحا ظ سره زر دی او دزرو به بیه او قیمت یوازې زرګر بو هیږی . اوس هم سر
    دوخت دی چی ننګراریان د زرو قدر دافغانستان ،،سیمی او ګاوندیو هیوادونو په کچه په نظر کی ونیسی او دغه د ګلستان دسبین غره لمن هیره نه کړ ی
    .جلال الدین اکبر دغه سیمه پ همغه وخت کې د تجارت ، راکړړ ورکړې ،د مالونو د تبادلې شریان بللی وو
    له بده مرغه زمونږ ځینې هیوادوال د قدرت ، غټو نو مو نو او القابو تږی او وږی دی چی دځاورې، ولس اوچا پیریال اهمیت باندی یا نه بوهیږوو هرڅه ور نه پاتې دی او یا مو ځا نونه د خپلو ګتو لپاره کانه اچولی همدا علت دی چی تر اوسه پورې دکار اهل کار مسول والی دی سیمې ته نه دی راغلی ما څو ورځې مخکې د وا لیا نو ټولنې په نوم یو څه ولوستل وایی عمر این کاروان عجب میګذرد! ا
    زه نه غواړم چې د یوه وزیر، ریس مدیر والی خوردضابط چاپراسی او چړی او بلا بد تر په مسولیت باندی وګړېږم خو ښکا ری چی هر حوک په همدی جګړه کوی او به هېواد کې د فساد او فر عونی کېدلو سبب ګرځی
    د نړۍ نورهېو ا دونه هم تشکیلات لری

  3. زما په نظر یو محدود شمېر زورواکي ، قاتلان ، غله او د ولسي جرګې غړي قصدا د دغه ولایت امنیت خرابوي . دوي غواړي وطندوسته ، مدبر او ملي شخصیت حیات الله حیات بدنامه کړي چې پدې ډول سره دوي خپله سلطه او حاکمیت پرښکلي ننګرهار وساتي.
    زمونږ ملي او امنیتي ارګانونه باید د هر زورواکي ملیشې او ملاتړي تر کلک تعقیب لاندې ونیسي ، انشاالله ډېر ژربه ورانکارې او مفسد عناصر د دولت منګولو ته وغورځيږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *