پنچنشنبه/ نوومبر ۹/

د ننګرهار والي په مشرۍ مسؤلینو په اچین ولسوالۍ کې په بېلابېلو برخو کې د پرمختیایي او نورو پروژو د پلې کولو ژمنې وکړې .
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په مشرۍ مسؤلینو ژمنه وکړه، چې په اچین ولسوالۍ کې به د روغتیا، کلیو پراختیا، پوهنې او ګڼ شمیر نورو برخو کې پرمختیایي او نورې پروژې پیل کړي .

یادو مسؤلینو چې د ولایت په مقام کې د لړم په ۱۸ مه د دې ولایت د اچین ولسوالۍ د مخورو سره ناسته درلوده، په ترڅ کې په بېلابېلو برخو کې د مخورو ستونزې واوریدې.

د اچین ولسوالۍ مخورو د خبرو پر مهال په یاده ولسوالۍ کې د دوه سوه پنځوس وچو شوو د پاکو اوبو څآه ګانو د بېرته فعالولو،شبږ دیرش ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو،د جګړو له امله د تخریب شوو کورنو د بیارغونې،روغتیا،کلیو پراختیا او کرنې او مالدارۍ برخو کې د شته ستونزو د حل غوښتنې وکړې .

د دې ځآنګړې ناستې پر مهال د پوهنې سرپرست رئيس سید عیسی سادات وویل، په اچین ولسوالۍ کې ۴۷ بابه ښوونځي شتون لري ، چې په دې وروستیو کې د زده کوونکو د ستونزو د حل په موخه ۱۵ تجیرونه ورکړل شوي او هم ۱۹ زره زده کوونکو سره د قرطاسیه او نورو اړینو توکو مرسته شوې او ډاډ یې ورکړ،چې په راتلونکي نوي کال کې به د پنځو نویو ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې کړي او همدا راز یې د نجونو ښوونخیو په برخه کې د ستونزو د حل ژمنه وکړه.

دعامې روغتیا روغتیا رئیس ډاکترنجیب الله کاموال وویل، په اچین ولسوالۍ کې ۶ بابه روغتیايي مرکزونه او درې ګرځنده ټيمونه فعال دي ، چې د ۱۳ ښځينه و، په ګډون پنځوس تنه روغتیايي کار کوونکي په کې د خلکو په خدمت بوخت دي او ژمنه یې وکړه،چې په عبدالخیلو کلينک کې به نسائي ولادي څانګه فعاله او نوي کال کې به د سپین غر ولسوالۍ په مربوطاتو کې نوی کلینک جوړ کړي.

د کلیو او پراختیا رئیس مجیب الرحمن ضیاء وویل،اوسمهال د اچین ولسوالۍ په بیلابیلو سیمو کې د شاوخوا دیرش میلیونه افغانیو په ارزښت د بیارغونې پروژو چارې روانې دي ، چې په کې استنادي دیوالونه د اوبو لسګونه څاه ګانې او نورې شاملي دي،همدا راز یې د پاکو اوبو تخریب شوو څآه ګانو د بیا فعالولو په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

د کرنې او مالدارۍ رئیس رفیع الله رحیمزي وویل، د اچین په ګډون د شپږو جګړو ځپلو ولسواليو لپاره یې د ننګرهار والي په هلو ځلو ۲۲ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت پروژې منظور کړي،چې د کرنې او مالدارۍ اړوند بېلابېلو برخو کې به پروژې پلي کړي او هم یې د راتلوونکې کال په ترڅ کې په اچین ولسوالۍ کې د درې سربندونه د جوړلو څخه هم خبر ورکړ.

سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د خبرو پر مهال د سکتوري ادارو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه،چې د خپلو ژمنو د عملي کولو په موخه بېړني اقدامات ترسره کړي او په ټولو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

نوموړي زیاته کړه،د اچین ولسوالۍ ولسونو په سختو حالاتو کې زیاتې قربانۍ ورکړې،چې د دوی د سرښندنو او امنیتي ځواکونو د هلو ځلو په ترڅ کې په اچین ولسوالۍ کې امنیتي ساحه پراخه او خلکو ته په هوسا ډول د ژوند کولو زمینه برابره شوه .

هغه د اچین ولسونو ته ډاډ ورکړ،چې په راتلوونکې کې کال کې به ورته د پاکو اوبو پنځه شبکې ، د ښوونځیو پنځه نوې وداني او روغتیايي مرکزونه ورغول شي او هم به د کرنې او مالدارۍ په برخه ورته ګڼ شمیر پروژې پلي کړي.

د ننګرهار ولايت د برېښنا شرکت مسوولينو په ښار کې د يو شمېر هغه کسانو د برېښنا لينونه پرې کړل ،چې د برېښنا شرکت پوروړي و او خپل حسابونه يې نه و تصفيه کړي.
د ننګرهار ولايت د برېښنا شرکت مسوولينو نن چهار شنبه په جلا ل اباد ښار کې د يوه کمپاين په ترڅ کې د يو شمېر هغه سوداګرو او ښاريانو د برېښنا لاينونه پرې کړل ، چې د برېښنا شرکت پوروړي و او خپل حسابونه يې نه و تصفيه کړي.

د برېښنا شرکت رئيس اميد سبا وويل: د غه کمپاين يې د برېښنا شرکت عمومي رئيس او سلا کار وزير او ننګرهار والي په لارښوونه پيل کړی ،چې په وينا يې تر هغې به دوام وکړي ،څو ټول پوروړي برېښنا شرکت ته د برېښنا بيلونه وسپاري.

سبا وويل: يو شمېر دولتي ادارې ، چې په زياته اندازه د برېښنا شرکت پوروړې وې تر دا مهاله يې دوه سوه ديارلس ميليونه افغانۍ تحويل کړي ،چې دا لړۍ دوام لري.

د برېښنا شرکت رئيس وايي: هغه دولتي او غير دولتي ادارې او خلک ،چې د برېښنا شرکت پوروړې دي په درې کيشتونو کې به ترې پيسې تحويل کړي .
د ښار نړيواله ورځ د جلا ل اباد ښار والۍ له لوري د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه.
د اکتوبر يو ديرشمه ، چې د ښار نړيوالې ورځې سره برابره ده ، نن چهار شنبه د جلا ل اباد ښار والۍ له لوري هم ياده ورځ د يوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.

په همدې موخه د ښاروالۍ د غونډو په تالار کې جوړه شوې غونډه کې د ګذر وکيلانو، مدني فعالانو د دولتي او غير دولتي ادارو استازو ګډون کړی و.

د جلا ل اباد سرپرست ښاروال انجينر حکيم الدين عمر خيل د ښار د نړيوالې ورځې له امله ټولو ښاريانو ته د مبارکۍ ويلو ترڅنګ په ښاريانو غږ وکړ ،چې د ښار په پاکوالي ، ښاري نظم ټينګښت ، پراختيا او نورو برخو کې د ښار والۍ کار کوونکو سره خپله همکاري دوامداره وساتي.
عمر خيل ژمنه وکړه ، چې د ښاريانو پر مټ به د ښار د ښکلا او پراختيا لپاره پوره هڅې وکړي.

سرپرست ښاروال وويل: جلا ل ا باد ښار کلونه وړاندې د څلويښت زره کسانو لپاره جوړ شوی ، چې دا مهال پکې شاوخوا يو ميليون وګړي ژوند کوي.

د جوړې شوې غونډې پر مهال د ولايت پخواني مرستيال محمد حنيف ګرديوال، د اطلاعات او فرهنګ رئيس اورنګ صميم او څو تنو نورو د ښار نړيوالې ورځې له امله ښاريانو ته مبارکي ورکړه او ژمنه يې وکړه ، چې ښاريان به د عامه پوهاوي له لارې دې ته وهڅوي ،چې د ښار د پراختيا او ښکلا په برخو کې ښاروالۍ سره په ګډه کار وکړي.

وينا والو وويل: داچې ښار د ټولو ښاريانو ګډ کور دی نو په کار ده ،چې د نظم ټينګښت او ښکلا لپاره يې په ګډه لاس په کار شو.

د یو سرګروپ په ګډون ۹ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله واوښته.
ننګرهار ولایت په هسکه مینه،چپرهار او بټي کوټ ولسوالیو کې د تېرو څلرویشت ساعتونو پر مهال د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې د یو سرګروپ په ګډون ۵ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.

د هسکې مینې ولسوالۍ په پاس پاپین سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې هوایي برید له امله یو داعش وسله وال وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی،همدا راز د بټي کوټ ولسواسلۍ په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو او امنیتي منسوبینو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې د سباون په نوم د وسله والو طالبانو یو سرګروپ وژل شوی دی .

د یو بل خبر له مخې د چپرهار ولسوالۍ په ملا قریې سیمه کې د داعش او وسله والو طالبانو نښته کړې،چې له امله یې درې وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي .
يو ماين لمنځه یوړل شو او يو شمېر وسلې ترلاسه شوې
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار، روداتو او سره رود ولسواليو کې امنيتي مسئولينو په تيرو څلرويشتو ساعتونو کې د ګزمې او چاڼيزو عملياتو پر مهال يو ماين لمنځه يوړه او يو شمېر وسلې يې ترلاسه کړې
.
د معلوماتو له مخې د ننګرهار ولايت روداتو ولسوالۍ کابل کمپ سيمه کې تېره ورځ وسله والو مخالفينو د سړک پر غاړه يو ماين ځای پر ځای کړی و، چې تر چاودنې وړاندې کشف او لمنځه يوړل شو.

په ورته وخت کې پولیسو د سره رود او اچين ولسواليو په ګنده چشمو سيمه کې چاڼيز عمليات کړي چې په ترڅ کې يې دوه ميله تومانچې، يو ميل کلاشنکوف، يو شمېر دکلاشنکوف مرمۍ، يو بکسه د پيکا مرمۍ، پنځه د کلاشنکوف شاژورونه، يو ميل ټوپک، يوه ايکم مخابره، يو د دهشکې شريد او يوه د خود سازه ماينونو بطرۍ ترلاسه کړي دي.
د يو بل خبر له مخې پولیسو د جلال اباد ښار په مربوطاتو کې دوه تنه د مبايل د غلا په تور نيولي او تر پوښتنو لاندې دي.
په بهسودو کې اصلاحي شورا جوړه شوه.
ننګرهار ولايت بهسودو ولسوالۍ ميرانو کلي کې د ټولنې اصلاح او ښې حکومتوالۍ ته د زمينې برابرولو په موخه اصلاحي شورا رامنځته شوه.
د اصلاحي شورا په پرانیست غونډه کې يادې ولسوالۍ دمسؤلينو سربېره قومي مشرانو او ځوانانو برخه اخيستې وه.

د شورا مشر وايي، چې د شورا له جوړولو يې موخه په کلي کې دهوايي ډزو او دنشه يي توکو مخنيوی او ښې حکومتوالۍ ته دزمينې برابرول دي .

نوموړی وايي، چې دې سره به دکلي خلک منظم او د حکومتي پروژو پلي کېدوته هم زمينه برابره شي .

په همدې حال کې د بهسودو قومي مشرانو حاجي معراج او نعمت الله حليمي د ياد کلي پر يووالي خوښي وښوده او ترې ويې غوښتل چې دځوان کهول روزنې ته لومړيتوب ورکړي .

قومي مشرانو د بهسودو امنيتي وضعيت پر ښه والي ټينګار وکړ او ويې ويل، چې دبهسودو خلک د حکومت تابع او قانون منوونکي دي .
د بهسودو ولسوال حاجي محمد صديق دولتزي د يادې ولسوالۍ پر اوسيدونکو غږ وکړ، چې دپخوا په څېر حکومت سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.
دولتزي په داسې حال کې بسهودو ولسوالۍ ته د نورو پروژو دمنظورۍ ډاډ ورکړ، چې دامهال په ياده ولسوالۍ کې درې نوي وړې او غټې پروژې تر کارلاندې دي.

د بهسودو ولسوال دغه راز وويل، چې دامهال په دې ولسوالۍ کې تر نورو ډېرو ته د کار زمينه برابره ده او ژمن دی چې دنويو پروژو په پلي کېدو سره به پاتې بې کاره خلکو ته هم د کار زمينه برابره شي .

دولت زي همداراز پر شمشاد تلويزيون شوی بريد وغنده او عاملين يې دبيان ازادۍ دښمنان وبلل .
ننګرهار کې ۳۵۰ بې ځایه شوو او له کډوالۍ را ستنوو شوو کورنیو سره مرسته وشوه .
د ننګرهار ولایت کډوالو چارو ادارې په هلو ځلو او د مرستندویه ادارو له لورې د خوږیاڼو ولسوالۍ ۲۶۰ بې ځایه شوو کورنیو سره د څه باندې ۳ نیم میلیونه افغانیو نغدي او په سره رود ولسوالۍ کې له کډوالۍ را ستنوو شوو ۹۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.

د دې ولایت د کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو رئیس غلام حیدرفقیرزی وایي، له کډوالۍ څخه را ستنوو شوو نوي کورنیو ته یې په سرود ولسوالۍ کې د خوراک نړیوالې ادارې په مرسته د خوراکي توکو مرسته ورکړه،چې په کې هرې کورنۍ ته اوړه،غوړي،دال او مالګه ورکړله شوه.
د نوموړي په وینا د نن ورځې په ترح کې د NRC ادارې په مرسته د خوږیاڼو ولسوالۍ څخه چمتلې ښارګوټې ته را بې ځایه شوو کورنیو سره نغدي او غېرې خوراکي توکو مرسته وکړه .

د هغه د معلوماتو له مخې،هرې کورنۍ ته یې ۱۴،څوارلس زره افغانیو نغدي مرسته ورکړه او همدا راز یې یوسلو درې اتيا کورنېو ته د پخلنځي توکې او ۲۲ نورو کورنیو سره یې د خیمو مرسته هم وکړه .
د خوږياڼو بې ځایه شويو کورنيو سره د څه باندې درې نيم ميليونه افغانيو نغدي مرسته وشوه.
ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ ۲۶۲ بې ځايه شوو کورنيو سره د څه باندې درې نيم ميليونه افغانيو نغدي مرسته وشوه.

دغه کورنۍ چې د جګړو له امله چمتلې سيمې ته رابې ځايه شوي، د کډوالو چارو رياست په هڅو او د NRC مرستندويه ادارې په مالي ملاتړ نغدي او د غيرې خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

د ننګرهار کډوالو چارو رئيس غلام حيدر فقيرزى وايي،هرې کورنۍ ته څوارلس – څوارلس زره افغانۍ، له جملې ۱۸۳ کورنيو سره د اشپز خانې وسايلو او ۲۲ کورنيو سره د سرپناه لپاره د يوې – يوې خيمې مرسته وشوه.
نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې له يادو کورنيو سره به په يو شمېر نورو برخو کې هم مرستې تر سره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *