۱۱/۶/۱۳۹۸
د ولايت مرستيالې په مشرۍ د غصب شویو ملکیتونو يو شمېر قضيې وڅېړل شوې
ننګرهار ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ په مشرۍ د غصب مخنيوي کمیسون غړو د غصب اړوند يو شمېر قضيې وڅيړلې او په حل کې يې اړونده ادارو ته د قانوني اجراتو سپارښتنې وکړې.
د ولايت مرستيالې حيبې کاکړ د جلال اباد ښار او يو شمېر ولسواليو اوسيدونکو د غصب اړوند عرايض او ستونزې واوريدې او د غصب کمیسون غړو ته يې سپارښتنه وکړه، ترڅو ياد موضوعات اړونده ادارو سره د حل په موخه تعقيب کړي.
هغې همدا راز مسئولينو ته سپارښتنه وکړه، چې د دولتي او شخصي ځمکو غصب په مخنيوي کې جدي هڅې تر سره کړي، غصب شوې ځمکې له غاصبينو خلاصې او غاصبينو سره د قانون له مخې چلند تر سره کړي.
په دغه ناسته کې د غصب شويو ځمکو خلاصون او غصب مخنيوي برخه کې په يو شمېر موضوعاتو خبرې وشوې او پريکړه وشوه، چې د غصب مخنيوي کميسون به له جديت څخه کار واخلي.
په دغه ناسته کې د اراضۍ، کانال، ښار جوړونې، قضاء دولت، امنې قوماندانۍ، ښاروالۍ او نورو ادارو مسئولينو شتون درلود.
تورخم دروازه د بار وړونکو موټرونو پر مخ په ۲۴ ساعته ډول خلاصه شوه
ننګرهار ولايت تورخم دروازه د دواړو لورو په همغږۍ د بار وړونکو موټرونو پر وړاندې په ۲۴ ساعته ډول د يوې اوونۍ لپاره په ازمايښتي ډول خلاصه شوه.
ننګرهار ولايت رهبرۍ د دې اقدام هر کلی کړی او هيله يې وښوده، چې د پاکستانۍ ويزې او سوداګرو ته په بېلابېلو برخو کې هم سهولتونه رامنځته شي.
۱۱/۶/۱۳۹۸
ننګرهار کې يوه نجلۍ تر جراحي عملياتو وروسته هلک شو
ننګرهار ولايت روداتو ولسوالۍ اوسيدونکې ۲۲ کلنه عادله، چې تر دې وړاندې نجلۍ وه په داودزي خصوصي روغتون کې تر جراحي عملياتو وروسته هلک شو او نوم يې پر عبدالرحمن بدل شو.
انعکاس راډيو تلويزيون ته د داودزي خصوصي روغتون ډاکترانو ويلي ، چې له معایناتو وروسته معلومه شوه؛ عادله ښځینه نه؛ بلکې نارینه دی او په همدې اساس یې ور ته جراحي عملیات وکړل او په خبره یې له دې وروسته د یو عادې نارینه په څير ژوند او زنده ګي تیرولی شي.
پخوانۍ پيغله او اوسنی زلمی عبدالرحمن وایي، له پخوا راهیسې په ځان پوه شوی و، چې نجلۍ نه، بلکې هلک دی؛ خو د کورنۍ اقتصادي ستونزې او ټولنه کې د شرم له امله یې نه شو کولای چې ځان ډاکټر ته وښایي او عملیات یې وکړي.
د پخوانۍ عادلې اوسني عبدالرحمن مور او پلار وایي، دوی خپله لور جلال اباد ښار کې د داودزي خصوصي روغتون ته راوستله او بالاخره له جراحي عملیات وروسته معلومه شوه چې نجلۍ نه؛ بلکې هلک دی او نوم یې پرې عبدالرحمن کېښود.
۱۱/۶/۱۳۹۸
ننګرهار ولایت مرستيال د ولايتي بيا مېشته کېدنې کمېټې غړو سره په ناسته کې د جګړې له امله بې ځايه شويو او زيانمنو کورنيو سره د مرستو تر سره کولو سپارښتنه وکړه.
ننګرهار ولايت مرستيال تميم عارف مومند د وږي په ۱۱مه ولايت مقام کې د ولايتي بيا مېشته کېدنې کمېټې يا PRC میاشتنۍ ناسته کې، چې د مرستندويه ادارو، کډوالو چارو، پوهنې او نورو ادارو مسئولينو شتون درلود سپارښتنه وکړه، ترڅو د جګړې له امله بې ځايه شويو او زيانمنو کورنيو ته پر وخت مرستې و رسول شي.
د ولايت مرستيال تميم عارف مومند په سره رود ولسوالۍ کې له يوې اوونۍ راهيسې د ګډو کورنيو ځواکونو له لوري د پيل شويو عملياتو په اړه معلومات وړاندې کړل او مسئولينو ته يې سپارښتنه وکړه، چې په سره رود او ټولو هغو ولسواليو کې، چې د جګړې له امله کورنۍ بې ځایه شوي او يا زيانمنې شوي سروې يې تر سره او پر وخت ورته مرستې ور ورسوي.
د کډوالو چارو رئیس نجيب الله قيومي وويل، په هغو سيمو کې، چې کورنۍ بې ځايه شوي همهاله يې سروې او ورسره مرسته پيل کړې؛ خو په ياده برخه کې يې پر لا ښې همکارۍ او همغږۍ ټينګار وکړ.
د پوهنې رئيس حسيب الله شينواري غوښتنه وکړه، ترڅو مرستندويه ادارې په هغو سيمو کې، چې د جګړو له امله ښوونځي زيانمن شوي ورغوي او زده کوونکو سره تشويقي مرستې تر سره کړي.
په دغه ناسته کې د مرستندويه ادارو مسئولينو بې ځايه شويو کورنيو سره د مرستې په برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ او چمتووالی څرګند کړ.
۱۱/۶/۱۳۹۸
د ننګرهار په دريو ولسواليو کې ۲۳۳۲ کورنيو سره بېلابېلو برخو کې مرستې کيږي
ننګرهار ولايت په سره رود، کامې او بهسودو ولسواليو کې د ودان مرستندويه ادارې له لوري د څلور ميليونه ډالرو په لګښت دوه زره درې سوه دري ديرش کورنيو سره د روغتيا، مالدارۍ، بازار موندنې او ټولنيزو ستونزو حل کې مرستې کيږي.
د ودان موسسې مسئولينو د يادې مرستې تر سره کېدو په پار د سروې لومړنۍ ناسته د سره رود ولسوال سره وکړه او غوښتنه يې وکړه، چې ورته اړمنې کورنۍ وروپيژني.
د سره رود ولسوال قاري هجرت الله رحماني د يادې موسسې له مسئولينو مننه وکړه، چې په دې ولسوالۍ کې پروژې تطبيقوي او د اړمنو کورنيو په ورپيژندلو او پروژې په پلې کېدو کې يې ورته د همکارۍ ډاډ ورکړ.
۱۱/۷/۱۳۹۸
جلال اباد ښار کې د پنځه ميليونه او پنځه سوه زره افغانيو په لګښت د ۳۹۰ متره په اوږدوالي ويالو او سړکونو جوړولو چارې بيل شوې.
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار شپږمې ناحيه کې د ولسي تړون ملي پروګرام او ولسي ونډې په پنځه ميليونه او پنځه سوه زره افغانيو مالي لګښت د ۳۹۰ متره په اوږدوالي سړکونو او ويالو جوړولو چارې د عمر بن عبدالعزيز پرمختيايي شورا له لوري پیل شوې.
د جلال اباد ښار شپږمې ناحيې مسئولينو په وينا په شپږمه ناحيه کې د ۱۳۰ مترو په اوږدوالي سړکونو پخولو او ۲۶۰ مترو په اوږدوالي ويالو په کانکريټي ډول جوړول پيل شول.
دوی وايي، چې په ياد لګښت کې د برېښنا رياست په همکارۍ يو شمېر کورنيو ته د برېښنا رسول هم شامل دي.
په دغه پروژه کې لسګونو کسانو ته د کار زمينه برابره شوې، چې په بشپړيدو سره به يې شاوخوا پنځه سوه کورنۍ په مستقيم او غير مستقيم ډول ګټه پورته کړي.
۱۱/۶/۱۳۹۸
ننګرهار والي مسئولينو ته لارښوونه وکړه چې له مخالفينو څخه پاکو شويو سيمو ته په بېلابېلو برخو کې ځانګړې پاملرنه وکړي.
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل د دې ولايت اداري مجلس غونډه کې چې د وږي په ۱۱مه ولايت مقام کې جوړه شوې وه مسئولينو ته لارښوونه وکړه، چې د مخالفينو څخه پاکو شويو سيمو ته په پرمختيايي او نورو برخو کې ځانګړې پاملرنه وکړي.
نوموړي زيآته کړه په دې وروستيو کې د امنيتي ځواکونو له لوري په بېلابېلو سيمو کې د مخالفينو ځپلو په موخه عمليات جريان لري، چې د سره رود ولسوالۍ په ګډون يې ګڼ شمېر سيمې له وسله والو مخالفينو څخه پاکې کړي؛ نو لازمه ده، چې خلکو ته د ښه خدمتونو په موخه په پرمختيايي، پوهنيز، روغتيا او يو شمېر نورو برخو کې سهولتونه رامنځته شي.
هغه وويل، چې تېره اوونۍ يې په دې ولايت کې د کمپيوټري ازموينې مرکز پرانیسته او مسئولینو ته یې لارښوونه وکړه، چې ژر تر ژره خپل خالي بستونه اعلان او د کمپيوټري ازموينې له لارې مستحق کسان په دندو وګماري.
ښاغلي مياخيل جلال اباد ښاروال ته د ښاري نظم رامنځته کېدو، پوهنې رئيس ته د ګونګيانو ښوونځي لپاره د ځای په نښه کولو، ګمرک استازي ته په تورخم ښآرګوټي کې د سکينر، ګمرک ته څېرمه د تلې چارو وروستۍ کولو او مسئولينو ته خپلو ادارو کې د حاضرۍ ورکولو او يو شمېر نورې سپارښتنې وکړې.
د اداري مجلس په غونډه کې، چې د ولايت دواړو مرستيالانو، د ادارو مسئولينو او يو شمېر نورو هم ګډون کړی و په وروستيو کې په هېواد کې د بېلابېلو پېښو له امله د شهيدانو روح ته د دعاه په موخه د فاتحې مراسم تر سره شول.
۱۱/۶/۱۳۹۸
بهسودو ولسوال د مرستندويه ادارو او شرکتونو مسئولينو سره د همغږۍ او همکارۍ په موخه ناسته وکړه.
ننګرهار ولايت بهسودو ولسوال بصير ګلاب د ولسوالۍ په مقام کې د مرستندويه ادارو، شرکتونو او انجوګانو مسئولینو سره د همغږۍ او همکارۍ په موخه ناسته وکړه.
نوموړي د مرستندويه ادارو له مسئولينو مننه وکړه، چې په دې ولسوالۍ کې يې په بېلابېلو برخو کې پروژې تطبيق کړي او لا هم يو شمېر پروژو باندې کار روان دی.
ولسوال د موسساتو، شرکتونو او انجوګانو ترمنځ په لاښې همغږۍ او همکارۍ ټينګار وکړ او زياته يې کړه، چې په مياشت کې به يو ځل په دې ولسوالۍ کې د کارونو ښه والي په موخه د همغږۍ ناستې کوي.
په دغه ناسته کې د روانو پروژو کارونو په ښه ډول تر سره کېدو او د دې ولسوالۍ پر اړتياو خبرې اترې او بحثونه وشول.