۱۲/۶/۱۳۹۸
د ننګرهار والي په مشرۍ په دې ولایت کې د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو په موخه د همغږۍ او همکارۍ غونډه وشوه .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په مشرۍ په دې ولایت کې د یونما په دفتر کې د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو په موخه د اړونده ارګانونو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ غونډه وشوه چې په کې د يوناما رئيسې ناهيد ابو عکر، د دې ولايت ملي امنيت رئیس تورنجنرال نظر علي واحدي،د بېلابېلو امنیتي ارګانونو استازو،د ټاکنیزو شکایتونو او ټولټاکنو کمیسونونو رئیسانو،مدني ټولنو غړو،د نوماندانو استازو او یو شمیر نورو ګډون کړی وو.

د همغږۍ او همکارۍ د دې غونډې وروسته ننګرهار والي شاه محمود میاخېل رسنیو سره په خبرو کې وویل،د ټولو هغه ارګانونو ترمنځ یې نن د همغږۍ او همکارۍ غونډه وکړه چې په ولسمشریزو ټاکنو کې له بېلابېلو ادارو څخه مسؤلیت لري او موخه یې د امنیت په فضا کې په شفاف ډول په دې ولایت کې ولسمشریزې ټاکنې ترسره کېدل دي .

هغه زیاته کړه، په دې غونډه کې د اړونده مسؤلینو سره د کمپایني غونډو،توکو لیږد او د رایې ورکولو په ورځ د امنیتي تدابيرو، د رایې ورکولو مرکزونو کې د بیومیټریک او نورو سهولتونو چمتوالی، د شفافو ټاکنو د ترسره کېدو په موخه د څار او په یو شمیر نورو تخنیکي موضوعاتو بحثونه او پرېکړې وکړې .

د ښاغلي میاخېل په وینا په وروستیو کې د ترسره شویو عملیاتو له امله امنیتي ساحې پراخه شوي او هیله یې وښوده چې د لاسوهنو پرته به د امنیت په فضا کې په ښه توګه په دې ولایت کې ولسمشریزې ټاکنې ترسره شي،همدا راز یې له خلکو هم وغوښتل چې د دیموکراسۍ اصل په عملي کولو سره د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکړي .
تر دې وړاندې هم د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو په موخه امنیتي،ټاکنو، نوماندانو او نورو ادارو اړوند مسؤلینو سره ننګرهار والي د چمتوالي په موخه بېلابېلې غونډې کړي .

۱۳۹۸/۶/۱۲
ننګرهار والي وایي، په دې ولایت کې ملکي او نظامي مسؤلین په ګډه د امنیت تامین او ښې حکومتدارۍ په موخه کار کوي .
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د ۲۰۱ سیلاب قول اردو په قوماندانۍ کې منسوبینو ته د وینا پر مهال وویل، د ښې حکومتدارۍ لپاره ډاډمن امنیت او د امنیت ساتلو په موخه ښې حکومتدارۍ رامنځته کېدو ته اړتیا ده،نو له همدې امله د دې ولایت ملکي او نظامي مسؤلین په ګډه کار کوي .

هغه زیاته کړه،امنیتي ځواکونه د قربانیو په ورکولو سره له دښمن څخه سیمې پاکوي او د امنیت په تامین سره پوهنیزو،کلتوري،روغتیایي او نورو پرمختیایي چارو عملي کېدو ته زمینه برابروي،چې همدا چاره په ښه توګه ترسره کېدل د ښې حکومتدارۍ رامنځته کېدو بېلګه ده .

ښاغلي میاخېل وویل، د ښې حکومتدارۍ او ډاډمن امنیت لپاره د ملکي او نظامي مسؤلینو ترڅنګ باید علماؤ کرام،قومي مشران،ځوانان او نور ولسي خلک هم رغنده ونډه واخلي،چې د دې چارې په ترسره کېدو سره نظام پیاوړی او پراخه پرمختګونو ته زمینه برابریږي.

نوموړي د ښې حکومتدارۍ او امنیت، ملکي او نظامي منسوبینو د مسؤلیتونو او یو شمیر نورو برخو په اړه د ملي اردو لوړ پوړو منسوبینو ته وینا وکړه او هم مهاله یې په بېلابېلو برخو کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه هم ووې .
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان تورنجنرال عبدالهادي ترین د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل څخه مننه وکړه چې د مصروفیتونو سره، سره یې د ملي اردو منسوبینو د مرال لوړیدو او په ښه توګه لا هم مسؤلیتونو ته د پاملرنې په موخه یې ورته د حکومتدارۍ او امنیت په تړاو مالومات ورکړل .
هغه زیاته کړه، په دوه سوه یو سیلاب قول اردو کې منسوبینو هره ورځ ځآنګړي تمرینات ترسره کوي او د نورو روزنیزو برخو ترڅنګ ورته په اونۍ کې یوه ورځ د رهبرۍ په اړه د دوی د ظرفیت لوړونې په موخه روزنه ورکوي .
د قول اردو قوماندان هیله وښوده چې منسوبینو سره یې د لوړ پوړو چارواکو تجربې شریکول به له دوی سره په ظرفیت لوړونه کې مهم رول ادا کړي .

۱۲/۶/۱۳۹۸
ننګرهار والي د يو شمېر مشتريانو ستونزې او غوښتنې د حل په موخه واوريدې
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل د وږي په ۱۲مه ولايت مقام کې د دې ولايت بېلابېلو سيمو اوسيدونکو يو شمېر ستونزې، غوښتنې او عرايض د حل په موخه واوريدل او اړونده ادارو ته يې د اجراتو سپارښتنې وکړې.
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل ته يو شمېر معلولينو د دوی ښارګوټي ته د غځيدلي سړک د چارو دريدو ستونزه شريکه کړه، چې ننګرهار والي کانال رئيس ته د يادې ستونزې په حل کې د اقداماتو سپارښتنه وکړه.
همدا راز نوموړي سره د دوربابا ولسوالۍ قومي مخورو په ياده ولسوالۍ کې د بېلابېلو پروژو تر سره کېدو په موخه خپله عرضپاڼه شريکه کړه، چې ننګرهار والي له لوري کليو پراختيا رياست ته د اجراتو په موخه راجع شوه.
ننګرهار والي په ورته وخت کې د يو شمېر نورو ننګرهار مېشتو بېلابېلې ستونزې او غوښتنې واوريدې او اړونده مسئولينو ته يې د اجراتو سپارښتنې وکړې.
بل لور د ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ سره هم يو شمېر ننګرهار مېشتو خپلې ستونزې، غوښتنې او عرايض د حل په موخه شریکه کړل، چې نوموړې له لوري د ادارو مسئولينو ته د يادو مشتريانو ستونزې د حل په موخه راجع شوې.
۱۳۹۸/۶/۱۲
په ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندانۍ کې د ننګرهار نظامي شورا غونډه وشوه
په ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندانۍ کې د ننګرهار نظامي شورا غونډه وشوه،چې په کې د دې ولایت والي شاه محمود میاخېل،د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان تورنجنرال عبدالهادي ترین،ختیځ کې د بهرنیو ځواکونو قوماندان،د سرحدي،عامه نظم او څلورمې لېواګانو او ننګرهار امنیه قوماندانانو او ګڼ شمیر نورو امنیتي مسؤلینو ګډون کړی وو.

ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د امنیتي ځواکونو څخه مننه وکړه چې په بټي کوټ او یو شمیر نورو سیمو کې په بریالیتوب عملیات ترسره کړل او همدا راز په سره رود ولسوالۍ کې ګڼ شمیر سیمې د مخالفینو څخه پاکې او بېرته د ساتنې په موخه یې په کې د پوستو جوړولو چارې پیل کړي .

د دې ناستې پر مهال د ولایت په کچه په بېلابېلو امنیتي پلانونو،د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره په امنیتي چمتوالي، په وروستیو کې د امنیتي پلانونو د پلې کېدو ارزونه او د امنیتي ساحې په پراخوالي بحثونه او پرېکړې وشوې .

۱۲/۶/۱۳۹۸
ننګرهار کې د ښوونيزو ستونزو حل په موخه د عدالت غوښتنې کمپاين تر سره شو
د بشري مرستو پياوړتيا موسسې په همکارۍ پر جلال اباد ښار سربېره د بهسودو او سره رود ولسواليو د ښوونيزو ستونزو د اواري لپاره د عدالت غوښتنې کمپاين ترسره شو.
دغه کمپاين د ازاد بحث او ډيالوګ په بڼه جوړ شوی و، چې پکې د مدني ټولنو استازو، قومي مخورو، مېرمنو او د ښوونځيو شوراګانو غړو د پوهنې له رئيس حسيب الله شينواري څخه د پوهنې په برخه کې د کړنو، لاسته راوړنو او شته ننګونو په اړه پوښتنې وکړې.
په ننګرهار کې د ښوونکو لپاره د بستونو کموالی، د ښوونځيو د سرپناه نشتوالی، د کتابونو کمښت، د غير مسلکي ښوونکو ګومارنه او نورې ستونزې هغه پوښتنې وې چې د تالار د ګډونوالو له خوا مطرح شوې.
د پوهنې رئيس حسيب الله شينواري په لومړي سر کې د ننګرهار د پوهنې وضعيت تشريح کړ او وروسته يې د ګډونوالو پوښتنو ته قانع کوونکي ځوابونه وويل.
نوموړي وويل، چې د ښوونکو د ګمارنې پروسه د اداري اصلاحاتو کميسيون له خوا ترسره کېږي، چې تر ډېره پکې شفافيت په پام کې نيول شوی دی، خو مسلکيتوب لا هم هغه ننګونه ده چې د ښوونکو د استخدام په پروسه کې موجوده ده .
هغه وويل د اداري اصلاحاتو په ملي کانکور کې استخدام د تحريري ازموينې پر اساس کيږي، حال دا چې د ښوونکو د تحليل ظرفيت، فيزيکي بڼه او د افهام او تفهيم مهارتونه او ظرفتونه پکې نه شي مالوميدی، نوموړي ومنله چې لا هم په ننګرهار کې ګڼ شمېر ښوونځي سرپناه نه لري چې اوسمهال ۲۰۸ بابه ښوونځيو لپاره د ولسي تړون پروګرام له لارې په بېلابېلو سيمو کې د ودانيو جوړولو چارې پيل شوي دي.
د پوهنې رئيس زياته کړه چې پوهنې وزارت سږ کال ۱۲.۵ ميليونه کتابونه چاپ کړي او ولايتونو ته يې د وېش لړۍ پيل کړې ده، چې دغه ستونزه به يو څه راکمه شي، نوموړي د ناستې له ګډونوالو وغوښتل چې معارف خپل ملکيت وګڼي، د ښوونکو او کتابونو کمښت ستونزو لپاره دې پر ولايتي کچه سربېره په مرکز کې هم عدالت غوښتنه وکړي.
د يادونې ده چې په دې بحث کې د پوهنې پر رئيس سربېره د اقتصاد رئيس او د اصلاح دفتر استازي هم برخه درلوده او په خپلو برخو کې يې د ګډونوالو پوښتنې ځواب کړې.

۱۲/۶/۱۳۹۸
سره رود ولسوالۍ کې ۲ سوه بې ځايه شويو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه
ننګرهار ولايت سره رود ولسوالۍ کې د نجات خيريه موسسې له لوري دوه سوه داخلي بې ځايه شويو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د سره رود ولسوال قاري هجرت الله رحماني وويل، چې هرې کورنۍ ته دوه بوجۍ اوړه، يوه بوشکه غوړي، يو کيلو شات، يو کيلو تور چای، يو کيلو شین چای، يو من لوبيا، يو من وريجې او نور توکي ورکړل شول.
ولسوال پر مرستندويه ادارو غږ وکړ، چې بې ځايه شویو کورنيو سره نورې مرستې هم وکړي.
۱۳۹۸/۶/۱۲
د ننګرهار ټولګټو چارو ریاست کې د پاکۍ اشر ترسره شو.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په لارښوونه د ادارو د اشر په ترڅ کې د ادارو د پاکۍ پیل شوي کمپاین په لړ کې د ټولګټو چارو رئیس په مشرۍ د یادې ادارې ټولو کارکوونکو د پاکۍ اشر ترسره کړ.
د دې ولایت د ټولګټو چارو رئیس انجینر حامد ضیا وویل، میاشت کې به یو ځل په ډله ییز ډول د یاد ریاست د پاکۍ اشر ترسره کړي .
د یو بل خبر له مخې په کوز کونړ ولسوالۍ کې د کاشکوټ سړک د جوړولو چارې ګړندۍ جریان لري .
د ټولګټو چارو رئیس انجینر حامد ضیا وویل، د یاد سړک د چارو څخه یې څآرنه وکړه او په ساختماني توکو کې د ستونزو له امله یې مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې .
۱۲/۶/۱۳۹۸
جلال اباد ښار کې د څه باندې نهه ميليونه او شپږ سوه زره افغانیو په لګښت د لمريزې برېښنا په واسطه د کوڅو روښانه کولو چارې پيل شوې.
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار درېيمې ناحيې کې د ولسي تړون ملي پروګرام په څه باندې نهه ميليونه او شپږ سوه زره افغانيو مالي لګښت د لمريزې برېښنا پر مټ د کوڅو روښانه کولو چارې پيل شوې.

د يادې ناحيې مسئولين وايي، چې د شپږو مياشتو په موده کې به د سولري برېښنا په جوړيدو او د ۱۹۵ پايو په نصبولو سره به د دې ناحيې ګڼ شمېر کوڅې روښانه شي، چې پنځه زره نهه سوه او څلويښت کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.

۱۲/۶/۱۳۹۸
پاکستان ته د ۴۷۹ مبايلونو قاچاق مخه ونيول شوه
ننګرهار ولايت بټي کوټ ولسوالۍ اړوند په باريکاب سيمه کې پولیسو پاکستان ته د ۴۷۹ بېلابېل ډوله مبايلونو قاچاق مخه ونيوله.

ننګرهار امنې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې مبارزې پولیسو يادو مبايلونو سره دوه تنه هم نيولي، چې په امنې قوماندانۍ کې تر پوښتنو لاندې دي.
۱۲/۶/۱۳۹۸
کوز کونړ ولسوالۍ کې اوو زيانمنو کورنیو سره د غير خوراکي توکو مرسته وشوه
ننګرهار ولايت کوز کونړ ولسوالۍ کې د IMC مرستندويه ادارې له لوري اوو زيانمنو شويو کورنيو سره د غير خوراکي توکو مرسته وشوه.
د کوز کونړ ولسوال ډاکتر اسماعيل شينواري وويل، چې هرې کورنۍ ته کمپلې، د اشپزخانې لوازم، سطرنجۍ او نور توکي ورکړل شول.
ولسوال د IMC مرستندويه ادارې څخه مننه وکړه، چې يادو زيانمنو کورنيو سره يې مرسته وکړه او غوښتنه يې وکړه، ترڅو د دې ولسوالۍ نورو بېوزله او زيانمنو کورنیو سره هم ورته مرستې تر سره شي.
۱۳۹۸/۶/۱۲
ننګرهار ولايت کامې ولسوالۍ کې د نشه يي توکو مخنيوي په موخ ناسته وشوه
ننګرهار ولايت کامې ولسوال قومي مخورو سره د نشه يي کر او کارولو مخنيوي په موخه ناسته وکړه.
نوموړي قومي مخورو ته سپارښتنه وکړه، چې د کوکنارو او هر ډول نشه يي توکو د کر او کارولو په مخنيوي کې همکاري وکړي او د ولسوالۍ پيغام بزګرانو سره شريک کړي.
قومي مخورو وويل، چې د کامې ولسوالۍ خلکو تل د حکومت ټول قوانيني پر ځان تطبيق کړي او د تېر په څېر ټول بزګران د کوکنارو پر ځای حلال کر ته ژمن او چمتو دي.

۱۲/۶/۱۳۹۸
شينوارو ولسوالۍ کې د سولې غږ تر نر نامه لاندې د کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې
ننګرهار ولايت شينوارو ولسوالۍ کې د سولې غږ تر نامه لاندې د کرکټ لس اوريزې سيالۍ د اتحاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسيدې.
په دې لوبو کې ﺩ ﺍﭼﯿﻦ، ﺳﭙﯿﻦ ﻏﺮ، شينوارو، ﺑټي ﮐﻮټ، ﮐﻮټ ﺍﻭ ﻣﻮﻣﻨﺪﺭې ولسواليو ﺍړﻭﻧﺪ ﻟﻮﺑډﻟﻮ ﺑﺮﺧﻪ اخيستې ﻭﻩ چې ﭘﺎیلوبې ﺗﻪ یې ﺩ ﭼﻬلګزي اﺩﺑﻲ ﺑﻬﯿﺮ ﺍﻭ ﺳﯿﺎه ﭼﻮﺏ ﺍﺗﺤﺎﺩ ﻟﻮﺑډﻟو لار وموندله.
په پایلوبه کې د سیاه چوب سيمې اتحاد لوبډلې پایلوبه په خپل نوم کړه.
د پای لوبې په مراسمو کې پر ګټونکو لوبغاړو کپونه وويشل شوه او د لوبې ګډونوالو په يو غږ له ښکېلو خواو څخه په هېواد کې د تلپاتې ثبات او سولې غوښتنه وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *