۱۳۹۸/۶/۱۵
ننګرهار والي تورخم ښارګوټې ته د سفر پر مهال د بېلابېلو سیمو څخه د لیدنې ترڅنګ د خلکو ستونزې هم واوریدې .
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د وږې په ۱۵مه تورخم ښارګوټې ته د سفر پر مهال کوزې پښتونخوا ته د تلوونکو مسافرینو، بار وړونکو موټرو چلوونکو، تورخم ښارګوټې ښاریانو او ګڼ شمیر نورو ستونزې واوریدې او هم د بېلابېلو سیمو څخه لیدنه او څآرنه ترسره کړه .
ښاغلي میاخیل چې د تورخم ښاروال راحت ګل زیارمل، تورخم کمیسار نجیب الله ساپي، ترانسپورټ مدیر، ګمرک او ملي امنیت مسؤلینو یې ملتیا کوله، په تورخم ښارګوټې کې د مسافرینو سره د لیدنې پر مهال خوښي وښوده چې د تګ راتګ پر مهال ورته سهولتونه برابر شوي .
همدا راز یې د تګ پر مهال یې د بېلابېلو اسنادو مراحلو طی کوونکو مسؤلینو ته هم لارښوونه وکړه چې خلکو ته سهولت برابر کړي، ښه چلند ورسره ترسره کړي او ډاډ یې ورکړ چې د دوی اړوند ستونزو په حل کې به ورسره همکاري وکړي .
په همدې حال کې یو شمیر مسافرینو چې میرمنو په کې هم شتون درلود د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل څخه مننه وکړه چې په لارښوونه یې مسؤلینو په تورخم ښارګوټې کې ته لازم سهولتونه برابر کړي او په اسانه ډول تګ راتګ کوي .
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل همدا راز د تورخم ښاریانو ترڅنګ د بار وړونکو موټرو چلوونکو ستونزې هم واوریدې چې یو شمیرو یې شکایتونه شریک، خو ګڼ نورو یې د څلرویشت ساعته لارې خلاصون او په تورخم کې ورته د شته سهولتونو څخه ستاینه وکړه.
هغه ټولو ته لارښوونه وکړه چې د فساد په مخنیوي کې ورسره مرسته وکړي او په یاد ښارګوټې کې هیچا ته په غیري قانوني ډول پیسې ورنکړي،ترڅو د خلکو همکاري هم د فساد د مخنیوي په برخه کې ترسره شي .

۱۳۹۸/۶/۱۵
د ننګرهار والي په مشرۍ مسؤلینو د وړمې ورځې د شهیدانو کورنیو ته د فاتحې مراسم ترسره او د عاملینو سره د قانوني چلند ډاډ ورکړ.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د وږې په ۱۵مه په داسې حال کې چې د ملي امنیت رئیس تورنجنرال نظرعلي واحدي،د مرکز څخه راغلي پلاوي غړو او یو شمیر نورو یې ملتیا کوله، د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند رامنځته شوې پېښې د شهیدانو کورنۍ ته یې د فاتحې مراسم ترسره او د قضیې د عاملینو سره یې د قانوني چلند ډاډ ورکړ.
ښاغلي میاخېل د شهیدانو کورنیو ته د ولسمشر او ولایتي ادارې په استازیتوب په رامنځته شوې پېښه خواشیني وښوده، شهیدانو ته یې د فردوس جنت او کورنۍ غړو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړل .
هغه زیاته کړه، پېښه نهایت دردونکې ده او ولایتي ادارې ته په هیڅ ډول د منلو وړ نده، ځکه یې په وړاندیز د ولسمشر په حکم لوړ رتبه پلاوی را رسیدلی او ژر به تر څېړنو وروسته د وروستیو اجراتو په موخه خپل ولس ته مالومات ورکړي .
نوموړي وویل: (( له نهایي زیاتې دریدلې کورنۍ څخه ځآن جلا نه بولي، ټینګار مې همدا دی چې د دې قضیې عاملینو سره تر ټولو سخت قانوني چلند وشي او په راتلوونکې کې د ورته نورو ناوړه پېښو مخنیوی وکړو . ))
د ولسي جرګې غړي عبدالرؤف شپون او حاجي واقف د شهیدانو د کورنۍ په استازۍ د قاتلینو د نیولو او په علني ډول د محاکمې غوښتنې وکړې، خو ډاډ یې ورکړ چې په هیڅ حالاتو کې به د خپل نظام څخه خپل ملاتړ پرې نږدي او په دې برخه کې یواځې قانوني کړنې غواړي .
د مرکز څخه راغلي پلاوي مشر او د لویې څارنوالۍ د کورنیو او بهرنیو جرمونو پر وړاندې د مبارزې لوی رئیس جنرال شمس الله احمدزي خلکو ته ډاډ ورکړ چې په پوره دقت سره به هر اړخیزې څېړنې ترسره او د وروستیو اجراتو په موخه به یې لوی څارنوال او ولسمشر ته وړاندي کړي .

۱۱۳۹۸/۶/۱۵
ننګرهار والي د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار په مشرۍ د ملي شورا ۱۵ کسیز پلاوي سره په جلال اباد ښار کې د وروستۍ قضیې په اړوند غونډه وکړه .
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل،ولایت مرستیال تمیم عارف مومند، ملي امنیت رئیس تورنجنرال نظرعلي واحدي، امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرقیب مبارز،د مرکز راغلي پلاوي او یو شمیر نورو مسؤلینو د وږې په ۱۵مه جلال اباد ښاروالۍ میلمستون کې د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار په مشرۍ د ملي شورا ۱۵ کسیز پلاوي سره د وروستۍ قضیې په اړوند غونډه وکړه .
د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار وویل، د ختیځ په کچه د ملي شورا استازو د ولسمشر سره په ناسته کې د یادې قضیې د عاملینو سره د قانون په چوکاټ کې د چلند غوښتنه وکړه او د ولایتي ادارې څخه هم ورته غوښتنه لري .
هغه زیاته کړه، د خپلو ملي امنیتي قواو ملاتړ کوي،خو ټینګار کوي چې په ټولو عسکري قوانین تطبیق شي، هغه منسوبین چې کړنه یې ښه وي ستاینه دې ترسره او هغوی چې سر غړونې کړي، باید له مجازات سره مخ شي .
هغه د مرکز څخه راغلي پلاوي ته هم د څېړنو پر مهال د هر ډول ملاتړ ډآډ ورکړ خو ورته یې سپارښتنه وکړه چې د نهادونو د تقویې په خاطر دې عاملینو ته د محاکمه کولو هڅې وکړي .

ننګرهار والي شاه محمود میاخېل یاد پلاوي ته ډاډ ورکړ چې ولایتي اداره په عدالت تامین کېدو ټینګار کوي او په همدې موخه یې په وړاندیز د ولسمشر په حکم دې ولایت ته لوړ رتبه پلاوی را رسیدلی .
هغه د ملي شورا د ملاتړ څخه مننه وکړه، ترڅو یادې قضیې د څېړنې ترڅنګ په راتلوونکي کې د ورته قضیو مخنیوی وشي .
د مرکز څخه راغلي پلاوي مشر او د لویې څارنوالۍ د کورنیو او بهرنیو جرمونو پر وړاندې د مبارزې لوی رئیس جنرال شمس الله احمدزي ډاډ ورکړ چې په پوره دقت سره به هر اړخیزې څېړنه ترسره کړي او په اړه به یې ولس او مسؤلینو سره مالومات شریک شي.
د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار په مشرۍ راغلي پلاوي کې د ولسي جرګې لومړي مرستیال امیرخان یار،د مشرانو جرګې دویم مرستیال ډاکټر اصف صدیقي،د ولسي جرګې غړو نبی الله باز،عبدالرؤف شپون، نوراغا ملکزي،ابرارالله مراد، نعمت الله کریاب او یو شمیر نورو شتون درلود .

۱۳۹۸/۶/۱۵
ننګرهار والي په تورخم ښارګوټې کې دواړه لورو ته د بار وړونکو موټرو پرمخ د لارې خلاصون په موخه د همغږۍ لیدنه او د برابرو شوو خدمتونو څخه څارنه وکړه.
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په پاکستان کې د افغان سفیر شکرالله عاطف مشعل په ملتیا په تورخم ښارګوټې کې د کوزې پښتونخوا یو شمیر منسوبینو سره د لیدنې پر مهال دواړو لورو ته د بار وړونکو موټرو د څلرویشت ساعته تګ راتګ پر مهال د ښو خدمتونو د ترسره کولو په موخه د همغږۍ لیدنه وکړه .
د یادې لیدنې وروسته پاکستان کې افغان سفیر شکر الله عاطف مشعل د یو شمیر نورو موضوعاتو په موخه د کوزې پښتونخوا مسؤلینو سره د هغوی په مربوطاتو کې ځآنګړې ناستې لپاره سفر وکړ .
همدا راز ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په تورخم کې د تورخم کمیسارۍ،ښاروالۍ،ګمرک، ترانسپورټ، امنیت او نورو مسؤلینو سره د ناستې پر مهال لارښوونې وکړې چې د فساد مخنیوی وکړي،خلکو سره د ښه چلند ترڅنګ ورته غوره خدمتونه وړاندي کړي او پخپل منځې کې د همغږۍ له مخې د تورخم ښارګوټې د ښکلا او ابادۍ لپاره کار وکړي .
د دې لیدنې پر مهال مسؤلینو د یو شمیر وړاندیزونو ترڅنګ ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ چې د فساد مخنیوي، خدمتونو د وړاندې کولو،خپل منځي همکارۍ او همغږۍ او نورو قانوني برخو کې به اجرات ترسره کړي .

۱۳۹۸/۶/۱۵
ننګرهار والي وایي، قومي شوراګانې دې پخپلو سیمو کې د امنیت تامین او نورو برخو کې له مسؤلینو سره پرمختګونو ته د زمینې برابریدو په موخه مرستې وکړي.
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د میاخیلو قوم سرتاسري شورا غړو سره د لیدنې پر مهال لارښوونه وکړه چې قومي شوراګانې دې پخپلو سیمو کې له مسؤلینو سره د امنیت تامین او نورو ستونزو په حل کې مرستې وکړي،ترڅو په ټولو برخو کې پرمختګونو ته زمینه برابره شي .
د دې لیدنې پر مهال د یادې سرتاسري شورا مشر عبدالمبین توکلزي او یو شمیر نورو د خبرو پر مهال په ټولو قانوني چارو کې د ولایتي ادارې ملاتړ وکړ او په وروستیو کې د ترسره شویو کارونو څخه قدرداني وکړه .
دوی په شیخ مصري، مولوي خالص فامیلۍ، چمتلي ښارګوټې او ګڼ شمیر نورو سیمو کې د یادې قوم اړوند کورنیو ته په روغتیایي، اوبو، برېښنا او یو شمیر نورو برخو کې د سهولتونو برابریدو وړاندیزونه وکړل .
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د میاخیلو قوم سرتاسري شورا جوړیدل د همغږۍ او پرمختګ لپاره یو مثبت ګام وباله او له دوی وغوښتل چې پخپلو سیمو کې د اړونده مسؤلینو سره د امنیت په تامین او نورو ستونزو په حل کې همکاري وکړي، ترڅو په سیمو کې پرمختګ ته زمینه برابره شي .
هغه د شورا غړو ته ډاډ ورکړ چې ټولو قانوني غوښتنو ته به یې د حل په موخه هڅې ترسره کړي .

۱۳۹۸/۶/۱۵
د ننګرهار والي په وړاندیز د لویې څارنوالۍ لوړ رتبه پلاوی د جلال اباد ښار د وړمې شپې قضیې د څېړنې په موخه ننګرهار ته راورسید .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په وړاندیز د لویې څآرنوالۍ لوړ رتبه پلاوی چې په کې د لویې څارنوالۍ د نړیوالو جرایمو سره د مبارزې رئیس محمد داود افضلي، د کورنیو او بهرنیو جرمونو د څېړنې لوی رئیس جنرال شمس الله احمدزی او یو شمیر نورو نظامي او ملکي څآرنوالانو شتون لري، د وږې په ۱۵مه جلال اباد ته را ورسیدل .
یاد پلاوي ولایت مقام کې د دې ولایت والي شاه محمود میاخېل او ملي امنیت رئیس تورنجنرال نظرعلي واحدي سره د لومړنۍ ناستې پر مهال د قضیې اړوند هر اړخیزې خبرې او بحثونه وکړل .
ټاکل شوې یاد پلاوی د هر اړخیزې څېړنې وروسته د قضیې اړوند مجرمین عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژني او په راتلوونکو کې د ورته پېښو د مخنیوي په موخه اساسي اقدامات ترسره کړي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *