۱۳۹۸/۶/۲۴
د ننګرهار والي په وړاندیز د ملي امنیت شورا لوړ رتبه پلاوی دې ولایت ته د روغتیا پالو ستونزو اوریدو په موخه را ورسید .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په وړاندیز په ولسي چارو کې د ملي امنیت شورا ستر سلاکار سرور احمدزي په مشرۍ لوړ رتبه پلاوی چې په کې د عامې روغتیا او کار او ټولنیزو چارو وزارتونو معینانو،د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت عمومي ریاست استازو او یو شمیر نور شتون لري، د روغتیا پالو ستونزو اوریدو په موخه دې ولایت ته را ورسید .
یاد پلاوي ولایت مقام کې د دې ولایت والي شاه محمود میاخېل،د دې ولایت امنیتي ارګانونو مسؤلینو، ولسي جرګې غړي عبدالرؤف شپون او د روغتیا پالو بېلابېلو برخو استازو سره غونډه وکړه .
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وویل،ټاکل شوې ولسمشر هم د روغتیا پالو سره وګوري، خو ستونزو ته د ژر رسیدګۍ په موخه یې په وړاندیز د ملي امنیت شورا د ستر سلاکار سرور احمدزي په مشرۍ پلاوی را ورسید او له همدې امله یې د راغلي پلاوي څخه د راتګ او روغتیا پالو څخه د کاري اعتصاب د پای ته رسیدو له امله مننه وکړه .
هغه په وروستیو کې د امنیتي ساحې د پراخوالې او امنیتي ځواکونو د لاسته راوړنو په اړه مالومات شریک کړل او په ملي کچه یې د سیم کارټونو د ثبت کولو او یو شمیر نورو وړاندیزونو چې د روغتیا پالو له لورې شریک شوي وو، په عملي کېدو ټینګار وکړ.
د ملي امنیت شورا ستر سلاکار سرور احمدزي وویل، د دې ولایت د ډاکټرانو ستونزو یو شمیر موضوعات یې را ټول کړي او د لا زیاتو مالوماتو د را ټولیدو په موخه یې دې ولایت ته سفر کړی،همدا راز یې له مسؤلینو وغوښتل چې د روغتیا پالو ستونزو د حل په برخه کې د ترسره شویو اجراتو،ستونزو او حل لارو په اړه تر راتلوونکو دوه ورځو پورې بشپړ مالومات ورسره شریک کړي .
هغه زیاته کړه، د یادو مالوماتو د بشپړیدو وروسته به یې ولسمشر ته د وروستیو اجراتو په موخه وړاندي کړي او ډاډ یې ورکړ چې تر وروستیو اجراتو پورې به یې موضوعات تعقیب کړي .
د ولسي جرګې غړي عبدالرؤف شپون د خبرو پر مهال هیله وکړه چې په اساسي ډول د ډاکټرانو ستونزې ته رسیدګي وشي او جمهور رئیس دې د دوی ستونزې په مستقیم ډول هم واوري .
د امنیتي مسؤلینو له لورې د ترسره شویو کړنو او پلانونو د شریکولو وروسته روغتیا پالو خپل پرېکړه لیک شریک کړل، چې په کې حوزوي روغتون د شهید نوروز شینواري په نوم د نومیدو او تقاعد ورکول، امنیتي ادارو کې اصلاحات رامنځته کول، د وروستۍ پېښې عاملین نیول او د وروستیو ټولو قضیو په هر اړخیز ډول څېړل،د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځآنګړی ګروپ په ننګرهار کې ګمارل او یو شمیر نور وړاندیزونه شامل وو.
ټاکل شوې یاد پلاوی په جلا، جلا ډول د مسؤلینو او ګڼ شمیر نورو سره د لیدنو پر مهال خپل مالومات را ټول او د ستونزو د حل په برخه کې اقدام ترسره کړي .

۱۳۹۸/۶/۲۴
ننګرهار والي وایي،په ولسوالیو کې امنیتي ساحې پراخه شوي؛ خو د ټاکنو کمیسون د قانون له مخې د رایې ورکولو په مرکزونو کې زیاتوالی نه راځي .
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د وږې په ۲۴مه د یو شمیر ادارو مسؤلینو، قومي مشرانو، دیني عالمانو، مدني ټولنو او یو شمیر نورو قشرونو سره په جوړه شوې غونډه کې وویل،په وروستیو څو میاشتو کې د ترسره شویو عملیاتو له امله امنیتي ساحې پراخه شوي، خو د ټاکنو خپلواک کمیسون د قانون له مخې د رایې ورکولو په مرکزونو کې زیاتوالی نه راځي .

یاده غونډه چې په ولایت مقام کې جوړه شوې وه،په کې د ټاکنیزو شکایتونونو خپلواک کمیسون کمېشنر قطب الدین رویدار، د دې ولایت د ټاکنو او ټاکنیزو شکایتونو اوریدو کمیسونونو رئیسانو او یو شمیر نورو هم شتون درلود .

هغه زیاته کړه، د ټاکنو خپلواک کمیسون د قانون له مخې په هغو سیمو کې د رایې ورکولو مرکزونه پرانیستل کیږي، چيرته، چې د نوم لیکنې پروسه ترسره شوې وي، خو په دې ولایت کې د نوم لیکنې پروسې د ترسره کېدو وروسته په ګڼ شمیر سیمو کې امنیتي ساحه پراخه شوې خو لا به هم په ۳۹۶ مرکزونو کې د ولسمشرۍ نوماندانو لپاره رایې وکارول شي .

ښاغلي میاخېل وویل، په ټول توان سره یې هڅه کړې چې په دې ولایت کې په امنیتي، حقوقي او سیاسي لحاظ د ولسمشریزو ټاکنو ملي پروسه په بریالیتوب ترسره شي، چې له همدې امله تقویتي نوم لیکنه په ښه توګه ترسره شوه،د نوماندانو کمپاینونه جریان لري، دولتي ادارې له هر ډول لاسوهنو څخه ژغورل شوي او د بریالیتوب په موخه د ټولو اړونده ارګانونو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شوې ده .
ننګرهار والي د دې ولایت د ټولو قشرونو څخه وغوښتل چې په ولسمشریزو ټاکنو کې د ګډون په موخه خلک وهڅوي او د نوماندانو له استازو یې وغوښتل چې د رایې ورکولو په ورځ له هر ډول تقلب څخه ډډه وکړي،ترڅو په دې ولایت کې رڼې ټاکنې ترسره شي .

د دې غونډې پر مهال د ټاکنیزو شکایتونونو اوریدو خپلواک کمیسون کمېشنر قطب الدین رویدار، د دې ولایت د ټاکنو خپلواک کمیسون ذبیح الله وګړی او د ټاکنیزو شکایتونو اوریدو کمیسون رئیس ګډونوالو سره د مالوماتو شریکولو ترڅنګ د بېلابېلو قشرونو د استازو نظریات او پوښتنو ته ځوابونه ورکړل .

۱۳۹۸/۶/۲۴
ننګرهار والي وایي د ولسمشریزو ټاکنو ملي پروسې د ترسره کېدو په موخه د اړونده ارګانونو ترمنځ همغږي او په ټولو برخو کې بشپړ چمتوالی لري .
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د وږې په ۲۴مه د ټاکنیزو شکایتونونو خپلواک کمیسون کمېشنر قطب الدین رویدار په شتون کې د ټاکنو او ټاکنیزو شکایتونو اوریدو کمیسونونو رئیسانو او امنیتي منسوبینو ترمنځ په جوړه شوې غونډه کې ډاډ وښود، چې په دې ولایت کې د ولسمشریزو ټاکنو ملي پروسې د ترسره کېدو په موخه هر اړخیز چمتوالی لري .
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسون کمېشنر قطب الدین رویدار وویل،په مرکز کابل کې ورسره ۵۷ بېلابېل شکایتونه ثبت شوي او هیله یې وښوده چې په دې ولایت کې امنیتي ځواکونه له مداخلې پرته زورواکي او نورې ډلې هم لاسوهنو ته پرېنږدي.
د دې ولایت د ټاکنو او ټاکنیزو شکایتونو اوریدو خپلواک کمیسونونو رئیسانو د خبرو پر مهال په دې ولایت کې د شته همغږۍ او همکارۍ څخه ستاینه وکړه او زیاته یې کړه،چې ولسمشریزو ټاکنو ترسره کېدو په موخه په ټولو اړونده برخو کې بشپړ چمتوالی لري.
د ننګرهار ملي امنیت ریاست لومړي مرستیال، امنیه قوماندانۍ امنیت امر او د همغږۍ مرکز د امنیت امر په امنیتي برخه کې د چمتوالي، په ټاکنو کې د مداخلې څخه ډډه کولو او نورو اړونده برخو کې ډاډ ورکړ .
د ټاکنو اړونده د نظامي شورا په یاده غونډه کې په یو شمیر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې اترې او بحثونه وشول .
۱۳۹۸/۶/۲۴
د ننګرهار پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې نوی رئیس سنګر الکوزی تر ټاکل کېدو وروسته رسماٌ د یادې ادارې کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
د ننګرهار ولایت د پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې نوی رئیس سنګر الکوزی تر ټاکل کېدو وروسته نن د وږې په ۲۴مه د دې ولایت مرستیال والي تمیم عارف مومند او یو شمیر نورو مسؤلینو له لورې په رسمي ډول د یادې ادارې کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
د ولایت اداري او مالي مرستیال تمیم عارف مومند نوي رئیس ته د مبارکۍ تر څنګ سپارښتنه وکړه چې د موسساتو او وزارت سره ښه همغږي ولري او هڅه دي وکړي چې مرستندویه ادارو مرستي اړمنو کورنیو ته جلب کړي تر څو د اړتیا پرمهال اړمنو کورنیو سره بېړنۍ مرستې ترسره کړي .
هغه په ولایتي کچه نوي رئیس ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او د یادې ادارې کارکوونکو ته یې هم لارښوونه وکړه چې د نوي رئیس سره په چارو کې همکاري وکړي، ترڅو د پېښو پر مهال په ښه توګه اړمنو کورنیو ته رسیدګي وشي .
د ننګرهار د بشري سرچینو رئیس احمد ضیاء عبدالزي د نوي رئیس د منظورۍ حکم ولوست چې په کې سنګر الکوزی د ازادې سیالۍ له لارې یاد بست ته د ګمارنې او تقرر د حاصلیدو حکم ورکړل شوی وو.
د دې ولایت د پیښو پر وړاندي د چمتوالي ادارې نوي رئیس انجنیر سنګر الکوزي ډاډ ورکړ چې په ټول توان سره به د ولایت مقام د رهبرۍ او همغږۍ له مخې هڅه وکړي تر څو مرستندویه ادارو مسولینو سره ښه همغږي ولري او د اړتیا پرمهال اړمنو کورنیو سره مرسته وکړي .
۱۳۹۸/۶/۲۴
د ننګرهار ولایت مالي او اداري مرستیال تمیم عارف مومند د دې ولایت اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست څخه لیدنه او څآرنه وکړه .
د ننګرهار ولایت مالي او اداري مرستیال تمیم عارف مومند چې د بشري سرچینو رئیس احمدضیا عبدالزي او یو شمیر نورو یې ملتیا کوله، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست څخه لیدنه او څآرنه وکړه .
د دې لیدنې پر مهال د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رئیس هجرت الله اختیار له لورې د کمپیوټري ازموینې مرکز، ارزونې او نورو بېلابېلو څانګو په اړه د ولایت مرستیال ته مالومات ورکړل شول .
ولایت مرستیال تمیم عارف مومند خوښي وښوده چې ورځ تر بلې د ګمارنې په برخه کې اصلاحات رامنځته کیږي او د اصلاحاتو او شفافیت په برخه کې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه .
۲۴/۶/۱۳۹۸
د ټاکنيزو شکايتونو د خپلواک کمېسيون چارواکي وايي، د بايومټريک الو د سموالي په اړه د ټاکنو کمېسيون او د اړوند شرکت مسئولينو ډاډ ورکړی او هيله يې څرګنده کړه چې دا ځل ټاکنو کې به هېڅ کومه نيمګړتيا نه رامنځته کېږي.
دوی دا څرګندونې په تېرو ولسي جرګې ټاکنو کې د بايومټريک الو د خرابوالي په اړه د خپرو شويو راپورونو په ځواب کړې وکړې.
ټاکل شوې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د راتلونکې تلې مياشتې په ۶مه نېټه ترسره شي، د ټاکنو خپلواک کمېسيون لا له وړاندې دغو ټاکنو ته د چمتوالي خبر ورکړی دی.
په ننګرهار کې د ټاکنو د ولايتي کمېسیون چارواکي هم ډاډ ورکوي چې د دغه ولايت ټولو ولسواليو کې د ټاکنو لپاره چمتوالی نيول شوی او يواځې په حصارک او شيرزادو ولسواليو کې لږه ستونزه شته چې ټاکنيز حساس مواد به د هوا له لارې ورته ولېږدول شي.
د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کمېسيون مرستيال او کمېشنر قطب الدين رويدار د وږي په ۲۴مه د ننګرهار ولايت رسني دفتر کې د خبري کنفرانس په ترڅ پر مهال دا څرګندونې وکړې.
دی وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسيون معلومات ورکړي چې د ټاکنو ټول حساس مواد چمتو دي او د زياترو ولايتونو مرکزونو ته انتقال شوي دي.
هغه په تېرو ولسي جرګې ټاکنو کې د بايومټريک الو د خرابوالي په اړه وويل، چې د ټاکنو کمېسيون او د اړوند شرکت له لورې چې دغه الې يې جوړې کړي ډاډ ورکړی چې راتلونکو ټاکنو کې به کومه ستونزه نه رامنځته کېږي.
هغه وويل، تر اوسه له روانو ټاکنيزو کمپاينونو دغه کمېسيون ته له بېلابېلو کانديدانو ۷۰ شکايتونه شوي چې ورته په خپل وخت رسيدګي شوې ده.
په ورته وخت کې د ننګرهار د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون رئيس عبدالوکيل حنيفي ياد خبري کنفرانس ته وويل، چې د دغه ولايت ټولو ولسواليو ته يې د ټاکنو د ورځې د شکايتونو ثبتولو په موخه مامورين ګمارلي او له خلکو يې وغوښتل چې دوی سره د شکايتونو په ثبت کې مرسته وکړي.
د ننګرهار د ټاکنو د ولايتي دفتر مشر ذبيح الله وګړي وويل، د ټاکنو د ورځې حساس مواد ولايتي دفتر ته انتقال شوي او د يو تقسيم اوقات له مخې به يې د تلې تر شپږمې (د ټاکنو تر ورځې) ولسواليو او مرکزونو ته انتقال کړي.
دی وايي، حصارک او شيرزادو ولسواليو ته به د هوا له لارې حساس مواد او د ټاکنو مامورين انتقال کړي.
د هغه د معلوماتو له مخې ټول ننګرهار کې ۳۹۵ مرکزونه او ۲۵۳۴ محلونه موجود دي چې د ۲۸ امرينو او ۱۵۸ مرستيالانو په ګډون د ۱۶۰۰۰ کارمندانو له لورې به د ټاکنو په ورځ خدمات ترسره شي.
۱۳۹۸/۶/۲۴
اچین کې پنځه داعش ووژل شول او لس کلي د دوی له شتون څخه پاک شول .
ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ کې په مربوطاتو کې د تېرو څلرویشت ساعتونو پر مهال د هوایي بریدونو په ترڅ کې ۵ داعش وژل شوي او یو بل ټپي شوی،همدا راز یو میل دهشکه یې هم لمنځه تللې ده .
همدا راز د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې د اچین ولسوالۍ باندر خوله،بارو خیل، دولت خیل، جمال خیل، وچ باندر، زیارت کلی،دیوانه بابا او شولګره سیمې د داعش له شتون څخه په بشپړ ډول پاکې او ۷ کړۍ ځای پر ځای شوي ماینونه یې له زیان پرته خنثی کړي دي.
په همدې حال کې د امنیتي او دفاعې ځواکونو له لورې د اچین ولسوالۍ د دیوانه بابا او شولګره په سیمه کې د داعش له لورې تخریب شوی سړک بیا ترمیم او د تګ راتګ لپاره ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
۱۳۹۸/۶/۲۴
ننګرهار کې پولیسو ۲ نیم سوه کیلو ګرامه نشه یي توکې او دوه تنه وسله والو طالبانو سره د اړیکو په تور نیولي .
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مؤظفینو د نهمې امنیتې حوزې اړوند ثمرخیلو په سیمه کې ۲۲۰ کیلو ګرامه خام چرس او ۶ کيلو ګرامه هيروین، ۵ حوزې په سیمه کې یو تن د ۱۲ کیلو ګرامه هیروینو او دوه ګرامه امفتامینو او سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې لس ګرامه هیروین چې په ویکسار موټر کې خای پر ځای شوي وو کشف او تر لاسه کړي دي .
د یو بل خبر له مخې د ننګرهار امنيه قومندانۍ د ترهګرۍ سره د مبارزې مدیریت پولیسو دوه تنه شین ګل او قاري عصمت الله د وسله والو طالبانو سره د اړیکو په تور له دوه کړۍ ماینونو، یو مقناطیسي او بل جوړ ړشوي ماین سره یو ځای نیولي دي .

۱۳۹۸/۶/۲۴
د سره رود په شیخ مصري سیمه کې د څه باندې ۵ نیم میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو درې شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې .
د ننګرهار کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست په همغږۍ د WHH مرستندویه ټولنې له لوری ۵،۶۳۶،۷۹۰ افغانیو په لګښت د سره رود ولسوالۍ د شیخ مصري په ښارګوټی کی د اوبو رسولو درې شبکو په جوړیدو سره ۳۶۰ کورنۍ له پاکو او صحي اوبو څخه برخمنی شوې .
د اوبو رسولو دغه شبکې د شیخ مصری ښارګوټی اتمې ، نهمې او دولسمې برخې کې جوړې شوي، چې هره شبکه د نږدې ۸۸ مترو په ژوروالي یوه څاه ، د ۳۲ متره مکعبو اوبو په ظرفیت د اوبو ډګۍ او هره شبکه ۱۱ نلکۍ لري چې له هرې شبکی څخه ۱۲۰ کورنۍ ګټه اخیستلی شی
۱۳۹۸/۶/۲۴
ننګرهار پوهنتون کې د یو میلیون افغانیو په لګښت د انلاين کورسونو د ريکارډ سټوډيو پرانيستل شوه
د مسؤلينو په وينا، په ياده سټوډيو کې به پوهنتون شموله مضامین په الیکټرونیکي بڼه ثبت او د انټرنیټ له لارې به د ننګرهار پوهنتون سربېره د هېواد پوهنتونونو د محصلینو په واک کې ورکړل شي.
نوموړې سټوډيو، چې د ويډيويي ريکارډ په ټولو عصري او مسلکي وسايلو سمبال ده، د لوړو زده کړو وزارت د پرمختيايي بوديجې د نږدې يو ميليون افغانيو په لګښت جوړه شوې، چې شد ننګرهار پوهنتون د رئيس له خوا رسماً پرانيستل شوه.
۱۳۹۸/۶/۲۴
د ننګرهار په حوزوي روغتون کې د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ماشومانو د درملنې او عملیات خونه تر جوړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې .
د ننګرهار ولایت حوزوي روغتون کې د هلت نیټ ټي پي ادارې په شاوخوا دوه میلیونه افغانیو مالي لګښت د ماشومانو د PICU او عملیات خونه چې لس بسترونه لري، د درې میاشتو په موده کې جوړه شوه .
د مالوماتو له مخې د ماشومانو په PICU څانګه باندې یو میلیون افغانۍ لګښت راغلی،چې په یو وخت د څلور تنو د عملیاتو کولو ظرفیت لري او په فعالیدو سره به یې تر دې وروسته د ماشومانو د مړیني په کچه کې کموالی راشی .
د عامې روغتیا وزارت معین فدا محمد پیکان، افغانستان کې د هلت نیټ ټي پي او منیجنګ مشر ډاکټر محمد نسیم نعیم او ولایتي مسؤلینو ګډون کړی وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *