۲۵/۶/۱۳۹۸
ننګرهار کې د کرنې په برخه کې د يو ميليارد افغانيو په لګښت پروژې پرانیستل شوې
د هېواد کرنې او مالدارۍ وزير ننګرهار ته د سفر پر مهال په دې ولايت کې د شاوخوا يو ميليارد افغانيو په لګښت ۳۱ کرنيزې پروژې پرانیستې، چې په کې د کرنې رياست يو شمېر اداراتو د ودانیو رغونه هم شامله ده.
د کرنې او مالدارۍ وزير د وږي په ۲۵مه ننګرهار ته راغلی و او دلته يې د يادو پروژو د پرانېستې ترڅنګ د ځايي کروندګرو او مالدارانو ستونزې هم په يوه غونډه کې واورېدې او ترې وروسته يې د ننګرهار له والي سره په ګډه د یادو پروژو په تړاو په يو رسنيز کنفرانس کې خبريالانو ته معلومات وړاندې کړل.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وويل، د کرنې وزير دغه ولايت ته د سفر پرمهال د يو ميلیارد افغانيو په لګښت شاوخوا ديرش کرنيزې پروژې پرانېستې.
نوموړی وايي، له دغو پروژو موخه په ننګرهار کې د متوازن انکشاف رامنځته کول او دغه راز کروندګرو سره د حاصلاتو په لوړوالي او د دوی د اقتصاد په پياوړتيا کې مرسته کول دي.
هغه د کرنې له وزير مننه وکړه، چې دې ولايت ته يې ځانګړې پاملرنه کړې او زياته يې کړه، چې د نويو پروژو په تطبیق سره به په دې ولايت کې د کرنې په برخه کې شته ستونزې تر ډېره حل شي.
ننګرهار والي وويل، چې په دې ولايت کې يې د انکشاف او پرمختګ په موخه زمينه برابره کړې او په ټولو ولسواليو کې په بېلابېلو برخو کې متوازن انکشاف رامنځته شي.
د کرنې وزير نصير احمد دراني وويل، په ټولو پروژو کې يې د کروندګرو د اقتصاد لوړوالي او د هغوی د خپل ځان بساينې ته پاملرنه کړې ده.
دی وايي، په ننګرهار کې د پرانستل شويو پروژو له ډلې د CBARD پروژې له لوري د ننګرهار په خوږياڼو، شیرزادو، کوټ، رودات، چپرهار او اچین ولسوالیو کې د ښځو لپاره د ۲۳۰ کوچینو شنو خونو جوړول دي چې د یوې شنې خونې قیمت پنځه اتيا زره افغانۍ او د ټولو خونو لګښت نولس ميليونه او پنځه سوه پنځوس زره افغانۍ کېږي.
د نوموړي په وينا د ننګرهار د وترنرۍ کمپلکس لپاره د پنځه ميليونه او يو سل اتيا زرهافغانيو په لګښت جوړه شوې ودانۍ هم ګټې اخېستې ته وسپارله، چې ۷ خونې، يو د غونډو تالار او نور اړوند ملحقات هم لري.
د کرنې وزير وويل، په نننيو پروژو کې د بټي کوټ، بهسودو، کامې، کوز کونړ او سره رود ولسواليو لپاره د بڼوالۍ د ځنځيروي ودې سکټوري پروژې پرانسته هم شامل ده چې دغو لسوالیو کې د عصري شنو خونو جوړول، د کچالو او پیازو لپاره د صفر انرژۍ سړو زیرمو تاسیس، د متراکمو باغونو احداث، د انګورو د باغونو جوړول او د هغوی چیله کولو په برخه کې به فعالیتونه کوي.
دی وايي، بله پروژه د ودان موسسې په همکارۍ د نړیوال بانک د څلور میلیونو ډالرو په لګښت د ننګرهار ولایت په دریو ولسوالیو کې د مالدارۍ، معشتي، صحي او اجتماعي برخو کې د (TUP) په نوم دوه کلنه پروژه ده چې موخه یې د بېوزله کورنیو خودکفا کیدل دي.
نصير احمد دراني دا هم وويل چې نن يې په دغه ولايت کې د خوږياڼو، چپرهار، اچين، روداتو، شيرزادو او کوټ ولسواليو ۷۳۴ کروندګرو ته د کرنيزو وسايلو او تخمونو د مرستې د وېش لړۍ هم پيل کړه چې پنځه ميليونه او څلور سوه زره افغانۍ لګښت پرې راځي.
دی وايي، نن يې ننګرهار کې د بهسودو ولسوالۍ لپاره د کروندګرو معلوماتي مرکز هم پرانېست چې نږدې ۱۲ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.
۲۵/۶/۱۳۹۸
ننګرهار کې د بېوزله کورنيو اقتصادي پياوړتيا او بڼوالۍ ودې په موخه بېلابېلې پروژې پلې کيږي.
ننګرهار ولايت کې د بېوزله کورنيو اقتصادي پياوړتيا او د بڼوالۍ زنځيروي ودې په برخه کې بېلابېلې پروژې پلې کيږي، چې زرګونه کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.
په همدې موخه د وږی په ۲۵مه ولايت مقام کې غونډه جوړه شوې وه، چې په کې ننګرهار والي شاه محمود مياخيل، د کرنې مالدارۍ او اوبو لګولو وزير نصير احمد دراني، د کرنې ادارې مسئولينو، بزګرانو او نورو ګډون کړی و.
ننګرهار والي شاه محمود مياخیل وويل، چې د انکشاف او اقتصادي پرمختګ په موخه يې په دې ولايت کې امنيتي ساحه پراخه کړې او اوس خلک کولی شي، چې د ننګرهار شل ولسواليو ته پرته له کومې ويرې تګ راتګ وکړي.
نوموړي زياته کړه، چې ډېر ژر به حصارک او شيرزادو ولسوالۍ هم د يو منظم پلان له مخې له وسله والو مخالفينو څخه پاکه کړي، چې په کې د انکشاف او رغونې لپاره به زمينه برابره شي.
هغه وويل، په هغو ولسواليو کې، چې د کانال ځمکې او فارمونه شتون لري هلته مو بشپړ امنيت رامنځته کړی، چې له امله يې اوس د يادې ادارې په عايداتو کې زياتوالی راغلی او د دې ادارې ډېره ځمکه مو د غاصبينو له منګولو خلاصه کړې ده.
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل په دې ولايت کې لويو سړو خونو د جوړيدو، د ننګرهار د نهو ولسواليو جنغوزيو پروسس لپاره د زمينې برابريدو او د کرنې په برخه کې يو شمېر نورو پروژو وړانديز وکړ.
د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزير له ننګرهار والي شاه محمود میاخيل مننه وکړه، چې په دې ولايت کې يې د انکشاف او پرمختګ په موخه امنيتي ساحه پراخه کړې ده.
نوموړي وويل، چې په دې ولايت کې يې د ميليونونو افغانیو په ارزښت د کرنې په برخه کې بېلابېلو پروژې تر سره کړي، يو شمېر تر کار لاندې او لسګونه پروژې نوې پیل کيږي، چې له مخې به يې د بزګرانو اقتصاد پياوړی او د سبزيجاتو او حبوباتو په برخه کې به خودکفا شو.
هغه وويل، چې په دې ولايت کې ۲۳۳۲ کورنيو ته د اقتصادي ودې په موخه د کرنې په برخه کې يو شمېر پروژې تر سره کيږي، چې ور سره به يادې کورنۍ په پښو ودريږي.
د کرنې وزير نصير احمد دراني همدا راز د بڼوالۍ زنځيروي ودې پروژې له پيل کېدو څخه هم خبر ورکړ، چې په ترڅ کې به يې په دې ولايت کې بڼوالي پياوړي شي.
نوموړي بزګرانو ته د شنو خونو او يو شمېر نورو پروژو کې د شته ستونزو حل ډاډ ورکړ او زياته يې کړه، چې په دې ولايت کې به د بندونو، استنادي ديوالونو، چينو او د کرنې اړوند نورو برخو رغاونې ترڅنګ سترې سړې خونې جوړې کړي، چې تر شپږو مياشتو به په کې سبزيجات وساتل شي.
د بزګرانو په استازۍ سردار ولي مسرور خبرې وکړې او د شنو خونو پروژې په برياليتوب، د باغونو بيا رغونې، د اوبو بندونو جوړيدو، غنمو تخم پر وخت وېش، ځنګلونو ته د پاملرنې او ولسواليو اب هوا او اړتياو ته په کتو د پروژو په پلې کېدو کې غوښتنې وکړې، چې د کرنې وزير له لوري ورته ډاډ ورکړل شو.
۱۳۹۸/۶/۲۵
د ننګرهار والي په هڅو د یو میلیون او دوه سوه زره امریکایي ډالرو په لګښت د سرخ اب دويم پول جوړیږي .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په هڅو د ټولګټو چارو وزارت له لورې د یو میلیون او دوه سوه زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت د دې ولایت مرکز اوومې ناحیې اړوند سرخ اب دويم پول د جوړیدو چارې پیل کیږي .
ښاغلي میاخېل د یاد پول د منظورۍ له چارو څخه د دې ولایت په اداري مجلس غونډه کې چې د وږې په ۲۵مه ولایت مقام کې جوړه شوې وه، خبر ورکړ.
هغه زیاته کړه، په زیربنایي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار شاد محمد څرګند په ځانګړې مرسته یې په وړاندیز د یو میلیون او دوه سوه زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت د اوومې ناحیې اړوند سرخ اب دويم پول منظور او ژر به یې د مراحلو له بشپړیدو وروسته عملي چارې پیل شي .
نوموړي وویل، همدا راز د ښاغلي څرګند په مرسته یې د کونړ والي سره په ګډ وړاندیز د کاشکوټ پول دوه طرفه جوړیدو منظوري هم تر لاسه کړې چې په هڅو به یې ژر عملي چارې هم پیل شي .
د دې غونډې پر مهال چې د ولایت مرستیالانو هم شتون درلود، ننګرهار والي شاه محمود میاخېل مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې د ولسمشریزو ټاکنو ملي پروسې په ښه ترسره کېدو او عامه پوهاوي کې مرسته وکړي،خو له نورو لاسوهنو څخه یې د جدي ډډې کولو سپارښتنه وکړه .
نوموړي د جلال اباد ښاروال ته د عبدالحق پارک د مراحلو د وروستۍ کولو، د ښاري نظم په چوکاټ کې د بې پلیټه او پنځه کلنو موټرو په چوکاټ کې د اقداماتو لارښوونې وکړې،همدا راز د بشري سرچینو او اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئیسانو ته ژر تر ژره د ټولو خالي بستونو را ټولیدو او ازموینې اخیستو، د مامورینو د ارزونې او ظرفیت لوړونې برخه کې د چارو ترسره کېدو سپارښتنې وکړې .
په دې غونډه کې د برېښنا رئیس اکرام الله عابد وویل، په بغلان ولایت کې د مخالفینو له لورې د برېښنا پایې الوزول شوي،چې له امله یې د کابل او جلال اباد په ګډون په ۱۱ ولایتونو برېښنا پرې شوې،خو په هڅو یې د نغلو شل میګاواټه برېښنا دې ولایت ته را لیږدولې چې د لومړیتوب له مخې روغتیايي مرکزونو،محبس، ولایت مقام او نورو ادارو ته ورکړې ده .
په دې غونډه کې د پېښو پر وړاندې د چمتوالي نوی سنګر الکوزی هم د ادارو مسؤلینو ته ور وپېژندل شو چې ورته د مسؤلینو سره د همغږۍ او ګډ کار کولو لارښوونې وشوې .
۲۵/۶/۱۳۹۸
ننګرهار والي په ولسي جرګه کې د دې ولايت يو شمېر غړو سره ناسته وکړه
ننګرهار والي شاه محمود مياخیل د وږي په ۲۵مه ولايت مقام کې په ولسي جرګه کې د دې ولايت استازو ميرويس ياسيني، عبدالروف شپون، قيس نوراغا ملکزي، ابرار الله مراد، نيازولي مسلم او نبي الله باز، چې يو شمېر نورو يې ملتيا کوله ليدنه وکړه.
د دې ليدنې پر مهال د دې ولايت په امنیتي، سياسي، ټولنيز او اقتصادي وضعيت خبرې اترې او بحثونه وشول.
همدا راز په بېلابېلو برخو کې د معلوماتو په شريکولو، د همغږۍ او همکارۍ په رامنځته کولوټينګار وشو.
ټاکل شوې، چې د ولسي جرګې ياد غړي په راتلونکو څو ورځو کې بېلابېلو قشرونو سره په يو شمېر موضوعاتو ناستې وکړي، چې تر معلوماتو راټوليدو وروسته به د ستونزو د حل په برخه کې د ولايتي ادارې سره يو ځای اقدامات پيل کړي.
۱۳۹۸/۶/۲۵
ننګرهار والي د یو این ډي پي مسؤلینو څخه وغوښتل چې د متوازن انکشاف له مخې په ولسوالیو کې د لنډ مهالي، منځمهالي او اوږدمهالي پلانونو له مخې پروژې پیل کړي .
په افغانستان کې د یو این ډپي دفتر د بېلابېلو پروژو د پلان جوړونې پلاوي ننګرهار ته د سفر پر مهال د وږې په ۲۵مه د دې ولایت والي شاه محمود میاخېل سره ولایت مقام کې ولیدل،چې د نوموړي له لورې ورته د متوازن انکشاف له مخې په ولسوالیو کې د لنډ مهالي، منځمهالي او اوږدمهالي پلانونو له مخې پروژې پلي کولو وړاندیز وشو.
د یادې لیدنې پر مهال چې ولایت مرستیال تمیم عارف مومند هم شتون درلود،د پلاوي مشر احمد رشاد وطنپال وویل، دې ولایت ته یې د سفر موخه په لنډ مهالي،منځمهالي او اوږد مهالي پلان کې د مسؤلینو له لورې د مهمو پروژو وړاندیزونه تر لاسه کول دي .
هغه زیاته کړه، د دې پلان د بشپړیدو په موخه يې د ولایت مقام رهبرۍ، ۱۲ ادارو مسؤلینو، مدني ټولنو او یو شمیر نورو سره بېلابېلې لیدنې ترسره کړي چې لنډ مهالي پروژې به د درې میاشتو،منځمهالې د یو کال او اوږد مهالي د پنځه کلونو په موده کې تطبیق شي .
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د یو این ډپي د یاد اقدام څخه ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې په دې ولایت کې دې د متوازن انکشاف له مخې په ولسوالیو کې پروژې پلي شي، هغه ټینګار وکړ چې د پروژو په پلې کېدو کې دې لومړیتوب جګړه ځپلو ولسوالیو او د جګړې له امله بې ځایه شویو کورنیو ته ورکړل شي .
ښاغلي میاخېل وویل،یو این ډپي دي د زعفرانو، ګلابونو،ستروسو، سبزیجاتو او نورو کرنیزو محصولاتو برخه کې پروژې پلي کړي،ترڅو په یادو برخو کې په ځان بساینې ترڅنګ خلکو ته کاري فرصتونه هم برابر شي .
هغه همدا راز د یو این ډپي یاد پلاوي څخه وغوښتل چې پخپل پلان کې د روغتیا، کانونو، ماین پاکۍ او یو شمیر نورو برخو کې هم پراخه او اساسي پروژې پلي کړي .
۱۳۹۸/۶/۲۵
د ننګرهار مرستیال والي په مشرۍ د UNDP مرستو را جلبولو په موخه غونډه وشوه .
د ننګرهار مرستیال والي تمیم عارف مومند په مشرۍ ولایت مقام کې د وږې په ۲۵مه د مرکز څخه د UNDP د پرمختیایي پروژو د پلې کولو پلاوي او د ۱۲ ادارو مسؤلینو ترمنځ ګډه غونډه وشوه .
په دې غونډه کې ولایت مرستیال تمیم عارف مومند مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې یو این ډپي مسؤلینو ته د خپلو ادارو اړوند هغه پروژې وړاندیز کړي چې د ولسوالیو په کچه ورسره د خلکو له لورې شریکي شوي دي .
هغه ټینګار وکړ چې په منظم ډول مسؤلین د اوږد مهالي، منځمهالي او لنډ مهالي پلان لپاره خپلې پروژې مالومي کړي او د یو این ډپي ادارې سره یې د دوی د پلان جوړولو په موخه شریکې او وروسته د عملي کېدو په موخه تعقیب کړي .
د یو این ډپي ادارې د پروژو د پلان جوړونې د یاد پلاوي مشر احمد رشاد وطنپال مسؤلینو ته ډاډ ورکړ چې د دوی له لورې ورسره شریکې شوې پروژې به ارزیابي او پخپل پلان کې د عملي کېدو په موخه شاملي کړي .
۱۳۹۸/۶/۲۵
ننګرهار کې د ولسوالیو د ښاروالیو او طرحې د پیاوړتیا په موخه یو ورځنی سمینار ترسره شو.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له لورې د شهر مؤسسې په مالي مرسته د ولسوالیو او د ښاروالیو او طرحي د پیاوړتیا په موخه د وږې په ۲۵مه یو ورځنی سمینار ترسره شو چې په کې ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ قاضي زاده، سکتوري خدمتونو رئیس فضل الربي همیم،د جلال اباد او ولسوالیو ښاروالیو مسؤلینو او مشورتي بورډ غړو ګډون کړی وو.
په ټولنیزو چارو کې د ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ قاضي زاده د وینا پر مهال په جوړ شوي ورکشاپ خوښي وښوده او ټینګار یې وکړ چې ښخینه کارکوونکو ته باید په ښاروالیو کې زمینه برابره شي، ترڅو د ښارونو د ښکلا په برخه کې کار وکړي .
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ښاروالیو معینیت د ښاري حکومتولۍ سلاکار سعید سنجر وویل، هڅه کوي چې د تجربو د شریکولو او ښه خدمتونو د ترسره کولو په موخه لوی او واړه ښارونه سره ونښلوي .
د یاد ورکشاپ په ترڅ کې د ګډونوالو بېلابېلو پوښتنو ته ځوابونه، په موضوعاتو بحثونه او ګڼ وړاندیزونه هم ترسره شول .
۲۵/۶/۱۳۹۸
ننګرهار کې شپږ زره څلويښت بېوزله کورنيو سره بشري مرستې کيږي
ننګرهار ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ د بېړنۍ غونډې پر مهال، چې د کډوالو او يو شمېر نورو ادارو مسئولينو شتون درلود په دې ولايت کې د شپږ زره څلويښت داخلي بې ځايه شويو کورنيو سره د مرستو تر سره کېدو سپارښتنه وکړه.
د ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ وويل، چې له هسکې مېنې، شيرزادو، سره رود او د کونړ ولايت له چپې درې څخه دې ولايت ته زرګونه کورنۍ بې ځايه شوي، چې بايد پر وخت ور سره بشري مرستې تر سره شي.
نوموړې مسئولينو ته سپارښتنه وکړه، چې له خپلو امکاناتو څخه يادو کورنيو ته مرستې برابرې کړي او پر وخت يې ورته ورسوي.
د کډوالو چارو رئيس نجيب الله قيومي وويل، چې د يادو کورنیو سروې يې تر سره کړې او اړونده ادارو سره به په تفاهم ورته مرستې ورسوي.
۲۵/۶/۱۳۹۸
ننګرهار ولايت لعلپورې ولسوالۍ کې د پوهنې مخکينی مدير، چې په ياده ولسوالۍ کې يې د پوهنې په برخه کې کالونه صادقانه خدمت کړی و د ولسوال نعمت الله نورزي او قومي مخورو له لوري وستايل شو او د تر سره کړيو خدمتونو قدرداني يې وشوه.
بل لور ته د ګوشتې ولسوال غالب مجاهد د خواجه زي ښوونځي ته په ورتګ سره له درسي بهير څخه څارنه وکړه او ياد ښوونځي سره يې د يو شمېر توکو مرسته وکړه.
په ورته وخت کې د مومندرې ولسوال نسيم شينواري د پاس باسول ښوونځي د جوړيدو له چارو څارنه وکړه او مسئولينو ته يې د کارونو په ښه تر سره کېدو کې سپارښتنې وکړې.
همدا راز د کوز کونړ ولسوال ډاکتر اسماعيل شينواري په ياده ولسوالۍ کې د يو شمېر پروژو څخه څارنه وکړه او مسئولينو ته يې د نيمګړتياو په اصلاح کولو سره د پروژو ښه تطبيق کې سپارښتنې وکړې.
۲۵/۶/۱۳۹۸
دوربابا ولسوالۍ کې د نږدې اته ميليونه افغانيو په لګښت د پوهنې امريت د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
ننګرهار ولايت دوربابا ولسوالۍ کې د اووه ميليونه او اته سوه زره افغانيو په لګښت د پوهنې مديريت د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د دوربابا ولسوال شيرشاه حسيني وويل، چې دغه ودانۍ په دوو پوړونو کې جوړيږي، چې اداري خونې او نور اړينې برخې او ملحقات به ولري.
۲۶/۶/۱۳۹۸
ننګرهار پوهنتون کې د انلاين کورسونو د ثبت لړۍ پيلولو په اړه مشورتي غونډه وشوه
په نوموړې کاري ناسته کې، چې د ننګرهار پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ پکې د شرعياتو پوهنځي رئيس، استادانو، د برېښنايي زده کړو او تضمين کيفيت کمېټو مسؤلينو برخه لرله، د يادو کورسونو د چمتووالي، ثبت او خپراوي پر مېکانېزم بحث او خبرې اترې وشوې.
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال وويل: د لوړو زده کړو وزارت د مستقيم هدايت په اساس ننګرهار پوهنتون ته دنده سپارل شوې، چې د شرعياتو پوهنځي استادان بايد د اسلامي ثقافت مضمون، چې پوهنتون شموله مضمون دى، د پښتون مېشتو سيمو د پوهنتونونو لپاره په پښتو ژبه په الیکټرونیکي بڼه ثبت او د انټرنیټ له لارې به د نوموړو پوهنتونونو د محصلینو او استادانو په واک کې ورکړل شي.
نوموړي وويل، چې په همدې موخه يې د لوړو زده کړو وزارت په مرسته د پوهنتون په داخل کې په عصري وسايلو سمبال سټوډيو جوړه کړې او په اړونده برخه کې به استادانو ته نورې اړينې اسانتياوې هم رامنځته کړي.
ورپسې د ننګرهار پوهنتون د برېښنايي زده کړو کمېټې مسؤل پوهنمل بادام نيازي او د کيفيت د تضمين داخلي واحد مسؤل پوهنمل لطيف الله غفوري د انلاين کورسونو د چمتووالي، ثبت او خپرولو پر مېکانېزم د غونډې برخوالو ته معلومات ورکړل او د ګډونوالو پوښتنو ته يې ځوابونه وويل.
د ننګرهار پوهنتون د شرعياتو پوهنځي رئيس پوهاند سيد احمد فاطمي د لوړو زده کړو وزارت د محترم مشرتابه مننه وکړه، چې د نوموړو کورسونو د ثبت او برابرولو باور يې په ننګرهار پوهنتون وکړ.
نوموړي وويل: د ننګرهار پوهنتون شرعياتو پوهنځى د هېواد په کچه لومړنى پوهنځى دى، چې د دوکتورا تر کچې فارغان ورکوي او د ياد پوهنځي اداره او استادان ژمنه کوي، چې دغه ورسپارل شوى مسؤليت به هم په ښه توګه ادا کړي.
۲۶/۶/۱۳۹۸
په اچين ولسوالۍ کې ۷۴ ماينونه کشف او لمنځه يوړل شول
ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو د پيل شويو عملياتو په ترڅ کې د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې ۷۴ ماينونه کشف او لمنځه يوړل شول.
د اچين ولسوال عاشق الله سادات وايي، چې دغه ماينونه د داعش وسله والو له لوري په عامه ځايونو او لارو کې ځای پر ځای شوي و او غوښتل، چې خونړۍ پېښې رامنځته کړي.
نوموړی وايي، چې د روانو عملياتو پر مهال داعش وسله وال ځپل شوي او ډيرې سيمې ترې پاکې شوي دي او عمليات لا هم دوام لري.
بل لور ته د ۲۰۱ قل اردو منسوبينو د شينوارو ولسوالۍ په ۲۷مې ويالې کې عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې ګڼ شمېر تومانچې ترلاسه کړي دي.
۲۵/۶/۱۳۹۸
لعلپورې ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ خپلمنځي شخړه حل شوه
ننګرهار ولايت لعلپورې ولسوالۍ چکنور کلي کې د غفار خان او پښتون کورنيو ترمنځ رامنځته شوې شخړه حل شوه او دواړو کورنيو يو بل ته بښنه وکړه.
د لعلپورې ولسوال نعمت الله نورزی وويل، چې د قومي مخورو په منځګړيتوب يې په دې ولسوالۍ کې د غفار خان او پښتون په نومونو د دوو کورنيو ترمنځ شخړه حل کړه.
نوموړي وويل، چې د شخړې په ترڅ کې دواړه کورنۍ زيانمنې شوې وې او هڅه کوله، چې يو بل ته نور زيانونه هم واړوي.
ولسوال وايي، چې د قومي مخورو په منځګړيتوب يې د دواړو کورنيو ترمنځ روغه وکړه او د يادو کورنیو غړو ژمنه وکړه، چې له دې وروسته به په پخلاينه کې ژوند وکړي.
۲۵/۶/۱۳۹۸
جلال اباد ښار کې د يولس ميليونه افغانيو په لګښت د يو کانال جوړيدو چارې پيل شوې
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار څلورمې ناحيې کې د کليوا پراختيا او بيا رغونې ادارې له لوري د يولس ميليونه افغانيو په لګښت د يو کيلومتر په اوږدوالي کانال جوړيدو چارې پيل شوې.
د څلورمې ناحيې امر بريالي چلند وويل، چې ياد کانال يو کيلومتر اوږدوالی او څلور متره پراخوالی لري، چې د شپږو میاشتو په موده کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.