۲۶/۶/۱۳۹۸
ننګرهار والي وايي، د يوې ملي پروسې په توګه دې د ولسمشريزو ټاکنو څخه ملاتړ وشي
ننګرهار والي شاه محمود مياخیل د وږي په ۲۶مه ولایت مقام کې په ختيځ کې د خبریالانو خونديتوب کمېټې له لوري د حکومتي ارګانونو سره د ټاکنیزو نهادونو، د ټاکنو څار بنسټونو، خبريالانو او د مدني فعالانو ترمنځ د همغږۍ په غونډه کې د خبريالانو په ګډون له ټول قشرونو وغوښتل، چې د شفافو ټاکنو تر سره کېدو په موخه د ملي پروسې په توګه د ولسمشريزو ټاکنو ملاتړ او حمايت وکړي.
نوموړي وويل، چې ټاکنيز کميسونونه، دولتي او غيرې دولتي ادارې، د څار بنسټونه، خبريالان، مدني نهادونه او نور اړونده ارګانونه مسئوليت لري، چې د ټاکنو په ښه تر سره کېدو، عامه پوهاوي، شفافيت رامنځته کېدو او د فساد په مخنيوي کې رغنده ونډه واخلي.
ښاغلي مياخيل وويل، چې په دې ولايت کې ولسمشريزو ټاکنو ته د نومليکنې تقويتي پروسه په برياليتوب تر سره شوې، د ځانګړې قطعې په جوړيدو سره د ولسمشريزو نوماندانو د کمپاينونو غونډو ته تدابير نيول شوي، حساس موادو لېږد لړۍ ته چمتووالی او د ټولو برخو لپاره امنيتي تدابير نيول شوي دي.
هغه له ټولو ارګانونو او قشرونو څخه وغوښتل، چې په بې طرفۍ سره د تقلب مخنیوی وکړي.
ننګرهار والي وويل، چې په دې ولايت کې د رايې ورکولو ۶۱ مرکزونه، چې امنيتي ستونزې يې نه درلودې؛ خو دا چې نومليکنه په کې نه وه شوې په حقوقي لحاظ تړل شوي دي.
نوموړي د ولسمشرۍ په ټولو نوماندانو غږ وکړ، چې د مرکز په ګډون په ولسواليو کې خپل ناظرين وګماري، ترڅو شفافو ټاکنو ته زمينه برابره شي.
ننګرهار والي وويل، چې د ولايت وياند په مشرۍ به د ولسمشريزو ټاکنو پر مهال يوه کمېټه جوړه کړي، چې خبريالانو ته د راپورونو جوړولو او پر وخت معلوماتو شريکولو کې مرسته وکړي.
په ياده غونډه کې په ختيځ کې د خبريالانو خونديتوب کمېټې مشر شېر شاه همدرد وويل، چې خونديتوب کمېټه په هغو موضوعاتو کې چې خبريالان ونډه لري د اړونده پروګرامونو مسئولينو سره يې د همغږۍ او ستونزو حل په موخه ناستې او غونډې جوړوي.
هغه خبريالانو ته د رايې ورکولو په ټولو ورځو کې د راپور جوړولو په موخه د باور ليکونو د ورکړې، خبريالانو ته د معلوماتو او دوی سره په بېلابېلو برخو کې د کمېټې جوړولو، د دوی وسايطو ته د تګ راتګ اجازې ورکولو او يو شمېر نور وړانديزونه وکړل.
د دې غونډې پر مهال دوه پنلونه جوړ شول، چې په يوه کې د ټاکنو او ټاکنيزو شکايتونو رئیسانو، د امنيتي ځواکونو د همغږۍ مرکز قوماندان او په ټاکنو د څار ادارې مسئولينو او په ديوم پنل کې د خبريالانو استازو رحمت الله زيارمل، محمد اصف شيواري، تقي الله تقي او ضياء الرحمن حسرت د ټاکنو په اړه خپل نظريات، وړانديزونه وړاندې کړل او د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول
.۲۷/۶/۱۳۹۸
ننګرهار والي پر ولسونو غږ وکړ، چې ولسمشريزو ټاکنو کې برخه واخلي
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل د وږي په ۲۶مه ولایت مقام کې د کامې ولسوالۍ مخورو سره په ناسته کې پر ولسونو غږ وکړ، چې ولسمشريزو ټاکنو کې برخه واخلي او د خپلې خوښې زعيم وټاکي.
نوموړي د کامې ولسوالۍ قومي مخورو يو شمېر ستونزې او غوښتنې هم واوريدې او ورته يې په حل کې د اجراتو ډاډ ورکړ.
ننګرهار والي د کامې ولسوالۍ مخورو د يووالي ستاينه وکړه او ورته يې سپارښتنه وکړه، چې په خپلو سيمو کې حکومت سره همکاري وکړي، ترڅو هلته ثبات تلپاتې شي
.۲۷/۶/۱۳۹۸
ننګرهار مرستيال والي د PDC غونډې پر مهال د سکتوري ادارو مسئولينو ته سپارښتنه وکړه، ترڅو له مرکز څخه خپله بوديجه ترلاسه او پلان شوې پروژې پر وخت پلې کړي.
ننګرهار ولايت مرستيال تميم عارف مومند د وږي په۲۷مه ولایت مقام کې د سکتوري او مرستندويه ادارو مسئولينو سره د ولايتي پرمختيايي غونډې په ناسته کې سپارښتنه وکړه، چې له مرکزي ادارې څخه خپله بوديجه ترلاسه او پلان شوې پروژې پر وخت تطبيق کړي.
نوموړي د ادارو مسئولينو ته د دې ولايت د اقتصادي، سياسي او امنيتي تحولاتو په اړه معلومات ورکړل او په ټولو برخو کې يې د پرمختګ څخه خبر ورکړ.
ده همدا راز په دې ولايت کې د نويو پرمختيايي چارو پيل کېدو څخه هم خبر ورکړ او زياته يې کړه، چې د يو ميليون او دوه سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت به ډېر ژر د سرخ اب پل د جوړيدو چارې پیل شي.
د ولايت مرستيال په دغه غونډه کې د ماين پاکۍ موسسې مسئولينو ته سپارښتنه وکړه، چې د اچين، سره رود او چپرهار ولسواليو په هغو سيمو کې چې د وسله والو مخالفينو لخوا ماينونه ځای پر ځای شوي په پاکولو کې يې همکاري وکړي.
نوموړي د ادارو مسئولینو ته سپارښتنه وکړه، چې د غونډو او نورو پروګرامونو پر مهال له وطني توليداتو څخه ګټه پورته کړي، ترڅو له يوې خوا خپل توليد وکارول شي او له بله پلوه خصوصي سکتور تقويه او توليدات زيات شي.
په دغه غونډه کې د کوچيانو چارو رئیس نيک محمد کوچيانو ماشومانو لپآره د مجهز ګرځنده ښوونځي زمينې برابريدو غوښتنه وکړه، چې د ولايت مرستیال له لوري ورته ډاډ ورکړل شو.
د کډوالو چارو رئيس نجيب الله قيومي وويل، چې د خانکي ښارګوټي د منظورۍ چارې په مرکز کې خلاصې شوي او ډېر ژر به يې د نقشي په تطبيق کې اجرات تر سره شي.
د برېښنا رياست مرستيال وويل، چې د کاسا زر پروژې تطبيق په موخه يې لومړنۍ چارې بشپړې کړي او زياته يې کړه د يادې پروژې په مسير کې به د سيمې خلکو ځمکې استملاک کيږي او همدا راز سړک، ښوونځی، مدرسه او روغتون جوړيدو ترڅنګ به له ګڼو سهولتونو څخه برخمن شي.
د دې غونډې پر مهال د ننګرهار پوهنتون استازي په پوهنتون کې د دریو رغنيزو پروژو وړانديز وکړ، چې د ولايت مرستيال له لوري ورته د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
همدا راز د ولايت سکتوري خدمتونو رئيس فضل ربي همیم د سکتوري ادارو رئیسانو ته سپارښتنه وکړه، چې ولسواليو ته د سفر پر مهال د ولسواليو مسئولينو ته خبر ورکړي، ترڅو ور سره لازمه همکاري تر سره شي.
په دې غونډه کې د پرمختيايي چارو اړوند په يو شمېر موضوعاتو خبرې اترې او بحثونه هم وشول.
د دې غونډې پر مهال هغو مسئولينو ته، چې د سلمې کاليزې په نمانځنه کې يې همکاري کړې وه په تقديرنامو وستايل شول.
۲۶/۶/۱۳۹۸
د ولايت مرستيالې په مشرۍ د شکاياتو اوريدو او غصب مخنيوي کميسون غړو د يو شمېر مشتريانو ستونزې د حل په موخه واوريدې.
ننګرهار ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ په مشرۍ د شکاياتو اوريدو او غصب مخنيوي کميسون غړو د يو شمېر مشتريانو ستونزې او غوښتنې د حل په موخه واوريدې او اړونده ادارو ته يې د وروستيو اجراتو په موخه راجع کړې.
نوموړې د دې ولايت مرکز جلال اباد ښار او يو شمېر ولسواليو لسګونو اوسيدونکو د ځمکو اړوند قضيې او ستونزې واوريدې، چې د خپل حق اخیستو غوښتنې يې کولې.
هغې د يو شمېر مشتريانو شکاياتونه هم واوريدل او اړونده ادارو ته يې سپارښتنه وکړه، چې د شکاياتو رسيده ګۍ او ستونزو په حل کې اقدامات تر سره کړي.
د ولايت مرستيالې مشتريانو ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې به يې د وروستيو اجراتو په موخه تعقيب کړي.
د يو بل خبر له مخې د اراضۍ رياست له لوري د ولمسشر په امر په غير پلاني سيمو کې د سند ملکيت مقررې له مخې د ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ ته د هغې د کور ملکيت اسنادو په ورکړې سره په غير پلاني سيمو کې جوړ شويو کورونو د ملکيت سندونو وېش پيل شو.
۲۶/۶/۱۳۹۸
په ولسواليو کې د پرمختيايي چارو څخه د منظم نظارت په موخه د سکتوري او قريه جاتو مديرانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
ننګرهار ولايت مقام کې د وږي په ۲۶مه د سکتوري او تخنيکي خدمتونو رئیس فضل ربي هميم په مشرۍ، چې د ولسواليو کارپوه او نورو مسئولينو هم شتون درلود په ولسواليو کې د پرمختيايي چارو څخه د منظم نظارت په موخه د ۲۲ ولسواليو د سکتوري خدمتونو او قريه جاتو مديرانو سره ناسته وشوه.
د ولسواليو د سکتوري خدمتونو او قريه جاتو مديرانو د تېرې يوې مياشتې کړنو راپور وړاندې کړ او په راتلونکې کې يې د لا ښه فعاليت تر سره کولو ژمنې وکړې.
د ولايت سکتوري او تخنيکي خدمتونو رئيس فضل ربي هميم د دې ولايت د ۲۲ ولسواليو د سکتوري خدمتونو او قريه جاتو مديرانو ته سپارښتنه وکړه، چې په ولسواليو کې پرمختيايي چارو ښه تر سره کېدو کې همکاري وکړي.
نوموړي يادو مسئولينو ته سپارښتنه وکړه، چې له انکشافي چارو څخه پر وخت څارنه وکړي او راپور يې ولايت مقام سره پر وخت شري کړي.
هغه همدا راز مسئولينو ته سپارښتنه وکړه، چې په بېلابېلو برخو کې ولسي خلکو ته سهولتونه برابر کړي او ستونزې پر وخت ولايت مقام سره د حل په موخه شريکې کړي.
۲۶/۶/۱۳۹۸
جلال اباد ښار کې د موانعو لرې کولو کمپاين تر سره شو
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار په پنځمې ناحيې کې د عامو سړکونو او لارو په اوږدو کې د غير ضروري موانعو او جمپونو لرې کولو کمپاين تر سره شو.
د جلال اباد ښاروالۍ مسئولين وايي، چې په دې وروستيو کې د خلکو له لوري ورته شکايتونه رسيدلي و، چې په يو شمېر لارو کې غير ضروري موانع او جمپونه جوړ شوي، چې خلکو لپاره اذيت و.
دوی وايي، چې په ياده ناحیه کې يې له ټولو فرعي سړکونو څخه موانع لرې کړې او د ښار په نورو ناحيو کې به هم ياده چاره تر سره کړي.
۲۷/۶/۱۳۹۸
دوه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه ژوند ونيول شول
ننګرهار ولايت حصارک ولسوالۍ کلاګۍ سيمه کې د بې پيلوټه الوتکې په برید کې دوه وسله وال طالبان ووژل شول او په جلال اباد ښار او بټي کوټ ولسوالۍ کې دوه وسله وال طالبان ژوندي ونيول شول.
ننګرهار ولايت مقام ته د ملي امنيت رياست د ورکړل شويو معلوماتو له مخې تېره شپه د حصارک ولسوالۍ کلاګۍ سيمه کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د وسله والو طالبانو قوماندان مولوي جان محمد دوه غړي، چې پر موټر سايکل روان و وژل شوي دي.
د معلوماتو له مخې په ورته وخت کې دوه وسله وال طالبان شبير مشهور په محسن په بټي کوټ ولسوالۍ او عبدالرحمن د جلال اباد ښار په اتمه ناحيه کې نيول شوي دي.
۲۶/۱۶/۱۳۹۸
په سره رود ولسوالۍ کې د ۱۶ ميليونه او دوه سوه زره افغانيو په لګښت د اوبو ۹ شبکې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
ننګرهار ولايت سره رود ولسوالۍ په شيخ مصري ښارګوټي او سلطانپور سيمه کې د المان هېواد په شپاړلس ميليونه او دوه سوه زره افغانيو مالي لګښت د اوبو نهه شبکې تر جوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د سره رود ولسوال قاري هجرت الله رحماني وويل، چې د المان هېواد ويلت هنګر هيلفه ادارې له لوري په شيخ مصري ښارګوټي او سلطانپور سيمه کې د پاکو اوبو نهه شبکې جوړې شوې، چې په هرې شبکې يو ميليون او اته سوه زره افغانۍ لګښت راغلی.
ولسوال وايي، چې د اوبو دغه شبکې د سولري برېښنا پرمټ کار کوي او او يو زرو اتيا کورنيو ته پاکې اوبه رسوي.
۲۷/۶/۱۳۹۸
د ننګرهار ولایت کامې ولسوالۍ کې د شیدو ټولونې مرکز ته تجهیزات ورکړل شول.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د اقليمي تغيراتو له کبله د رامنځته کېدنکو خطرونو د کمولو پروژې (CDRRP) له لوري د کامې ولسوالۍ په زاخيلو سيمه کې د شيدو ټولونې مرکز تاسيس او تجهيزات په واک کې ورکړل شول.
د ننګرهار د کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رئيس انجینر سمیع الله نصرت وایې دغه پروژه چه ټول لګښت يې يو ميليون او څه باندې څلور سوه اته اتيا زره افغانۍ دى دوه برخې لري، لومړی د شيدو راټولونې مرکز تاسيس او تجهز برخه ده چې دمګړۍ یې د ياد مرکز غړو ته اته ويشت قلمه اجناس توزیع کړل.
نوموړی زياتوي دويمه برخه يې مالدارانو لپاره د شيدو راټولولو او حفظ الصحې موادو د بستو توزيع ده چې ډير ژر به پیل شي.
مسئولين زیاتوي د ياد مرکز له تاسيس څخه موخه د کوچنيو مالدارانو لپاره د شيدو د خرڅلاو زمينه برابرول او له دې لارې د هغوي مالدارۍ ته پراختیا ورکول دي.
ياده دې وي چه د د دغه مرکز لپاره د زاخيلو شورا د غړیو له لوري تعمير ځانګړی شوى دى چه د شيدو د راټولولو، ذخيره کولو او انتقال چارې به پکې پر مخ وړل کيږي.
۲۶/۶/۱۳۹۸
په شينوارو کې د يولس ولسواليو مسئولينو د ولسمشريزو ټانکو ښه تر سره کېدو په موخه غونډه وکړه
ننګرهار ولايت شينوارو ولسوالۍ اړوند ملي اردو په کنډک کې د دې ولايت د يولس ولسواليو ولسوالانو، امنيه قوماندانانو او نورو مسئولينو د ولسمشريزو ټاکنو ښه تر کېدو په موخه د همغږۍ غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د ټاکنو په ورځ د امنيت لا ښه امنيت تامين، د نظم رامنځته کېدو، بې پريتوب او يو شمېر نورو موضوعاتو خبرې اترې او پريکړې وشوې.
۲۷/۶/۱۳۹۸
په اچين ولسوالۍ کې ۱۵۷ ماينونه کشف او لمنځه يوړل شول
ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو د پيل شويو عملياتو په ترڅ کې د دې ولسوالۍ په جمال خېلو، ديوانه بابا او يو شمېر نورو سيمو کې ۱۵۷ ماينونه د داعش له مرکزونو ترلاسه او لمنځه يوړل شول.
د اچين ولسوال عاشق الله سادات وايي، داعش ډلې غوښتل دغه ماينونه جلال اباد ته انتقال او په عامه ځايونو او لارو کې ځای پر ځای او خونړۍ پېښې رامنځته کړي.
نوموړی وايي، چې د روانو عملياتو پر مهال داعش وسله وال ځپل شوي او ډيرې سيمې ترې پاکې شوي دي او عمليات لا هم دوام لري.
د يو بل خبر له مخې نن سهار شاوخوا نهه بجې د جلال اباد ښار درېيمې ناحيې کې د ملي امنیت موظفينو له لوري مبایل سره عیار شوی ماين وړاندې له چاودنې کشف او لمنځه يوړل شو.
۲۶/۶/۱۳۹۸
په اچين ولسوالۍ کې ۷۴ ماينونه کشف او لمنځه يوړل شول
ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو د پيل شويو عملياتو په ترڅ کې د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې ۷۴ ماينونه کشف او لمنځه يوړل شول.
د اچين ولسوال عاشق الله سادات وايي، چې دغه ماينونه د داعش وسله والو له لوري په عامه ځايونو او لارو کې ځای پر ځای شوي و او غوښتل، چې خونړۍ پېښې رامنځته کړي.
نوموړی وايي، چې د روانو عملياتو پر مهال داعش وسله وال ځپل شوي او ډيرې سيمې ترې پاکې شوي دي او عمليات لا هم دوام لري.
بل لور ته د ۲۰۱ قل اردو منسوبينو د شينوارو ولسوالۍ په ۲۷مې ويالې کې عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې ګڼ شمېر تومانچې ترلاسه کړي دي.
۲۶/۶/۱۳۹۸
چپرهار ولسوالۍ کې د دوه ميليونه او درې سوه زره افغانيو په لګښت د يو استنادي ديوال او اتو حلقو څاه ګانو جوړولو چارې پيل شوې.
ننګرهار ولايت چپرهار ولسوالۍ د دولتزيو په کلا شيخ سيمه کې د اقراء برنامې له لوري د دوه ميليونه او نږدې درې سوه زره افغانيو په مالي لګښت د يو استنادي ديوال او اتو حلقو څاه ګانو جوړولو چارې پيل شوې، چې ګڼ شمېر کورنيو ته به د پاکو زمينه برابره شي.
د چپرهار ولسوال محمد صديق دولتزي وويل، چې دغه استنادي ديوال ۱۱۵ متره اوږدوالی لري، چې په جوړيدو سره به یې زرګونه جريبه ځمکه د سيلابونو له خطر څخه وژغورل شي.
ولسوال وايي، چې په دې سيمه کې د پاکو اوبو اته څاه ګانې هم جوړيږي، چې ګڼ شمېر کورنيو ته به د پاکو اوبو زمينه برابره شي.
۲۶/۶/۱۳۹۸
ننګرهار پوهنتون کې د انلاين کورسونو د ثبت لړۍ پيلولو په اړه مشورتي غونډه وشوه
په نوموړې کاري ناسته کې، چې د ننګرهار پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ پکې د شرعياتو پوهنځي رئيس، استادانو، د برېښنايي زده کړو او تضمين کيفيت کمېټو مسؤلينو برخه لرله، د يادو کورسونو د چمتووالي، ثبت او خپراوي پر مېکانېزم بحث او خبرې اترې وشوې.
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال وويل: د لوړو زده کړو وزارت د مستقيم هدايت په اساس ننګرهار پوهنتون ته دنده سپارل شوې، چې د شرعياتو پوهنځي استادان بايد د اسلامي ثقافت مضمون، چې پوهنتون شموله مضمون دى، د پښتون مېشتو سيمو د پوهنتونونو لپاره په پښتو ژبه په الیکټرونیکي بڼه ثبت او د انټرنیټ له لارې به د نوموړو پوهنتونونو د محصلینو او استادانو په واک کې ورکړل شي.
نوموړي وويل، چې په همدې موخه يې د لوړو زده کړو وزارت په مرسته د پوهنتون په داخل کې په عصري وسايلو سمبال سټوډيو جوړه کړې او په اړونده برخه کې به استادانو ته نورې اړينې اسانتياوې هم رامنځته کړي.
ورپسې د ننګرهار پوهنتون د برېښنايي زده کړو کمېټې مسؤل پوهنمل بادام نيازي او د کيفيت د تضمين داخلي واحد مسؤل پوهنمل لطيف الله غفوري د انلاين کورسونو د چمتووالي، ثبت او خپرولو پر مېکانېزم د غونډې برخوالو ته معلومات ورکړل او د ګډونوالو پوښتنو ته يې ځوابونه وويل.
د ننګرهار پوهنتون د شرعياتو پوهنځي رئيس پوهاند سيد احمد فاطمي د لوړو زده کړو وزارت د محترم مشرتابه مننه وکړه، چې د نوموړو کورسونو د ثبت او برابرولو باور يې په ننګرهار پوهنتون وکړ.
نوموړي وويل: د ننګرهار پوهنتون شرعياتو پوهنځى د هېواد په کچه لومړنى پوهنځى دى، چې د دوکتورا تر کچې فارغان ورکوي او د ياد پوهنځي اداره او استادان ژمنه کوي، چې دغه ورسپارل شوى مسؤليت به هم په ښه توګه ادا کړي.