۱۳۹۸/۷/۳
ننګرهار والي د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په مناسبت د دې ولایت په کچه ټاکل شوي سفیرانو ترسره شوي فعالیتونه وستایل.
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د خپلواکۍ د سملې کالیزې په مناسبت د دې ولایت په کچه ټاکل شوي سفیرانو فعالیتونه د تلي په درېیمه د خپل کار په دفتر کې د ستاینلیکونو په ورکړې سره وستایل .

ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وویل،د چارو ادارې له لورې د خپلواکۍ د سلمې کالیزې د ښې نمانځنې په موخه د ننګرهار ولایت څخه شپږ تنه د سفیرانو په توګه ونومول شول، ترڅو په همکارۍ یې یاده ملي ورځ په ښه توګه ونمانځل شي.

هغه زیاته کړه، د دې ولایت څخه ټاکل شویو سفیرانو پخپله برخه کې ښه فعالیت کړی او له همدې امله یې ولایت مقام فعالیتونه او کړنې د ستاینلیکونو په ورکړې سره ستایي .
په یادو سفیرانو کې حیات الله حمیدې ، اسماعیل هوتک ، شفیق الله خوږیانې ، خیرالرحمن مومند ، نوید ناصرزی او نظیفه بارکزۍ شامل وو.
۳/۷/۱۳۹۸
ننګرهار کې د شپږو ښوونځيو مخکښ مديران وستايل شول.
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار د بي بي زينب عالي لېسه کې د تلې په درېيمه د جمهور رئيس حکم له مخې د خپلواکۍ سلمې کاليزې په وياړ د پوهنې سل مخکښو مسئولينو څخه د لېسو شپږ تنه مديران د تقديرنامو په ورکړې سره وستايل شول.
ننګرهار ولايت مرستيال تميم عارف مومند وايې، د شپږو هغه ښوونځيو مخکښ مديران يې وستايل ، چې په سختو شرايطو کې يې د زده کوونکو پر مخ د ښوونځي دروازې پرانیستې ساتلې وې او د تدريس کيفيت يې له نورو هغو ښه و.
نوموړي د پوهنې مسئولينو ستاينه نيک اقدام وباله او زياته يې کړه، چې په دې سره به د ښوونځيو د امرينو تر منځ د سالم رقابت روحيه هم پياوړې شي.
هغه زياته کړه، د جمهور رئيس حکم له مخې د سلمې کاليزې په مناسبت په ټول هېواد کې سل ښوونکي، چې شپږ يې د ننګرهار و وستايل شول.
د ننګرهار د پوهنې رئيس حسيب الله شينواري د ښوونځيو د امرينو په ستاينغونډه کې وويل، هغه عوامل، چې له امله يې دا امرين او مديران وستايل شول، په سختو شرايطو کې د ښوونځيو پرانستي ساتل، د تدريس لوړ کيفيت او د نجونو لپاره د زده کړې زمينه برابرول و.
نوموړي زياته کړه، چې د پوهنې مسئولينو ته يې سپارښتنه کړې، چې زده کوونکو سره په درسونو کې زيار وګالي او د سياسي مسايلو څخه يې لرې وساتي.
د ننګرهار هسکې مېنې پاپين ليسې امر احمد ولي دهغو شپږو امرينو له جملې څخه دی ، چې په دې غونډه کې ورته تقديرنامه ورکړل شوه.
ده له رسنيو سره په خبرو کې وويل، درې کاله له دې لېسې څخه وسله والو مخالفينو د مورچل په توګه استفاده کوله، چې د ده په هڅو او د خلکو په همکارۍ بيرته پرانستل شوه، چې اوس پکې په زرګونه تنه په زده کړو بوخت دي.
۱۳۹۸/۶/۱۹
د ولسمشر په منظورۍ د ننګرهار ملي امنیت رئیس ته د ډګر جنرالۍ رتبه ورکړل شوه .
د ملي امنیت عمومي ریاست په وړاندیز او د ولسمشر په منظورۍ د ننګرهار ملي امنیت رئيس نظرعلي واحدي ته د تورنجنرالۍ پر ځای د ډګر جنرالۍ لوړه رتبه ورکړل شوه .
په همدې موخه ننګرهار والي شاه محمود میاخېل، د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان تورنجنرال عبدالهادي ترین، امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرقیب مبارز،څلورمې لوا قوماندان برید جنرال محمد کریم نیازي،سره رود ولسوال هجرت الله رحماني او یو شمیر نور مسؤلین ملي امنیت ریاست ته په ورتګ سره د یادې رتبې له امله د ملي امنیت رئیس ډګر جنرال نظرعلي واحدي ته مبارکي ورکړه .
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د ملي امنیت رئیس ډګر جنرال نظرعلي واحدي د رتبې په ارتقا خوښي وښوده او نوموړي ته د مبارکۍ ترڅنګ د مرکزي ادارې څخه ستاینه وکړه چې د ښاغلي واحدي د ترسره شویو بریالیو کړنو له امله یې هغه ته د ډګر جنرالۍ رتبه ورکړه .
دوی په راتلوونکې کې هم د ملي امنیت رئیس ته د بریاوو هیله وکړه .
۳/۷/۱۳۹۸
روداتو ولسوال د احداد لېسې څخه ليدنه او څارنه وکړه
ننګرهار ولايت روداتو ولسوال سید علي اکبر سادات د يو شمېر مسئولینو په ملتیا د احداد لېسې څخه ليدنه او څارنه وکړه.
د روداتو ولسوال سید علي اکبر سادات لومړی د يادې لېسې د ادارې نظم او دسپلین ترڅنګ ټولګیو څخه هم لیدنه وکړه چې د زده کوونکو د لياقت او زده کړو وضعیت په اړه یې ډاډ ترلاسه کړ.
نوموړي د دولسم ټولګو زده کوونکو ته ډاډ ورکړ، چې د کانکور ازموينې لپاره د چمتووالي کورسونه به ورته برابر کړي.
ولسوال د پوهنې مسئولینو ته سپارښتنه وکړه، چې د زده کوونکو سالمې روزنې ته دې پاملرنه وکړي ، او همداراز یې له والدینو وغوښتل چې د خپلو اولادونو څارنه دې وکړي او ښوونځي ته دې پر وخت وليږي.
د یاد ښوونځي مدیر عمران الله د ولسوالۍ د مسولینو مننه وکړه چې د دوي ښوونځي ته راغلل او د زده کوونکو ستونزې یې له نږدې ولیدې.
۳/۶/۲۳۹۸
ښځو چارو رياست کې د تاوتريخوالي مخنيوي او ټاکنو کې د ګډون په موخه غونډه وشوه.
ننګرهار ولايت ښځو چارو رئيسې د دې ولايت ښځو شورا غړو او نورو مېرمنو سره د تاوتريخوالي مخنيوي او ټاکنو کې د ګډون په موخه د عامه پوهاوي ناسته وکړه.
په دغه ناسته کې ښځو چارو رئيسې فتانې عزيز مېرمنو ته سپارښتنه وکړه، ترڅو په ښار او ولسوالي کې ښځو سره د ناستو پر مهال د کورنيو غړو ترمنځ د تاوتريخوالي په مخنيوي کې پيغامونه شريک کړي.

نوموړې همدا راز يادو مېرمنو ته لارښوونه وکړه، چې په خپلو سيمو کې مېرمنې لېواله کړي، چې شپږم د ميزان ولسمشريزو ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي.
په دې ناسته کې د تاوتريخوالي مخنيوي او ټاکنو کې د ګډون په موخه په يو شمېر نورو موضوعاتو هم خبرې وشوې.
ميرمنو ډاډ څرګند کړ، چې د تاوتريخوالي په مخنيوي او په ټاکنو کې د ګډون په موخه به مېرمنو ته عامه پوهاوی وکړي.
۱۳۹۸/۷/۳
ننګرهار پوهنې ریاست د جلال اباد ښار په ښوونځیو کې ستونزې او نیمګړتیاوې د حل او اصلاح په موخه را ټولې کړې.
د ننګرهار پوهنې ریاست د یو ګمارل شوي پلاوي له لورې د تېرو څو ورځو په ترڅ کې په مرکز جلال اباد ښار کې د ټولو ښوونخیو شته ستونزې او نیمګړتیاوې د حل او اصلاح په موخه را ټولې او د یوې غونډې په ترڅ کې د پوهنې رئیس سره شریکې کړې .
د پوهنې رئیس حسیب الله شینواري د ښار د څارنې لس کسیز پلاوي نه مننه وکړه، چې په پوره اخلاص، حوصله مندۍ او تدبير سره یې د ښار د ښوونځیو د ستونزو او نیمګړتیاو د ارزونې چاره د ښوونځیو د امرینو، مرستیالانو او سرښوونکو سره په ګډو ناستو کې را ټولې کړې.
نوموړي د ښار ښوونځیو امرینو ته سپارښتنه وکړه چې د څارنې د غړو له لورې موندل شوې ستونزو او ورته موندل شوې حل لارو ته جدي پاملرنه وکړي او په پلې کیدو کې یې غفلت ونکړي.
پوهنې رئیس وویل، د هر ښوونځي اداره چې د روان ښوونیز کال په اوږدو کې د دې سپارښتنو په پلې کیدو کې پاتې راغله، په اړه به یې پرېکړه وکړي .
د ښار د څارنې د غړو ګمارل شوي لس کسیز پلاوي خپلې موندنې په پنځو برخو(دزمرو ویش، درسي پلان، د ښوونکو او زده کوونکو یونیفورم، دکمیټو فعالول) کې د ناستې برخه والو ته وړاندې کړې او همدارنګه یې د دې ستونزو او نیمګړتیاوو ته موندل شوې حل لارې هم په ګوته کړې.
دغه پلاوي په خپل پريزنټيشن کې وويل چې د ښار د ټولو ښوونځيو د ټولګيو د زده کوونکو شمېر يې د ۴۰ او ۴۵ تنو پورې برابر کړی تر څو په ښه توګه تدريس وشي او د زده کړې کيفيت ښه شي.
۳/۷/۱۳۹۸
چپرهار ولسوالۍ کې دوه سوه بېوزله کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه
ننګرهار ولايت چپرهار ولسوالۍ کې سرې مياشتې له لوري دوه سوه بېوزله کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د چپرهار ولسوال محمد صدیق دولتزی وايي، چې هرې کورنۍ ته غوړي، چای، وريجې، بوره، لوبيا او نور توکي ورکړل شول.
نوموړي د سرې میاشتې له رئیس مننه وکړه، چې بېوزله وګړو سره یې مرسته وکړه او غوښتنه يې وکړه ترڅو نورو کورنيو سره هم مرستې وکړي.
د سرې مياشتې رئيس محمد نادر جبار خېل وويل، چې د دې ولسوالۍ نورو بېوزله وګړو سره به هم ورته مرستې تر سره کړي.
۱۳۹۸/۷/۳
دوربابا ولسوالۍ کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت ۵ زره متره په اوږدوالي د اوبو رسولو د یوې شبکې د ترمیم چارې ترسره کیږي .
د ننګرهار کلیو پرمختیا اوبیارغونې ریاست او دوربابا ولسوالۍ اړوند بیربوړۍ کلیوالي پرمختیایی شورا ترمنځ د دوه میلونه افغانیو په لګښت د اوبو د پایپ سکیم د یوې پروژې د ترمیم هوکړه لیک لاسلیک شو.
د کلیو پرمختیا او بیارغونې رییس انجینر مجیب الرحمن ضیاء وویل دغه شبکه ۴۹۶۶ متره اوږدوالی لری چې د چینو اوبه یی د دوربا ولسوالۍ یوه ښوونځي او د دې ولسوالۍ لسګونو کلیو ته رسولي خو د تیرو جګړو له کبله زیانمه شوې وه او ډیر برخې یی ویجاړې شوې وې.
ده وویل د کلیو پراختیا ریاست له لوری به دغه شبکه په اساسی ډول بیرته ورغول شی او د دې شبکی اوبه به د دوربابا یوه ښوونځی په ګډون د اغز اوبو ، زیارت ، شګۍ ، سورکلي ، ملنګ ناله او سور راغه سیمو ته ورسیږي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *