۱۱/۷/۱۳۹۸
ننګرهار والي وایي، په شينوارو ولسوالۍ کې د څه باندې ۶۸۹ ميليونه افغانيو په لګښت ګڼ شمېر پروژې بشپړې، تر کار لاندې او روان کال په پلان کې نیول شوي دي.
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل شينوارو ولسوالۍ ته د نظامي او ملکي ادارو د لوړ پوړو مشرانو په ملتيا د تلې په ۱۱مه سفر کړی وو، چې د یادې ولسوالۍ ښاروالۍ مقام کې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال وویل، په شينوارو ولسوالۍ کې د مګړۍ ۵۸۶ میلیونه او دوه سوه زره افغانیو په لګښت پروژې تر کار لاندې دي او روان کال کې به د ۱۰۳ میلیونه افغانیو په لګښت نورې پروژې پیل شي .
جوړې شوې غونډې ته د شینوارو ولسوال معلم معشوق، د خلکو په استازۍ ملک چکن، ملک نسيم شيرګړوال، کشمېر خان شینواري، نيکمل شينواري او نورو د خپلو خبرو پر مهال د مارکوه او ګولايي سيمو کې د سړکونو، مارکوه جامع جومات او يو شمېر ښوونځیو تعميرونو د جوړولو، کاريزونو رغولو،روغتيا او پوهنې برخو کې د تشکيل زياتوالي او امکاناتو د ورکړې او یو شمیر نورو برخو کې غوښتنې وکړې .
ننګرهار والي شاه محمود ميآخيل وويل، چې په دې ولسوالۍ کې د ۵۸۶ میلیونه او دوسوه زره افغانیو په مالي لګښت په روان کال کې پروژې بشپړي شوي او اوس مهال تر کار لاندي دي چې په کې په کې د شينوارو روغتون انتظار خونه، د عبدال کلي استنادي ديوال، يولس ښوونځي، د کار موندنې زمينې، حرفوي زده کړې، درسي مواد، د غازي محمد افضل خان شينواري ښوونځي ودانۍ، کرنې مالدارۍ برخه بېلابېل فعاليتونه، کډوالو او داخلي بې ځايه شويو کورنيو سره مرستې او ګڼ شمېر نور انکشافي فعاليتونه شامل دي.
نوموړي وويل، روان کال په دې ولسوالۍ کې د ۱۰۳ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې په پلان کې دي چې ژر به یې عملي چارې پیل شي او په یادو پروژو کې د شينوارو ولسوالۍ د پنځه اويا بستريز روغتون د احاطې ديوال، د کرنې او مالدارۍ برخه کې فعاليتونه، د سياه چوب سړک، ديرش حلقې څاه ګانې، د ۳۵ کيلومتره سړکونو جغل اندازي، د شپږ بابه جوماتونو جوړونه، بېوزله کورنيو سره د مرستو تر سره کول او نورې پروژل شامل دي.
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل وويل،په دې ولسوالۍ کې د کلیو پراختیا په چوکاټ کې ۸۹ شوراګانې فعاليت کوي، چې د ۱۹۰ میلیونه افغانیو په ارزښت به یې په مرسته د استنادي دیوالونو،لمریزې برېښنا،پلچکونو او ګڼ نورې پروژې پلي شي .
نوموړی زياتوي، چې د جمهوري رياست د عملياتي واحد له لوري به ډیر ژر د دوی د شل ميليونه افغانيو په مالي لګښت د مارکوه بازار جامع جومات د رغونې چارې پيل شي.
هغه وايي په پراخه کچه يې هڅې پيل کړي، ترڅو د ننګرهار ولايت په امنيتي او ملکي برخه کې تشکيلات زيات کړي، چې ور سره به شته ستونزې حل شي.
نوموړي وايي، چې د شينوارو په سيمه کې د کانال ځمکې فساد مخنيوی شوی، چې له امله يې اوس د دې ادارې په عوايدو کې د پام وړ زياتوالی رامنځته شوی دی.

۱۳/۷/۱۳۹۸
پوهنې رئيس په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۲۱ ښوونځيو جوړولو له چارو څارنه وکړه.
ننګرهار ولايت پوهنې رئیس حسيب الله شينواري د يو شمېر مسئولینو په ملتیا بټي کوټ ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې د ۲۱ ښوونځيو د جوړولو له چارو ليدنه او څارنه وکړه.
نوموړي د دې ليدنې پرمهال د ښوونځيو جوړولو چارې ښې و ارزولې او مسئولينو ته يې سپارښتنه وکړه، چې پاتې چارې هم د انجينرۍ او قرارداد اُصولو له مخې تر سره کړي.
هغه همدا راز په يو شمېر ښوونځيو کې تدريسي بهير هم له نږدې وکته او د ستونزو په حل کې يې د اجراتو ډاډ څرګند کړ.
پوهنې رئيس د بټي کوټ ولسوالۍ په دارلمعلمين کې د شپيتو نجونو د جذب، د ۳۵ قراردادي ښځينه ښوونکو ګمارنې، مسلکي کورسونو جوړيدو او د پوهنې په برخه کې د يو شمېر نورو فعاليتونو څخه په نږدې راتلونکې کې د اجراتو څخه ډاډ ورکړ.
۲۷/۱۳/۱۳۹۸
چاپيريال ساتنې ادارې مسئولينو په جلال اباد ښار کې د يو شمېر صنفونو له فعاليت څارنه وکړه
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار کې د چاپيريال ساتنې ادراې اړوند د څار او پلټنې مديريت مسئولينو د يو شمېر صنفونو څخه چاپيرياليزو فعاليتونو ته د پاملرنې په موخه ليدنه وکړه.

د دې ليدنې پر مهال د يو شمېر هوټلونواو نانوايانو مالکين چاپريال پاک ساتلو او چاپريال جواز نامو اخيستو ته ځير کړای شول، چې فعاليت کوونکو له لوري يادو برخو ته د پاملرنې ډاډ ورکړل شو.

په ورته وخت کې د چاپېریال ساتنې ریاست کار کوونکو د ننګرهار ولایت د امنې قوماندانۍ مسؤلینو سره د چاپېریال خوندي ساتلو، ځنګلونو پرې کولو مخنیوی، څړ ځایونو د خوندي ساتلو، د ښکار مخنیوي او نورو چاپېریاليزو موضوعاتو په موخه د همغږۍ پیاوړي کولو ناسته وکړه.

دغه راز د يادې ادارې کار کوونکو د ننګرهار ولایت د ځوانانو چارو امريت د مسؤلینو سره د چاپېریال ساتنې په برخه کې ځوانانو ته د عامه پوهاوي د ترسره کولو او یو شمېر نورو چاپېریالي مسايلو په هکله د همغږۍ پیاوړي کولو په موخه ځانګړې ناسته ترسره کړه.

۱۴/۷/۱۳۹۸
په اچين ولسوالۍ کې پنځه نوي سلنه سيمې له داعش وسله والو پاکې شوې
ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو د پيل شويو عملياتو په ترڅ کې تر دې مهال پنځه نوي سلنه سيمې له داعش وسله والو پاکې شوي او سلګونه ځای پر ځای شوي ماينونه کشف او لمنځه وړل شوي دي.
له عملياتو وروسته اوس له يادې سيمې څخه بې ځایه شوې کورنۍ لېواله شوي دي، چې بېرته خپلو اصلي سيمو ته ته ولاړ شي.
د اچين ولسوالۍ باندر سيمې اوسيدونکی منشه ګل او نور څو تنه ملګري يې، چې د افغان امنيتي ځواکونو له پرمختګ خبر شول؛ نو د خپلي کلي ليدو په موخه امنيتي ځواکونو سره يو ځای ورغلل.
منشه ګل وويل: (( د خپل کلي کاڼي، بوټي او خاوره مې ډېره ياديده، ډېر خوښ يم، چې نن يو ځل بيا خپل کلی وينم…))
نوموړي او ملګرو يې وويل، چې داعش وسله والو يې کورونه ويجاړ کړي او د دوی په کورونو او نورو ځايونو کې يې ماينونه ښخ کړي دي.
دوی خوښي وښوده، چې افغان ځواکونوله داعش وسله والو څخه د دوی کورونه او سيمې خلاصې کړې او غوښتنه يې وکړه، چې بېرته خپلو کورونو ته د ستنيدو زمينه ورته برابره شي.
بل لور ته د څلورمې لواء رئیس ارکان ډګروال قند اغا ساپي وويل، چې د عمليآتو پر مهال يې شاوخوا پنځه نوي سلنه سيمې له داعش وسله والو پاکې کړي دي.
نوموړی وايي، چې افغان ځواکونو داعش وسله والو له لوري ځای پر ځای شوي سلګونه ماينونه کشف او لمنځه وړي دي.
هغه وايي، مسلکي ټيمونه په بېلابېلو ځاينو کې همدا مهال د ماينونو په خنثی کولو او د تړل شويو لارو په خلاصونو بوخت دي.
د څلورمې لواء رئیس ارکان ډاډ وښوده، چې ډېر ژر به پاتې سيمې هم له داعش وسله والو څخه پاکې کړي او بې ځايه شويو کورنيو ته به د بيا مېشته کېدنې زمينه برابره شي.
۱۳/۷/۱۳۹۸
د نږدې يولس ميليونه افغانيو په لګښت د يو سربند او استنادي ديوال جوړېدو هوکړه ليک لاسليک شو.
ننګرهار ولايت کليو پراختيا او بيا رغونې ادارې له لوري او د هسکې مېنې ولسوالۍ ثنا خيلو پرمختيايي شورا ترمنځ د څه باندې لس ميليونه او شپږ سوه زره افغانيو په لګښت د يو سربند او استنادي ديوال جوړيدو هوکړه ليک لاسليک شو.
د دې هوکړه لیک له مخې به په یاده ولسوالۍ کې ۴۳۶ مترو په اوږدوالی سربند او استنادي دیوال جوړ شي، چې شپږ سوه جريبه ځمکه به خړوبه او سلګونه جريبه ځمکه به د سيلابونو له ګواښ څخه وژغورل شي.
د يو بل خبر له مخې د بهسودو ولسوالۍ اميد اباد په ښوونځي کې د يونيسف ادارې د څه باندې يو ميليون او درې سوه زره افغانيو په مالي لګښت د يوې څاه، يولس تشنابونو او لاس مينځلو ځای جوړيدو چارې پيل شوې.

۱۳/۷/۱۳۹۸
ننګرهار کې ۲۲۱ کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه
ننګرهار ولايت کامې او شينوارو ولسواليو کې د کومک او ريليف مرستندويه ادارو له لوري دوه سوه يو ويشت د ټپيانو، شهيدانو او نورو بېوزله کورنيو غړو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د معلوماتو له مخې د دې ولايت په کامې ولسوالۍ کې ۱۸۰ بېوزله کورنيو ته يوه – يوه بورۍ اوړه، پنځوس کيلو غوړي، يو من لوبيا، يو من دال، دوه کيلو چای او نورو توکي ورکړل شول.
په ورته وخت کې شينوارو ولسوالۍ کې هم ياده مرسته د ۴۱ شهيدانو او ټپيانو پر کورنيو وويشل شوه.
۱۳/۷/۱۳۹۸
ننګرهار کې د تېرو دوو ورځو په موده کې د اورښتونو او سیلابونو له امله زیانمنو کورنیو ته د مرستو رسولو لړۍ پیل شوې .
د ننګرهار ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د تېرو ۴۸ ساعتونو پر مهال د اورښتونو او سیلابونو له امله درې ماشومان ټپیان شوي،۹ د استوګنې کورونه تخریب شوي، ۲۶ سره څاروي سیلابونو وړي او شاوخوا دوه سوه جریبه ځمکه سیلابونو زیانمنه کړې ده .
په یادو پېښو کې د جلال اباد ښار په اتمې ناحیې کې درې ماشومان ټپیان شوي،درې کورونه تخریب شوي،په شینوارو ولسوالۍ کې د پنخه سوه زره افغانیو په ارزښت د چرګانو یو فارم او په کامې ولسوالۍ کې ۲۶ سره څاروي سیلابونو وړي،همدا راز په کامې کې یو نیم سل جریبه او په مومندرې کې پنځوس جریبه کرنیزه ځمکه سیلابونو وړې،په کامې ولسوالۍ کې دوه او په مومندرې ولسوالۍ کې څلور کورونه هم د اورښتونو له امله تخریب شوي دي.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په لارښوونه پېښو پر وړاندې د چمتوالي کمیټې له لورې د پېښو د رامنځته کېدو سره سم مرسته او پاملرنه پیل شوه چې د اتمې ناحیې زیانمنې کورنۍ سره د پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې له لورې د خوراکي او غیري خوراکي توکو مرسته وشوه او د ښاروالۍ له لورې د وسایطو په وسیله د سیلابونو د ګواښونو د مخنیوي په برخه کې اقدامات ترسره شول .
د مګړۍ هم په ټولو زیانمنو سیمو کې څېړنې جریان لري او ټاکل شوې په شفاف ډول اړمنو او زیانمنو کورنیو سره نورې اړینې مرستې ترسره شي .

۱۳/۷/۱۳۹۸
په اچين کې له چاوديدونکو توکو ډک واسکټ او ۲۰ کړۍ ماينونه کشف او لمنځه يوړل شول.
ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو روانو عملياتو په ترڅ کې يو له چاوديدونکو توکو ډک واسکټ او شل کړۍ ماينونه وړاندې له چاودنې کشف او لمنځه یوړل شول.
د معلوماتو له مخې ياد ماينونه د داعش وسله والو له لوري په عامه لارو او ځایونو کې ځای پر ځای شوي و، چې په لمنځه وړلو سره يې د بې ګناه ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخنيوی وشو.
په ياده ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو عمليات په بريا سره دوام لري او ډېر ژر به ټوله ولسوالۍ له داعش وسله والو څخه پاکه شي.
۱۱/۷/۱۳۹۸
بټي کوټ ولسوالۍ کې د نږدې اووه ميليونه افغانيو په لګښت د پوهنې امريت د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې
ننګرهار ولايت پوهنې رئيس حسيب الله شينواري د يو شمېر مسئولينو په ملتيا بټي کوټ ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې د نږدې اووه ميليونه افغانيو په لګښت د يادې ولسوالۍ پوهنې امريت ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده.

پوهنې رئیس حسيب الله شينواري وويل، چې د بټي کوټ ولسوالۍ د پوهنې امريت ودانۍ د ولايتي ادارې په شپږ ميليونه او اته سوه زره افغانيو لګښت د يوکال په موده کې جوړيږي، چې ټول اړين ملحقات به ولري.

نوموړي د پوهنیز بهیر پر ولسي کیدا ټینګار وکړ او له ځایي خلکو یې وغوښتل، چې خپله هر ډول مرسته له معارفه ونه سپموي.
د بټي کوټ ولسوال عبدالوهاب مومند او قومي مخورو د پوهنې له رئيس مننه وکړه، چې دې ولسوالۍ لپاره يې د پوهنې امريت ودانۍ جوړولو چارې پيل کړې او همدا راز يې پوهنې برخه کې يو شمېر وړانديزونه شريک کړل.
په ورته وخت کې پوهنې رئيس د يو شمېر مسئولينو په ملتيا د بټي کوټ ولسوالۍ په ښوونځیو کې د لومړي، دویم او درېيمو ټولګیو زده کوونکو ته د قرطاسیې او بکسو د ویش لړۍ هم پيل کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *