۱۷/۷/۱۳۹۸
د ننګرهار والي په مشرۍ د عايداتي ادارو ترمنځ د همغږۍ مياشتنۍ غونډه وشوه
د ننګرهار والي شاه محمود مياخيل په مشرۍ د تلې په ۱۷مه ولايت مقام کې، چې د ولايت مرستیال تميم عارف مومند، د ولايت مستوفي، دفتر رئيس او د عايداتي ادارو مسئولينو شتون درلود د همغږۍ مياشتنې غونډه تر سره شوه.
په دې غونډه کې مستوفيت ادارې له لوري عايداتي ادارو ته د ورکړل شوي پلان له مخې د عایداتو ټولولو او تنقيصاتو په برخه کې پريزينټیشن وړاندې شو، چې يو شمېر ادارو ټاکل شوی هدف ترلاسه کړی او يو شمېر نورې ادارې د مالي سرچينو کمووالي او نورو ستونزو له امله ټاکل شوي هدف ته ندي رسيدلي.
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل د عايداتي ادارو مسئولينو ته په خپلو خبرو کې وويل، چې اوسمهال په دې ولايت کې باج اخیستنه او نور فشارونه لمنځه وړل شوي؛ نو عايداتي ادارې بايد ورکړل شوي هدف ته ورسيږي.
نوموړي د ادارو مسئولينو ته سپارښتنه وکړه، چې د قانوني لارو چارو او سرچينو په لټولو سره تنقيصات لمنځه يوسي او عوايد لوړ کړي.
په دې ناسته کې د مالي سرچينو په پيدا کېدو، ټاکل شوي ټارګيټ په پوره کېدو او شته ستونزو په حل کې خبرې اترې او پريکړې تر سره شوې.
۱۷/۷/۱۳۹۸
ننګرهار والي وايي د دې ولايت اقتصادي پرمختګ په موخه يې جدي هڅې پيل کړي
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل د تلې په ۱۷مه ولايت مقام کې، چې د ولايت مرستيال تميم عارف مومند، د ولایت مستوفي، دفتر رئیس، سوداګرو او نورو شتون درلود وويل، چې د دې ولايت اقتصادي پرمختګ په موخه يې جدي هڅې پيل کړي دي.
په دې ناسته کې د سوداګرو په استازۍ حاجي تور ملنګ د شيخ مصري صنعتي پارک برېښنا، د احاطې ديوال، نندارتون لپاره د دايمې ځای، ګُدامونو جوړيدو او يو شمېر نورو برخو کې ستونزې او وړانديزونه شريک کړل.
ننګرهار والي شاه محمود مياخیل وويل، چې د دې ولايت اقتصادي پرمختګ په موخه يې په مرکز او ولايتي کچه جدي هڅې پيل کړي، چې ژر به شته ستونزې حل شي.
نوموړي سوداګرو ته د شيخ مصري صنعتي پارک لپاره د برېښنا ورکړې، د احاطې ديوال جوړيدو او نورو ستونزو په حل کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
ننګرهار والي همدا راز وويل، چې په مرکز کې يې مسئولينو سره خبرې کړي، ترڅو د اقتصادي پرمختګ او عوايدو لوړيدو په موخه د دې ولايت په ګډون د ټول هېواد په ګمرکونو کې يو ډول قانون تطبيق او سوداګرو ته اسانتياوې رامنځته شي.
په دې ناسته کې د ولايت مرستيال تميم عارف مومند د سوداګرو وړاندیزونو له مخې په يو شمېر تر سره شويو اجراتو معلومات وړاندې کړل او دوی ته يې په ټولو قانوني چارو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د سوداګرو په استازيتوب ملي سوداګر حضرت ولي هده وال په ګمرک او نورو برخو کې د سوداګرو اړوند ستونزې شريکې کړې، همدا راز يې له ښاره بهر د ګودامونو لپاره په اجاره د دولتي ځمکې د ورکړې غوښتنه وکړه .
همدا راز د ناستې پر مهال سوداګرو ته په ګڼ شمېر برخو کې د سهولتونو رامنځته کېدو او د اقتصادي پرمختګ په موخه په يو شمېر نورو موضوعاتو خبرې اترې وشوې.
۱۷/۷/۱۳۹۸
د ننګرهار په استيناف محکمه کې د دې ولايت د عدلي او قضايي ارګانونو د همغږۍ مياشتنۍ غونډه تر سره شوه.
ننګرهار ولايت استيناف محکمې د غونډو په تالار کې د دې ولايت د عدلي او قضايي ارګانونو د همغږۍ مياشتنۍ غونډه تر سره شوه، چې په کې ننګرهار والي شاه محمود مياخيل، استيناف محکمې رئیس عبدالولي قاضي زاده، ولايتي شورا رئيس احمد علي حضرت، استيناف څارنوالۍ، عدلې رياست، بشر حقونو او يو شمېر نورو ادارو رئيسانو، د بېلابېلو ارګانونو استازو او ګڼ شمېر نورو ګډون کړی و.
د يادې غونډې له تر سره کېدو وروسته ننګرهار والي شاه محمود مياخیل وويل، چې په نننۍ غونډه کې بېلابېلو موضوعاتو کې د عدلي او قضایي ارګانونو ترمنځ په لا ښې همغږۍ خبرې وشوې.
نوموړي وويل، چې په دې غونډه کې مسئولينو ته سپارښتنې وشوې، ترڅو قضيې پر وخت وڅېړل شي او د خلکو ستونزو په حل کې لا ښې هڅې تر سره کړي.
هغه زياته کړه، چې د دې غونډې پر مهال يې په محبس کې د بنديانو پر ستونزو او همدا راز د ښار په ناحيو او ولسواليو کې په عدلي او قضايي چارو هم خبرې اترې، بحثونه او پريکړې وکړې.
د استيناف محکمې رئیس قضاوتمند عبدالولي قاضي زاده له ننګرهار والي شاه محمود مياخیل مننه وکړه، چې د همغږۍ په غونډو کې ګډون کوي او د مسايلو په حل او چارو ښه والي په اړه سپارښتنې کوي.
نوموړي وويل، چې د همغږۍ په غونډو کې د عدلي او قضايي ارګانونو ترمنځ شته ستونزې څېړل کيږي او په حل کې يې اقدامات کيږي.
استيناف محکمې رئس وايي، چې استيناف څارنوالۍ کې پر پاتو شاوخوا زر قضيو يې خبرې وکړې او همدا راز پريکړه وشوه، چې يو شمېر قضيې په مرکز کې تر څېړنې او حل لاندې ونيول شي.
۱۷/۷/۱۳۹۸
ننګرهار والي د نجونو په ښوونځيو کې د البندازول ګوليو د وېش کمپاين پيل کړ
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل بي بي زينب عالي لېسه کې څو نجونو ته د البندازول ګوليو په ورکړې سره د يادو ګوليو د وېش کمپاين پيل کړ.
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل زده کوونکو لپآره د البندازول ګوليو ورکړه ګټوره وبلله او په دې برخه کې يې د عامې روغتيا او پوهنې ادارو د اجراتو ستاينه وکړه.
نوموړي وویل، چې د ښوونځیو زده کوونکو عمر ته په کتو د دوی د وجود مقاومت د ناروغيو په مقابل کې کمزوری دی؛ نو بايد وقايې او درملنې ته يې ځانګړې پاملرنه وشي.
هغه پر کورنیو غږ وکړ، چې د دې کمپاين ملاتړ وکړي او د خپلو اولادونو روغتیا او د چاپیریال پاک ساتلو ته پام وکړي.
د ننګرهار دعامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکتر سهاک د البندازول یا چینجیو ګولیو پر ګټو خبرې وکړې او هغه یی نجونو لپاره ګټورې وبللی.
پوهنې رئيس حسیب الله شینواري وويل، که د زده کوونکو وقايې ته پاملرنه وشي؛ نو د ناروغيو په مخنيوي سره به د لګښتونو مخه ونیول شي او هم به زده کوونکي په روغه سټه خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
۱۸/۷/۱۳۹۸
ننګرهار ولايت مرستيال د ارزاقو عمومي رئیس سره په ناسته کې د دوی اړوند غصب شويو ځمکو په خلاصون کې د اقداماتو ډاډ ورکړ.
ننګرهار ولايت مرستيال تميم عارف مومند د تلې په ۱۸مه ولايت مقام کې د ارزاقو عمومي رئيس بريالي خيبر سره په ناسته کې وويل، چې د ارزاقو رياست او ټولو دولتي غصب شويو ملکيتونو په خلاصون کې به د قانون له مخې اقدامات تر سره کړي.
د ارزاقو ادارې عموي رئیس بريالی خيبر وويل، چې په دې وروستيو کې يې د عايداتو لوړاوي په موخه د خپلو سرچينو معلومولو او غصب شويو ملکيتونو خلاصون په موخه هڅې پيل کړي او په ياده برخه کې يې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
نوموړي همدا راز وويل، چې ارزاق رياست به ډېر ژر په دولتي شرکت بدل شي، چې له مخې به يې چارې منظمې او عايدات به يې لوړ شي.
ننګرهار ولايت مرستيال تميم عارف مومند وويل، چې ولايتي اداره د دولتي ځمکو او ملکيتونو له غصب څخه د خلاصون په برخه کې جدي ده او دوی به ټول غصب شوې ځمکې له غاصبينو خلاصې او غاصبينو سره به د قانون له مخې چلند تر سره کړي.
نوموړي د ارزاقو رئيس څخه وغوښتل تر څو د دې ولايت غصب مخنيوي کميسون سره د خپلو غصب شويو ملکيتونو په اړه معلومات شريک کړي، چې په بېرته ترلاسه کولو کې به يې د قانون له مخې اجرات تر سره کړي.
۱۳۹۸/۷/۱۸
جلال اباد ښار کې د څه باندې ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د کوڅو،پلې لارو،ویالو او سړکونو جوړولو پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه .
د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښاروالۍ په همغږۍ د ولسي تړون ملي پروګرام له لورې د ښار د درېیمې ناحیې په مربوطاتو کې د شپږ میلیونه دوه سوه درې پنخوس زره درې سوه څلور دیرش افغانیو په مالي لګښت د کوڅو،پلې لارو، ویالو او سړکونو د جوړولو پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه .
یاده پروژه چې د درېیمې ناحیې د لومړي ګذر امام ابوحنیفه لومړۍ پرمختیایي شورا له لورې تطبیق شوه، په کې د نږدې ۶ متره په پلنوالي سره د ۲۱۴ متره په اوږدوالي فرعي سړکونه،د ۱۷۷۹ متره په اوږوالي پلې لارې او د ۱۱۱ متره په اوږدوالي کنګریټي ویالې جوړول شامل دي چې چارې یې د نږدې یو کال په موده کې بشپړې شوې .
د جلال اباد ښاروالۍ د درېیمې ناحې امر انجینر فرهاد درانی وایي،د یادو پروژو څخه ۱۶۶۱ کورنۍ په مستقیم ډول ګټه اخلي او د کار په جریان کې تر ۴ زرو شاوخوا کې مسلکي او غیري مسلکي کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه .
۱۸/۷/۱۳۹۸
ننګرهار ولايت يو شمېر ولسوالانو په خپلو سيمو کې ټولنيزو او بېلابېلو فعاليتونو کې برخه واخیسته.
ننګرهار ولايت کوټ، بټي کوټ، دره نور، لعلپورې، کامې، مومندرې، شينوارو او کوز کونړ ولسوالانو په خپلو سيمو کې په يو شمېر ټولنیزو او رسمي فعاليتونو کې برخه واخیسته.
ننګرهار ولايت کوز کونړ ولسوال ډاکتر اسماعيل شينواري د ډاکار موسسې له لوري مرسته شوي غير خوراکي توکي د دې ولسوالۍ په ۳۴ بې ځايه شويو کورنيو وويشل.
بل لور ته د شينوارو ولسوال معلم معشوق د IOM ادارې له لوري مرسته شوي خوراکي توکي يو شمېر بېوزله وګړو ته ورکړل.
د کوټ ولسوال نجيب الله رحماني د ديرش بستريز روغتون د جوړونې له چارو څارنه وکړه او مسئولینو ته يې سپارښتنه وکړه، چې ټولې چارې د انجينرۍ او قرارداد اُصولو له مخې تر سره کړي.
نوموړی په ورته وخت کې د ملي اردو د يو شهيد شوي سرتيري کور ته ورغی او د کورنۍ غړو ته يې د تسليت او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کړل.
کوټ ولسوال همدا راز خپلو مامورينو سره د چارو ښه تر سره کېدو په موخه ناسته وکړه او ورته يې سپارښتنه وکړه، چې ټولې چارې د قانون له مخې ترسره او د مشتريانو کارونه پر وخت تر سره کړي.
د يو بل خبر له مخې کوټ ولسوال د دوو کورنيو ترمنځ پيدا شوې شخړه حل کړه او ورته يې سپارښتنه وکړه، چې له دې وروسته په پخلاينه کې ژوند وکړي.
د لعلپورې ولسوال نعمت الله نورزي د یوناما سياسي چارو مسئولې منيرې اخندزاده سره په دې ولسوالۍ کې په بشري وضعيت خبرې وکړې او خلکو ته يې په بېلابېلو برخو کې د مرستو رسولو او پاملرنې خبرې اترې وشوې.
د کوز کونړ ولسوال ډاکتر اسماعيل شينواري او په ننګرهار کې د افغانستان بانک رئیس احمدزي توحيديار د نجونو په ښوونځي کې زده کوونکو ته قرطاسيه وويشله او زده کوونکي يې زده کړو ته تشويق کړل.
د کامې ولسوال شريف الله فضلي سره د عدالت موسسې مسئولینو په دې ولسوالۍ کې خلکو ته د فساد مخنيوي په موخه د عامه پوهاوي تر سره کولو په موخه وکتل، چې نوموړي له لوري ورته د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
د مومندرې ولسوال نسيم شينواري د يو شهيد شوي سيمه ييز پولیس د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ، شهيد ته يې د فردوس جنت او کورنۍ غړو ته يې د تسليت مراتب وړاندې کړل.
د بټي کوټ ولسوال عبدالوهاب مومند سره د کرنې رياست مسئولينو په دې ولسوالۍ کې د کرنې په برخه کې د بېلابېلو فعاليتونو په موخه ناسته وکړه، چې نوموړي له لوري ورته په ټولو قانوني برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
په ورته وخت کې دره نور ولسوال ډاکتر هجرت ګرديوال د PUAMI موسسې مسئولينو سره په دې ولسوالۍ کې بې ځايه شويو کورنيو سره د مرستو تر سره کېدو په موخه ناسته وکړه، چې د مستحقو کورنيو په پيژندو سره به ور سره اړينې مرستې تر سره شي.
د کوز کونړ ښاروال سمسور ملکزي د ولسوالۍ په بازار کې پلې لارې د خلکو پرمخ پرانیستې او هټيوالو ته يې سپارښتنه وکړه، چې پلې لارې د خلکو پرمخ پرانیستې وساتي.
۱۳۹۸/۷/۱۸
د ۱۵۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د بهسودو پول ـ عبدالخیلو سړک د جوړولو چارې لس سلنه بشپړې شوي دي .
د ننګرهار ولایت د سړکونو د څآرنې او ساتنې رئیس انجینر حامد ضیا وایي، د دوی ادارې له لورې د ۱۵۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د بهسودو پول ـ عبدالخیلو سړک د جوړولو چارې لس سلنه بشپړي شوي دي چې پاتې چارې به یې هم د پلان له مخې ترسره شوي .
هغه زیاته کړه، د نږدې ۱۳ کیلو متره په اوږدوالي او څلويښت متره عرض لرونکي یاد سړک له چارو څخه وخت په وخت لیدنه کوي، ترڅو په ټاکلې وخت یې کارونه بشپړ شي .
د ضیا په وینا د یاد سړک د چارو په بشپړیدو سره به د سیمې زرګونه اوسیدونکو ته په ترافیکي او نورو برخو کې سهولتونه برابر شي .
۱۸/۷/۱۳۹۸
ننګرهار کې د څلورو زونونو نابینایانو ترمنځ د کرکټ شل اوریزې سیالۍ پیل شوې
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار کې د (زده کړې نابينايانو ته امتياز نه؛ بلکې دا يې حق دی) تر سرليک لاندې د څلورو زونونو ترمنځ د کرکټ شل اوريزې سيالۍ پيل شوې.
په دې سيالۍ کې ګډونوال نا بينايان، چې د روغ انسان په څېر منډې وهي، توپ نه ويني؛ خو د توپ ځانګړي اواز په اوريدو مسير معلوموي او پوهيږي، چې منډه وکړي او که په ځای ودريږي.
دوی ډېر راحت منډه، توپوهنه، ويکټ ويشتنه کوي او سټريک ته ځان رسوي، چې د لوبې کتل يې جالب دي.
د نابينايانو ټولنې مشر فضل غني بشردوست وايي، چې د دې لوبې څخه يې موخه حکومت له لوري د نا بينايانو زده کړو ته پاملرنه او د خلکو پوهول دي، چې نابينايان ناتوانه – نه دي.
نوموړي وويل، که لوبغاړو ته يې زمينه برابره شي؛ نو نړيوالو لوبو کې به هم ګډون وکړي.
نابينا لوبغاړی عبدالوکیل وايي، هيله لري، چې په راتلونکې کې د دوی ټيم په نړيواله کچه مشهور شي او د هېواد بيرغ د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ورپوي.
دوی وايي له حکومته ګيله من دي، ځکه ورته اساسي پاملرنه نه کوي او يواځې يوه مرستندويه اداره ور سره وخت ناوخت مرسته کوي.
نابينايانو پر حکومت غږ وکړ، چې زده کړو او ورزش ته يې پاملرنه وکړي او د نورو افغانانو په څېر يې حقونو ته درناوی وشي.
۱۳۹۸/۷/۱۸
د تورخم ګمرک عوایدو کې د ورځې ۳ میلیونه افغانۍ زیاتوالی راغلی .
د ننګرهار تورخم ګمرک عواید د ورځې له پنځه میلیونه څخه اته میلیونه ته وروسته له هغې لوړ شول چې د یاد ګمرک له لورې په تورخم ښارګوټې کې څلرویشت ساعته خدمتونه پرانیستل شول .
د دې ولایت د ګمرک رئیس نوید بشر یار وایي،وروسته له هغې چې د تورخم لاره په څلرویشت ساعته ډول پرانیستل شوې، د ورځې د ۵ سوو څخه تر شپږ سوو پورې بار وړونکې موټرو کې واردات او د ۴ سوو څخه تر پنخه سوو بار وړونکو موټرو کې صادرات لري .
هغه زیاته کړه، پخوا به په څلرویشت ساعتونو کې شاوخوا ۵ میلیونه افغانۍ عواید درلودل،خو وروستیو کې یې یاده کچه په ۲۴ ساعتونو کې د ۶ څخه تر نهه میلیونه افغانیو پورې لوړه شوې ده او په اوسط ډول د ورځې یې درې میلیونه په عوایدو کې زیاتوالی راغلی دی .
په همدې حال کې د تورخم ګمرک مدیر امان الله کلیوال ټولو سوداګرو ته ډاډ ورکړ چې کارکوونکي یې په څلرویشت ساعته او شفاف ډول دوی ته په ښه توګه خدمتونه وړاندي کوي .
۱۳۹۸/۷/۱۷
په ننګرهار کې د ځمکې نړیواله ورځ د یوې غوندې په ترڅ کې ونمانځل شوه .
د ننګرهار ولایت د چاپېریال ساتنې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ،ښار جوړونې او اراضی ادارو په ګډې همغږۍ د ځمکې نړیواله ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې د خپل ژوند بڼو ساتنه وکړئ تر عنوان لاندې ونمانځل شوه .
د ننګرهار د چاپېریال ساتنې رئیس پوهنمل امین الله یوسفزی وویل: ځمکه د ژوندیو موجوداتو کور دی، پر همدې بناً یې د چاپېریال ساتنې ادارې له یو شمېر فعالیتونو او د عامه پوهاوي پروګرامونو څخه یادونه وکړه .
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویج آمر عبدالوارث تاند د ځمکې د ککړتیا لاملونه، د اوبو، خاورې او کازاتو ککړتیا د ځمکې پر وړاندې شته ګواښه او ننګونې او په خاصه توګه د زراعتي ځمکو بدلیدل په کورونو او ښار ګوټو باندې د ځمکې د ساتنې پر وړاندې ستر ګواښ وبلل او د اړوندو ادارو څخه یې غوښتنه وکړه چې په مخنیوي کې یې ورسره همکاري وکړي.
د غونډې په جریان کې د ځمکې نړیوالې ورځې اړوند بیلا بیل پرېزنټیشنونه وړاندې او د ګډونوالو پوښتونو ته د اړوندو ادارو د مسؤلینو لخوا ځوابونه ورکړل شول.
د یادونې وړ ده چې تېره ورځ هم د چاپېریال ساتنې ریاست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په ګډه د اوزون نړیواله ورځ لمانځلی وو.
جلال اباد ښار کې د پنځه ميليونه افغانیو په لګښت د ۱۰۰۰ لويو او وړو کثافت دانيو ایښودلو چارې پيل شوې.
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار په نهو ناحيو کې ښاروالۍ له لوري د پنځه ميليونه افغانيو په لګښت د زر لويو او وړو کثافت دانيو ايښودلو چارې پیل شوې، چې له مخې به يې د ښار په پاکوالي کې د پام وړ بدلون رامنځته شي.
د جلال اباد ښار مارکيټونو تنظيم مدير شاکر الله سباوون وايي، چې د ښار په نهو ناحيو کې يې د زر لويو او وړ کثافت دانيو ايښودلو چارې پيل کړي، چې ور سره به ښار پاک وساتل شي؛ خو پر هټيوالو او ښاريانو يې غږ وکړ، چې ترې ګټه پورته کړي.
نوموړی وايي، چې ډيری وخت خلکو کثافت دانيو سره خزلې او نور توکي اچولي وي، له کثافت دانيو ګټه نه اخلي، چې د کثافاتو ټولو پرمهال بيا د دوی کار کوونکي له ستونزو سره مخ وي.
ده پر ښاريانو غږ وکړ، چې د پاکوالي فرهنګ ته پاملرنه وکړي او له مشخصو کثافت دانيو څخه ګټه پورته کړي.
بل لور ته ښاریان د جلال اباد ښاروالۍ د دې کار ستاينه کوي او ژمنه کوي، چې له کثافت دانيو څخه به ګټه اخلي.
دوی همدا راز له ښاروالۍ ادارې غوښتنه وکړه؛ که هټيوال پاکوالي ته پاملرنه نه کوي؛ نو بايد جريمه شي.
۱۸/۷/۱۳۹۸
ننګرهار کې داخلي بې ځايه شويو کورنيو سره د کورني اقتصاد پياوړتيا په موخه د چرګانو مرسته وشوه.
ننګرهار ولايت بهسودو، کامې او چپرهار ولسوالیو کې د داخلي بې ځایه شویو او بېوزله کورنیو سره د هګیو د چرګانو مرسته وشوه.
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د هالنډ هېواد په مالي مرسته د افغانستان لپاره د کليو د بيا ودانولو ادارې(RRAA) له لوري د ننګرهار ولایت کامې، بهسودو او چپرهار ولسوالیو کې د داخلي بې ځایه شویو او بې وزلو کورنیو سره د هګیو د چرګانو مرسته وشوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د حیواني روغتیا امر ډاکټر ضمیر بهسودي وویل: د بهسودو، کامې او چپرهار ولسوالیو ۳۰ کورنیو سره د ۳۲ د هګیو د چرګانو مرسته وشوه.
نوموړی له کورنیو وغوښتل چې خپلو کورنیو فارمونو ته پاملرنه وکړي او له دې لارې خپلې کورنۍ خودکفا کړي.
د یادونې وړ ده چې ددغه مرستې په لړ کې له هرې کورنۍ سره د چرګانو لپاره دوه ابخوري او دوه دانه خوري، سل کیلو ګرامه د دانه او 5000 افغانۍ نغدي مرسته هم وشوه.