۱۸/۷/۱۳۹۸
ننګرهار مرستيال والي ځوانانو ته د کره او سالمو معلوماتو په خپرولو کې سپارښتنې وکړې
ننګرهار مرستيال والي تميم عارف مومند د تلې په ۱۸مه اطلاعاتو فرهنګ رياست کې د ځوانو ژورنالیستانو فراغت غونډه کې دوی ته د کره او سالمو معلوماتو په خپرولو کې سپارښتنې وکړې.
نوموړي وويل، چې ځوانان بايد تل هڅه وکړي، چې ټولنې ته ښه او ګټور پيغامونه وړاندې کړي او له هغو کړنو ډډه وکړي، چې له امله يې ملي ګټو ته زيان رسيږي.
هغه زياته کړه، د نړۍ په بېلابېلو ژبو هر ډول معلومات پيدا کيږي؛ خو ډېر اړين موضوعات، چې بايد افغانان پرې وپوهيږي په پښتو ژبه نه پيدا کيږي.
ده ځوانانو ته سپارښتنه وکړه، چې به بېلابېلو برخو کې ليکنې وکړي، مقالې او کتابونه وليکي او پښتو ژبه د معلوماتو په برخه کې غني کړي.
د ولايت مرستيال د ځوانو ژورنالیستانو ټولنې ته د خدمت په وړاندې کېدو خوښي وښوده او دا کړنه يې نيک اقدام وباله.
د ځوانو ژورنالیستانو روزونکي شېرشاه همدرد وویل، چې د ژورنالیستانو ملي اتحاديې په چوکاټ کې يې اتيا تنه ځوانان، چې دولس يې نجونو دي د ژورناليزم شپږ مياشتني پروګرام په ترڅ کې وروزل.
نوموړي زياته کړه، چې په ياده موده کې يې يوه میاشت ځوانانو ته د ژورناليزم په زده کړه کې عملي کار هم ښودلی، چې ځوانان به ترې ښه ګټه پورته کړي.
هغه له ځوانانو غوښتنه وکړه، چې زده کړو معلوماتو څخه په عملي ډګر کې هېواد ته د خدمت په موخه کار واخلي.
فراغت غونډې پر مهال تمثيلي پارچې هم وړاندې شوې او په پای کې په فارغو ځوانانو بری لیکونه هم وويشل شول.
۱۸/۷/۱۳۹۸
ننګرهار کې داخلي بې ځايه شويو کورنيو سره د کورني اقتصاد پياوړتيا په موخه د چرګانو مرسته وشوه.
ننګرهار ولايت بهسودو، کامې او چپرهار ولسوالیو کې د داخلي بې ځایه شویو او بېوزله کورنیو سره د هګیو د چرګانو مرسته وشوه.
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د هالنډ هېواد په مالي مرسته د افغانستان لپاره د کليو د بيا ودانولو ادارې(RRAA) له لوري د ننګرهار ولایت کامې، بهسودو او چپرهار ولسوالیو کې د داخلي بې ځایه شویو او بې وزلو کورنیو سره د هګیو د چرګانو مرسته وشوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د حیواني روغتیا امر ډاکټر ضمیر بهسودي وویل: د بهسودو، کامې او چپرهار ولسوالیو ۳۰ کورنیو سره د ۳۲ د هګیو د چرګانو مرسته وشوه.
نوموړی له کورنیو وغوښتل چې خپلو کورنیو فارمونو ته پاملرنه وکړي او له دې لارې خپلې کورنۍ خودکفا کړي.
د یادونې وړ ده چې ددغه مرستې په لړ کې له هرې کورنۍ سره د چرګانو لپاره دوه ابخوري او دوه دانه خوري، سل کیلو ګرامه د دانه او 5000 افغانۍ نغدي مرسته هم وشوه.
۱۸/۸/۱۳۹۸
جلال اباد ښار کې د پنځه ميليونه افغانیو په لګښت د ۱۰۰۰ لويو او وړو کثافت دانيو ایښودلو چارې پيل شوې.
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار په نهو ناحيو کې ښاروالۍ له لوري د پنځه ميليونه افغانيو په لګښت د زر لويو او وړو کثافت دانيو ايښودلو چارې پیل شوې، چې له مخې به يې د ښار په پاکوالي کې د پام وړ بدلون رامنځته شي.
د جلال اباد ښار مارکيټونو تنظيم مدير شاکر الله سباوون وايي، چې د ښار په نهو ناحيو کې يې د زر لويو او وړ کثافت دانيو ايښودلو چارې پيل کړي، چې ور سره به ښار پاک وساتل شي؛ خو پر هټيوالو او ښاريانو يې غږ وکړ، چې ترې ګټه پورته کړي.
نوموړی وايي، چې ډيری وخت خلکو کثافت دانيو سره خزلې او نور توکي اچولي وي، له کثافت دانيو ګټه نه اخلي، چې د کثافاتو ټولو پرمهال بيا د دوی کار کوونکي له ستونزو سره مخ وي.
ده پر ښاريانو غږ وکړ، چې د پاکوالي فرهنګ ته پاملرنه وکړي او له مشخصو کثافت دانيو څخه ګټه پورته کړي.
بل لور ته ښاریان د جلال اباد ښاروالۍ د دې کار ستاينه کوي او ژمنه کوي، چې له کثافت دانيو څخه به ګټه اخلي.
دوی همدا راز له ښاروالۍ ادارې غوښتنه وکړه؛ که هټيوال پاکوالي ته پاملرنه نه کوي؛ نو بايد جريمه شي.
۱۸/۷/۱۳۹۸
ننګرهار کې د څلورو زونونو نابینایانو ترمنځ د کرکټ شل اوریزې سیالۍ پیل شوې
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار کې د (زده کړې نابينايانو ته امتياز نه؛ بلکې دا يې حق دی) تر سرليک لاندې د څلورو زونونو ترمنځ د کرکټ شل اوريزې سيالۍ پيل شوې.
په دې سيالۍ کې ګډونوال نا بينايان، چې د روغ انسان په څېر منډې وهي، توپ نه ويني؛ خو د توپ ځانګړي اواز په اوريدو مسير معلوموي او پوهيږي، چې منډه وکړي او که په ځای ودريږي.
دوی ډېر راحت منډه، توپوهنه، ويکټ ويشتنه کوي او سټريک ته ځان رسوي، چې د لوبې کتل يې جالب دي.
د نابينايانو ټولنې مشر فضل غني بشردوست وايي، چې د دې لوبې څخه يې موخه حکومت له لوري د نا بينايانو زده کړو ته پاملرنه او د خلکو پوهول دي، چې نابينايان ناتوانه – نه دي.
نوموړي وويل، که لوبغاړو ته يې زمينه برابره شي؛ نو نړيوالو لوبو کې به هم ګډون وکړي.
نابينا لوبغاړی عبدالوکیل وايي، هيله لري، چې په راتلونکې کې د دوی ټيم په نړيواله کچه مشهور شي او د هېواد بيرغ د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ورپوي.
دوی وايي له حکومته ګيله من دي، ځکه ورته اساسي پاملرنه نه کوي او يواځې يوه مرستندويه اداره ور سره وخت ناوخت مرسته کوي.
نابينايانو پر حکومت غږ وکړ، چې زده کړو او ورزش ته يې پاملرنه وکړي او د نورو افغانانو په څېر يې حقونو ته درناوی وشي.
۱۸/۷/۱۳۹۸
ننګرهار ولايت مرستيال د ارزاقو عمومي رئیس سره په ناسته کې د دوی اړوند غصب شويو ځمکو په خلاصون کې د اقداماتو ډاډ ورکړ.
ننګرهار ولايت مرستيال تميم عارف مومند د تلې په ۱۸مه ولايت مقام کې د ارزاقو عمومي رئيس بريالي خيبر سره په ناسته کې وويل، چې د ارزاقو رياست او ټولو دولتي غصب شويو ملکيتونو په خلاصون کې به د قانون له مخې اقدامات تر سره کړي.
د ارزاقو ادارې عموي رئیس بريالی خيبر وويل، چې په دې وروستيو کې يې د عايداتو لوړاوي په موخه د خپلو سرچينو معلومولو او غصب شويو ملکيتونو خلاصون په موخه هڅې پيل کړي او په ياده برخه کې يې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
نوموړي همدا راز وويل، چې ارزاق رياست به ډېر ژر په دولتي شرکت بدل شي، چې له مخې به يې چارې منظمې او عايدات به يې لوړ شي.
ننګرهار ولايت مرستيال تميم عارف مومند وويل، چې ولايتي اداره د دولتي ځمکو او ملکيتونو له غصب څخه د خلاصون په برخه کې جدي ده او دوی به ټول غصب شوې ځمکې له غاصبينو خلاصې او غاصبينو سره به د قانون له مخې چلند تر سره کړي.
نوموړي د ارزاقو رئيس څخه وغوښتل تر څو د دې ولايت غصب مخنيوي کميسون سره د خپلو غصب شويو ملکيتونو په اړه معلومات شريک کړي، چې په بېرته ترلاسه کولو کې به يې د قانون له مخې اجرات تر سره کړي.
۱۸/۷/۱۳۹۸
ننګرهار ولايت يو شمېر ولسوالانو په خپلو سيمو کې ټولنيزو او بېلابېلو فعاليتونو کې برخه واخیسته.
ننګرهار ولايت کوټ، بټي کوټ، دره نور، لعلپورې، کامې، مومندرې، شينوارو او کوز کونړ ولسوالانو په خپلو سيمو کې په يو شمېر ټولنیزو او رسمي فعاليتونو کې برخه واخیسته.
ننګرهار ولايت کوز کونړ ولسوال ډاکتر اسماعيل شينواري د ډاکار موسسې له لوري مرسته شوي غير خوراکي توکي د دې ولسوالۍ په ۳۴ بې ځايه شويو کورنيو وويشل.
بل لور ته د شينوارو ولسوال معلم معشوق د IOM ادارې له لوري مرسته شوي خوراکي توکي يو شمېر بېوزله وګړو ته ورکړل.
د کوټ ولسوال نجيب الله رحماني د ديرش بستريز روغتون د جوړونې له چارو څارنه وکړه او مسئولینو ته يې سپارښتنه وکړه، چې ټولې چارې د انجينرۍ او قرارداد اُصولو له مخې تر سره کړي.
نوموړی په ورته وخت کې د ملي اردو د يو شهيد شوي سرتيري کور ته ورغی او د کورنۍ غړو ته يې د تسليت او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کړل.
کوټ ولسوال همدا راز خپلو مامورينو سره د چارو ښه تر سره کېدو په موخه ناسته وکړه او ورته يې سپارښتنه وکړه، چې ټولې چارې د قانون له مخې ترسره او د مشتريانو کارونه پر وخت تر سره کړي.
د يو بل خبر له مخې کوټ ولسوال د دوو کورنيو ترمنځ پيدا شوې شخړه حل کړه او ورته يې سپارښتنه وکړه، چې له دې وروسته په پخلاينه کې ژوند وکړي.
د لعلپورې ولسوال نعمت الله نورزي د یوناما سياسي چارو مسئولې منيرې اخندزاده سره په دې ولسوالۍ کې په بشري وضعيت خبرې وکړې او خلکو ته يې په بېلابېلو برخو کې د مرستو رسولو او پاملرنې خبرې اترې وشوې.
د کوز کونړ ولسوال ډاکتر اسماعيل شينواري او په ننګرهار کې د افغانستان بانک رئیس احمدزي توحيديار د نجونو په ښوونځي کې زده کوونکو ته قرطاسيه وويشله او زده کوونکي يې زده کړو ته تشويق کړل.
د کامې ولسوال شريف الله فضلي سره د عدالت موسسې مسئولینو په دې ولسوالۍ کې خلکو ته د فساد مخنيوي په موخه د عامه پوهاوي تر سره کولو په موخه وکتل، چې نوموړي له لوري ورته د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
د مومندرې ولسوال نسيم شينواري د يو شهيد شوي سيمه ييز پولیس د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ، شهيد ته يې د فردوس جنت او کورنۍ غړو ته يې د تسليت مراتب وړاندې کړل.
د بټي کوټ ولسوال عبدالوهاب مومند سره د کرنې رياست مسئولينو په دې ولسوالۍ کې د کرنې په برخه کې د بېلابېلو فعاليتونو په موخه ناسته وکړه، چې نوموړي له لوري ورته په ټولو قانوني برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
په ورته وخت کې دره نور ولسوال ډاکتر هجرت ګرديوال د PUAMI موسسې مسئولينو سره په دې ولسوالۍ کې بې ځايه شويو کورنيو سره د مرستو تر سره کېدو په موخه ناسته وکړه، چې د مستحقو کورنيو په پيژندو سره به ور سره اړينې مرستې تر سره شي.
د کوز کونړ ښاروال سمسور ملکزي د ولسوالۍ په بازار کې پلې لارې د خلکو پرمخ پرانیستې او هټيوالو ته يې سپارښتنه وکړه، چې پلې لارې د خلکو پرمخ پرانیستې وساتي.
۱۳۹۸/۷/۱۹
پچیراګام کې ۶ داعش وسله وال ووژل شول .
ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ په سلیمانخیلو سیمه کې تېره شپه د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې په هوايي برید کې ۶ داعش ووژل شول او د دوی وسلې او مهمات لمنځه وړل شوي دي .
په همدې حال کې د تروریستانو له لورې د غني خیلو په اته ویشتمه ویاله کې ځای پر خای شوي پنخه کړۍ ماینونه د امنیتي ځواکونو له لورې کشف او له زیان پرته لمنځه یوړل شول.
چین کې د تروریستانو له لورې ځای پر ځای شوي ماین یو اتلس کلن ملکي وګړی شهید کړ.
د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ مامند درې په مربوطاتو کې نن سهار د تروریستانو له لورې د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې د ملک په نوم یو اته کلن تنکی ځوان په شهادت رسیدلی او یو بل اته کلن ټپي شوی دی .
په همدې حال کې په یاده سیمه کې د یو بل ماین په چاودنه کې د پنجشیر په نوم د ولسي پاڅوون کوونکو یو غړی ټپي شوی دی .
