۲۲/۷/۱۳۹۸
ننګرهار ته له غزني څخه يو شمېر ځوانانو د بايسکل په ځغلولو سره د سولې او دوستیۍ پيغام را ورسوه.
د غزني ولايت څخه لس تنو ځوانانو د بايسکل په ځغلولو سره د ميدان وردګو، کابل او لغمان ولايتونو وروسته ننګرهار ته د سولې او دوستۍ په نوم د پيغام په را لېږدولو دې ولايت ته را ورسيدل.
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل، چې د تلې په ۲۲مه يې يادو ځوانانو سره ولايت مقام کې وليدل، له دوی مننه وکړه، چې د سولې او دوستۍ پيغام په لېږدولو يې له غزني ولايت څخه ننګرهار ته سفر وکړ.
نوموړي زياته کړه، چې په اوسنيو حالاتو کې اړتيا ده، چې د سولې او ثبات ترلاسه کولو او فکري تغير په موخه د ولايتونو په کچه له يو ولايت څخه بل ولايت او د ولسواليو په کچه له يوې ولسوالۍ څخه بلې ولسوالۍ ته د فکري ځوانانو سفرونه تر سره شي.
هغه وويل، چې اوس ټول افغانان د سولې او ثبات لپاره کار کوي؛ خو ځينې محدودې حلقې په بې ثباتۍ او نا امنۍ کې خپلې ګټې ګوري، چې ولس يې هيڅکله دې شومو موخو ته نه پريږدي.
د غزني ولايت څخه د بايسکل په ځغلولو سره د سولې او دوستۍ پيغام را ليږدونکو ډلګۍ مشر سميع وويل، چې له ياد ولايت څخه يې د لس تنو ځوانانو په ملتيا د بايسکل په ځغلولو ميدان وردګ، کابل، لغمان او دا مهال ننګرهار ته د سلګونه کيلومتره مزل په طی کولو سره د دوستۍ او سولې په نوم پيغامونه را وليږدول.
نوموړي زياته کړه، غواړي په افغانستان کې سرتاسري سوله او ثبات رامنځته شي او په همدې موخه؛ که ور سره مرسته وشي د هېواد بېلابېلو ولايتونو او ان بهرنيو هېوادونو ته به د پيغام لېږد په موخه سفرونه وکړي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم يو شمېر نورو ځوانانو ننګرهار ته د سفرونو په تر سره کولو دې ولايت ته د سولې پیغامونه را ليږدولي دي.
۱۳۹۸/۷/۲۱
د ننګرهار مالي او اداري مرستیال وايي، د یوې تخنیکي کمیټې په جوړیدو سره به د دې ولایت د پوهنتون استادانو ستونزو ته رسیدګي وکړي .
د ننګرهار کرنې او مالدارۍ ریاست له لورې د کرنې او وترنرۍ پوهنخيو مسؤلین او استادانو د ستاینې په جوړه شوې غونډه کې د دې ولایت اداري او مالي مرستیال تمیم عارف مومند د یادو پوهنځیو د استادانو د ترسره شویو خدمتونو قدرداني وکړه او ډاډ یې وښود چې د یوې تخنیکي کمیټې په جوړیدوو سره به د استادانو ستونزو ته رسیدګي وکړي .
جوړې شوې غونډې ته د ننګرهار د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس سميع الله نصرت وویل، د دې غونډې څخه یې موخه د وترنرۍ او زراعت پوهنځیو استادانو تجربو څخه پخپله ساحه کې ګټه اخیستل او همدا راز د دوی د ترسره شویو خدمتونو څخه قدرداني کول دي .
د ننګرهار ولایت مالي او اداري مرستیال تمیم عارف مومند د کرنې او مالدارۍ ریاست د یاد نوښت څخه ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې د یوې تخنیکي کمیټې په جوړیدو سره به د پوهنتون د کرنې او وترنرۍ پوهنځیو استادانو او زده کړیالانو ستونزو ته رسیدګي وکړي .
هغه زیاته کړه، د خصوصي سکتور مسؤلینو سره به همغږي جوړه کړي ترڅو د کار موندنې په برخه کې د کرنې او وترنرۍ زده کړیالانو ته کاري فرصتونه برابر کړي،همدا راز په ملي او ګڼ نورو پروګرامونو کې دوی ته د ونډې ورکولو ډاډ ورکړ .
مومند استادانو او زده کړیالانو ته په ټولو قانوني برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او له دوی وغوښتل چې د پلان او پالیسۍ په جوړولو کې له کرنې او مالدارۍ ادارې سره مرسته او همکاري وکړي .
د ننګرهار زراعت پوهنځي رئیس سيداجان ابداني، پوهنوال پيرمحمد ستانکزي او یو شمیر نورو د خبرو پر مهال د یادې غونډې له جوړیدو څخه مننه وکړه او ژمنه يې کړه چې د سمینارونو، کنفرانسونو او نورو عملي پروګرامونو په جوړیدوو کې به هر ډول همکاري وکړي .
د یادو مراسمو په څنډه کې د ننګرهار کرنې،اوبولګولو او مالدارۍ ریاست او ننګرهار پوهنتون د کرنې او وترنرۍ علومو پوهنځیو د دوه اړخیزو تخنیکي او مسلکي اړیکو هوکړه لیک هم لاسلیک شو.
۲۲/۷/۱۳۹۸
شينوارو کې د ښوونځي يو زده کوونکي بې پيلوټه الوتکه، نظامي هډه او نظامي بېړۍ جوړه کړې.
ننګرهار ولايت شينوارو ولسوالۍ کې د الفتح عالي لېسې د لسم ټولګي يو زده کوونکي مير احمد د ځانګړي نوښت له مخې يوه بې پيلوټه الوتکه، نظامي هډه او نظامۍ بېړۍ جوړه کړې.
د شينوارو ولسوالۍ مسئولينو ياد زده کوونکی ولسوالۍ ته راوستی و، چې خلکو ته يې په خپلو لاسونو جوړه شوې الوتکه، نظامي مرکز او بېړۍ ورښودلې او مسئولینو له لوري په ډاليو ونازول شو.
مير احمد وايي، چې د عادي وسايلو په مرسته يې وړه الوتکه جوړه کړې، چې هوا ته پورته کيږي او تر لږ ځای پورې ګرځيدلی شي.
نوموړی همدا راز وايي، چې داسې نظامي مرکز يې جوړ کړی، چې دروازې په ريموټ خلاصيږي او په کې ټاورونه او د نظامي وسلو او تجهيزاتو ساتلو او کارولو سيستمونه شتون لري.
هغه همدا راز نظامي بېړۍ هم نندارې ته وړاندې کړه، چې په ځانګړي نوښت نظامي اهدافو تر سره کېدو په موخه د تمثيل په توګه جوړه شوې ده.
میر احمد وايي، چې نور بېلابېل وسايل يې هم جوړ کړي او که حکومت ورته امکانات برابر کړي؛ نو کولی شي، چې په خپلو کارونو کې پرمختګ رامنځته کړي.
د شينوارو ولسوالۍ اجرائيه امر عتيق الله منيب د ياد زده کوونکي د نوښت او ابتکار ستاینه وکړه او په نغدي پيسو او نورو ډاليو يې ونازوه.
نوموړي ياد زده کوونکی تشويق کړ، چې خپلو زده کړو او نوښتونو ته ادامه ورکړي او پر حکومت يې غږ وکړ، چې دغه ځوان ته امکانات برابر او ځانګړې پاملرنه وکړي.
۲۲/۷/۱۳۹۸
تورخم ښارګوټي کې د نږدې څلور ميليونه افغانیو په مالي لګښت د یو سړک جوړولو چارې پيل شوې.
ننګرهار ولايت تورخم ښارګوټي کې د څه باندې درې ميليونه او څلور سوه دوه پنځوس زره افغانيو په مالي لګښت د ۵۸۰ متره سړک په کانکريټي ډول جوړيدو چارې پيل شوې.
تورخم ښاروال انجينر راحت الله زيارمل وويل، چې ياد سړک د تورخم عمومي سړک څخه د ښاروالۍ تر نوې ودانۍ غځيدلی، چې د شينواري ساختماني شرکت له لوري به د يوې مياشتې په موده کې جوړ شي.
تورخم ښاروال وايي، چې دغه سړک د دې ښارګوټي اوسيدنکو په غوښتنه د UNDP/Logo په مالي لګښت جوړيږي، چې لس سلنه لګښت يې د تورخم ښاروالۍ ورکوي.
۲۱/۷/۱۳۹۸
ننګرهار کې د تاوتريخوالي، انساني قاچاق او جعل قضيو کې دولس تنه نيول شوي دي
ننګرهار امنې قوماندانۍ پولیسو د دې ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرې يوې اوونۍ په ترڅ کې د تاوتريخوالي، جعلي تذکرو او جعلي ويزو جوړولو قضيو کې دولس تنه نيولي دي.
په جلال اباد ښار کې د بسمينې په نوم يوې مېرمنې د کور تخريب په قضيه کې شپږ تنه نيول شوي او څارنوالۍ ته ورپيژندل شوي دي.
همدا راز يو سراف د ۲۳ جلده پاسپورتونو، پنځه پاکستاني هويت کارتونو او پنځه جلده جعلي تذکرو سره يو ځای نيول شوی چې څارنوالۍ ته د وروستيو اجراتو په موخه سپارل شوی دی.
په ورته وخت کې څلور تنه نور هم د پاکستان جعلي ويزو لګولو په جرم نيول شوي، چې تر لومړنيو څېړنو وروسته څارنوالۍ ته ور پيژندل شوي دي.
دغه د جلال اباد ښار په اوومې ناحيې کې يو تن د انساني قاچاق په جرم نيول شوی، چې د قانوني کړنو په موخه څارنوالۍ ته لېږدول شوی دی.

۲۲/۷/۱۳۹۸
چپرهار ولسوالۍ کې د يو ميليون او شپږ سوه زره افغانيو په لګښت د دوو استنادي ديوالونو جوړولو چارې پيل شوي.
ننګرهار ولايت چپرهار ولسوالۍ بانډې سيمه کې د يو ميليون او شپږ سوه زره افغانيو په مالي لګښت د دوو استنادي ديوالونو د جوړلو چارې پيل شوې.

د چپرهار ولسوال محمد صديق دولتزي وويل، چې يو ديوال ۲۸ او بل ۱۹ متره اوږدوالی لري، چې په جوړيدو سره به يې سلګونه جريبه ځمکه د سيلابونو له خطرونو څخه وژغورل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *