۱۳۹۸/۷/۲۵
د ننګرهار والي په هڅو په دې ولایت کې د نړیوال اسلامي پوهنتون د احاطې جوړولو پر وړاندې ولسي خنډونه حل او شرکت ته یې د عملي چارو د پیل کېدو لارښوونه وشوه .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په هڅو د دې ولایت د روداتو او کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د نړیوال اسلامي پوهنتون د احاطې جوړولو پر وړاندې ولسي خنډونه حل او د احاطې قراردادي شرکت ته یې د عملي چارو د پیل کېدو لارښوونه وکړه .
ښاغلي میاخېل چې د تلې په ۲۵مه یې د اسلامي پوهنتون د جوړیدو سیمې ته سفر کړی وو،د احاطې جوړولو له پیل شویو چارو او سیمې څخه یې تر لیدنې وروسته له هغه کورنیو سره ناسته وکړه چې د احاطې په مربوطاتو کې یې کورونه راځي او یا یې هم د چهاردیوالیو ځینې برخې نړيږي .
نوموړي په سیاسي او ټولنیز لحاظ په دې ولایت کې په هر ډول شرایطو کې د اسلامي پوهنتون د جوړیدو پر وړاندې د خنډونو د لمنځه وړلو یادونه وکړه او د سیمې له خلکو یې وغوښتل چې قراردادي شرکت ته اجازه ورکړي،ترڅو خپلې نیمګړې چاري پیل کړي .
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د سیمې خلکو ته ډاډ ورکړ چې د ښارګوټو په منظوریدو سره به د دوی لیست له وړاندې ترتیب کړي او په یاده سیمه کې به د دوی د کورونو په بدل کې ورته د نمرو په ورکړه کې لومړیتوب ورکړي.
د سیمې خلکو د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل څخه مننه وکړه چې د یوې ملي پروژې د چارو پر وړاندې د خنډونو د حل کولو په موخه یې د دوی سیمې ته سفر وکړ او په کلیوالي څپره کې یې د ناستې پر مهال ورسره ستونزه بحث کړه .
دوی د ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ چې په قدردانۍ به یې د خپلو کورونو د قلعه ګانو دیوالونه ونړوي او په کې به د اسلامي نړیوال پوهنتون د احاطې جوړولو چارو ته اجازه ورکړي .
د یاد سفر پر مهال په ختیځ کې د ولسي ملاتړ پروګرام مشر حاجي سیدالرحمن،د رورداتو او کوټ ولسوالانو،د اراضۍ او ښار جوړونې ادارو او یو شمیر نورو مسؤلینو هم د ننګرهار والي ملتیا کوله .
ټاکل شوې ډیر ژر د شرکت له لورې د احاطې د پاتې برخې د جوړولو عملي چارې پیل شي .

۲۵/۷/۱۳۹۶
ننګرهار ولايت مقام امنيتي قطعه له ځانګړې روزنې او مجهز کېدو وروسته په دنده وګمارله شوه.
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل د ولايت مقام امنيتي قطعه له ځانګړې روزنې او مجهز کېدو وروسته پر دنده وګمارله او دوی ته يې په امنيتي برخه کې مهمې سپارښتنې وکړې.
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل چې د تلې په ۲۵مه ولايت مقام کې امنيتي قطعې څخه څارنه وکړه د دوی د روزنې او چمتووالی ستاينه يې وکړه.
نوموړي د امنيتي قطعې مسئول او سرتيرو ته د مقام امنيت په ساتنه او په اړونده برخه کې په يو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وکړې.
د امنيتي قطعې مسئول او سرتيرو ننګرهار والي ته له خپل چمتووالي څخه ډاډ ورکړ او ژمنه يې وکړه، چې خپله دنده به په پوره صداقت او ايماندارۍ په زړه ورتيا مخته يوسي.
۲۵/۷/۱۳۹۸
ننګرهار کې د خوړو خوندیتوب نړیواله ورځ ونمانځل شوه
ننګرهار ولایت کې د خوړو خوندیتوب نړیواله ورځ د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په کوربتوت ونمانځل شوه چې په کې د ننګرهار د ولایت مرستیال حبیبې کاکړ، د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس انجینر سمیع الله نصرت د اړونده ادارو مسئولينو او د کرنې د انستیتوت استادانو برخه اخیستې وه.
د ننګرهار ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ د خوړو خوندیتوب د انسانانو لپاره د ژوند اړینه برخه وبلله او ژمنه یې وکړه چې د ولایت مقام رهبري په دغه برخه کې د ستونزو د حل په موخه هر راز همکارۍ ته چمتو ده.
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریس انجینر سمیع الله نصرت د پروګرام پرانستونکې ، د خوړو د خوندیتوب او مدیریت په تړاو خپله وینا واوروله .
نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په اړونده برخو کې د ترسره کړیوفعالیتونو په اړه هم معلومات شریک کړل .
د WHH پروژې مسول ‌‌‌‌‌‌ډاکتر ایمل نړیوال او عبدالرحمن بارکزي د پریزټیشن په شکل د خوړو د خوندیتوب د نړیوالې ورځ په تړاو معلومات، د خوړو د خوندیتوب مدیریت او په اړونده معلومات شریک کړل.
د یادونې وړ ده چې ۱۶ اکتوبر د خوړو د خوندیتوب د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کیږي او موخه یې د خوړو د ضایعاتو مخینوی دی.

۲۵/۷/۱۳۹۸
ننګرهار کې د اقليمي بدلون نړيواله اوونۍ د يوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه
ننګرهار پوهنتون کې د اقليمي بدلون نړيواله اوونۍ د يوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه، چې پر مهال يې د ولايت مرستيال تميم عارف مومند، د چاپېريال ساتنې، پوهنتون او نورو ادارو رئيسانو او استازو ګډون کړی و.
ننګرهار ولايت مرستيال تميم عارف مومند اقليمي بدلون او چاپېريال ساتنې ځانګړې اوونۍ نمانځل مهم ياد کړل او زياته يې کړه، چې په دې سره خلکو ته عامه پوهاوی کيږي، ترڅو د چاپېريال په ساتنه کې مسئولينو سره همکاري وکړي.
نوموړي د دې ولايت پر ولسونو غږ وکړ، چې خپل چاپېريال پاک وساتي او په ساتنه کې يې مسئولينو سره ګډې هڅې تر سره کړي.
د دې غونډې پر مهال د چاپېريال ساتنې رئیس او نورو مسئولينو د چاپېريال ساتلو او اقليمي بدولون په اړه هر اړخيز او علمي معلومات وړاندې کړل.
د یادونې ده، چې په ټوله نړۍ کې هر کال د اکتوبر له څوارلسمې څخه تر شلمې نېټې پورې د اقليم بدلون او چاپېريال ساتنې ځانګړې اوونۍ نمانځل کيږي او خلکو ته په ياده برخه کې عامه پوهاوی کيږي.
بل لور ته د چاپېريال ساتنې ادارې له لوري د اقليمي بدلون او چاپېريال ساتنې په موخه جوړ شوی ورکشاپ پای ته ورسيد، چې پر مهال يې يو شمېر کسانو ته د ښو فعالیتونو له امله ستاينليکونه هم ورکړل شول.
۲۵/۷/۱۳۹۷
ننګرهار مرستيال والي شمس لندن اکاډمۍ ښونځي کې د ښوونکي نړيوالې ورځې نمانځغونډه کې د افغان ښوونکي مقام لوړ ياد کړ او دوی يې د نړۍ ښوونکو سيال وبلل.
ننګرهار ولايت مرستيال تميم عارف موند د تلې په ۲۵مه د جلال اباد ښار لومړۍ ناحيې کې د شمس لندن اکاډمۍ ښوونځي له لوري د ښوونکي نړيوالې ورځې نمانځغونډه کې د افغان ښوونکو مقام لوړ ياد کړ او دوی يې د نړۍ ښوونکو سيال وبلل.
په دغه غونډه کې د ولايت بشري سرچينو رئیس احمد ضياء عبدالزي، د پوهنې ادارې او شمس لندن اکاډمۍ مسئولينو، زده کوونکو، د زده کوونکو والدينو او نورو ګډون کړی و.
ننګرهار ولايت مرستيال تميم عارف مومند د افغان ښوونکي مقام تر ټولو لوړ ياد کړ او دوی يې د نړۍ ښوونکو سيال ياد کړل.
نوموړي وويل زمونږ ښوونکي ښه پوهه، دندې ته ژمنتيا او پوره حوصله لري او د دوی د زحمتونو او هڅو ستاينه يې وکړه.
په دې غونډه کې د شمس لندن اکاډمۍ ښوونځي مسئول هارون شمس ښوونکو ته د دوی د ورځې په مناسبت مبارکي ورکړه او ورته يې د نورو برياو هيله وکړه.
نوموړي همدا راز د ننګرهار ولايت مرستیال تميم عارف مومند او بشري سرچينو رئیس احمدضياء عبدالزي مننه وکړه، چې تل يې دوی سره پوهنې برخه کې همکاري کړې او د ستاينليکونو په ورکړې سره يې وستايل.
په دې غونډه کې ويناوالو د ښوونکي پر مقام، دوی ته درناوي او د ښوونکو ژوند ته د پاملرنې په برخو کې خبرې وکړې.
په ورته وخت کې د شمس لندن اکاډمۍ نوی تعمير هم تر جوړيدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شو، چې پر مهال يې د ولايت مرستيال، د بشري سرچينو رئيس، د شمس لندن اکاډمۍ مسئولینو او نورو ګډون کړی و.
۲۵/۷/۱۳۹۸
جلال اباد ښار کې د شپږ ميليونه افغانيو په لګښت د يو فرعي سړک د جوړونې چارې پيل شوې.
ننګرهار ولايت مرکز جلا اباد ښار څلورمه ناحيه کې د شپږ ميليونه افغانيو په لګښت د يو فرعي سړک په کانکريټي ډول د جوړولو چارې پيل شوې.
د څلورمې ناحيې امر د معلوماتو له مخې د مجبور اباد سړک د UN HABITAT ادارې په مالي لګښت، چې ټول ۳۷۰ متره اوږدوالی او څوارلس متره پراخوالی لري د لس مياشتو په موده کې جوړيږي.
له دغه سړک څخه به د يادې سيمې زرګونه کورنۍ د تګ راتګ په موخه ګټه پورته کړي.
۲۵/۷/۱۳۹۸
ننګرهار ولايت مقام کې د ۲۲ ولسواليو سکتوري خدمتونو مديرانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
ننګرهار ولايت مقام سکتوري خدمتونو رياست اړوند بيا رغونې کارپوه صميم کريمزي او د ولسواليو کارپوه حمد الله خطاب د دې ولايت د ۲۲ ولسواليو سکتوري مديرانو سره د همغږۍ مياشتنۍ ناسته وکړه.
د دې ناستې په ترڅ کې د ۲۲ ولسواليو د سکتوري خدمتونو مديرانو د يوې مياشتې تر سره کړيو کړنو راپور وړاندې کړ، چې د چارو په سمون کې ورته سپارښتنې وشوې.
د ولايت د بیا رغونې کارپوه صميم کريمزي د سکتوري خدمتونو مديرانو ته سپارښتنه وکړه، چې په ولسواليو کې د بيا رغونې پروژو په تطبیق کې همکاري او د روانو چارو څخه دوامداره څارنه وکړي.
همدا راز په دې ناسته کې په ولسواليو کې د متوازن انکشاف او پرمختيا په موخه په بېلابېلو موضوعاتو خبرې او بحثونه وشول.

۲۵/۷/۱۳۹۸
ننګرهار کې د پنځوس ملکي ادارو د بشري سرچينو او مالي او اداري مديرانو ته د پلان او راپور جوړونې په برخه کې يو ورځنی ورکشاپ ورکړل شو.
ننګرهار ولايت مقام د بشري سرچينو ریاست له لوري د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې په تخنيکي همکارۍ د دې ولايت د پنځوس ملکي ادارو د بشري سرچينو او مالي او اداري مديرانو ته د کاري پلان او راپور جوړولو په برخه کې يو ورځنی ورکشاپ ورکړل شو.
د ولايت د بشري سرچينو رئیس احمد ضياء عبدالزي وويل، چې له دغه ورکشاپ څخه يې موخه د ملکي ادارو کار کوونکي کاري پلان جوړونې، د پلان تطبيق او د ارزيابۍ پر مهال درست کاري راپور وړاندې کولو باندې پوهول دي.
نوموړی وويل، کله چې يې د ملکي ادارو د کار کوونکو کلنۍ ارزيابي کوله وليدل شول، چې دوی په پلان جوړونه او راپور ورکولو کې ستونزه لري؛ نو ځکه يې ورته دغه ورکشاپ جوړ کړ.
د ولايت بشري سرچينو رئیس وويل، چې د دغه ورکشاپ پر مهال يې يو فورم هم مسئولينو ته وسپاره ترڅو د خپلو کار کارکونکو په اړه ور سره معلومات شريک کړي، چې دوی به يې په ډيټابیس کې معلومات ثبت او د اړتيا پر مهال به يې معلومات ذيصلاح مقاماتو سره د تصاميمو نیولو په موخه شریک کړي.
۲۵/۷/۱۳۹۸
کوز کونړ ولسوالۍ کې ۱۶۰ کورنيو سره د نږدې درې ميليونه افغانیو نغدي مرسته وشوه
ننګرهار ولايت کوز کونړ ولسوالۍ کې د PUAMI مرستندویه ادارې له لوري ۱۶۰ بې ځايه شویو کورنيو سره د دوه ميليونه اته سوه اتيا زره افغانيو نغدي مرسته وشوه.

د کوز کونړ ولسوال ډاکتر اسماعيل شينواري وويل، چې هرې کورنۍ ته اتلس – اتلس زره افغانۍ ورکړل شوې.
ولسوال د PUAMI ادارې له مسئولینو مننه او د نورو مرستو په دوام يې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

۲۵/۷/۱۳۹۸
جلال اباد ښار کې پولیسو له هټيو د موټرونو غير قانوني وسایل راټول کړل
د ننګرهار امنې قومندانۍ د جنایې جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت پولیسو په جلال اباد ښار کې له هټيو د موټرونو غیر قانوني وسایل راټول کړل.
په نیول شویو وسایلو کې د تورو ښیښو فلم،د دولتي موټرو هارنډونه،جعلي پلیټونه،اوږده انتنونه،لیزري ګروپونه،د امبولانسونو اشاري او دی ته ورته نور غیر قانوني وسایل شامل دي.
د ننګرهار امنې قومندانۍ د جنایی جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر کمیسار حامد ستانکزي هټیوالو ته سپارښتنه وکړ، چې له دغو وسایلو د اخیستلو او خرڅولو ډډه وکړي، چې د سرغړونې په صورت کې به قانوني چلند تر سره شي.
۲۵/۷/۱۳۹۸
کوز کونړ ولسوالۍ کې پر داخلي بې ځايه شويو کورنيو روغتيايي کيټونه وویشل شول
ننګرهار ولايت کوز کونړ ولسوالۍ کې د ډاکار موسسې له لوري پر شل بېوزله کورنيو روغتيايي کيټونه وويشل شول.
د کوز کونړ ولسوال ډاکتر اسماعيل شينواري د ډاکار موسسې له مسئولينو مننه وکړه، چې بېوزله کورنيو سره يې د روغتيايي کيټونو مرسته وکړه.

نوموړي همدا راز د يادې موسسې له مسئولينو غوښتنه وکړه، ترڅو په دې ولسوالۍ کې بې ځایه شويو کورنيو سره هم مرستې وکړي، چې ډاکار موسسې مسئولينو له لوري ورته د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
۲۵/۷/۱۳۹۸
ننګرهار ولايت مستوفي مسئولينو ته د عوايدو په شفاف ډول راټولولو او ماليې ورکوونکو ته د سهولتونو په رامنځته کېدو کې سپارښتنې وکړې.
ننګرهار ولايت مستوفي ګل افضل نادري د خپلې ادارې مامورینو سره به ناسته کې سپارښتنه وکړه، ترڅو د عوايدو په شفاف ډول راټولولو او ماليې ورکوونکو ته د سهولتونو په رامنځته کېدو کې لازمې هڅې تر سره کړي.
د ننګرهار مستوفي ګل افضل نادري د عوایدو آمریت او د غیر مالیاتي عوایدو څانګې ته لارښوونې وکړې، چې د ورکړل شوي پلان سره سم دې عواید په شفافه توګه راټول کړي، همدارنګه یې یادونه وکړه چې مالیاتو ورکوونکو ته دې په چارو کې تسهیلات او اسانتیاوې رامنځته کړي، چې د عوایدو راټولولو پروسه د شفافیت سربېره لاپسې چټکه شي.
همدا راز یې لارښوونه وکړه، چې هغه نهادونه چې مالیاتي حسابونه یې تصفیه کړي ندي او په دې برخه کې د قانون له تنفیذ څخه تېښته کوي، د قانون سره سم یې د جواز فعالیتونه ودرول شي.
د ننګرهار مستوفي خوښي څرګنده کړه چې تر اوسه د مالیاتو راټولولو چارې د پلان سره سمې روانې دي او کارمندان یې وهڅول، چې د عوایدو په راکړل شوي هدف لاسته راوړلو کې خپلې هلې ځلې لاپسې ګړندۍ کړي.
۲۵/۷/۱۳۹۸
د کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه د کامې ولسوالۍ د زاخېلو د سیمې ۸۰ کوچنیو مالدارانو سره د لبني بستو مرسته وشوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د اقليمي تغيراتو له کبله د رامنځته کېدنکو خطرونو د کمولو پروژې (CDRRP) له لوري د کامې ولسوالۍ په زاخيلو سيمه کې د ۸۰ تنو کوچنیو مالدارانو سره د لبني بستو او شیدو ټولونې د وسایلو مرسته وشوه .
د ننګرهار د کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریس انجینر سمیع الله نصرت وایې دغه مرسته چه ټول لګښت يې شا او خوا يو ميليون او سل زره افغانۍ دى او موخه یې د کورنیو خودکفا کېدل او د بې وزله کورنیو اقتصادي پیاوړتیا ده.
نوموړی زیاتوي د زاخیلو په سیمه کې شیدو ټولونې یو مرکز تجهیز او ګټې ته سپارلی چې په لړ کې یې دغه مرسته هم ترسره شوه.
انجینر سمیع الله نصرت وایې، چې د ياد مرکز له فعالیدو او د دغه وسایلو له مرستو یې موخه د کوچنيو مالدارانو لپاره د شيدو د خرڅلاو زمينه برابرول او له دې لارې د هغوی مالدارۍ ته پراختیا ورکول دي.
ياده دې وي چه د کامې ولسوالۍ په زاخیلو قریه کې د شیدو ټولنې مرکز لپاره د زاخيلو شورا د غړیو له لوري تعمير ځانګړی شوى دى، چې د وسایلو مرسته او د مالدارانو روزنه یې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د CDRRP پروژې له لوري ترسره شوه چې د شيدو د راټولولو، ذخيره کولو او انتقال چارې پکې پر مخ وړل کيږي.
۲۵/۷/۱۳۹۸
ننګرهار امنې قوماندانۍ منسوبينو په لعلپورې او شينوارو ولسوالۍ کې د نظامي مخابروي سیستم څارنه وکړه.
ننګرهار امنې قوماندانۍ د مخابري او کمپيوټر مديريت منسوبین د مشترک پلان پر اساس تیره ورځ دلعلپوری او شینوارو ولسوالیو څخه لیدنه وکړه.
د يادې ليدنې په ترڅ کې ولیدل شول چې د دواړه ولسوالیو مخابروي پرسونل درست او په مسلکي ډول سره کار کوي هیڅ ډول کومه ستونزه په مخکې نلري اوله پرمختللي وسایلو برخمن دي.
د مخابری او کمپیوټر مدیر فرهاد شیرزاد وایی چې په نوبتوار سره به د ټولو ولسوالیو مخابروي پرسونل څخه لیدنه وشي او هغه ستونزې چې کومې ولسوالۍ ولري ډېر ژر د اجراتو کولو سره به د هغې ولسوالۍ مشکلات حل او له منځه وړو.
د یادی لیدني په ورستیو کې د مخابروي پرسونل د لا ښه او چټک کار ترسره کولو په موخه وړانديزونه او ستونزي واوریدل شوې.
۲۵/۷/۱۳۹۸
مومندره کې دولس وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
ننګرهار ولايت مومندرې ولسوالۍ مربوطاتو کې تېره ورځ د سرحدي ځواکونو او وسله والو طالبانو په مخامخ جګړه کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او او نهه نور ټپيان شوي دي.
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د معلوماتو له مخې سرحدي ځواکونو د مومندرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې وسله والو طالبانو سره جګړه کړې، چې له امله يې درې طالب وسله وال وژل شوي او نهه ټپيان شوي دي.
د معلوماتو له مخې د يادې جګړې پر مهال د وسله والو طالبانو پاتې ملګري په شا تمبول شوي او سرحدي ځواکونو ته کوم زيان ندی اوښتی.
۲۵/۷/۱۳۹۸
دننګرهار استيناف محکمې رئیس په مشرۍ د جزاء برخې څارنوالانو او قضاتو ترمنځ دچارو همغږۍ په موخه ځانګړې غونډه ترسره شوه.
د غونډې پرمهال د ننګرهار استيناف محکمې رئیس قضاوتيارعبدالولي قاضي زاده وويل، چې په ناسته کې د جزايي برخې په خاصو موضوعاتو ځانګړی بحث وشو .

نوموړي دغه ډول ناستې دچارو سمون ، چټکتيا او ښه والي کې ګټورې وبللې او ټېنګار يې وکړ ، چې په راتلوونکي کې به هم ورته ناستې ولري.

په غونډه کې په استيناف څارنوالي کې د قضاياو خلا او نواقصو ته په خپل وخت په رسيدګۍ ، بې مورده د دوسيو استولو راستولو ، د دوسيو د تسليمۍ د مودې اوږدوالي مخنيوي او د دواړو ادارو ترمنځ په يو شمېر نورو ستونزو هم خبرې وشوې او په حل کې يې لازم تصميونه ونيول شول.

ديادونې ده، چې دننګرهار استيناف محکمې او څارنوالۍ مسئولين وخت پروخت د ستونزو حل، په چارو کې شفافيت، چټکتيآ او همغږۍ په موخه ناستې کوي.

۲۵/۷/۱۳۹۸
د ختيځ زون مسئولينو د ښځو اړوند قضيو ته د لاسرسی او حل په موخه د همغږۍ ناسته وکړه
ننګرهار ولايت ښځو چارو رئيسې فتانې عزيز په مشرۍ په دې ولايت کې د شاهد او متضرر په نوم د ښځو قضاياو ته د لاسرسي او حل په موخه مياشتنۍ ناسته وشوه.

په دې ناسته کې د ختيځ زون ښځو چارو، عدلې، امنې قوماندانۍ، څارنوالۍ، مدافع وکيلانو، حقوقو مديرانو، د ښځو ملاتړ مرکز مسئولينو او نورو ګډن کړی و.
په ياده ناسته کې د ختيځ زون په کچه د مېرمنو قضاياو ته د لاسرسي او د دوی ستونزو په حل کې خبرې اترې، بحثونه او پريکړې تر سره شوې.

۲۷/۷/۱۳۹۸
اچين کې لس داعش وسله وال او د دوی يو شمېر قرارګاوې، پوستې او پټنځایونه يې لمنځه يوړل شول.
ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ مربوطاتو کې د پیل شويو عملياتو په ترڅ کې د تېرو څلرويشتو ساعتونو پر مهال لس داعش وسله وال ووژل شول او د دوی درې قرارګاوې، اته پوستې، دوه تونلونه او يو پټنځای لمنځه وړل شوي.
په ورته وخت کې امنيتي ځواکونو د داعش وسله والو له لوري دوه ځای پر ځای شوي ماينونه هم لمنځه وړي دي.

۲۷/۷/۱۳۹۸
لعلپورې ولسوالۍ کې درې بريدګر طالبان ووژل شول
ننګرهار ولايت لعلپورې ولسوالۍ صدې سيمه کې تېره شپه وسله والو طالبانو د ولسي پاڅون کوونکو پر پوستې بريد کړی، چې د پاڅونوالو ځوابيه بريد کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او بريد په شا تمبول شوی دی.
د معلوماتو له مخې ولسي پاڅون کوونکو له بريد وړاندې کشفي معلومات درلودل او کله، چې مخالفينو بريد وکړ په ځوابيه بريد کې يې درې وسله وال طالبان ووژل شول، چې جسدونه يې د جګړې په سيمه کې پاتې شوي دي.
همدا راز د وسله والو طالبانو نور غړي په شا وتمبول شول او پاڅونوالو ته کوم زيان ندی اوښتی.
دغه راز د جګړې په ځای کې له وسله والو طالبانو څخه يو راکټ، يوه پيکا، يو کلاشنکوف او يو M16 وسلې هم ترلاسه شوي دي.

۱۳۹۸/۷/۲۶
د تورخم ښارګوټې له ګمرک څخه څارنه او لیدنه وشوه .
د ننګرهار ګمرک رئیس احمد نوید بشریار تورخم ښارګوټې ته د سفر په ترڅ کې د یاد ښارګوټې د ګمرک مدیریت بندروالۍ او اړونده پلټنو مرکزونو څخه لیدنه او څآرنه وکړه .
نوموړي د فساد، قاچاق، انسان ځورونې او دې ته ورته نورو غیر قانوني کړنو پر وړاندې کارکوونکو ته د قاطع اقداماتو سپارښتنه وکړه، همدا راز یې د توکو په سل سلنه تشریح، قانوني محصول وضع کیدو، سوداګرو ته د لازمو سهولیتونو په برابریدو او اسنادو د طې مراحل پړاونو په قانوني لنډونې ټینګار وکړ.
د ګمرک رئیس ته د تورخم ښارګوټې د ګمرک مدیر امان الله کلیوال له لورې د ټولو لارښوونو د تطبیق او قانون د پلې کېدو ډاډ ورکړل شو .

۱۳۹۸/۷/۲۶
د هسکې مینې ولسوالۍ په چودرې سیمه کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنې ۶۲ لمونځ کوونکي شهیدان کړل .
د ننګرهار ولایت د هسکې مینې ولسوالۍ په چودرې سیمه کې نن د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنې ۶۲ لمونځ کوونکي شهیدان او ۳۶ نور ټپيان کړل .
د دې ولایت والي شاه محمود میاخېل چې د جلال اباد په حوزوي روغتون کې د ټپیانو روغتیایي وضعیت څخه لیدنه کوله رامنځته شوې پېښه په کلکو ټکو وغندله او زیاته یې کړه چې د چودرې سیمې خلکو د خپل پاک پرودګار د عبادت په موخه لمونځ ادا کولو چې په همدې ګناه یې د چاودنې په ترڅ کې شهیدان او ټپيان کړل .
نوموړي وویل،نن د جمعې د لمانځه پر مهال چې دویم رکعت ترسره کېدو، د اسلام دښمنانو د هسکې مینې ولسوالۍ د چودرې سیمې په جومات کې د جمعې مبارکې په لمونځ کوونکو چاودنه کړې چې له امله یې ۶۲ تنه لمونځ کوونکي شهیدان او ۳۶ نور ټپيان دي .
هغه زیاته کړه، د پېښې ۲۶ ټپيان د جلال اباد حوزوي روغتون ته را لیږدول شوي او لس نور د ولسوالۍ په روغتون کې تر درملنې لاندي دي چې د اکثره ټپیانو روغتیایي حالات د ډاډ وړ دی .
ښاغلي میاخېل وویل،پېښه د چاودنې له امله رامنځته شوې،خو نوعیت لا روښانه ندی،همدا راز یې ډاډ ورکړ چې د جسدونو او ټپیانو په لیږد او درملنه کې یې امنیتي ځواکونو او روغتیایي کارکوونکو جدي اقدامات ترسره کړي دي .
د یادونې وړده چې د اسلام مبارک دین په نوم د دین دښمانو تر دې وړاندې په روداتو ولسوالۍ کې هم د جمعې د لمانځه پر مهال په ورته چاودنه کې لسګونه کسان شهیدان او ټپيان کړي وو.

۱۳۸۷/۷/۲۶
ننګرهار کې مسؤلینو،مخورو او مدني فعالانو د یو شمیر پیل شویو پروژو له چارو څخه لیدنه وکړه .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په مشرۍ د دې ولایت امنیه قوماندان،ولایتي شورا یو شمیر غړو، ادارو مسؤلینو،ولایتي شورا غړو،مخورو او مدني فعالانو د تلې په ۲۶مه د جلال اباد ښار او څېرمه ولسوالیو کې وروستیو کې پیل شویو بېلابېلو پروژو له چارو څخه لیدنه وکړه .
یادو مسؤلینو د جلال اباد شاهي ماڼۍ،شاه غازي امان الله خان مزار،د فاتحې اخیستلو مرکز،پاچا خان مزار، زر بستریز روغتون، د اداري کمپلکس له سیمې،د کانونو ادارې اړوند تلې،د جلال اباد ـ کابل دویم لین سړک او یو شمیر نورو سیمو څخه لیدنې وکړې .د مسؤلینو د مالوماتو له مخې د جلال اباد شاهي ماڼۍ د څلورو مرحلو څخه یې لومړۍ مرحله چارې چې لس سلنه کیږي، بشپړي شوي دي او اوس مهال یې په دویمه مرحله یې او عملاً چارې پیل شوي دي .یادو مسؤلینو وروسته د فخر افغان خان عبدالغفار خان مزار ته لاړل،د هغه روح ته یې د دعا ترڅنګ د ترسره شویو چارو څخه لیدنه وکړه چې پنخوس سلنه چارې یې بشپړي شوي او نږدې ۵۴ میلیونه افغانیو په لګښت د دې مزار پاتې چارې به د راتلوونکو شپږو میاشتو په موده کې بشپړي شي .د ننګرهار والي په مشرۍ یادو مسؤلینو او مخورو وروسته د ۸۱ یم غونډ په سیمه کې د اداری کمپلکس د جوړیدو په موخه په نښه شوي سیمې څخه هم لیدنه وکړه چې د مالوماتو له مخې یو سلو شل جریبه ځمکه کې به د څلورشپیتو څخه زیاتو ادارو لپاره په کې ودانۍ جوړې شي چې اوس مهال یې د تخنیکي سروې چارې جریان لري .
دوی وروسته د زر بستریز روغتون له چارو څخه هم لیدنه وکړه چې په کې د مالوماتو له مخې پنځه اتیا سلنه په کې د خوړنځای او وینځنې ځایونو،د دوه سوه پنځوس او درې سوه پنځوس بسترونو انتظار خونې پنځه اتیا،پنځه اتیا سلنه چارې،د جومات نوي سلنه، د ای سي یو پنځه پنځوس سلنه،د او پي ډي شپیته سلنه،د درې سوه پنځوس بستریز او دوه سوه پنځوس بسترونو ودانیو چارې پنځه ویشت سلنه بشپړي شوي دي.
د ښاغلي میاخېل په مشرۍ امنیتي او ملکي مسؤلینو او مخورو همدا راز د اوومې ناحیې په مربوطاتو کې د کانونو د ترازو څخه هم لیدنه وکړه چې د مالوماتو له مخې په نږدې ۷ میلیونه افغانیو مالي لګښت پیل شوي د دې ترازو چارې نوي سلنه بشپړي شوي او د راتلوونکو درې اونیو په موده کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي .
ښاغلي میاخېل او ورسره مل پلاوي همدا راز د کابل ـ جلال اباد دویم لین سړک د وروستیو ترمیماتي چارو څخه هم لیدنه وکړه چې پر مهال ورسره مالومات شریک شول .
په همدې حال کې مسؤلینو امیرشهید بڼ ته څېرمه د نوي جوړېدونکي جومات چې په کې به فاتحه هم اخیستل کیږي او په دوه پوړونو کې یې د نولس میلیونه افغانیو په لګښت چارې پیل شوي، لیدنه وکړه چې کارونه یې شپیته سلنه بشپړ او راتلوونکو درې میاشتو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي .
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل او ورسره مسؤلینو د یادو پروژو ترڅنګ شاه غازي امان الله خان مزار د ترسره شوي چارو څخه هم لیدنه وکړه او د هغه روح ته یې د دعا کولو ترڅنګ خوښي وښوده چې په دې ولایت کې د پروژو چارې ګړندۍ او په ښه توګه جریان لري .

۱۳۸۷/۷/۲۶
ننګرهار کې د شهید جنرال عبدالرازق لومړی تلین څخه د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې یادونه وشوه
د ننګرهار ولایت مقام د یوې فاتحې په ترسره کولو او ولایتي شورا کې د یوې غونډې په ترڅ کې د شهید ستر جنرال عبدالرازق لومړی تلین څخه یادونه وشوه چې امنیتي چارواکو،قومي مخورو، مدني فعالانو او یو شمېر ځوانانو پراخ ګډون کړی و.
د جلال اباد د شاهي ماڼۍ په جومات کې د جمعې د لمانځه له ادا کولو وروسته د شهید ستر جنرال عبدالرازق روح ته د دعا په موخه د فاتحې مراسم ترسره شول،چې په کې ننګرهار والي،ولایت اداري او مالي مرستیال،قومي مشرانو،مدني فعالانو او یو شمیر نورو ګډون کړی وو .
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د فاتحې پر مهال د شهید ستر جنرال عبدالرازق مړینه د هېواد په امنیتي سکتور کې لویه ضایعه وبلله او زیاته یې کړه چې تاریخ کې به د ارواښاد کارنامې د تل لپاره ژوندۍ وي .
هغه زیاته کړه، دښمن همېشه هڅه کوي چې د هېواد مخکښ قومي مشران،دیني عالمان، ښوونکي او نور سر لارې په شهادت ورسوي،خو په وینا یې هیڅکله به هم له دې لارې بریا ته ونه رسیږي او هیله یې وښود چې په افغانستان کې تل پاتې سوله او امنیت رامنځته شي .
په همدې حال کې د ننګرهار ولایتي شورا په انګړ کې هم د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې د شهید ستر جنرال عبدالرازق لومړي تلین څخه یادونه وشوه .
د ننګرهار ولایتي شورا رئیس احمد علی حضرت غونډې ته وویل، ستر جنرال عبدالرازق اڅکزی د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا ملي حاکمیت او خاورې څخه په دفاع کې مېړنی شخصیت دی نوموړي وایي، چې شهید ستر جنرال عبدالرازق خان مستقیماً لکه د هېواد د یو شمېر نورو مېړنیو شهیدانو پاکستان شهید کړی او پاکستان ځکه نه شو زغملی چې په زغرده یې د ‌‌‌‌‌‌ډیورن‌‌‌‌‌‌ډ له کرغېړنې کرښې څخه دفاع کوله.
د نورستان ولایتي شورا رئیس سعیدالله پاینده زوی هم شهید ستر جنرال عبدالرازق خان ملي شخصیت یاد کړ چې په واقعي مانا یې افغاني‌ غرور درلود. او د خاورې خدمتګار و
ننګرهار کې د څلورمې پلې لوا قوماندان برید جنرال محمد کریم نیازی وایي، جنرال عبدالرازق د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو نه ماتېدونکی او تکرارېدونکی شخصیت دی او تل به د جنرال رازق لار تعقیب کوو.
د غونډې ګډونوالو د ننګرهار ولایتي ادارې څخه غوښتنه وکړه چې د جلال ابادـ کابل یا د جلال اباد – تورخم لویه لاره او یا په جلال اباد ښار کې یو څلور لارې د ستر جنرال عبدالرازق خان شهید په نوم ونوموي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *