۱۳۹۸/۷/۲۸
ننګرهار والي دې ولایت ته د ولسي جرګې د لومړي مرستیال په مشرۍ راغلي پلاوي سره ولیدل .
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د ولسي جرګي لومړي مرستیال امیرخان یار په مشرۍ دې ولایت ته د ولسي جرګې راغلي پلاوی سره د خپل کار په دفتر کې ولیدل او د هسکې مینې ولسوالۍ په وروستۍ رامنځته شوې پېښه یې بحثونه او مالومات شریک کړل .
د یادې لیدنې پر مهال چې د ملي امنیت رئیس ډګر جنرال نظرعلي واحدي هم شتون درلود،پلاوي دې ولایت ته د راتګ موخه د قربانیانو کورنیو سره لیدنه،د پېښې د څرنګوالي او امنیتي وضعیت په اړه د مالوماتو را ټولیدل په ګوته کړل.
د ولسي جرګې غړو ستار حسیني،عبدالله بیک،قیس ملکزي،عبدالرؤف شپون،مریم سما او ابرارالله مراد او یو شمیر نورو مسؤلینو د دې لیدنې پر مهال شتون درلود.

۱۳۹۸/۷/۲۸
ولسمشرغني هسکې مینې ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې د جودرې سیمې د تروریستي برید قربانیانو کورنیو ته د فاتحې او غمرازۍ مراسم ترسره کړل .
ولسمشر محمد اشرف غني د تلې په ۲۸مه د ننګرهار ولایت هسکې مینې ولسوالۍ ته سفر وکړ او د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې د جودرې په سیمه کې پر یو جومات کې پر لمونځ کوونکو د تروریستي برید قربانیانو کورنیو ته د فاتحې او تسلیت مراتب ترسره کړل .
د نوموړي سره د یاد سفر پر مهال د مشرانو جرګې رئیس،د ملي امنیت سلاکار،د ولسي جرګې لومړي مرستیال،د ولسمشر یو شمیر سلاکارانو،په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو یو شمیر استازو او یو شمیر نورو ګډون کړی وو.
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د ولسمشر په مشرۍ راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل،تروریستانو د بشریت، اسلامیت او افغانیت ضد کړنې په ترسره کولو سره ستره غمیزه رامنځته کړه او لسګونو لمونځ کوونکو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
هغه زیاته کړه، د پېښې د رامنځته کېدو سره سم د ولایت مقام د رهبرۍ په لارښوونه دفاعي او امنیتي ځواکونو،روغتیایي کارکوونکو او محلي ادارې پخپلو برخو کې د اقداماتو ترسره کولو په موخه د پېښې ځای ته رسیدګي وکړه .
ښاغلي میاخېل وویل،د جودرې سیمې خلکو د وطن د عزت او دفاع په موخه د داعش او طالب پر ضد را ولاړ شوي وو او ډاډ یې ورکړ چې په دې ولایت کې دفاعي او امنیتي ځواکونه به یې ټولې سیمې د داعش له شتون څخه پاکي کړي .
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د جمهور رئیس څخه مننه وکړه چې د غمرازۍ په موخه یې هسکې مینې ولسوالۍ ته سفر وکړ او د قربانیانو کورنیو ته یې د فاتحې او تسلیت مراتب وړاندې کړل .
د هسکې مینې ولسوالۍ د جودرې سیمې د قربانیانو کورنیو په استازۍ عبدالستار خان،قومي مشر ملک دفتر خان او قاري محب د ولسمشر په مشرۍ د ټول پلاوي د ورتګ او دوی ته د فاتحې او تسلیت مراتبو وړاندې کولو له امله مننه وکړه .
دوی په شینوارو کې د داعشیانو د لمنځه وړلو،امنیتي وضعیت لا ښه کولو،د اوبو څاه ګانو کیندلو، سړکونو جوړولو،د پوهنې او روغتیا په برخه کې د ښه خدمتونو وړاندې کولو،د شابو بند جوړولو، شهیدانو کورنیو ته د یوې یوې نمرې ورکړې او حج فریضې ته د قربانیانو کورنیو د لیږلو غوښتنې وکړې .
دوی ډاډ ورکړ چې د خپل وطن د ابادۍ او خاورې څخه د دفاع په لاره کې هر ډول قربانیو ته ژمن دي خو د مرکزي ادارې له لورې د دوی سیمې ته د اساسي او رښتینې پاملرنې غوښتنې وکړې .
جمهوررئیس غني د قربانیانو کورنیو او د شینوارو مشرانو سره د خواخوږۍ او غمشریکۍ پرمهال وویل، دا یوازې ستاسو نه، بلکې زموږ ټولو شریک غم دی او سخت ورباندې غمجن یوو.
د هیواد جمهوررئیس د قربانیانو د کورنیو د زغم او عظمت ستاینه وکړه او وې ویل، د قربانیانو د کورنیو د غم کمولو په موخه به دوی ته د یوې یوې نمرې ځمکې د ورکولو ترڅنګ د هغوی د کورنۍ غړي بیت الله شریف ته د عمرې او حج مراسمو د ادا کولو لپاره ولېږو.
جمهوررئیس د جمعې په ورځ د هسکې مېنې د جودرې سیمې اړوند پر جامع جومات شوی تروریستي برید چې یو شمېر هیوادوال په کې شهیدان او ټپیان شول د بشریت، انسانیت، اسلامیت او افغانیت پر وړاندې ناوړه عمل وباله.
محمداشرف غني دغه خونړي تروریستي برید ته په اشارې وویل، دا یوازې د دې واړه کلي غم نه دی، بلکې دا په ملي او بین المللي کچه یوه فاجعه ده چې په سختو ټکو یې غندو او زموږ زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه به له عاملینو څخه د غچ اخیستنې په موخه داعش او نورې تروریستي ډلې سختې وځپي.
جمهوررئیس غني د داعش د ځپلو او ماتولو په برخه کې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د شینوارو قوم همکارۍ څخه په مننې او ټینګار سره وویل، د شینوارو ټولې ولسوالۍ به د داعش او نورو تروریستي ډلو له پاتې شونو څخه پاکې شي.
جمهوررئیس وویل، د هیواد په ولسوالیو کې د جامع جوماتونو د جوړولو پروګرام کې به د شینوارو شپږو ولسوالیو ته لومړیتوب ورکړل شي او همدارنګه به اړوندې ادارې او مسوولین د دې ولسوالیو د ښوونځیو، د څښاک اوبو، روغتیایي او نورو ستونزو او اړتیاوو ته پر وخت رسیدګي وکړي.
۱۳۹۸/۷/۲۸
کامې پول څخه تر ګوشتې ولسوالۍ پورې د ۳۲ کیلو متره سړک د ترمیم او ترافیکي علایمو د نصبولو چارې پیل شوې .
ننګرهار ولایت د سړکونو د څارنې او ساتنې ریاست له لورې د د کامې پول څخه تر ګوشتې ولسوالۍ پورې د غځیدلي ۳۲ کیلو متره په اوږدوالي د سړک د ترمیم او ترافیکي علایمو د نصبولو لړۍ پیل شوی چې څلور میلیونه او ۸ سوه زره افغانۍ لګښت پرې راځي او چارې به یې د یوې میاشتې په موده کې بشپړي شي .
د دې ولایت د سړکونو د څارنې او ساتنې رئیس حامد ضیا وویل، د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د شوي ژمنې له مخې د یاد سړک د ترمیم او ترافیکي علایمو د نصبولو لړۍ یې پیل کړه .

۱۳۹۸/۷/۲۸
د ننګرهار په ګمرک کې سوداګریز توکې سل سلنه تشریح،معیاري وزن او د ګمرکونو قانون د حکومونو سره سم محصول کیږي .
چارواکی وایي، د ننګرهار ولایت ګمرک اداره کې د لومړي ځل لپاره ټول سوداګریز توکي سل سلنه تشریح، په معیاري تله وزن او د ګمرکونو قانون د حکومونو له مخې محصول کیږي.
د دې ولایت د ګمرک رئیس احمد نوید بشریار وایي، ټولو اړونده شعباتو ته یې جدي لارښوونه کړې چې قانون په ټولو یو شان تطبیق کړي او سوداګرو سره مسلکي چلند ترسره کړي ترڅو په شفاف ډول عواید لوړ شي

۱۳۹۸/۷/۲۸
د ننګرهار کانال کې د زیتونو دانې را ټولو لړۍ پیل شوه .
د ننګرهار کانال د زیتونو فابریکه ې د زیتونو د تیلو ماشین د نصبولو په موخه د زیتونو دانې را ټولولو لړۍ پیل شوه چې د پروسس لپاره به د یادې ادارې فابریکې ته ولیږدول شي.
د مالوماتو له مخې د دې ولایت کانال ادارې په څه باندې ۱۷۲۰ هکتاره ځمکه کې کرل شوي زیتونونو بوټې به ۲ سوه زره کیلو ګرامه حاصلات ورکړي چې په کې به ۱۹۳ زره تور او اووه زره نور شنه زیتون شتون ولري .
له یادو حاصلاتو څخه به ۶ زره کیلو ګرامه اچار او ۲۳۱۶۰ کیلو ګرامه تور تیل تولید شي چې ترې به میلیونونه افغانۍ عواید تر لاسه شي .

۲۷/۷/۱۳۹۸
ننګرهار کار ټولنيزو چارو رياست کې د ماشومانو شاقه کارونو څخه د ساتنې په موخه ناسته وشوه
ننګرهار ولايت کار ټولنيزو چارو مسئولينو په مشرۍ د DCPAN ادارې کار کوونکو سره د ماشومانو ساتنې، حقونو ورکړې، شاقه يا درندو کارونو څخه د ساتنې په موخه ناسته وشوه.
په دې ناسته کې ماشومانو ته د روزنې زمينې په برابريدو، له شاقه کارونو څخه د ژغورنې او د دوی سالمې تربيې په موخه په بېلابېلو لارو چارو خبرې اترې او پريکړې وشوې.
د کار ټولنيزو چارو رياست مسئولين وايي، چې دوی د ماشوم ساتنې په برخه کې ګڼ شمېر روزنتونونه پرانیستي او همدا راز په بېلابېلو برخو کې د دوی روزنه کوي، چې لا هم اسانتياو او مرستو ته اړتيا لېدل کيږي.
۲۸/۷/۱۳۹۸
ننګرهار کې ښځینه ساحوي کارمندانو لپاره روزنیز پروګرام پيل شو.
ننګرهار ولايت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ پروګرام له لور د دې ولایت د کرنې ریاست سره په همغږۍ د اتو ولسوالیو ۲۲ تنه ساحوي ښځینه کارمندانو ته د سبزیجاتو د تولید د عمليو په اړه روزنیز پروګرام پیل شو.
د دې روزنیز پروګرام د پرانيستې په مراسمو کې د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولواو مالدارۍ ریس انجینر سمیع الله نصرت وویل :د دې پروګرام په ترڅ کې به یاد کارمندان د ټرینر په توګه وروزل شي چې بیا به په خپلو اړوندو کلیو کې د کورنیو باغچو خاوندانو ته روزنه ورکوي.
د یادونې وړ ده چې د یاد پروګرام له لارې به د پوښښ لاندې ولسوالیو کې کورنۍ باغچې او ګټه اخیستونکو ته به اړوند وسایل هم په واک کې ورکول کیږي.

۲۸/۷/۱۳۹۸
په ننګرهار کې د وترنرۍ زده کړو اونیز ریفریشر کورس پیل شو.
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د کرنې او مالدارۍ انکشافې پروژې( MAIL CLAP-KUCHI ) په مرسته د بلخ ، بغلان ، لوګر ، پروان ، خوست او ننګرهار ولایتونو د وترنرۍ د سیمه ایزو واحدونو ۱۷ تنه کارکوونکو ته اونیز ریفرشر کورس پیل شو.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریس انجینر سمیع الله نصرت د دغه کورس د پیل په مراسمو کې وویل، چې دا ډول پروګرامونه او برنامې د کوچیانو د مالدارۍ د پراختیا او پرمختګ کې مهم رول لري.
نوموړي د کلپ پروژې مسئولينو ته سپارښتنه وکړه، چې د کورس ګډونوالو ته هر راز اسانتیاوې برابرې کړي تر څو وکولای شي په سمه توګه زده کړه وکړي.
د ننګرهار د کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د حیواني روغتیا امر ډاکټر ضمیر بهسودي وایې: دا کورس دوه برخې لري لومړۍ برخه یې د ننکرهار ولایت د څارویو په مرکزي روغتیایي کلینک کې د عملي کار ده چې د کورس ګډونوال د څارویو د ناروغیو تاریخچې ،عواملو ، نښو او درملنې په هکله معلومات راټولوي او تحلیل کوي.
نوموړی وايي دوهمه برخه یې نظري درس ته ځانګړې شوې چې د ننګرهار پوهنتون د وترنرۍ پوهنځي استاد محمد ناظر فیصل له لوري ورته د څارویو د ناروغیو په هکله علمي معلومات ورکول کيږي.

۲۸/۷/۱۳۹۸
جلال اباد ښار کې يو شمېر ماريکيټونه او هټۍ، چې مالياتي حسابونه يې نه و تصفيه شوي وتړل شول.
دننګرهار ولايت مستوفي ګل افضل نادري وايي ټول هغه نهادونه او مارکېټونه چې په ١٣٩٨ مالى کال کې خپله مالياتي حسابونه نه دي تصفيه کړي د قانون د دوه ويشتمې مادې پر بنسټ به مهر لاک شي.
نوموړي وويل، چې په همدې اساس د عوايو ټولو آمريتنو ته دنده وسپارل شوه چې قانون په ټولو يوشان تطبيق کړي چې د همدې سپارښتنې په اساس دلومړې مالياتي حوزې يوشمېر مارکېټونه او دوکانونه مهر شول.
مستوفي د بنسټونو، مارکيټونو او هټيو مالکانو ته خبرداری ورکړ، چې خپل مالياتي حسابونه تصفيه کړي، چې د قانون تطبيق پر مهال بيا څوک د شکايت حق نلري.

۱۳۹۸/۷/۲۸
ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د د هسکې مېنې د وروستۍ خونړۍ پېښې شهيدانو ارواحو ته د دعا غونډه جوړه شوه
ننګرهار ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د تلې په ۲۸مه د هسکې مېنې ولسوالۍ وروستۍ خونړۍ پېښې شهيدانو ارواحو ته د دعا او ټپيانو ته د بيړنۍ روغتيا په پار د تعزيت او غمرازۍ غونډه جوړه شوه.
په غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس رحيم الله خوږياڼي وينا وکړه، هغه د يادې غميزې شهيدانو ته د دعا لاسونه لپه کړل او ټپيانو ته يې د بيړنۍ روغتيا غوښتنه وکړه.
د فرهنګ رئيس وويل: ((د هسکې مېنې پېښه ډېره دردوونکې وه، هغه قتل عام و، نسل وژنه وه، داسې تباهي وه، چې زغم او تحمل يې سخت دی، دې پېښې زموږ ملا راماته کړه او موږ يې سخت ودردولو.))
د فرهنګ رئيس د شهيدانو وراثانو ته د جميل صبر، تعزيت، همدردۍ او غمشريکۍ مراتب وړاندې کړل.
په غونډه کې شاعر او ژورنالیست شفيع الله بابرزي هم خپل تاثر وړاندې کړ او د يادې پېښې په اړه یې خپل ليکلی نظم برخه والو ته واوراوه.
د ننګرهار تياتر کارکوونکي فضل الرحمن شمس بيا د يادې پېښې يوه حقيقي صحنه په ويرجن او تراژديک انداز وړاندې کړه او د برخه والو له سترګو يې د اوښکو ويالې وبهولې.
د ((نی)) ادارې مشر ښاغلي سادات هم د يادې پېښې په اړه خبرې وکړې او له غمځپلو کورنيو سره يې خواخوږي څرګنده کړه
۱۳۹۸/۷/۲۸
بټي کوټ کې ملي اردو ځواکونو قاچاقي وسلې ونیولې .
ننګرهار ولایت بټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي اردو ځواکونو د ځانګړو پلټنو په ترڅ کې په یوې سوزکۍ موټر کې ځای پر ځای شوي درې میله پیکا، اته میله کلاشینکوف او دوه میله کلاکوف نیولي دي .
دې ولایت کې د ملي اردو قوماندان برید جنرال کریم نیازی وایي، ځواکونه یې په ټول توان د قاچاقبرو او تروریستانو د نیولو او لمنځه وړلو په موخه شپه او ورځ هڅې کوي .

۱۳۹۸/۷/۲۸
د ننګرهار پوهنې ریاست په نوښت د لاس مینځلو نړیواله ورځ ونمانځل شوه .یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه .
د پوهنې ریاست د روغتیا د برخې مشر ډاکتر محمد رحیم همت د انسان د روغتیا د خوندي ساتلو لپاره یې د لاسونو د مینځلو پر ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه،هر څومره چې موږ د خپلو لاسونو مینځلو ته پام وکړو په هماغه کچه به مو روغتیا خوندي وي.
ډاکتر همت د زده کوونکو وغوښتل چې د لاس مینځلو ارزښت او ځانګړې پیغام د خپلو کورنیو سره هم شریک کړي.
په دې مراسموکې د سره رود مرستیال ولسوال،د پوهنې امر او څو تنو نورو هم د لاس مینځلو پر ارزښت خبرې وکړې.
همدارنګه د بي بي مریم لېسې د زده کوونکو له لورې د لاس مینځلو د نړیوالې ورځې په ویاړ جوړې شوې تمثیلي ټوټې او ترانې هم وړاندې کړې.

۲۸/۷/۱۳۹۸
د ننګرهار پوهنتون ساينس پوهنځي محصلينو د بوټو ساتنې او قرنطين چارې له نږدې وليدې
د ننګرهار پوهنتون د ساینس پوهنځي استادان او محصلینو د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین لوی مدیریت د لابراتوار ، کلیکسون او اړونده نورې چارې له نږدې ولیدې او په اړونده برخه کې یې د نظریاتو د تبادلې په موخه له د یاد مدیریت عمومي مدیر خواجه عبدالغالب صدیقي سره ګډه ناسته وکړه.
د ننګرهار پوهنتون د ساینس پوهنځي څخه ۶۵ تنه محصلین د عملي زده کړو په موخه د یوې میاشتې لپاره د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د بوټو ساتنې او قرنطین مدیریت ته پيژندل شوي چې په ترڅ کې یې (د نباتي امراضو افاتو او I.P.M) میتودونو عملي زده کړې ورکړل شوې .
د يادونې ده، چې په دې ولايت کې بېلابېلو ادارو کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو محصلين عملي زده کړې کوي.

۲۸/۷/۱۳۹۸
کوز کونړ ولسوالۍ کې د اورښتونو له امله تړلې لارې پرانیستل شوې
ننګرهار ولايت کوز کونړ ولسوال ډاکتر اسماعيل شينواري په هڅو په دې ولسوالۍ کې د اورښتونو له امله تړل شوې لارې پرانیستل شوې.
د کوز کونړ ولسوال ډاکتر اسماعيل شينواري وويل، چې په دې ولسوالۍ کې د پرلپسو اورښتونو له امله يو شمېر فرعي سړکونه د تېګو او ګټو را غورځيدو له امله موانع رامنځته شوې وې، چې سړکونه يې پاک کړل او د تګ راتګ لپاره خلاص شول.

۲۸/۷/۱۳۹۸

ننګرهار کې مسئولينو او ولسي خلکو د هسکې مېنې شهيدانو روح ته د دعا په موخه د قرانکريم خمتونه وکړل.
ننګرهار ولايت شينوارو، نازيانو او يو شمېر نورو ولسوالیو کې ولسونو او دولتي مامورينو د هسکې مېنې وروستۍ پېښې شهيدانو روح ته د دعا په موخه د قرانکريم ختمونه وکړل.
د دعايې پر مهال د پېښې ټپيانو ته د ژر روغتيا او کورنۍ غړو ته يې د جميل صبر هيله وشوه.
دوی د يادې پېښې غندنه وکړه او زياته يې کړه، چې د ننګرهار ولسونه د حکومت ملاتړي دي او دښمنان به په دا ډول بريدونو سره د دوی په دريځ کې بدلون رامنځته نه کړي.

۲۸/۷/۱۳۹۸
ننګرهار کې سلګونه زده کوونکو او لسګونه ښوونکو ته د چاپېریال ساتنې په هکله عامه پوهاوی ورکړل شو
ننګرهار ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست د اطلاعاتو او عامه اړیکو او د طبیعي میراثونو او ساتل شوو ساحو مدیریتونو کارمندانو له لوري د جلال آباد ښار اړوند د ګندهارا خصوصي ښوونځي سلګونه زده کوونکو او لسګونو ښوونکو ته د چاپېریال ساتنې ککړتیا مخنیوي، ونو، بوټو تفریحي پارکونود ساتنې او اهمیت او همدا راز د وحشي ژویو د ژوند ساتنې په هکله د یوې لويې غونډې په ترڅ کې د عامه پوهاوي په موخه هر اړخیز معلومات ورکړل شو.
همدا راز نوموړي ادارې ښوونکو او زده کوونکو ته یو شمېر د عامه پوهاوي تبلیغاتي پاڼې په واک کې ورکړل شوې، د یادې اداري مسؤلین، ښوونکي او زده کوونکي د چاپېریال ساتنې په برخه کې خپلو مسؤلیتونو او مکلفیتونو ته متوجه شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *