۱۳۹۸/۸/۴
ننګرهار والي د وسله والو مخالفینو څخه پاکو شویو سیمو کې بېرته ستنیدونکو کورنیو سره په بېلابېلو برخو کې په مرستو ترسره کولو ټینګار وکړ.
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د لړم په ۴مه د خپل کار په دفتر کې د کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو وزارت د پلان او پالیسې سرپرست معین مهر خدا صبار سره د لیدنې پر مهال ټینګار وکړ چې د وسله والو مخالفینو څخه پاکو شویو سیمو کې بېرته را ستنیدونکو کورنیو سره دې په بېلابېلو برخو کې مرستې ترسره شي.
نوموړي زیاته کړه،شینوارو په ځآنګړي ډول اچین او هسکې مینې ولسوالیو کې دې جګړه ځپلو کورنیو سره چې سیمې د مخالفینو څخه اوس پاکې شوي او بېرته خپلو کورونو ته ستنیږي،باید ورته په بېلابېلو برخو کې مرستې ترسره شي.
هغه همدا راز په یو شمیر نورو ولسوالیو کې هم د مخالفینو د ځپلو او سیمې د دوی له شتون څخه د پاکولو په موخه د عملیاتو د پیل کېدو خبر ورکړ او له دوی څخه یې وغوښتل چې د عملیاتو وروسته ګڼ شمیر کورنۍ به خپلو سیمو ته ستني شي، چې باید له وړاندې ورته د مرستو رسولو پلان ترتیب شي .
د یادې لیدنې پر مهال چې د بې ځایه شویو چارو عمومي رئيس حمیدالله افغان هم شتون درلود،د کډوالو او بېرته ستنیدونکو چارو وزارت د پالیسۍ او پلان سرپرست معین مهر خدا صبار وویل، څو ورځې په دې ولایت کې میشت دی، ترڅو د کډوالو اړوند بېلابېلو پیل شویو چارو په اړه مالومات تر لاسه کړي او همدا راز مرسته کوونکي ادارې بېرته ستنیدونکو کورنیو ته د مرستو کولو په موخه همغږي کړي .
هغه ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ چې په مرکز او ولایتي کچه به په دې ولایت کې له کډوالۍ را ستانه شویو او بې ځایه شویو کورنیو ته مرستې چمتو کړو .
د ننګرهار د کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو رئیس قاري نجیب الله قیومي وویل، په دې ولایت کې اوس مهال د ۱۰۳ زرو په شمیر کې د ۱۷ ولایتونو استوګنې کورنۍ را ستنې شوي او ۱۹ زره نورې بې ځایه شوي دي .
هغه زیاته کړه، بې ځایه شوې کورنۍ اکثریت د نورو ولایتونو څخه را بې ځایه شوي دي او د مهال د دوی اړوند د بېلابېلو پروژو د پلې کېدو په موخه په شینوارو، کوټ، بټي کوټ او روداتو ولسوالیو کې سروې پیل شوې ده .

۴/۸/۱۳۹۸
ننګرهار کې له تښتوونکو ازاد کړای شوی کس د خپلې کورنۍ غړو ته وسپارل شو
ننګرهار کې ملي امنيت ادارې په هلو ځلو يو تن د تښتوونکو له منګولو ازاد او په تړاو يې درې کسان ونیول شول.
نويد زمان چې درې اوونۍ وړاندې د جلال اباد ښار لومړۍ ناحيې له مربوطاتو تښتول شوی و او بيا پاکستان ته لېږدول شوی و؛ تېره ورځ د ملي امنيت ادارې له لورې ازاد او نن خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
نوموړی د لړم په ۴مه د ننګرهار ولايت مقام کې د رسنيو پر وړاندې د خپلې کورنۍ غړو ته تسليم شو.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، څو ورځې وړاندې ورته د نويد زمان د کورنۍ غړو هغه ويډيو ښکاره کړه چې په کې نويد په ډير بد وضعيت کې ساتل شوی و او هغه د خپل ځان د خلاصون لپاره له کورنۍ مرسته غوښتې وه.
نوموړی وايي، دغه ويډيو يې ټولو امنيتي ادارو په ځانګړي توګه ملي امنيت او ملي پوليسو ادارې ته ولېږله او د امکان تر حده يې په دې اړه د هلو ځلو سپارښتنه ورته وکړه.
هغه زياتوي امنيتي ادارو په ياده قضيه کې درې تنه د لاس لرلو په تور ونيول او تښتونکي يې دې ته مجبور کړل چې تښتول شوی شخص له کرښې بېرته راواړوي او لعلپورې ولسوالۍ کې يې خوشې کړي چې وروسته امنيتي ځواکونو پيدا کړ او نن مو د کورنۍ غړو ته وسپاره.
تښتول شوی شخص (نويد زمان) وايي، د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحيې اړوند درمسال سيمه کې په يوه تنګه کوڅه کې روان و چې مخ پټو کسانو پرې نشه يي کوونکی دستمال راکښلی او وروسته چې کله لږ په هوش راغلی نو ورته جوته شوې چې د بهسودو له پول څخه په موټر کې تېرېږي.
دی وايي، وروسته تښتونکو د يو غره لمنې ته وړی او هلته له څو ورځو ساتلو وروسته يې د ډيورنډ پر کرښه داسې ځای کې اړولی چې اغزن سيم ترې تېر شوی و.
هغه وايي، تښتونکو سخت شنکجه کړی او ډير کله يې نهر هم ساتلی دی.
د نويد زمان د کورنۍ يو غړي تسل نيازي د ملي امنيتي ځواکونو له هلو ځلو مننه وکړه چې د هغه د کورنۍ غړی يې له کوم زيان پرته د تښتونکو له منګولو ژغورلی دی.
دی وايي، که څه هم لومړی تښتونکو د هغه د خوشې کېدو په بدل کې د يو طالب بندي د خلاصون غوښتنه کړې وه؛ خو دا چې د دوی د کورنۍ څوک په حکومت کې دنده نه لري؛ نور وروسته يې بيا د پيسو غوښتنه ترې کړې ده. خو دا يې روښانه نه کړه چې څومره پيسې يې ترې غوښتې دي.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وايي، که ولس همداسې همکاري وکړي او د پيسو د ورکړې پر ځای پر خپلو امنيتي او دفاعي ځواکونو باور وکړي نو همداسې به يې د کورنۍ تښتول شوي غړي بېرته له کوم زيان پرته راخلاص شي.

۴/۸/۱۳۹۸
ننګرهار والي سره د چارو ادارې پلاوي د کانال ادارې هر اړخيزې څېړنې په موخه وکتل
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل سره د چارو ادارې تخنيکي معينيت پلاوي مشر عبدالمالک دولتزي، چې د کانال رئیس پرويز علي هم شتون درلود په دې ولايت کې د کانال ادارې هر اړخيزې څېړنې په موخه وکتل.
د چارو ادارې پلاوي مشر عبدالمالک دولتزي وويل، چې د کانال هر اړخيزه څېړنه کوي، ترڅو ستونزې په ګوته او په حل کې يې اقدامات تر سره کړي او په ياده برخه کې يې له ننګرهار والي څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د چارو ادارې له پلاوي مننه وکړه، چې د کانال هر اړخیزې څېړنې په موخه يې دې ولايت ته سفر کړی او په ټولو قانوني برخو کې يې ورته د همکارۍ ډاډ ورکړ.
نوموړي وويل، چې په هڅو يې کانال اداره کې د پام وړ بدلونونه رامنځته شوي، تېر کال د د دې ادارې عوايد اتيا ميليونه افغانۍ و؛ خو سږکال د اصلاحاتو له امله په عوايد کې څلويښت سلنه زياتوالی راغلی.
هغه زياته کړه، چې د زيتونو فابريکې کې نوي ماشينونه نصب شوي، ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
ده همدا راز د کانال خرما باغ او زيتونو حاصلاتو په ډيروالي خوښي وښوده او زياته يې کړه، چې سږکال به د کانال په ځمکه شاوخوا يو ميليون بېلابېل ډوله نيالګي کينول شي.
ننګرهار والي وويل، چې د کانال په اداره کې د تېر په پرتله په پراخه کچه اصلاحات رامنځته شوي او ډېر ژر به پخواني حالت ته وګرځي.
۱۳۹۸/۸/۴
ننګرهار والي وایي، د ناحیو او ولسوالیو ترمنځ سرحدونه مالوم شوي او ژر به د ټولو ادارو اړونده خدمتونه په کې پیل شي .
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د نهمې ناحیې یو شمیر مخورو سره د لیدنې پر مهال وویل، د ولسوالیو او ناحیو ترمنځ یې سرحدونه مالوم کړي او ژر به د ټولو ادارو اړونده خدمتونه په کې په رسمي ډول پیل شي.
د یادې ناحیې د مخورو په استازیتوب ملک جهانزیب او حاجي زمرک د خبرو پر مهال د ګمرک څېرمه د بار وړونکو موټرو له امله د لارې تړل کېدو،شهیدانو مېنه کې د سړکونو، ویالو،پلچکونو او نورو خدمتونو وړاندې کولو او په کې د اړونده ریاستونو دفترونو فعالیدو غوښتنې وکړې .
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وویل، د ناحیو او ولسوالیو ترمنځ یې سرحدونه مالوم کړي، ژر به د املاکو،پوهنې،روغتیا،څارنوالۍ،محکمې او نورو ادارو څآنګې په کې فعاله شي .
هغه زیاته کړه، د ګمرک څېرمه د بار وړونکو موټرو د محصول چارې یې ګړندۍ کړي او په دې چارې سره به یاده لویه لاره د ترافیکو پرمخ پرانیستي وساتل شي .
۳/۸/۱۳۹۸
ننګرهار والي سره د ختيځ همغږۍ جرګې غړو په بېلابېلو برخو کې د شته ستونزو حل په موخه ناسته وکړه.
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل سره د لړم په درېيمه د جلال اباد ښاروالۍ په مېلمستون کې د ختيځ همغږۍ جرګې غړو په بېلابېلو برخو کې د شته ستونزو حل په موخه ناسته وکړه.
د ختيځ همغږۍ جرګې رئيس نصر الله صاحبزاده او غړو يې وويل، چې دوی د ختيځ زون په کچه بېلابېلو برخو کې ستونزې معلوموي او سيمه يیزو او مرکزي چارواکو سره يې د حل په موخه شريکوي.
دوی په دې ولايت کې د تعليم،روغتيا، برېښنا، امنيت، اقتصاد، افغانيو دودولو، په ادارو کې مېرمنو ګمارنې، فرهنګ او يو شمېر نورو برخو کې د لا پاملرنې وړانديزونه وکړل.
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، چې په دې ولايت کې د شاوخوا ديرش ميليارده افغانيو په لګښت دريدلې پروژې يو ځل بيا پيل کړي او همدا راز د ميليونونو افغانيو په لګښت يې ګڼ شمېر نورې ګټې اخیستنې ته سپارلې دي.
نومړي وویل، چې د ځانګړي نظامي پلان له مخې د دې ولايت شل ولسوالۍ امن شوي، چې اوس ورته تګ راتګ کيږي او ډېر ژر به شېرزاد او حصارک ولسوالۍ هم امن شي.
هغه همدا راز وويل، چې په دې ولايت کې يې تر ډېره د فساد مخنيوی کړی او په بېلابېلو برخو کې پرمختګ رامنځته شوی دی.
ننګرهار والي دغه راز د ختيځ زون همغږۍ جرګې له غړو مننه وکړه، چې ستونزې څېړي او د حل په موخه يې چارواکو سره شريکوي او ډاډ يې ورکړ، چې د شته ستونزو په حل کې به لازم اجرات تر سره کړي.
۳/۸/۱۳۹۸
د شهيد جنرال شريف الله چمتو د جنازې لمونځ په ځانګړو نظامي مراسمو سره اداء او جسد يې د جلال اباد ښار چکنوريو سيمه کې کې خاورو ته وسپارل شو.
د بادغيس امنيه قوماندان شهيد جنرال شريف الله چمتو د جنازې لمونځ د لړم په درېيمه د جلال اباد په شیرزي لوبغالي کې د ځانګړو نظامي مراسمو په ترڅ کې اداء او جسد يې د چکنوريو سيمه کې خاورو ته وسپارل شو.
د جنازې په مراسمو کې ننګرهار والي شاه محمود مياخېل، د ولايت مرستيال تميم عارف مومند، لغمان والي محمد اصف ننګ، د ۲۰۱ سيلاب قول اردو قوماندان تورنجنرال عبدالهادي ترين، د سرحدي ځواکونو قوماندان بريد جنرال محمد ايوب حسين خېل، د ولایتي شورا غړو، ملکي او نظامي چارواکو، قومي مخورو او ګڼ شمېر نورو ګډون کړی و.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د شهيد جنرال شريف الله چمتو په وفات کېدو خواشیني وښوده او زیاته يې کړه ارواښاد د ملي پولیسو پياوړی، په هېواد مین، او خپلې دندې ته ژمن جنرال و، چې د عمر زیاته برخه يې د هېواد او ولسونو د خدمت په برخه کې تیره کړه.
نوموړي د شهيد جنرال شريف الله چمتو مړينه د ملي پولیسو په لیکو کې ستره ضایع وبلله مرحوم ته يې د الله پاک له درباره د فردوس جنت او کورنیو غړو ته يې د جمیل صبر هیله وکړه .
هغه زياته کړه، چې د هېواد دښمانان هره ورځ په بېلابېلو پېښو کې زمونږ کدرونه په شهادت رسوي، چې دا د هېواد ټولو وګړو سره دښمني ده.
ده وويل، چې په دې ولايت کې دښمن ځپل شوی او د دايمي ثبات او امنيت په موخه مو په پراخه کچه هڅې پيل کړي دي.
ننګرهار والي همدا راز وويل، چې حق تل پاتې کېدونکی دی او له ولسونو يې غوښتنه وکړه، چې خپلمنځي اتحاد وکړي، ترڅو په برحقه مبارزه کې تل لپاره بريالي پاتي شو.
د ۲۰۱ سيلاب قول اردو قوماندان تورنجنرال عبدالهادي ترين وويل، چې جنرال شريف الله چمتو ملي سرمايه وه او شهادت يې په پوځي برخه کې لويه ضایعه ده.
نوموړي له علماء کرامو غوښتنه وکړه، ترڅو د وسله والو مخالفينو وحشت د اسلام مبارک دين له نظره ولسونو ته تشريح کړي او د دوی د ناروا کړنې تحريم کړي.
د بادغيس ولايت ولسونو په استازۍ يوه ځوان خبرې وکړې، شهيد جنرال شريف الله چمتو يې خدمتګار او پر ولس مين منسوب ياد کړ او د ياد ولايت ولسونو د تسليت او ډاډګيرنې مراتب يې شريک کړل.
په پای کې ټولو ګډونوالو شهيد جنرال شريف الله چمتو ته د الله ج په دربار کې د مغفرت او کورنيو غړو ته يې د جميل صبر هيله وکړه.
همدا راز ننګرهار والي شاه محمود مياخيل د شهيد جنرال شريف الله چمتو کوچني زامن د تسليت او ډاډګيرنې په موخه په غيږ کې ونيول او ورته يې د صبر او استقامت هيله وکړه.
د يادونې وړ ده، چې د بادغيس ولايت امنيه قومندان شريف الله چمتو تېره ورځ د کابل ښار په پنځمه ناحيه کې په يو تروريستي بريد کې په شهادت ورسيد، د نوموړي د جنازې لمونځ د جلال اباد ښار په شيرزي لوبغالي کې تر اداء کېدو وروسته د چکنوريو په سيمه کې خاورو ته وسپارل شو.

۴/۸/۱۳۹۸
ګوشتې ولسوالۍ کې ۶۰۰ کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه
ننګرهار ولایت ګوشتې ولسوالۍ کې د FGA مرستندويه ادارې له لوري شپږ سوه کورنيو سره د بېلابېلو خوراکي توکو مرسته وشوه.
د ګوشتې ولسوالۍ مسئولين وايي، چې یاده مرسته يې په شفاف ډول په اړمنو کورنيو وويشله.
مسئولينو پر نورو مرستندويه ادارو هم غږ وکړ، چې په دې ولسوالۍ کې بېوزله کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې کولو ترڅنګ خلکو ته د کار کولو زمينې برابرې کړي.
۴/۸/۱۳۹۸
ننګرهار کې چاپېريال ساتنې ادارې مسئولينو ديني عالمانو سره د چاپېريال ککړتيا مخنيوي په موخه د عامه پوهاوي غونډه وکړه.
د ننګرهار ولایت د ارشاد، حج او اوقافو په ریاست کې د چاپېریال ساتنې ریاست د کارمندانو له لورې علماء کرامو، خطیبانو او ملا امامانو سره د چاپېریال ساتنې په برخه کې د عامه پوهاوي غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې چې د ننګرهار ولایت په کچه نږدې سل تنه علماء کرامو، خطیبانو او ملا امامانو برخه درلوده، د چاپېریال ساتنې، ککړتیا مخنیوي، د ونو بوټو د پرې کول مخنیوي او اهمیت خبرې وشوې.
دیني عالمان، خطیبان او ملا امامان خپلو مسؤلیتونو ته ځیر کړای شول، تر څو د جوماتونو له لارې د چاپېریال ساتنې په برخه کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي او خپل رسالت په ښه ډول سره اداء کړي.
د لا زیاتو معلوماتو په موخه د غونډې پر ګډونوالو د عامه پوهاوي تبلیغاتي پاڼې هم وویشل شوې.
همدا راز د غونډې په پای کې ټولو ګډونوالو ژمنه وکړه، چې د خلکو د ذهنیتونو د روښانه کولو په موخه به د جوماتونو د ممبرونو له لارې د چاپېریال په خوندي ساتلو کې د اسلام د مبارک دین ارشادات عامو خلکو ته بيان کړي.
پچير اګام ولسوالۍ مسئولينو د CHCکلينيک څخه څارنه وکړه.
ننګرهار ولايت پچير اګام ولسوالۍ اجرائيه امر د يو شمېر مسئولينو په ملتيا په ياده ولسوالۍ کې د CHC کلينيک څخه ليدنه او څارنه وکړه.

نوموړی وايي، چې په ياد کلينيک کې هيڅ ډول اسانتياوې شتون نلري او پر مسئولينو يې غږ وکړ، چې ورته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د ياد کلينيک روغتيا پال وايي، چې په يوه خونه کې يې بېلابېلې چارې پرمخ وړي، چې ستونزو سره مخ دي او بايد په حل کې يې اجرات تر سره شي.
۲/۸/۱۳۹۸
پچير اګام ولسوالۍ کې شپږ سوه کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه
ننګرهار ولايت پچير اګام ولسوالۍ کې د WFPمرستندويه ادارې له لوري شپږ سوه کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د پچير اګام ولسوال حضرت خان خاکسار وايي، چې هرې کورنۍ ته يوه بورۍ اوړه، ککو، چاکليټ، يو من دال، پنځه لېتره غوړي او نور توکي ورکړل شول.

ولسوال وايي، چې دغه مرستې به پر پاتې نورو کورنيو هم وويشل شي.
۳/۸/۱۳۹۸
جلال اباد کې ځانمرګي تروريستي بريد د ۶ ماشومانو په ګډون ۱۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار څلورمې ناحيې اړوند بيز اکمالاتي سيمه کې نن ماسپښين شاوخوا دوه بجې د صفر دوه ځواکونو په منسوبينو ځانمرګی تروريستي بريد شوی چې له امله يې دوه ملکي وګړي او درې صفر دوه ځواکونو منسوبين شهيدان شوي او د ۶ ماشومانو په ګډون ۱۵ ملکي وګړي او ۶ د صفر دوه ځواکونو منسوبين ټپيان شوي دي .
د مالوماتو له مخې ټپيان د جلال اباد ښار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي، چې تر لومړنۍ درملنې وروسته يو شمېر رخصت شوي او پاتې نور تر درملنې لاندې دي.
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د ياد تروريستي بريد غندنه کړې، شهيدو شويو منسوبينو او ملکي وګړو ته يې د فردوس جنت، ټپیانو ته د بيړنۍ روغتيا او کورنۍ غړو ته يې د جميل صبر هيله کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *