۱۳۹۸/۸/۴

ننګرهار والي د وسله والو مخالفینو څخه پاکو شویو سیمو کې بېرته ستنیدونکو کورنیو سره په بېلابېلو برخو کې په مرستو ترسره کولو ټینګار وکړ.

ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د لړم په ۴مه د خپل کار په دفتر کې د کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو وزارت د پلان او پالیسې سرپرست معین مهر خدا صبار سره د لیدنې پر مهال ټینګار وکړ چې د وسله والو مخالفینو څخه پاکو شویو سیمو کې بېرته را ستنیدونکو کورنیو سره دې په بېلابېلو برخو کې مرستې ترسره شي.

نوموړي زیاته کړه،شینوارو په ځآنګړي ډول اچین او هسکې مینې ولسوالیو کې دې جګړه ځپلو کورنیو سره چې سیمې د مخالفینو څخه اوس پاکې شوي او بېرته خپلو کورونو ته ستنیږي،باید ورته په بېلابېلو برخو کې مرستې ترسره شي.

هغه همدا راز په یو شمیر نورو ولسوالیو کې هم د مخالفینو د ځپلو او سیمې د دوی له شتون څخه د پاکولو په موخه د عملیاتو د پیل کېدو خبر ورکړ او له دوی څخه یې وغوښتل چې د عملیاتو وروسته ګڼ شمیر کورنۍ به خپلو سیمو ته ستني شي، چې باید له وړاندې ورته د مرستو رسولو پلان ترتیب شي .

د یادې لیدنې پر مهال چې د بې ځایه شویو چارو عمومي رئيس حمیدالله افغان هم شتون درلود،د کډوالو او بېرته ستنیدونکو چارو وزارت د پالیسۍ او پلان سرپرست معین مهر خدا صبار وویل، څو ورځې په دې ولایت کې میشت دی، ترڅو د کډوالو اړوند بېلابېلو پیل شویو چارو په اړه مالومات تر لاسه کړي او همدا راز مرسته کوونکي ادارې بېرته ستنیدونکو کورنیو ته د مرستو کولو په موخه همغږي کړي .

هغه ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ چې په مرکز او ولایتي کچه به په دې ولایت کې له کډوالۍ را ستانه شویو او بې ځایه شویو کورنیو ته مرستې چمتو کړو .

د ننګرهار د کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو رئیس قاري نجیب الله قیومي وویل، په دې ولایت کې اوس مهال د ۱۰۳ زرو په شمیر کې د ۱۷ ولایتونو استوګنې کورنۍ را ستنې شوي او ۱۹ زره نورې بې ځایه شوي دي .

هغه زیاته کړه، بې ځایه شوې کورنۍ اکثریت د نورو ولایتونو څخه را بې ځایه شوي دي او د مهال د دوی اړوند د بېلابېلو پروژو د پلې کېدو په موخه په شینوارو، کوټ، بټي کوټ او روداتو ولسوالیو کې سروې پیل شوې ده  .


۴/۸/۱۳۹۸

ننګرهار والي سره د چارو ادارې پلاوي د کانال ادارې هر اړخيزې څېړنې په موخه وکتل

ننګرهار والي شاه محمود مياخېل سره د چارو ادارې تخنيکي معينيت پلاوي مشر عبدالمالک دولتزي، چې د کانال رئیس پرويز علي هم شتون درلود په دې ولايت کې د کانال ادارې هر اړخيزې څېړنې په موخه وکتل.

د چارو ادارې پلاوي مشر عبدالمالک دولتزي وويل، چې د کانال هر اړخيزه څېړنه کوي، ترڅو ستونزې په ګوته او په حل کې يې اقدامات تر سره کړي او په ياده برخه کې يې له ننګرهار والي څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د چارو ادارې له پلاوي مننه وکړه، چې د کانال هر اړخیزې څېړنې په موخه يې دې ولايت ته سفر کړی او په ټولو قانوني برخو کې يې ورته د همکارۍ ډاډ ورکړ.

نوموړي وويل، چې په هڅو يې کانال اداره کې د پام وړ بدلونونه رامنځته شوي، تېر کال د د دې ادارې عوايد اتيا ميليونه افغانۍ و؛ خو سږکال د اصلاحاتو له امله په عوايد کې څلويښت سلنه زياتوالی راغلی.

هغه زياته کړه، چې د زيتونو فابريکې کې نوي ماشينونه نصب شوي، ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

ده همدا راز د کانال خرما باغ او زيتونو حاصلاتو په ډيروالي خوښي وښوده او زياته يې کړه، چې سږکال به د کانال په ځمکه شاوخوا يو ميليون بېلابېل ډوله نيالګي کينول شي.

ننګرهار والي وويل، چې د کانال په اداره کې د تېر په پرتله په پراخه کچه اصلاحات رامنځته شوي او ډېر ژر به پخواني حالت ته وګرځي.

۴/۸/۱۳۹۸

ګوشتې ولسوالۍ کې ۶۰۰ کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

ننګرهار ولایت ګوشتې ولسوالۍ کې د FGA مرستندويه ادارې له لوري شپږ سوه کورنيو سره د بېلابېلو خوراکي توکو مرسته وشوه.

د ګوشتې ولسوالۍ مسئولين وايي، چې یاده مرسته يې په شفاف ډول په اړمنو کورنيو وويشله.

مسئولينو پر نورو مرستندويه ادارو هم غږ وکړ، چې په دې ولسوالۍ کې بېوزله کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې کولو ترڅنګ خلکو ته د کار کولو زمينې برابرې کړي.

۴/۸/۱۳۹۸

ننګرهار کې چاپېريال ساتنې ادارې مسئولينو ديني عالمانو سره د چاپېريال ککړتيا مخنيوي په موخه د عامه پوهاوي غونډه وکړه.

د ننګرهار ولایت د ارشاد، حج او اوقافو په ریاست کې د چاپېریال ساتنې ریاست د کارمندانو له لورې علماء کرامو، خطیبانو او ملا امامانو سره د چاپېریال ساتنې په برخه کې د عامه پوهاوي غونډه وشوه.

په یاده غونډه کې چې د ننګرهار ولایت په کچه نږدې سل تنه علماء کرامو، خطیبانو او ملا امامانو برخه درلوده، د چاپېریال ساتنې، ککړتیا مخنیوي، د ونو بوټو د پرې کول مخنیوي او اهمیت خبرې وشوې.

دیني عالمان، خطیبان او ملا امامان خپلو مسؤلیتونو ته ځیر کړای شول، تر څو د جوماتونو له لارې د چاپېریال ساتنې په برخه کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي او خپل رسالت په ښه ډول سره اداء کړي.

د لا زیاتو معلوماتو په موخه د غونډې پر ګډونوالو د عامه پوهاوي تبلیغاتي پاڼې هم وویشل شوې.

همدا راز د غونډې په پای کې ټولو ګډونوالو ژمنه وکړه، چې د خلکو د ذهنیتونو د روښانه کولو په موخه به د جوماتونو د ممبرونو له لارې د چاپېریال په خوندي ساتلو کې د اسلام د مبارک دین ارشادات عامو خلکو ته بيان کړي.

۴/۸/۱۳۹۸

ننګرهار کې د تېر ورځې ځانمرګي بريد قربانيانو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

ننګرهار والي شاه محمود مياخېل له لوري د جلال اباد ښار بيز اکمالاتي سيمه کې د تېر ورځې ځانمرګي بريد شهيدانو او ټپیانو کورنيو غړو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د يادې مرستې ورکړې پر مهال د ولايت مقام سکتوري خدمتونو او حج اوقافو رئیسانو او نورو مسئولینو ګډون کړی و.

مسئولينو د تېرې ورځې پېښې له امله د شهیدانو کورنيو غړو ته فاتحه وکړه شهيدانو ته يې د فردوس جنت، ټپيانو ته د عاجلې روغتيا او کورنۍ غړو ته يې د جميل صبر هيله وکړه.

د ولايت سکتوري خدمتونو رئیس فضل ربي هميم وويل، چې د هر شهيد کورنۍ غړو ته دوه او د هر ټپي کورنۍ ته يوه – يوه بسته خوراکي توکي ورکړل شول، چې په کې بوره، چای، دال، غوړي او وريجې شاملې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *