د ننګرهار، لغمان او کابل ولایتونو ګډو پولو بېلابېلو ستونزو د حل په موخه د همغږۍ غونډه وشوه .
د دوه سوه یو سیلاب قول اردو په کوربتوب د ننګرهار،لغمان او کابل ولایتونو ګډو پولو امنیتي،پرمختیایي او ټولنیزو ستونزو د حل په موخه د اوږده ځنډ وروسته د لومړي ځل لپاره د همغږۍ او همکارۍ غونډه وشوه .
یاده غونډه چې د غويي په ۳۰مه ترسره شوه،په کې ننګرهار والي شاه محمود میاخیل په مشرۍ د دې ولایت نظامي شورا غړو، د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان ډګر جنرال محمد زمان وزیري،په ختیځ کې د غوڅ ملاتړ قوماندانۍ مشر جنرال هیل، د لغمان والي محمد اصف ننګ په مشرۍ د یاد ولایت نظامي شورا غړو،د کابل مرستیال والي په مشرۍ د یاد ولایت نظامي شورا غړو، سروبي ولسوال او ګڼ شمیر نورو ګډون کړی وو.
د دې غونډې په ترڅ کې د جلال اباد ـ کابل لویې لارې او درې ولایتونو ګاونډي ولسوالیو اړوند امنیتي،پرمختیایي او ټولنیزو ستونزو په اړه د همغږۍ له مخې بحثونه او پرېکړې وشوې .
مسؤلینو ژمنه وکړه،چې د یادو درې ولایتونو په هغو سیمو کې چې ګډه پوله او ګاونډیتوب ولري،د همغږۍ له مخې به ورته نورې ناستې ترسره او ستونزو ته به د حل لارې ومومي.
کوټ ولسوالۍ کې د اته ویشت میرمنو په ګډون نږدې سل تنو ته د ورړو کاروبارونو ترسره کولو روزنه ورکړل شوه .
د ننګرهار کرنې او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د CBARD پروګرام له لورې په کوټ ولسوالۍ کې اته ویشت میرمنو او اویا تنو نرینه بزګرانو او نورو ته د وړو کرنیزو کاروبارونو څلور ورځنۍ زده کړه ورکړل شوه .
د کوټ ولسوال نجیب الله رحماني د یاد روزنیز پروګرام له ترسره کېدو ستاینه وکړه او هیله یې وښوده،چې ټول ګډونوال به ترې په ښه توګه په ورځنیو چارو کې ګټه واخلي.
په مومندرې ولسوالۍ کې مسؤلینو او مخورو تروریستي بریدونه وغندل او د شهیدانو روح ته یې دعا وکړه .
د ننګرهار ولایت مومندرې ولسوالۍ په مقام کې د قران کریم د ختم په ادا کولو سره مسؤلینو، علماؤ کرامو،مخورو او یو شمیر نورو د وروستیو پېښو شهیدانو روح ته دعا وکړه او ترسره شوي بریدونه یې په کلکو ټکو سره وغندل .
د کلام الله په ختم شریف مراسمو کې د مومندری ولسوال محمد نسیم شینواري ترڅنګ د ولسوالۍ مسولینو او منسوبینو سربیره دیني علماؤ کرامو ،مشرانو، د قران کریم حافظانو او یو شمیر نورو برخه اخیستې وه .
دوی په یوه غږ د دې خاورې او نظام د دښمنانو وروستي ترهګریز خونړي بریدونه په کلکو ټکو وغندل او د تروریستانو دا ډول عملونه يې د انسانیت ،اسلامیت او افغانیت له ټولو اصولو خلاف او د بشر ضد نه بښونکي جنایتونه په ګوته کړل.
د ګوشتې ولسوالۍ امنیتي پوستو څخه لیدنه او امنیتي ارزونه وشوه .
د ننګرهار ولایت ګوشتې ولسوالۍ بېلابېلو سیمو څخه لوړ پوړي امنیتي پلاوي،چې په کې د سرحدي ځواکونو د ۵ کنډک درستیزوال،ملي امنیت اطرافي مدیر،ملي اردو منسوبینو او یو شمیر نورو یې ملتیا کوله،لیدنه او امنیتي ارزونه وکړه.
د ګوشتې ولسوال حاجي غالب مجاهد او د ولسوالۍ امنیتي مسؤلینو پلاوي ته مالومات ورکړل،د همغږۍ او همکارۍ ډاډ ترڅنګ یې په یو شمیر برخو کې ستونزې هم ورسره شریکې کړې .
په سره رود ولسوالۍ کې د فساد پر ضد د مبارزې په موخه د ځوانانو ګډه کمیټه جوړه شوه.
ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ کې د ORSTW اداري له لوري په سره رود ولسوالۍ کې د فساد پر ضد د مبارزې تر عنوان لاندې د یوه ورځني ورکشاپ وروسته د فساد پر ضد د مبارزې په موخه د ځوانانو ګډه کمیټه جوړه شوه .
په یاد ورکشاپ کې د سره رود ولسوال هجرت الله رحماني، د ORSTW ادارې مسؤلینو، د اته میرمنو په ګډون ۲۰ تنو ځوانانو او یو شمیر نورو برخه اخیستې وه،چې پر مهال یې د فساد اړوند په عمومي موضوعاتو،فساد مخنیوي او یو شمیر نورو برخو باندې بحثونه وشول.
د سره رود ولسوال قاري هجرت الله رحماني مننه وکړه،چې د فساد پر ضد د ځوانانو کميټه رامنځته شوه،ترڅو په سره رود ولسوالی کې نوموړي فعالين او رضاکاران د فساد سره مبارزه وکړي .
نوموړي په ټولو برخو کې کمیټې ته د قانون په چوکاټ کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
ننګرهار کې د موزیمونو نړیواله ورځ ونمانځل شوه .
د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لورې د یوې غونډې په ترڅ کې د موزيمونو نړيواله ورځ ونمانځل شوه .
د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس اورنګ صميم د موزيمونو پر اهميت او ارشيپونو سره د موزيمونو توپير په اړه مالومات ورکړل او زیاته یې کړه، په موزيمونو کې لرغوني اثار او په ملي ارشيپونو کې خطي نسخې او تاريخي اسناد ساتل کيږي.
یو شمیر نورو ویناوالو هم د موزیمونو په ارزښت د خبرو وروسته د یاد رياست له موزيم څخه هم ليدنه وکړه.
د یادونې وړده،چې د غويي ۲۹مه برابره ده،د موزیمونو نړیواله ورځې سره،چې په افغانستان او نړیواله کچه یاده ورځ په ځآنګړو مراسمو سره نمانځل کیږي .
د ښار په ۱۵ ښوونځیو کې د پاکۍ او زرغونتیا په نوم پېل شوی کمپاین پای ته ورسېد .
د ننګرهار پوهنې،اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو او جلال اباد ښاروالۍ ترمنځ د شوي هوکړه لیک له مخې د دې ښار په پنځلس ښوونخیو کې د پاکۍ او زرغونتیا په نوم پیل شوی کمپاین نن پای ته ورسید.
د دې کمپاین په ترڅ کې د ښاري فرهنګ ترویج او په نوي نسل ( زده کوونکو ) کې ښار سره د لا زیاتې مينې او یاد فرهنګ بنسټیز کولو په موخه د مکتب ښاروالۍ کمېتې جوړې شوې وې او ورته وسایل ورکړل شوي وو،ترڅو پورې خپل ښوونځي ته کار وکړي.
په همدې موخه په یادو ټولو مکتبونو او لېسو کې د شهر همکار دفتر په همکارۍ شاوخوا اته ورځنې د پاکۍ او زرغونیتا په نوم د زده کوونکو ترمنځ پېل شوې کمپاین په بریالیتوب سره پآی ته ورسېد .
په سره رود ولسوالۍ کې د SACO په نوم خیریه بنسټ یوې بې وزله کورنۍ ته د نږدې ۵ سوه زره افغانیو په لګښت د استوګنې کور جوړولو چارې پیل کړې.
ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ په قعله معروف کلي کې د SACO خیریه بنسټ له لورې یوې بې وزله کورنۍ ته د استوګنې کور د جوړولو چارې پیل کړې،چې د یوې نیمې میاشتې په موده کې به بشپړې شي .
یاد کور په یوه بسوه او څلور متره ځمکه کې د شاوخوا ۵ سوه زره افغانیو په مالي لګښت جوړیږي،چې دوه خونې،یو تشناب،احاطه او نور ضروي ملحقات لري .
د سره رود ولسوال قاري هجرت الله رحماني د یاد کور د بنسټ ډبرې ايښودلو پر مهال ننه وکړه،چې په یاده ولسوالۍ کې یوې یتیمې او بې وزله کورنۍ ته د استوګنې په موخه کور جوړیږي .
په ننګرهار کې جوړ شوي پکولونو د هېواد ترڅنګ په اروپايي هېوادونو کې هم ښه بازار پیدا کړی .
په ننګرهار ولایت کې د پکولونو پلورونکي وایي،د تېر په پرتله یې بازار ښه شوی دی او د پکولونو د اخيستلو لپاره ورته د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د اوړي او ژمې په موسم کې خلک راځي.جلال ابا ښار کې د شریف الله په نوم پکول پلورونکی هټیوال وایي،د مګړۍ د کونړیو او خوستي پکولونو بازار تر نورو ډیر ښه دی او له همدې امله دوی په همدې ښار کې یاد پکولونه جوړوي،چې د یو پکول قیمت یې د درې سوه افغانیو څخه تر دوه نیم زرو پورې رسیږي .نوموړي زیاتوي،پکولونه یې د هېواد بېلابېلو سیمو ترڅنګ اروپایي هېوادونو ته هم صادریږي،چې خلک یې د ښې ډالۍ په توګه له ځآنونو سره وړي،خو وایي، د پکول جوړولو لپاره ټوکر له کوزې پښتونخوا څخه تر لاسه کوي .هغه وایي، که په ننګرهار کې ورته د برېښنا سهولتونه برابر شي،نو د ماشینونو په فعالولو سره به په عصري ډول ټوکر تولید او بشپړ خپل پکول تولید کړي.
پکول اخیستوونکی امیرزاده وایي،له لسګونو کلونو راهیسې د کورنۍ غړي پکول په سروي او هغه کسانو به یې د ځآنګړي اهمیت له مخې پکول په سر کولو،چې مشري به یې په غاړه وه .
د یادونې وړده،چې پکول په افغانستان کې تاریخي مخینه لري،چې اوس یې ځینې ځوانان د سینګار،مشران یې د کلتوري ارزښتونو او ځینې نور یې د ور پاتي شوي میراث په توګه په سروي .
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ له لوري (۱۵۶) بېلابیل ډوله وسلې د بې وسلې کولو پروګرام وسپارل شوې
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ د بېلابېلو مدیریتونو له لورې د تېرو درې اونیو په موده کې تر لاسه شوې ۱۵۶ میله بېلابېلې وسلې د بې وسلې کولو پروګرام ته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې وسپارل شوې .
امینه قوماندان مل پاسوال عبدالرقیب مبارز د وسلو د سپارلو پر مهال وویل، پولیسو یې د تېرو څو اونیو په موده یادې وسلې د دې ولایت په بېلابیلو سیمو کې د عملیاتو، ګزمو او پلټنو پر مهال نیولي دي.
نوموړی زیاتوی، د ناقانونیو پر وړاندې یې خپل هڅې چټکې کړې دي او د ټولو هغه خلکو پر وړاندې به له قانوني جدیت کار واخلي چې د هېوادوالو ژوند ته ګواښ پېښوي.
ختيځ کې د ډایاک پروګرام مشر ډګروال محمد حسین اخندزاده وویل، د امینې قوماندانۍ له لوري ورسپارل شوې وسلې به د تخنیکي ټیم تر کتنې او ترمیم وروسته بیرته پر امنیتي ځواکونو وویشي.
نوموړی زیاته کړه، چې د وسلو راټولو برخه کې د ننګرهار د امنیتي ځواکونو فعالیتونو ګړندي شوي او دغه چاره به د امنیت په خوندیتوب کې د پام وړ رول ولري.
د یادونې وړ ده چې تر دې څو ورځې وړاندې د ننګرهار د ملي امنیت ریاست له لوري هم لسګونه میله سپکې او درنې وسلې ډیاک پروګرام ته سپارل شوې وې.
د وطنپاله ځوانانو د شهید شوي مشر ارواښاد هدایت زهیر لومړی تلین ونمانځل شو
د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د یوې غونډې په ترڅ کې د وطنپاله ځوانانو د پخواني مشر شهید هدایت الله زهیر لومړی تلین ونمانځل شو،چې په کې د ځوانانو سربېره دیني عالمانو،قومي مشرانو او ګڼ شمیر نورو ګډون کړی وو.
د یاد تلین په نمانځغونډه کې لومړی د قرانکریم ختم تر سره شو او تر هغې وروسته ویناوالو د شهید زهیر په کړو هڅو او فعالیتونو څرګندونې وکړې.
دوي زهیر د هېواد ویاړلی شهید یاد کړ، چې په خپلو بې ساري هڅو يې ټولنه کې د ملي احساس او هېوادنۍ مېنې پياوړتیا لپاره د حساب وړ کار وکړ.
د غونډې ګډنوالو غوښتنه وکړه، چې حکومت دې د شهید زهیر په نامه یو ښوونځي او یا هم څلور لاری ونموي.
شهید هدایت الله زهیر ننګرهار کې د خپلواکۍ ورځې او نورو ملي جشنونو نمانځې، خیریه او تعلیمي برخو کې په رضا کاره توګه فعالیت کوه.
نوموړي تېر کال د روژې مبارکه میاشت کې د هېواد او د دین د دښمنانو له لورې بهسودو پل تر څنګ د کرکیټ په لوبغاړلي کې د چاودونو له کبله د اتو نورو ملکي وګړو سره یو ځای شهید شو.
کوټ ولسوال تېره شپه د پنځوس بستريز روغتون د جوړونې چارې وڅارلې
ننګرهار ولایت کوټ ولسوال نجيب الله رحماني تېره شپه ناوخته د دې ولسوالۍ د پنځوس بستريز روغتون د کانکريټ ريزۍ چارې له نږدې وڅارلې.
نوموړي د شرکت مسئولينو ته سپارښتنه وکړه، چې د دغې حياتي پروژې په ښه تطبيق کې د قرارداد اصولو له مخې اجرات تر سره کړي.
هغه همدا راز د ياد روغتون د تر سره شويو کارونو ارزونه وکړه او د پاتې کارونو کيفيت ته يې د لا ښې پاملرنې په برخه کې سپارښتنې وکړې.
ننګرهار والي مسؤلینو ته لارښوونه وکړه،چې د بېلابېلو ادارو لپاره د اداري ودانیو جوړیدو په موخه ټاکل شوې ځمکې د غصب څخه وژغوري.
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د اداري مجلس په غونډه کې مسؤلینو ته لارښوونه وکړه،تر څو د هغه ادارو ځمکې د غصب څخه وژغوري،چې ورته د اداري ودانیو د جوړولو په موخه بودیجه منظور شوې ده .
یاده غونډه چې ولایت مقام کې جوړه شوې وه،د ننګرهاروالي شاه محمود میاخیل،ولایت او امنیه قوماندانۍ مرستیالانو،د استیناف محکمې او بېلابېلو ادارو رئیسانو، ولایتي شورا منشي،د ادارو استازو او یو شمیر نورو ګډون کړی وو.
د دې ولایت والي شاه محمود میاخیل د خبرو پرمهال د ولایت په کچه په امنیتي، سیاسي،اقتصادي او ټولنیز وضعیت مسؤلینو ته مالومات ورکړل او زیاته یې کړه،چې د غصب،جنایي او تروریستي جرمونو د مخنیوي په موخه جدي مبارزه کوي.
نوموړي په مرکز او ولسوالیو کې د ټولو ادارو مسؤلینو څخه مننه وکړه،چې ځآنګړي تحرکات یې پیدا کړي او د خپلو د ترسره شوو چارو د انعکاس او ولس سره د مالوماتو شریکولو لارښوونه یې هم وکړه .
هغه سکتوري رئیسانو ته لارښوونه وکړه،چې بټي کوټ ولسوالۍ سره د مرستو ترسره کولو په موخه یادې ولسوالۍ ته سفر وکړي او د دوی قربانیو ته په کتو ولس ته د سهولتونو برابریدو برخه کې مرستې وکړي.
ښاغلي میاخیل مسؤلینو ته په ټاکلې وخت د میاشتنیو اجراتو د راپور شریکولو لارښوونه وکړه،همدا راز یې د خپلواکۍ سلمې کلیزې د ښې نمانځنې جوړې شوې کمیټې ته د عملي چارو د پیل کېدو دنده ورکړه .
ننګرهاار والي شاه محمود میاخیل اړوند مسؤلینو ته لارښوونه وکړه،تر څو د هغه ادارو ځمکې د غصب څخه وژغوري،چې ورته د اداري ودانیو د جوړولو په موخه بودیجه منظور شوې ده او ژر تر ژره یې عملي چارې هم پیل کړي .
د اداري مجلس په غونډه کې پرېکړه وشوه،چې د ننګرهار کانال په هغو ځمکو کې چې له وړاندې حکومتي پروژې پیل شوي،چارو ته به دوام ورکوي،خو اړونده اداره به یې په مرکز کې د ځمکې د انتقال لپاره جدي هڅې ترسره کړي .
په غونډه کې د ننګرهار استیناف محکمې رئیس عبدالولي قاضي زاده د جزایي اجراتو قانون په رڼا کې د حجز او حبس د بدیلونو د تطبیق په برخه کې خپل وړاندیزونه وکړل.
د دې قانون له مخې هغه بندیان چې د عادي جرمونو له امله د محکمې له لورې د پنځه کلونو څخه کم بند ورکړل شوی وي،په قتل،تروریستي پېښو،تروریزم ملاتړ،اداري او مالي فساد،جنګي،تکراري جرمونو،ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي،نشه یې توکو قاچاق،انسان تښتوونې او یو شمیر نورو قضیو کې ښکیلتیا ونلري،د یاد قانون د تطبیق څخه برخمن کېدای شي.
د اداري مجلس په غونډه کې پرېکړه وشوه،چې د کار او ټولنیزو چارو ریاست په همغږۍ به ګډه کمیټه کار وکړي او د ادارو لپاره به د هغوی د اړتيا مطابق په شرایطو برابر حبس شوي کسان وړاندیز کړي،چې د کاریګرو په توګه د خپل بند پاتې موده په کار کولو سره ترسره کړي.
په جوړه شوې غونډه کې د ولسمشر د فرمان مطابق د شهیدانو او معلولینو کورنیو د اسنادو د څېړنې په موخه د با صلاحیته کمیسون د چارو پر ګړندیتوب ټینګار وشو،همدا راز د کانال اړوند غصب شوو ځمکو باندې جوړ شوو کورونو باندې د ښاروالۍ،برېښنا او نورو ادارو د خدمتونو د پرې کولو وړاندیز هم وشو.
د دې اونۍ په اداري مجلس غونډه کې پر یو شمیر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې اترې وشوې.
د بهرنيانو په ګډون څلور داعش وسله وال ووژل شول او د دوی يو مرکز لمنځه يوړل شو
ننګرهار ولايت چپرهار ولسوالۍ ډاګو سيمه کې تېره شپه د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د داعش وسله والې ډلې پر يوه مرکز بريد کړی، چې په ترڅ کې يې د يادې ډلې د دوو بهرنيانو په ګډون څلور غړي وژل شوي او مرکز يې لمنځه وړل شوی.
د دغه عملياتو پرمهال د داعش وسله والو يو ميل پيکا، دوه ميله کلاشنکوفونه، يو قبضه لاسي بم، پرتلې، شاجورونه، مهمات او چاوديدونکي توکي هم ځانګړو ځواکونو لاس ته ورغلي، چې په سيمه کې يې لمنځه وړي.
د داعش وسله والو ياد مرکز، چې د ډاګو په سيمه کې د ولسونو په منځ کې جوړ شوی و جلال اباد ښار لپاره په کې د ځانمرګو بريدونو، هدفي وژنو او د نورو تخريبي کړنو پلانونه جوړيدل.