۸/۸/۱۳۹۸
ننګرهار والي د ۱۴ ولايتونو والیانو ترمنځ د سيمه ييزې حکومتولۍ پياوړتيا په علمي سيمنيار کې د دې ولايت ستونزې، غوښتنې او چيلنجونه مسئولينو سره شريک کړل.
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د ۱۴ ولايتونو واليانو ترمنځ د سيمه يیزې حکومتولۍ پياوړتېا په علمي سيمينار کې د دې ولايت پرمختګ، لاسته راوړنې، ستونزې، اړتياوې او چلنجونه شريک کړل.
د سيمه ييزې حکومتولۍ پاليسي، خونديتوب، حرکت او پراختيا تر عنوان لاندې درې ورځنی علمي سيمنيارد ننګرهار ولايت په کوربتوب د جلال اباد شاهي ماڼۍ کې پيل شوی.
د دې ورکشاپ په دويمه ورځ د ننګرهار والي، سيمه ييزو ارګانونو خپلواکۍ ادارې د پلان او پالیسۍ رئيس، د کابل، پکتيا، لوګر، غزني، لغمان، کونړ، نورستان، کاپیسا، ميدان وردګ او پروان واليان، د ننګرهار خوست او پنجشير ولايتونو مرستيالان، د ادارو مسئولين، پوهنتون استادان، مېرمنې، مدني ټولنو استازي او ګڼ شمېر نور په کې ګډون لري.
د سيمينار په دويمه ورځ د پنل په ډول د يادو ولايتونو واليانو د خپلو سيمو اړوند لاسته راوړنې، پرمختګونه، ستونزې او چيلنجونه شريک کړل.
په دغه مراسمو کې د سيمه يیزو ارګانونو خپلواکې ادارې سلاکار سمندر وفاء د يادې ادارې عمومي رئیس عبدالمتين بيک پيغام شريک کړ، چې په کې د سيمه ييزې حکومتولۍ پياوړتيا په موخه د دا ډول سيمنارونو جوړيدل او طرحو راټولول مهم ګام ياد شوی و.

د واليانو پنل، چې د سيمه يیزو ارګانونو خپلواکۍ ادارې د پلان او پالیسۍ رئيس حامد کريمي له لوري پرمخ وړل کېده نوموړي د خپلو خبرو پر مهال له ټولو واليانو مننه وکړه، چې په دې مهم سيمينار کې يې برخه واخیسته او د حکومتولۍ پياوړتيا په موخه يې خپل نظرونه او وړانديزونه شريک کړل.
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل واليانو سره د خپل ولايت لاسته راوړنې، ستونزې، چيلنجونه او غوښتنې د تجربې او سيمه يیزې حکومتولۍ پياوړتيا په موخه شريکې کړې.
نوموړي وويل، چې دغه ډول سيمينارونه د Open Governance ښه نمونه ده او د واليآنو ترمنځ بحثونه او نظرياتو تبادله به د سيمه ييزې حکومتولۍ په پياوړتيا کې موثره رول ولوبوي.
هغه زياته کړه، چې په تېرو پنځلس کالونو کې د سيمه ييزې حکومتولۍ پياوړتيا برخه کې مهم بدلونونه رامنځته شوي؛ خو لا هم اړتيا ده، چې دې برخې ته لازمه پاملرنه وشي.
ده په دې ولايت کې د امنيت تامين، ښې حکومتولۍ رامنځته کولو، انکشاف او فکر جوړونې په برخه کې د خپلو فعاليتونو يادونه وکړه او زياته يې کړه که يادو برخو ته پاملرنه وشي؛ نود سيمه ييزې حکومتولۍ برخه کې به د پام وړ بدلونونه رامنځته شي.
هغه زياته کړه: (( مونږ په هره برخه کې سرچينې لرو؛ خو فکري بدلون ته اړتيا لرو، ترڅو جګړه ييز فرهنګ په سوله ييز فرهنګ بدل کړو او پرمختګ ته لاره خلاصه کړو.))
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، غوره ده، چې د ټولو ولايتونو مسئولينو له سالمو تجربو څخه په نورو سيمو کې ګټه واخیستل شي او هر ولايت ته په کتو يوه داسې طرحه رامنځته شي، چې د هغه ولايت په امنيت، انکشاف او اقتصاد کې موثريت ولري.
د پنل نورو ګډونوالو واليانو هم د خپلو ولايتونو اړوند فعاليتونه، لاسته راوړنې، ستونزې، غوښتنې او چيلنجونه شريک کړل، چې د نظرونو راټولولو وروسته به د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې له لوري د سيمه ييزې حکومتولۍ پياوړتيا په موخه ځانګړي اقدمات تر سره شي.
۸/۸/۱۳۹۸
ننګرهار ولايت په کوربتوب د ۱۴ ولايتونو واليانو او نورو مسئولينو ترمنځ د علمي سيمنار دويمه ورځ پيل شوه.
د ننګرهار ولايت په کوربتوب د سيمه ييزې حکومتولۍ پاليسي، خونديتوب، حرکت او پراختيا تر عنوان لاندې د درې ورځني علمي سيمينار دويمه ورځ پيل شوه.
دغه سيمينار، چې جلال اباد شاهي ماڼۍ په کرزي تالار کې پیل شوی په دويمه ورځ په کې د ننګرهار والي، سيمه ييزو ارګانونو خپلواکۍ ادارې د پلان او پالیسۍ رئيس، د کابل، پکتيا، لوګر، غزني، لغمان، کونړ، نورستان، کاپیسا، ميدان وردګ او پروان واليان، د ننګرهار خوست او پنجشير ولايتونو مرستيالان، د ادارو مسئولين، پوهنتون استادان، مېرمنې، مدني ټولنو استازي او ګڼ شمېر نور په کې ګډون لري.
د ياد سيمينار په دويمه ورځ ننګرهار والي شاه محمود مياخيل د تېرې ورځې په ترڅ کې د يو شمېر نورو فعاليتونو ترڅنګ د جنوب ختيځ زون ولايتونو مسئولينو له لوري د سيمه ييزې حکومتولۍ پياوړتيا په موخه د وړاندې شويو طرحو ارزونه وکړه.
نوموړي وويل، چې د چارو سمون او پرمختګ په موخه اړينه ده، چې غوره سيستم ولرو او دغه سيستم د وړ اشخاصو له لوري پرمخ يوړل شي.
ده زیاته کړه، چې ادارې بايد د خپلو امکاناتو او اړتياو ته په کتو پلان جوړونه وکړي، ترڅو ټاکل شويو موخو ته په برياليتوب سره ورسيږو.
ننګرهار والي هيله وښوده، چې په دغه سيمينار کې به د وړاندې شويو طرحو له مخې په سيمه ييزه حکومتولۍ کې د پام وړ بدلون رامنځته شي.
د يادونې ده، چې د دې علمي سيمنيار په دويمه ورځ د جنوب ختيځ او ختيځ زون ولايتونو مسئولینو د سيمه ييزې حکومتولۍ پياوړتيا او سمون په موخه خپلې ليکلې طرحې ګډونوالو ته وړاندې کړې.
همدا راز د سيمه ييزې حکومتولۍ پياوړتيا په موخه د پنل په ډول والیانو هم خپل نظرونه شریک کړل.
ټاکل شوې، چې نن د ورځې په اوږدو کې هم د سيمه ييزې حکومتولۍ پاليسي، خونديتوب، حرکت او پراختيا په موخه ګڼ شمېر فعالیتونه تر سره شي.
بله لور ته د ياد سيمينار ځای ته څېرمه د لاسي صنايعو او وطني توليداتو نندارتون جوړ شوی، چې په کې د هېواد بېلابېلو ولايتونو وطني توکي نندارې او خرڅلاو ته ايښودل شوي دي.
۷/۸/۱۳۹۸
ننګرهار ولايت په کوربتوب د ۱۴ ولايتونو لوړ پوړو مسئولينو ترمنځ علمي سيمنار پيل شو
د ننګرهار ولايت په کوربتوب د سيمه ييزې حکومتولۍ پاليسي، خونديتوب، حرکت او پراختيا تر عنوان لاندې درې ورځنی علمي سيمينار پيل شو.
دغه سيمينار، چې د لړم په اوومه د جلال اباد شاهي ماڼۍ په کرزي تالار کې پیل شو پر مهال يې د ننګرهار، کونړ او نورستان واليانو سر بېره د ۱۴ ولايتونو يو شمېر مرستيالانو، د ادارو مسئولينو، پوهنتون استادانو، مېرمنو، مدني ټولنو استازو او ګڼ شمېر نورو په کې ګډون کړی.
ياد علمي سيمينار ته ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د جمهور رئيس محمد اشرف غني پيغام ولوسته چې په کې راغلي و د سيمه ييزې حکومتولۍ پياوړتيا د ملي وحدت حکومت يو له مهمو او اساسي موخو څخه ده په همدې بنياد د سيمه ييزې حکومتولۍ پاليسي او د محلي شوراګانو قانون نهايي شو.
په پيغام کې راغلي و د دې طرحې اساسي موخه د ښار محورۍ پر بنياد سيمه ييزه حکومتولي ده او حکومت هوډمن دى چې د خلکو، استادانو، مدني ټولنو، رسنيو او بېلا بېلو قشرونو نظرونو او طرحو په رڼا کې د سيمه ايزې حکومتولۍ د پراختيا بنسټ کېږدي.
جمهور رئیس په خپل پيغام کې ويلي و نن د حکومتولۍ له کلونو تجربو وروسته، د دې وخت را رسېدلى چې په اداراتو کې شته ظرفېتونه تشخيص کړو او همدا راز دا بايد درک شي چې سيمه ييز واحدونه د ښاري، نيمه ښاري، ترانزيټي او طبعي منابعو له نظره د کومو ځانګړنو او ظرفېتونو لرونکي دي ، چې د هغې په رڼا کې د عمل برنامه ورته جوړه شي.
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د خپلو خبرو پر مهال وويل، چې د سوله ييز چاپېريال رامنځته کېدو په موخه په امنيتي، حکومتدارۍ، پراختيايي، فکري او کولتوري تغير برخه کې فعالیتونه تر سره کوي.
نوموړي وويل، چې د ښې حکومتدارۍ رامنځته کېدو په موخه يې د ننګرهار شل ولسواليو ته سفرونه کړي او هلته يې متوازن انکشاف رامنځته کړی.
هغه زياته کړه، چې د مراجعينو کليمه يې په مشتري بدله کړې، ترڅو مسئولينو ته د ښه خدمت کولو احساس وشي او ولسوالانو ته يې لارښوونه کړې، چې په خپلو سيمو کې ولسي خلکو ته ښه خدمت وکړي، چې په دې سره د حکومت او ولس ترمنځ واټن لمنځه یوړل شي.
ده وويل، چې حکومتداري يې له ولايت څخه ولسواليو ته لېږدولې او د نورو کړنو ترڅنګ يې دريدلې پروژې پيل کړي او د ميليونونو افغانيو په لګښت يو شمېر يې ګټې اخيستنې ته سپارلي او سلګونه نورې پروژو چارې پر برياليتوب سره پرمخ روانې دي.
ننګرهار والي د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې له مسئولينو مننه وکړه چې په دې ولايت کې يې د څوارلس ولايتونو ترمنځ د ښې حکومتوالۍ رامنځته کېدو په موخه علمي سيمينار زمينه برابره کړه او د سيمه ييزې حکومتولۍ پياوړتيا په برخه کې يې وړانديزونه وکړل.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پلان او پالیسۍ رئيس حامد کریمي د سيمه ييزې حکومتولۍ برنامې په اړه تخنیکي معلومات وړاندې کړل.
نوموړي وويل، چې اوسمهال په سيمه ييزه کچه ډير کوچني کارونه هم مرکز سره په همږۍ تر سره کيږي، چې په سيمه ييزه حکومتولۍ يې بده اغيزه کړې ده.
هغه زياته کړه، چې له علمي سيمينار څخه موخه داده ترڅو د ولايتونو مسئولين د سيمه ييزې حکومتولۍ په اړه خپل نظرونه شريک کړي او په ياده برخه کې مثبت بدلونونه رامنځته شي.
د سيمه ييزو ارګانونو د پلان او پاليسۍ رئیس همدا راز وويل په مرکزي ادارو تمرکز ددې سبب شوى ، چې دويمي او درېيمي ادارې څنډه کې پاتې شي، نن هغه وخت را رسيدلى، چې اصلي او عمده تمرکز په محلي ادارو وشي او د پاملرنې وړ وګرځي.
د لغمان والي محمد اصف ننګ وويل، اوسمهال په ولايتونو کې د حکومتولۍ بڼه هماغه لسيزې وړاندې جوړه شوې پاليسي ده چې تر ډيره د ولايت لپاره ګټوره نه ده؛ ځکه ولايتي مسولين په کې د خلکو ستونزې نه شي حلولی او يوازې د مرکز پاليسي مخته وړي.
د نورستان والي حافظ عبدالقيوم هم هیله وښوده که په نوې پاليسۍ کې ډيره ونډه سيمه ييز حکومت ته ورکول کېږي نو ولايتي ادارې خودمختاره کېږي او د خلکو اړتياو ته په کتو خپل خدمات مخته وړي.
دی وايي، اوس سيمه ييزې ادارې مسوليت ډير خو صلاحيت کم لري چې د ولس او حکومت تر منځ د واټن زياتوالي لامل ګرځېدلی دی.
د علمي سيمينار پر مهال د مرکزي زون کمېټې راپور د پروان ولايت سکتوري خدمتونو رئیس محمد علي، د جنوب ختيځ زون کمېټې راپور د پکتيکا ولايت سکتوري رئیس واصف الله واصفي او د ختيځ زون کمېټې راپور د ننګرهار ولايت سکتوري خدمتونو رئيس فضل ربي هميم د پريزينټيشن په بڼه وړاندې کړل.
دغه علمي سيمينار به درې ورځې دوام وکړي، چې پر مهال به يې د څوارلس ولايتونو واليان او نور مسئولين د سيمه ييزې حکومتولۍ پیاوړتيا په موخه به بېلابېل فعاليتونه تر سره او ګټور نظرونه به وړاندې شي.
د ياد علمي سيمينار سربېره د اماني دورې انځورونو، بېلابېلو نورو انځورونو او ښځينه و له لوري د لاسي صنايعو او وطني توليداتو درې نندارتونونه هم جوړ شوي دي.
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د يو شمېر نورو مسئولینو په ملتيا له يادو نندارتونو څخه ليدنه وکړه او د انځورونو جوړونکو او لاسي صنايعو توليدونکو د هڅو قدرداني يې وکړه.
۸/۸/۱۳۹۸
ننګرهار کې پر اړمنو کورنيو د دوه زره ټُنه غنمو وېش پيل شو
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل په هڅو پېښو پر وړاندې چمتووالي ادارې په وړانديز اجرائيه رياست له لوري په دې ولايت کې زرګونه بېوزله او اړمنو کورنيو ته د د دوه زره ټُنه خوراکي غنمو وېش پيل شو.
ولسواليو ته د غنمو لېږد په مراسمو کې د ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ، پېښو پر وړندې چمتووالي، کرنې او يو شمېر نورو ادارو مسئولينو ګډون کړی و.
د ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ وويل، چې ننګرهار ولايت ته دوه زره ټُنه خوراکي غنم منظور شوي، چې تر دې دمه دولس سوه څلورديرش ټنه را رسيدلي او پاتې اووه سوه شپږ شپیته ټنه به ډېر ژر را ولېږدول شي.
نوموړې وويل، چې نن يې پنځوس ټنه خوراکي غنم نازيانو او نهه اتيا ټنه اچين ولسواليو ته ولېږدول، چې په جنګ ځپلو، بې ځايه شویو او نورو اړمنو کورنيو به وويشل شي.
د ولايت مرستيالې همدا راز ډاډ څرګند کړ، چې ډېر ژر به نور غنم هم له مرکز څخه را وليږدوي او پر اړمنو کورنيو به وويشل شي.
۸/۸/۱۳۹۸
ننګرهار کې نهو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته
ننګرهار ولايت هسکې مېنې او مومندرې ولسواليو کې تېره ورځ د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې پنځه داعش وسله وال ووژل شول او څلور وسله وال طالبان ټپيان شول.
د معلوماتو له مخې تېره ورځ د هسکې مېنې ولسوالۍ کڅونې سیمه کې بې پیلوټه الوتکې پر داعش وسله والو بريد کړی، چې له امله یې د يادې ډلې پنځه غړي وژل شوي دي.
په ورته وخت کې د مومندرې ولسوالۍ په شنې مېنې کې هم د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې څلور وسله وال طالبان ټپیان شوي دي.
په ياد بريد کې يو ملکي وګړی، چې د لوګر ولايت اوسيدونکی دی شهيد شوی دی.
۸/۸/۱۳۹۸
جلال اباد ښار کې په لارۍ موټر کې يولس ميله وسلې ونيول شوې
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار اړوند ډرونټې سيمه کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو منسوبینو په يوې لارۍ موټر کې يولس میله درنې او سپکې وسلې، چې په ډېر مهارت سره په کې ځای پر ځای شوې وې ونيولې.

د معلوماتو له مخې په دغه وسلو کې شپږ ميله راکټ انداز او پنځه ميله کلاشينکوفونه شامل دي، چې له ننګرهار څخه کابل ته د تروريستي کړنو په موخه لېږدول کېدې.
۸/۸/۱۳۹۸
د ماشومانو د حقونو نړیوال کنوانسیون دېرشمه کلیزه ونمانځل شوه
ننګرهار عالي لېسه کې د پوهنې ریاست او یونیسف ادارې له لوري د ماشومانو د حقونو نړیوال کنوانسیون دېرشمه کلیزه د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.
د پوهنې رئیس حسیب الله شینواري د خپلې وینا پر مهال وویل، چې زموږ په ټولنه کې لا هم د ځینو کورنیو له خوا کوچنیان رټل کېږي او ان کله کله له فزیکي چلند سره مخ کېږي، چې دا کار د ماشوم په رواني حالت بده اغېزه کوي.
شینواري پر کورنیو او والدینو غږ وکړ چې پر خپلو کوچنیانو دې تشدد او زور زیاتی نه کوي او د مینې په فضاء کې دې سالمه روزنه ورکړي.
د یونیسیف د تعلیمې برخې مسئولې انیتا حیدري او عزیز نور هم د ماشومانو په ښې روزنې او پالنې ټینګار وکړ او ویې ویل چې افغان ماشومان په روان جګړه ییز حالت کې ذهني سکون ته اړتیا لري چې دا کار والدین، ښوونکي او روزنیز مرکزونه ترسره کولای شي.
د دې کلیزې د نمانځنې په موخه کوچنیانو ته د تفریح لپاره د کرکټ لوبه هم جوړه شوې وه او پر دې سربېره یوه تمثیلي ټوټه هم وړاندې شوه چې خلکو ته یې پر ماشومانو د تشدد او وهلو ټکولو پر مخنیوي ټینګار کوه.
د ماشوم حقونو نړیوال کنوانسیون هغه سند دی، چې د ماشومانو د ښوونیزو، ټولنیز، سیاسي، اقتصادي، روغتیایي او کولتوري حقوق ټاکي، دغه کنوانسیون د ۱۸ کلن نه د ټیټ عمر انسان ماشوم ښودلی.
د ماشومانو د حقونو کنوانسیون چې د ماشومانو د حقونو اړوند ۵۴ مادې لري په کال ۱۹۸۹ کې د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو له خوا لاسلیک شو او ټول هغه هېوادونه، چې دغه کنوانسیون یې لاسلیک کړی، ددې د تطبیق مکلفیت لري.
افغانستان په کال ۱۹۹۴ کې دغه کنوانسیون لاسلیک کړ او رسماً یې په تطبیق کې غړی هېواد شو.
۸/۸/۱۳۹۸
ننګرهار پوهنتون کې د خوړو د خونديتوب نړيواله ورځ د يوې سترې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه
ياده نمانځغونډه، چې د دې پوهنتون د کرنې پوهنځي په نوښت جوړه شوې وه، د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه، مرستيالانو، د بېلابېلو پوهنځيو د رئيسانو، استادانو او محصلانو سربېره پکې د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست، د ننګرهار وادي کرنيز شرکت، په ختيځ کې د خوړو او کرنې سازمان (FAO) او WFP مسؤلينو هم برخه لرله.
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال وويل: په نړيواله کچه ١١٧هېوادونه د لوږې د خطر سره مخ دي، چې افغانستان يې په ١٠٨مه شمېره کې ځاى لري او زمونږ د نفوس ٥٤ سلنه وګړي د فقر له کرښې په ټيټ حالت کې ژوند کوي.
پوهاند بهسودوال اقليمي بدلون، اوږدې جګړې، د پوهې د کچې ټيټوالى او اقتصادي کمزوري د لوږې ستر لاملونه ياد کړل، چې د افغانانو ژوند يې له خطر سره مخ کړى دى.

د نوموړي په وينا، له طبيعي منابعو سالمه ګټه اخيستنه، مسلکي کرنيز سيستم رامنځته کول، په اړونده برخه کې د وګړو عامه پوهاوى او اقتصادي وده او پرمختګ هغه څه دي، چې ياده ستونزه تر يو بريده مهار کولى شي.
ورپسې د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي رئيس پوهنوال سيداجان عتيق عبدياني د کرنې او خوړو د ملي او نړيوال حالت، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئيس انجنير سميع الله نصرت د خوړو د نړيوالې ورځې د نمانځې د موخو، د ننګرهار وادي کرنيز شرکت رئيس پرويز علي د خوړو د نړيوال حالت پر وړاندې مسؤليتونو، په ختيځ کې د FAO دفتر رئيس خوشحال آصفي د خوړو حالت پر وړاندې د نړيوالو مسؤليتونو، د کرنې پوهنځي استاد پوهنمل نور علي نور د افغانستان د لوږې او خوارځواکۍ حالت ته کتنه او د حل پر لارو چارو او د ياد پوهنځي بل استاد پوهنيار دوکتور وحدت الله خپلواک په نړۍ او افغانستان کې د خوړو د خونديتوب او تغذيې حالت په اړه ويناوې او پريزنټيشنونه وړاندې کړل.
د اسلامي پوهنتون احاطې ديوال چارې يو ځل بيا د کيفيت له مخې پيل شوې
ننګرهار ولايت ښار جوړونې رياست تخنيکي ټيم له لوري د درېيم نړيوال اسلام پوهنتون د احاطې چارې له نږدې وکتل شوې، چې د درې سوه متره مکعبه خشت کاري تخريب او يو ځل بيا يې د انجينرۍ اُصولو او کيفيت له مخې چارې پيل شوې.

د ښار جوړونې رياست مسئولين وايي، چې د ديوالې چارې بې کيفيته تر سره شوې او د جوړونکي شرکت مسئولينو ته يې سپارښتنه وکړه، چې ړنګ کړای شوی ديوال يو ځل بيا په پوره کيفيت سره ورغوي.
۷/۸/۱۳۹۸
نازیانو ولسوالۍ کې د څه باندې څلور ميليونه او دوه سوه زره افغانيو په لګښت د اوبو يوه شبکه تر جوړيدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
ننګرهار ولايت نازيانو ولسوالۍ د زړې لنډۍ حيدرجان په کلي کې د کليو پراختيا ادارې د اوبو رسولو او روغتيا ساتنې پروګرام د څه باندې څلور ميليونه او دوه سوه زره افغانيو په مالي لګښت د ۳۳۳۵ متره په اوږدوالي د اوبو يوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د کليو پراختيا رئیس مجيب الرحمن ضياء وايي، چې ياده شبکه د شل مترو مکعبو اوبو ظرفيت لري، چې دوه سوه لس کورنيو ته د پاکو اوبو زمينه برابره شوه.
۷/۸/۱۳۹۸
کوز کونړ ولسوالۍ کې د پنځه ميليونه او اووه سوه زره افغانيو په لګښت يو شمېر پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
ننګرهار ولايت کوز کونړ ولسوالۍ کې د ولسي تړون ملي پرورګرام په پنځه ميليونه او اووه سوه زره افغانيو مالي لګښت دوه ښوونځي، دوه سوه متره استنادي ديوال او درې څاه ګانې تر جوړيدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د کوز کونړ ولسوال ډاکتر اسماعيل شينواري وويل، چې دغه پروژې د شاوخوا شپږ مياشتو په موده کې ګټې اخيستنې ته سپارل شوي، چې ترې زرګونه کورنۍ به ګټه پورته کړي.

۷/۸/۱۳۹۸
د نشتر پښتورګو ملي روغتون کې د يو ناروغ د پښتورګي پايپ څخه د تيګې ویستلو بريالی عمليات تر سره شو.
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار نشتر پښتورګو ملي روغتون کې د عبدالوکيل په نوم د چپرهار ولسوالۍ يوه اوسيدونکي، چې د پيدايښت له وخته يې يوه ګورده درلوده او اوسمهال يې د بلې ګردې په يوه پایپ کې تيګه بنده وه تر بريالي عمليات وروسته تيګه ترې وویستل شوه.

د روغتيا پالو د معلوماتو له مخې د ياد ناروغ پښتورګې نه راوتلي پایپ کې شپاړلس ملي متره تيګې شتون درلود، چې درې ورځې یې تشې متیازې بندې وې، او ډیر په تکلیف کې و د میعاناتو نه وروسته معلومه شوه چې blood urea) د وینې زهریات یې ۱۵۶ و او (Craetinine) کراټینین يې ۹.۹ و چې دې حالت کې عملیات ناشونی و.

د روغتيا پالو په وينا دا چې د ناروغ يو پښتورګی و؛ نو د نشتر د پښتورګو ملي روغتون مجرب جراح ډاکتر عبدالقیوم فقیر او د يورولوژي ټيم يې په بریاليتوب سره عمليات تر سره کړل او اوس عبدالوکیل په عادي حالت کې خپل ژوند ترسره کوي.
۷/۸/۱۳۹۸
چاپېريال ساتنې ادارې مسئولينو د افغان دوست له فابريکې څارنه وکړه
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار کې د چاپېريال ساتنې ادارې مسئولينو د چرګانو حلالې او د غوښې بسته بندۍ فابريکې څخه د چاپېرياليزو ستونزو حل په موخه څارنه وکړه.
د چاپېريال ساتنې ادارې مسئولين وايي، چې ياد شرکت ته څېرمه کورنيو د دغه شرکت له لوري د پيدا شويو چاپېرياليزو ستونزو څخه يې ورته شکايت کړی و.
دوی وايي د ياد شرکت مسئولينو څخه يې ژمنه واخیسته، ترڅو تر پنځلس ورځو پورې په خپله سيمه کې د چاپېريال د ککړتيا مخنيوی وکړي.

۷/۸/۱۳۹۸
کرنې رياست مسئولینو د عایداتي سرچینو د پېژندنې او عوایدو د لوړوالي په تړاو روزنيز ورکشاپ کې ګډون وکړ.
ننګرهار ولايت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي ریاست پلاوي د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست امرینو، لوی مدیرانو او د ملي برنامو مالي او اداري کارکوونکو ته په دې تړاو یو ورځیني ټریننګ پیل کړ.
ددغه ټریننګ د پرانستې په مراسمو کې د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریس انجینر سمیع الله نصرت د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل : د عوایدو د سرچینو پیژندنه او د عوایدو زیاتوالي زموږ د پرمختګ مهمه وسیله ده.
نوموړي زیاته کړه کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند هغه برخې چې عواید ترې لاسته راځي د تیر په پرتله پکې زیاتوالی راغلی او هڅه کې یو دا عواید لا زیات شي.
د یاد پروګرام په ترڅ کې د مالي او حسابي چارو ریاست څخه راغلي پلاوي په دې تړاو د پریزنټیشن په شکل په اړونده برخه کې بشپړ معلومات وړاندې کړل.
۷/۸/۱۳۹۸
کليو پراختيا وزارت د هسکې مېنې د جودرې جومات په يوه نيمه مياشت کې بېرته رغوي
د ننګرهار کليو پراختيا رياست چارواکي وايي، د هسکې مېنې ولسوالۍ د جودرې کلي جومات چې دوه اوونۍ وړاندې په يو ځانمرګي بريد کې ړنګ شوی و، په يوه نيمه مياشت کې به بېرته په اساسي ډول ورغول شي.
دوی وايي دا جومات د ولسمشر په امر او د کليو پراختيا وزارت د بوديجې له مخې جوړېږي.
د تېرې تلې مياشتې په ۲۶مه نېټه د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ جودرې سيمه کې د جمعې د لمانځه پرمهال په يو جومات کې چاودنه وشوه چې له امله يې نږدې ۶۴ کسان شهيدان شول او تر ۳۰ زيات ټپيان دي.
په دغه پېښه کې ياد جومات چې ډير پخوانی او له خټو جوړ و په بشپړه توګه ويجاړ شوی و چې ولسمشر يادې ولسوالۍ ته د سفر پرمهال د پېښې له قربانيانو سره د مرستې سربېره د دغه جومات د بيارغونې ژمنه هم وکړه.
د ننګرهار د کليو پراختيا رئيس انجينر مجيب الرحمن ضياء وويل، د ولسمشر تر امر وروسته ننګرهار والي شاه محمود مياخېل دوی ته دنده ورکړه چې د ياد جومات د سروې او جوړېدو لپاره پلان جوړ کړي.
دی وايي اوسمهال د جومات سروې شوې ډيزاين يې تر کار لاندې دی او ډير ژر به يې عملي کارونه هم پيل شي.
هغه ډاډ ورکړ چې جومات به په راتلونکي يوه نيم مياشت کې له سره ورغول شي او بېرته به د خلکو د ګټې اخېستې لپاره چمتو شي.
د کليو پراختيا رييس په ورته وخت کې وويل، د ننګرهار د شينوارو شپږو ولسواليو او کوټ ولسوالۍ کې لپاره د ولسمشر په امر ۶۶ نور جوماتونو جوړېده هم منظور شوي چې له ډلې يې ۲۴ په کوټ او پاتې نور د شينوارو په شپږو ولسواليو کې رغول کېږي.

۷/۸/۱۳۹۸
شیرزادو ولسوالۍ کې ۱۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته او اته ژوندي ونيول شول
ننګرهار ولايت شيرزادو ولسوالۍ کې تېره شپه د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د وسله والو طالبانو پر مرکزونو هوايي بريدونه کړي، چې په ترڅ کې يې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي، څلور ټپيان دي او اته ژوندي نيول شوي دي.
د معلوماتو له مخې په وژل شويو کې د وسله والو طالبانو محکمې مفتي مطيع الله مشهور په مطيع الحق، د بهسودو ولسوالۍ لپاره د دوی نومول شوی ولسوال ارشاد مشهور په ميا حيدر، د وسله والو طالبانو پخوانی قوماندان سيد انعام مشهور په ملا تور، سرګروپان حکيم الله، حبيب، روزي خان، هجرت او د لوګر ولايت سرې قطعې دوه غړي هم شامل دي.
د يادو عملياتو پر مهال د وسله والو طالبانو اړوند نويد، سر بلند او محبت په ګډون څلور سرګروپان سخت ټپیان شوي دي او اته تنه وسله والو طالبانو سره د اړيکو په تور ژوندي نيول شوي دي.
همدا راز د وسله والو طالبانو يو مرکز، چې په مدرسه کې جوړ کړی و تر کشف وروسته په کې ترلاسه شوې وسلې، ماينونه، چاوديدونکي توکي او دوه عرادې موټر سايکلونه لمنځه وړل شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *